طالبانو د سلام پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی

په کابل کې د سلام پوهنتون مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د دغه خصوصي پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی دی.

په کابل کې د سلام پوهنتون مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د دغه خصوصي پوهنتون د فعالیت د درولو امر کړی دی.
د پوهنتون د مسوولانو په وینا، د طالبانو د عدلیې او لوړو زدهکړو وزارتونو تر دې وړاندې له دوی غوښتي وو چې د پوهنتون مدیریت د لوړو زدهکړو وزارت ته وسپاري او یا یې فعالیت ودروي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د سلام پوهنتون د فعالیت د درولو په اړه څه نه دي ویلي.
سلام پوهنتون په ۱۳۸۸ کال کې په کابل کې د یوه تحصیلي بنسټ په توګه جوړ شو او په کندوز کې هم یوه څانګه لري. دغه بنسټ په ۱۳۹۲ کال کې پوهنتون ته لوړ شو او د شرعیاتو، انجینرۍ، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او کمپیوټر ساینس په پنځو پوهنځیو کې یې فعالیت کاوه.
تر دې وړاندې د یو شمېر خصوصي تحصیلي موسسو مالکانو ویلي وو چې طالبانو د ځینو خصوصي تحصیلي بنسټونو د مالکیت او ونډو په اړه څېړنې پیل کړې او ځینې پوهنتونونه یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
باخبره سرچینو هم ویلي وو چې طالبان غواړي د ځینو خصوصي پوهنتونونو چارې د خپلې ادارې تر کنټرول لاندې وزارتونو ته وسپاري.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د روان کال د سنبلې په ۲۵مه په کابل کې د خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون او په غزني کې د هغه د څانګې جواز هم د «اسلامي ارزښتونو د سرغړونې» په تور لغوه کړ او د دغه بنسټ فعالیت یې ودراوه.
دغه وزارت تر دې وړاندې هم د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو جوازونه د «خیالي محصلانو» او «فساد» په نومونو ځنډولي یا لغوه کړي دي.

اکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره د امریکا او اروپا هڅو نږدې هېڅ پایله نه ده ورکړې او لوېدیځ هېوادونه باید له دې ډلې سره د تعامل نوې لارې ولټوي.
اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی.
اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي.
«تریخ ثبات» او پراخ محدودیتونه
اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده.
مجلې لیکلي چې ډېری افغانان د لا ډېرې ازادۍ غوښتونکي دي، خو د طالبانو سختدریځو د دې ډلې په دننه کې خپل واک ټینګ کړی او نسبتا منځلاري کسان د هبتالله اخوندزاده د ننګولو توان نه لري.
د اکانومېسټ په ارزونه، اخوندزاده ځان ته وفادار ځانګړی ساتونکی ځواک جوړ کړی او د کانونو ګټور قراردادونه یې په خپل لاس کې اخیستي دي. مجله وايي، د طالبانو په منځ کې ځینې هغه کسان چې د هغه د مخالفت هڅه یې کړې، تېښتې ته اړ شوي دي.
د انزوا د تګلارې پر پایلو نیوکه
امریکا او اروپا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې کنګل دي او پر ګڼو طالب چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.
خو اکانومېسټ لیکلي چې طالب سختدریځي د لوېدیځو ډیپلوماتانو او پانګهوالو پر نه حضور اندېښنه نه لري او یوازې د پخواني حکومت شتمنیو ته د لاسرسي لپاره خپله ایډیالوژي نه بدلوي.
مجلې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې او له دې ډلې سره د چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ویلي چې د لوېدیځ انزوا د نورو هېوادونو د تعامل مخه نه ده نیولې.
راپور همداراز وايي چې اروپايي هېوادونو په جون کې طالب چارواکي بروکسل ته بللي وو، څو د کډوالۍ او د رد شویو پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي. د مجلې په وینا، امریکا هم د لا سختدریځو اسلامپالو ډلو پر وړاندې له طالبانو سره په پټه استخباراتي معلومات شریکوي.
