• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ارزګان کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۱

د ذبیح الله په نوم یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان نن د پنجشنبې په ورځ د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ځان وژلی. ځايي د طالبانو سیمه ییزو مسوولانو ویلي چې یاد ځوان تر کورنۍ شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.

په ارزګان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ترینکوټ ښار د سرخم په سیمه کې د ذبیح الله په نوم یوه ځوان مړ جسد د هغه په کور کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، یاد ځوان په خپله خونه کې ځان زندی کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

په ورته مهال د طالبانو د ارزګان امنیه قوماندانۍ ځايي خبریالانو ته ویلي چې ذبیح الله تېره شپه په کور کې تر شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.

طالبانو د ذبیح الله د ځان وژنې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده
۱

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۲

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۳

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۴

امریکا په قطر کې د څه باندې زرو افغانانو د اوسېدو موده نهه میاشتې لا غځوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې پر افغانستان درې هوايي بریدونه کړي. دغه بریدونه پر کونړ، پکتیکا، کندهار، خوست او هلمند ولایتونو شوي، چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي.

پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې درې ځله د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو له مخې، د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو. سیمه‌ییزو سرچینو هغه مهال ویلي‌ وو، دغه بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي چې له امله یې په کونړ کې د یوې کورنۍ درې ملکي غړي وژل شوي وو.

پاکستان بیا ادعا کړې وه، چې په دغه بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر او ځانمرګي بریدګر» وژلي دي. ملګرو ملتونو بیا د دغه بریدونو په ترڅ کې د یو ماشوم په ګډون د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان یو وار بیا په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۱۰ ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان هغه مهال وویل، چې دغه ځایونه د ډرونونو د توغولو او زېرمه کولو لپاره کارېدل؛ خو طالبانو بیا ویلي و چې په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

نن پنجشنبه (د تلې ۹مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي.
له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسله‌والو د اوښتو په اړه یې پاکستاني‌ سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.

طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلام‌اباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسله‌والو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسله‌والو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.

سور صلیب: په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال ۶۷زره زلزله ځپلو ته بشري مرستې رسېدلې دي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
100%

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اګست میاشتې د زلزلې له امله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ۶۷زره او ۴۸ اغېزمنو کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې تر ۲زره او ۲۰۰ ډېر کسان مړه، څه باندې ۳زره او ۶۰۰ ټپیان او نږدې ۵۰۰زره کسان اغېزمن کړل. لاهم تر ۲۲۱زره ډېر کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، د زلزلې په لومړیو ورځو کې تر ۳زره ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او په بېلابېلو پنډغالو او لنډمهاله استوګنځایونو کې یې ژوند کاوه. د راپور له مخې، د سره صلیب افغانستان څانګې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۴ کورنیو ته د سرپناه او د کورنیو اړتیاوو کڅوړې وېشلې چې ۱۱۰۳ کسان ترې برخمن شوي دي.
همداراز ۲۰زره خوراکي کڅوړې او تیار خواړه پر زلزله ځپلو کورنیو وېشل شوې او ۲۰زره کسانو ته رسېدلې دي. راپور ښيي، په دې موده کې ۲زره کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې دي، چې له امله یې ۱۵زره او ۴۱۵ کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي. هرې کورنۍ ته ۱۰زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د سروې له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو دغه پیسې د خوړو لپاره، ۳۴ سلنه د کورونو د رغونې لپاره، شپږ سلنه د درملنې لپاره او درې سلنه د پورونو د ادا کولو لپاره لګولي دي.
روغتیايي او رواني خدمتونه
راپور وړاندې کاږي، پنځه ګرځنده روغتیايي ټیمونه د عملیاتو پرمهال فعال وو او ۳۳زره او دوه کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. په دغه خدمتونو کې له ۲زره او ۳۳۱ ښځو سره د امېندوارۍ او زېږون اړوند روغتیايي مرستې هم شاملې وې.
د راپور له مخې، ۹۰۵۲ کسانو ته د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ خدمتونه وړاندې شوي او ۸۴ روغتیايي کارکوونکي او رضاکاران په همدې برخه کې روزل شوي دي. د سره صلیب د راپور پر بنسټ، ۴۵زره او ۴۵۸ کسانو ته هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ لیټره پاکې اوبه برابرې شوې دي.
همداراز ۷زره کسانو ته د حفظ الصحې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او پر ۱۰۰۰ کورنیو د حفظ الصحې ځانګړې کڅوړې وېشل شوې دي. په کونړ ولایت کې د بې‌ځایه شویو په یوه پنډغالي کې ۲۰۰ ګرځنده تشنابونه هم نصب شوي دي.
راپور وايي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په موده کې له ایران او پاکستان نه تر ۳.۸ مېلیونه ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي چې کونړ او ننګرهار یې مهم د مېشتېدو سیمې بلل کېږي.
سره صلیب خبرداری ورکړی، چې د زلزلې له اغېزو وروسته لاهم د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو، د عایداتي فرصتونو او رواني ملاتړ په برخو کې جدي اړتیاوې موجودې دي.
د راپور له مخې، د مرستو په دې عملیاتو کې د ۷۰زره کسانو د ملاتړ هدف ټاکل شوی و چې تراوسه ۶۷زره او ۴۸ کسانو ته مرستې رسېدلې دي. په دغه کسانو کې ۱۴زره او ۸۰ ښځې، ۱۸زره او ۷۷۳ نجونې، ۱۴زره او ۴۱۵ نارینه او ۱۹زره او ۷۸۰ هلکان شامل دي.