د مرستو دوام او د بندیزونو اصلاح
اکانومېسټ له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو کمول ودروي. د مجلې په وینا، دا مرستې له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د یوه اټکل له مخې، نږدې نیمایي وګړي ورته اړتیا لري.
مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو حضور هم اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه ادارې د احتمالي قحطۍ، ناکراریو او د مرستو د غلا په اړه د خبرداري ورکولو توان لري.
خو راپور په سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۴،۲ میلیارد ډالرو زېرمو د ازادولو ملاتړ نه کوي. د مجلې په ارزونه، اوس د دې پیسو د ازادولو وخت نه دی رسېدلی او ښايي د طالبانو د مشر د واک د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.
اکانومېسټ د بندیزونو د اصلاح غوښتنه هم کړې ده. مجله استدلال کوي چې ګڼ طالب چارواکي لسیزې مخکې د ترهګرو په توګه د بندیزونو په لېستونو کې شامل شوي و او اوس وزیران دي. د راپور په وینا، دې وضعیت نړیوالې مالي معاملې او خصوصي پانګونه زیانمنې کړې دي.
مجلې لیکلي چې لوېدیځ شرکتونه د ترهګرۍ د تمویل ضد مقرراتو د احتمالي سرغړونې له وېرې په افغانستان کې سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي. د اکانومېسټ په باور، د دغو خنډونو کمول اقتصادي ودې او د پراخې بېکارۍ په راکمولو کې مرسته کولای شي.
په رسمیت پېژندل؛ یو جنجالي وړاندیز
اکانومېسټ د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل د تعامل یو «لا جنجالي ګام» بللی، خو استدلال یې کړی چې دا کار د طالبانو د کړنو د تایید مانا نه لري.
د مجلې په وینا، په رسمیت پېژندل به د دې واقعیت منل وي چې طالبان ښايي د اټکل وړ راتلونکي لپاره پر افغانستان واکمن پاتې شي.
مجله وايي چې فعال سفارتونه د ترهګریزو ګواښونو په څارلو او له طالبانو سره د خبرو د لارو په پرانیستلو کې مرسته کولای شي. د مجلې په باور، دا اړیکې ښايي د وخت په تېرېدو د طالبانو په حکومت کې نسبتا منځلاري کسان هم وهڅوي.
اکانومېسټ په پای کې ټینګار کړی چې د طالبانو په حکومت کې بدلون باید تر ډېره له دننه راشي او ښايي لسیزې وخت ونیسي، خو د مجلې په ارزونه، سنجول شوی تعامل تر زیان ډېرې ګټې لرلای شي.
په اسلام اباد کې د طالبانو مخالفینو ویلي چې د طالبانو اوسنۍ اداره د افغانانو استازې نه ده او د مشروعیت له جدي ننګونو سره مخ ده. دوی د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو پر بندیزونو او په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو پر فعالیت نیوکه کړې ده.
د «افغانستان کړکېچ او سولې ته د رسېدو لاره» تر نوم لاندې کنفرانس د سپټمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې جوړ شوی و. د یاد کنفرانس جوړوونکو او د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان د کنفرانس وروستۍ اعلامیه وړاندې کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان له «مشروعیت، ظرفیت او ټولشمولیت» سره تړلو دریو اساسي ننګونو سره مخ دی او د طالبانو اوسنۍ اداره د افغانانو استازولي نه کوي.
ګډونوالو ویلي، چې په اوسني سیاسي جوړښت کې واقعي بدلون نه شي رامنځته کېدای او هغه حکومت چې ښځې او اقلیتونه له سیاسي مشارکته لرې کوي، ثبات، پرمختګ او د بشري حقونو خوندیتوب نه شي تضمین کولی.
په دغه کنفرانس کې تر دې دمه د دوو پخوانیو افغان چارواکو، د بامیان پخواني والي طاهر زهیر او د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي امان الله پیمان د نومو یادونه شوې ده، خو د کنفرانس د نورو افغان غړو په اړه څه نه دي ویل شوي. په اعلامیه کې د یوه «ټولشموله، متوازن او عصري» حکومت د جوړېدو له لارې خلکو ته د واک د بېرته سپارلو غوښتنه شوې ده.
د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومول د افغانستان ظرفیت کمزوری کوي.
اعلامیه د دیني مدرسو د پراخېدو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د دغو مدرسو شمېر شاوخوا ۲۲ زرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د ښوونځیو شمېر شاوخوا ۱۸ زره ښودل شوی دی.
د کنفرانس ګډونوالو ویلي چې د افغانستان ښوونیز نظام باید دیني زده کړې د علومو، ټکنالوژۍ، مسلکي زده کړو او انتقادي تفکر ترڅنګ وړاندې کړي.
په اعلامیه کې د ښځو د حذف په اړه هم سخت دریځ څرګند شوی او ویل شوي چې د ښځو له مشارکت او د ټول شموله سیاسي نظام له جوړېدو پرته له بېوزلۍ، افراطیت او تاوتریخوالي سره مبارزه ستونزمنه ده.
د اسلام اباد کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د وسله والو ډلو د حضور او فعالیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې ادعا شوې چې له ۲۰ ډېرې ډلې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د هغوی فعالیت د پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا، روسیې، چین او نورو هېوادونو لپاره امنیتي پایلې لرلی شي.
طالبانو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ د یوه ګډ څارونکي میکانیزم د جوړېدو غوښتنه شوې، چې د وسله والو ډلو د پناهځایونو، جلب او تمویل د مخنیوي اړوند ژمنې وڅارل شي.
د کنفرانس ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر تګلارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره تعامل، پایله نه ده ورکړې. دوی غوښتنه کړې چې هر راتلونکی تعامل باید د ښځو د زده کړو او کار، سیاسي مشارکت، د خلکو د حقونو او له وسله والو ډلو سره د مبارزې له معیارونو سره تړلی وي.
په اعلامیه کې د نړیوالو مرستو د روڼتیا غوښتنه هم شوې او ویل شوي چې مرستې باید په مستقیم ډول کورنیو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ته ورسېږي.
د کنفرانس په اعلامیه کې یادونه شوې، چې په افغانستان کې« ۴۲ سلنه پښتانه پر ۵۸ سلنه نورو قومي لږه کیو واک چلوي».
له دې وړاندې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي پر ۱۶مه د پاکستان د پوځ ویاند هم په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۴۲ سلنه نفوس پښتانه او پاتې ۵۸ سلنه تاجکان، ازبکان، ترکمنان، هزاره او د نورو قومونو وګړي جوړوي، خو هلته حکومت ټولشموله نه دی.
د «اسلام اباد اعلامیه ۲۰۲۶» په پای کې راغلي چې د افغانستان کړکیچ یوازې د کابل د حکومت مساله نه ده، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې له نه ترسره شویو مسوولیتونو سره هم تړاو لري.
په پاکستان کې د طب یوشمېر افغان محصلین وایي، سره له دې چې د پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو عالي محکمو د افغان محصلینو د اېستلو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړه ځنډولې؛ خو لاهم په ځینو پوهنځیو کې ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغان محصلینو یو استازي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ګڼ محصلین پوهنځیو ته ورځي؛ خو په درسونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. هغه وویل: «پوهنځیو موږ ته ویلي چې تر هغې به ټولګیو ته موږ پرېنږدي؛ څو د پاکستان د طبي شورا رسمي لیک ورته ونه رسېږي. د محکمو د حکمونو برسېره ډېرو پوهنځیو دغه پرېکړې نه عملي کوي».
د هغه په وینا، هغه محصلین چې ویزې یې په ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ کې پای ته رسېږي، تر سختې اندېښنې او فشار لاندې دي؛ ځکه د ویزو مودې غځولو غوښتنې یې نه منل کېږي.