راپور؛ افغانستان او ایران د رېل پټلۍ په برخه کې همغږي او همکاري پراخوي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

د «یورېشیا نېټ» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې افغانستان او ایران په وروستیو میاشتو کې د ترانسپورټي او رېل پټلۍ پروژو په برخه کې خپله همکاري او همغږي پراخه کړې ده.

په راپور کې راغلي، د هرات ـ مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو مرکز ګرځېدلی او کولای شي افغانستان د ایران، منځنۍ اسیا، چین او ترکیې ترمنځ په یوه مهم ترانزیټي پل بدل کړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یو پلاوي ایران ته سفر کړی و او هلته یې د هرات ـ مزارشریف رېل پټلۍ د تخنیکي مشخصاتو، مالي سرچینو او د عملي کېدو پړاوونو په اړه خبرې کړې وې.

راپور کاږي، د بلخ او هرات ولایتونو ترمنځ د نوې رېل پټلۍ د جوړېدو اټکلي لګښت ۷۸۰ مېلیون ډالره دی او افغان سوداګریزو بانکونو هم په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د راپور له مخې، ایراني شرکتونه د افغانستان د کاني سرچینو په پراختیا کې د ونډې اخیستو په بدل کې د دغه رېل پټلۍ د جوړولو چارې پر مخ وړي.

د هرات ـ مزارشریف پټلۍ د خواف ـ هرات د اوسني رېل مسیر غځونه ګڼل کېږي او د «پنځو هېوادونو د رېل پټلۍ دهلېز» مهمه برخه ده. دغه شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره اوږد دهلېز د تاجکستان او قرغزستان له لارې د چین تر کاشغر ښار پورې رسېږي.
د راپور په ټکو، د یادې پروژې ستراتیژیک اهمیت دا دی چې ایران او ترکیه به د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره ونښلوي. ترکیه هم د یادې پروژې شریک لوری بلل کېږي او د مزارشریف پر لور د رېل پټلۍ د ګډې پروژې تړون په ۲۰۲۵کال کې په استانبول کې لاسلیک شوی و.

راپور زیاتوي، د هرمز تنګي د امنیتي کړکېچونو له امله ایران هڅه کوي د چین پر لور بدیلې ځمکنۍ لارې پرانیزي. په همدې موخه د ۲۰۲۵کال د مئ په ۲۵مه د چین د شیان ښار او د ایران د اپرین وچ بندر ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي لومړنی مستقیم تګ‌راتګ پیل شو.

دغه مسیر د قزاقستان او ترکمنستان له لارې ایران ته رسېږي او د نړۍوال شمال ـ سویل ترانزیټي دهلېز د ختیځې څانګې برخه ګڼل کېږي. راپور زیاتوي، د چین، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې ترمنځ د اورګاډي یوه پراخه شبکه هم د پراختیا په حال کې ده، چې د «یو کمربند، یوه لار» نوښت د اقتصادي دهلېزونو برخه بلل کېږي.
د «یورېشیا نېټ» د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ اړیکې د کابل لپاره نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي دي.