نوموړي وویل، چې افغان محصلین له دوو لویو ستونزو سره مخ دي؛ یوه دا چې ځینې کالجونه د محکمو له حکمونو سره، سره د زدهکړو او عملي روزنې اجازه نهورکوي او بله دا چې نوې ویزې نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغان محصلین نه باسي خو ستونزه دا ده که ویزې تمدید نهشي؛ نو وروسته د اېستلو لپاره قانوني پلمه پیدا کېږي».
د هغه په وینا، له هغه لسو افغان طبي محصلینو څخه چې مخکې اېستل شوي وو، د اتو ویزې بېرته صادرې شوې دي؛ خو د یوې نجلۍ په ګډون د دوو نورو ویزې لا نهدي ورکړل شوې.
بل لور ته د پنجاب ايالت بهاولپور د جناح طبي پوهنځي افغان محصل ډاکټر دلاور خان وایي، د افغان محصلینو د زدهکړو د دوام په اړه تراوسه روښانه او واحده تګلاره نهده اعلان شوې.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دوی ته د پوهنځي لهخوا ويل شوي چې د پاکستان د طبي شورا لهخوا رسمي مکتوب پوهنځي ته نهدی رسېدلی.
دلاور خان زیاتوي، چې د ملتان د نشتر طبي پوهنځي افغان محصلین هم له ورته ستونزو سره مخ دي؛ خو د پوهنتون ادارې ورته ویلي چې حاضري به یې حسابېږي. د هغه په وینا، د جناح طبي پوهنځي محصلینو ته نه حاضري حسابېږي او نه هم په منظم ډول د درسونو د دوام زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل، که څه هم په پنجاب کې ځینو پوهنځيو افغان محصلینو ته د زدهکړو اجازه ورکړې؛ خو لا هم د ډېرو نورو پوهنتونونو او پوهنځيو دریځ روښانه نهدی. ډاکټر دلاور خان ټینګار وکړ، چې د ټولو ښوونیزو ادارو لپاره باید یوه روښانه او واحده تګلاره جوړه شي؛ څو محصلین له ناروښانه حالت څخه ووځي او خپلې زدهکړې په عادي ډول بشپړې کړي.
بلخوا په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي وایي، د محکمو له پرېکړو وروسته په پېښور، کراچۍ او لاهور کې یوشمېر پوهنتونونو افغان محصلینو ته بېرته د زدهکړو اجازه ورکړې ده.
شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د محصلینو او مدني بنسټونو په هڅو یوشمېر افغان محصلین بېرته خپلو پوهنتونونو ته ستانه شوي او اوس په عادي ډول درسونه څاري.
خو د هغه په وینا، په اسلاماباد کې د افغان محصلینو په اړه لاهم وروستۍ قضايي پرېکړه نهده شوې او د محکمې د بلې اورېدنې نېټه داسې مهال ټاکل شوې چې د ډېرو محصلینو ازموینې به تر هغه وخته پای ته رسېدلې وي.
شریعتي وویل، محصلین غواړي چې د دوی د قضیې اورېدنه ژر ترسره شي؛ څو وکولای شي د خپلو ازموینو او زدهکړو وروستي پړاوونه بشپړ کړي. د هغه په وینا، د سند ایالت عالي محکمې هم د دوو پوهنتونونو شاوخوا شلو افغان محصلینو ته د پاتې کېدو او زدهکړو د دوام لنډمهاله اجازه ورکړې ده؛ خو د یوه بل پوهنتون محصلینو په قضیه کې بیا د پاکستان د پرېښودو حکم شوی دی.
شریعتي وایي، ځینې پوهنتونونه لاهم د رسمي حکومتي مکتوب په تمه دي او تر هغې چې ورته لیک ونه رسېږي د محکمې د حکم عملي کولو ته چمتو نهدي. هغه زیاته کړه، چې دغه حالت افغان محصلین له رواني فشار، نهیلۍ او اندېښنو سره مخ کړي دي.
د افغان محصلینو د ټولنې مشر وویل، د محصلینو غوښتنه یوازې دا ده چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شي. د هغه په وینا، د سلګونه افغان کورنیو هیله دا ده چې اولادونه یې د ډاکټرانو او نورو مسلکي کسانو په توګه خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او هېواد ته ستانه شي.
شریعتي خبرداری ورکړ، چې د زدهکړو په نیمایي کې د افغان محصلینو درول به د هغوی پر راتلونکي او مسلکي ژوند منفي اغېز وکړي او له پاکستاني چارواکو او محکمو یې وغوښتل چې په ځانګړي ډول د طب د وروستیو کلونو محصلینو ته د زدهکړو د بشپړولو فرصت ورکړي.
یو نوي څېړنیز راپور موندلې، چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت د ۲۰۲۱کال تر اګست وروسته په بېساري ډول کړکېچن شوی، روغتیايي او ښوونیز خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی، اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې او ښځې او نجونې له څو اړخیزو محدودیتونو او تبعیض سره مخامخ شوې دي.
د راپور له مخې، ۶۱ سلنه سروې شویو کسانو ویلي چې معلولیت یې د جګړو، ماینونو، چاودنو او وسلهوالو نښتو پایله ده. دغه راپور چې د راول ولنبرګ انسټیټیوټ او پراختیایي څېړنيزې ډلې لهخوا چمتو شوی ښيي، چې په افغانستان کې معلولین له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او خدماتي خنډونو سره مخ دي او وضعیت یې د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.
راپور د ۲۰۲۵کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ترسره شویو مرکو پربنسټ جوړ شوی دی. د څېړنې پرمهال له ۹۹ معلولو کسانو سره مرکې شوې، چې ۶۴ نارینه او ۳۵ ښځې پهکې شاملې وې.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د معلولیت اړوند د ۲۰۱۹کال د ملي سروې موندنې ښيي چې ۲۴.۶ سلنه لویان له لږ معلولیت، ۴۰.۴ سلنه له منځني معلولیت او ۱۳.۹ سلنه له سخت معلولیت سره ژوند کوي. د سخت معلولیت لرونکو ښځو شمېر ۱۴.۹ سلنه او د نارینهو ۱۲.۶ سلنه ښودل شوی دی.
راپور کاږي، تر ۲۰۲۱کال وروسته د معلولینو لپاره شته بنسټونه کمزوري شوي، د استخدام درې سلنه قانوني ونډه په عملي ډول نه پلي کېږي او د بیارغونې او ټولنیز ملاتړ ګڼ پروګرامونه په ټپه درېدلي دي.
د څېړنې موندنې ښيي، چې د مرستو او خدماتو وېش په ځینو مواردو کې شفاف نهدی او ځینې معلولین باور لري چې مرستې د اړتیا پر ځای د اړیکو او نفوذ پر بنسټ وېشل کېږي.
د راپور له مخې، ښځې او نجونې تر ټولو سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی د زدهکړو، کار، تګراتګ او روغتیايي خدمتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د سرپرست شرط، اقتصادي ستونزې او ټولنیز فشارونه یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.
راپور موندلي، چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د معلولیت د پراختیا له مهمو لاملونو څخه دی. ګڼ ګډونوال وايي، چې د فقر، لرې واټن، ناامنۍ او روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله پر وخت درملنه نهشي ترلاسه کولی او له همدې امله د درملنې وړ ناروغۍ او ټپونه په دایمي معلولیت بدلېږي.
د راپور له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال ثبت شویو معلولینو ته هرکال شاوخوا ۶۰زره افغانۍ مالي مرسته ورکول کېده؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته د مرستو نظام له ګډوډۍ سره مخ شوی او ګڼ شمېر کسان له دغه امتیازاتو بېبرخې شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د دولتي ملاتړ د کمښت له امله ګڼ معلولین خپلې اړتیاوې د کورنیو، خپلوانو، زکات او خیریه مرستو له لارې پوره کوي؛ خو دغه مرستې د دوی د اوږدمهاله اړتیاوو لپاره بسنه نهکوي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د پولیو دوام، د واکسین د پوښښ کمښت، د مېندو او ماشومانو کمزوري روغتیايي خدمتونه او پراخه بېوزلي د نوي معلولیت ګواښ زیاتوي.