په راپور کې راغلي، د خواف ـ هرات رېل پټلۍ افغانستان ته دا زمینه برابره کړې چې د فارس خلیج، ترکیې او اروپايي بازارونو ته لاسرسی ومومي او د پاکستان د بندرونو د محدود لاسرسي اغېز راکم کړي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګري ۳.۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د ۲۰۲۵کال د مارچ او د ۲۰۲۶کال د مارچ ترمنځ تر ۶۴۰زره ټنو ډېر توکي د خواف ـ هرات د رېل پټلۍ له لارې لېږدول شوي.

راپور اټکل کوي، چې د خواف ـ هرات پټلۍ له بشپړ فعالېدو وروسته به کلنی بار وړل درې مېلیون ټنو ته او ترانزیټي توکي ۱.۷ مېلیون ټنو ته لوړ شي. د راپور له مخې، ایران هم غواړي د خپلې رېل پټلۍ له لارې د لېږدوونکو توکو کلنی حجم ۶۰ مېلیون ټنو ته ورسوي او د دې لپاره له قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان سره د همکارۍ پراختیا هڅې روانې دي.
راپور د ازبکستان رول هم مهم بولي. د ۲۰۲۶کال د جولای په ۲۲مه یو افغان تخنیکي پلاوی تاشکند ته تللی و او هلته یې د ازبکستان د اورګاډي ادارې له مشرانو سره د ترانس‌افغان رېل پټلۍ د امکان‌سنجۍ، د هرات ـ مزارشریف د پروژې او د حیرتان تمځای د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

د راپور له مخې، دواړه خواوو د حیرتان تمځای د عصري کولو، د نویو ګودامونو د جوړولو او د نایب‌اباد تمځای لپاره د ۱۶۵۰ مترو اوږدې اضافي پټلۍ د جوړولو په اړه هم بحث کړی دی.

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د اسلام‌اباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلینو هغه قضیه وتړله، چې د ویزو مودې د نه غځېدو له امله له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي. یادې محکمې د دغه محصلینو دوسیه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.

محکمې یاد وزارت مکلف کړی، چې د ۳۰ ورځو دننه د دغه محصلینو د ویزو او د اوسېدو وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. دغه عریضه د عطا رضا له‌خوا د ځان او ۸۶ نورو افغان محصلینو په استازیتوب ثبت شوې وه.
یاد محصلین د اسلام‌اباد نړۍوال اسلامي پوهنتون او د پاکستان په بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو کې زده‌کړې کوي. د عریضې له مخې، ټول محصلین په قانوني ویزو پاکستان ته تللي او د ویزو مودې د غځېدو غوښتنلیکونه یې د «پاک ویزه» انلاین سیستم له لارې پر وخت ثبت کړي وو؛ خو د دوی د غوښتنو په اړه تراوسه کومه پرېکړه نه‌ده شوې.
محصلینو محکمې ته ویلي وو، چې د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د نیول کېدو، اېستلو، ځورونې او د زده‌کړو د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي. په عریضه کې همداراز ویل شوي وو، چې په پاکستان کې د طالبانو سفارت د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په ۱۶مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه رسمي لیک له لارې د دغه محصلینو د ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.
د قضیې د اورېدنې پرمهال محکمې د محصلینو له وکیلانو پوښتنه کړې وه، چې افغانان څنګه کولای شي د اسلام‌اباد عالي محکمې د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه ګټه واخلي. وروسته د محصلینو وکیلانو محکمې ته وړاندیز وکړ، چې دوسیه دې د استازولۍ یا رسمي غوښتنلیک په بڼه د کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شي.
بل لور ته د پاکستان د حکومت استازي مرستیال لوی څارنوال سرفراز رووف محکمې ته ویلي و، چې دغه موضوع د پاکستان د حکومت د پالیسۍ برخه ده او د محکمې د اساسي قانوني صلاحیت له لارې پرېکړه پرې نه‌شي کېدای.
هغه همداراز استدلال کړی و، چې «پاکستان له افغانستان سره د جګړې په حال کې دی» او له همدې امله قضیه د حکومتي پالیسۍ موضوع ګڼل کېږي.
د اسلام‌اباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو په خپل لیکلي حکم کې ویلي، چې محکمه د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه له کار اخیستلو ډډه کوي او دوسیه د پرېکړې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لېږي.
محکمې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۳۰ ورځو دننه د افغان محصلینو د وضعیت په اړه پرېکړه وکړي. بل لور ته په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د قضیې پرمهال افغانستان ته د «دښمن هېواد» په سترګه کتل او ورته اشاره کول د افغان محصلینو پر وړاندې د تبعیضي چلند څرګندونه کوي.
شریعتي وویل، په داسې حال کې چې د پاکستان فدرالي حکومت افغانستان په رسمي ډول د دښمن هېواد په توګه نه‌دی اعلان کړی، پوښتنه دا ده چې ولې په قضايي بهیر کې داسې تعبیر کارول کېږي.
هغه زیاته کړه: «په قضايي پرېکړو کې د افغانستان په اړه دغه ډول تعبیرونه د افغان محصلینو ترمنځ د تبعیضي چلند اندېښنې راولاړوي». د هغه په وینا، افغان محصلین غواړي چې د دوی قضیې د سیاسي او امنیتي مسایلو پر ځای د قانون، زده‌کړو او بشري حقونو له زاویې وڅېړل شي او اجازه ورکړل شي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
شریعتي ټینګار وکړ، چې لسګونه افغان محصلین د خپلو زده‌کړو په وروستیو پړاوونو کې دي او د ویزو د ستونزې اوږدېدل به د هغوی پر راتلونکي او مسلکي ژوند منفي اغېز وکړي.