د راپور جوړوونکو له واکمنو چارواکو، ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او نړۍوالو تمویلوونکو غوښتي، چې معلولینو ته د روغتیا، زدهکړو، کار، ټولنیز ګډون او بشري مرستو په برخه کې د لاسرسي فرصتونه پراخ کړي او د مرستو په وېش کې د اړتیا پر بنسټ او له تبعیض پرته چلند یقیني کړي.
په ډنمارک کې مېشت افغان خبریال او مستندساز نجیب خواجه وایي، د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې عام افغانان د ټولو سیاسي او پوځي بدلونونو اصلي قربانیان پاتې شوي دي.
خواجه چې د «د زړونو او ذهنونو ګټل» (Winning Hearts and Minds) په نوم د مستند فلم جوړوونکی دی وایي، د افغانستان د جګړې د ناکامۍ یو مهم لامل دا و چې لوېدیځو هېوادونو په کلیوالو سیمو کې له هغه وسلهوالو قوماندانانو او سیمهییزو پولیسو ملاتړ کاوه چې د ډېرو افغانانو په نظر تر طالبانو یې هم بد نوم درلود.
هغه «ډیموکراسۍ ناو» ټلوېزيوني خپرونې ته ویلي، د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې یوه اساسي موخه د خلکو د «زړونو او ذهنونو ګټل» وو؛ خو په عمل کې برعکس پایله ترلاسه شوه.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل او ختیځو سیمو کې هغه سیمهییز ځواکونه چې د امریکايي، برتانوي او ډنمارکي ځواکونو متحدین وو، د نشهيي توکو په قاچاق، زورواکو کړنو، جنسي تېريو او نورو جرمونو تورن وو.
خواجه ویلي، د هغه مستند فلم د هلمند ولایت د موسی کلا پر ولسوالۍ راڅرخي؛ هغه سیمه چې په ۲۰۰۶کال کې د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه وایي، موسی کلا د طالبانو د بیا پیاوړتیا بهیر پیل و او وروسته دغه بهیر د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېده چې په پایله کې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل.
نوموړي ویلي، دی او د فلم بل جوړوونکی مارتین ټام اندرسن د عیسی خان او عبدالولي کوکا په نوم له دوو سیمهییزو قوماندانانو او د هغوی له ځواکونو سره یو ځای اوسېدل؛ خو دغه قوماندانان نه پوهېدل چې د دوی د کړنو په اړه څېړنیز مستند جوړېږي.
خواجه ویلي، د فلم د جوړولو پرمهال یې د دغه قوماندانانو له قربانیانو سره هم مرکې وکړې او د هغوی د ادعاوو د کرهوالي لپاره یې څېړنې ترسره کړې. هغه ادعا کړې، چې د دغه ډلو غړو به د بېوزله کورنیو هلکان تښتول، د پیسو لپاره به یې برمته کول او جنسي ناوړه ګټه اخیستنه به یې ترې کوله.
د هغه په وینا، دغه کسان طالبان نه وو، بلکې هغه سیمهییز ځواکونه وو چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې نږدې اړیکې او همکاري لرله. نوموړي ټینګار کړی، چې په لویو ښارونو کې وضعیت توپیر درلود او د نړۍوال حضور پرمهال ګڼو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، د زدهکړو، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو له فرصتونو ګټه اخیسته.
خواجه زیاته کړې: «تر پخواني حکومت لاندې کلیوال افغانان ډېر زیانمن شول او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ګڼ ښار مېشتي او پرمختللي افغانان له محدودیتونو سره مخ دي. په دواړو حالاتو کې عام افغانان بایلونکي پاتې شوي دي».
نجیب خواجه چې په ۲۰۰۸کال کې د طالبانو لهخوا تښتول شوی و او وروسته وتوانېد له بنده وتښتي، وایي د افغانستان د جګړې یو مهم درس دا دی چې د خلکو له ملاتړ او باور پرته پوځي ځواک دایمي ثبات نهشي رامنځته کولی.