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱
100%

امریکا د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۸مه، له عراق څخه خپل تر دوو لسیزو ډېر پوځي حضور پای ته ورساوه. دغه وتل د هغې هوکړې له مخې ترسره شول چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د واشنګټن او بغداد ترمنځ شوې وه.

په عراق کې لا هم د امنیتي تشې په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته د نږدې وسله‌والو ډلو د نفوذ د پراخېدو او د داعش د بیا پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې شته. خو د عراق حکومت پر خپل ځای پاتې دی او د دغه هېواد ځواکونو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر عراقي وګړو د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی او جشن کړی، خو ځینې نور بیا د دې وتلو د امنیتي پایلو په اړه اندېښمن دي.

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل، له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو پنځه کاله وروسته، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې د عراق حکومت دوام وکړ، خو د افغانستان جمهوري حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د امریکا د وروستي سرتېري له وتلو مخکې ړنګ شو.

د وتلو د خبرو څرنګوالی، د امنیتي ځواکونو وضعیت، د حکومت مالي سرچینې، د حکومت مشروعیت، د حکومت پر وړاندې د وسله‌والو ډلو وضعیت او د پوځي بدلونونو چټکتیا هغه عوامل وو چې د دواړو هېوادونو برخلیک یې له یو بل څخه متفاوت کړ.

100%

له عراق څخه د امریکا وتل هم په پړاوونو او «منظم» ډول ترسره شول او هېڅ امریکايي سرتېری پکې ونه وژل شو، خو له افغانستان څخه د وتلو په وروستیو ورځو کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش یوه ځانمرګي برید ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل.

د عراق حکومت د خبرو پر مېز و، خو افغانستان څنډې ته شوی و

د دواړو هېوادونو ترمنځ یو له مهمو توپیرونو څخه د وتلو په اړه د پرېکړې کولو څرنګوالی و. په عراق کې د دغه هېواد حکومت له امریکا سره د خبرو اصلي لوری و. د ائتلاف د ماموریت د پای ته رسولو خبرې د عراق د هغه وخت د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له غوښتنې وروسته پیل شوې او تر شپږو میاشتو ډېرې یې دوام وکړ. دواړو لورو په ۲۰۲۴ کال کې د ائتلافي ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو او د اړیکو د دوه اړخیزې امنیتي همکارۍ پر بدلولو هوکړه وکړه.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د عراق پارلمان، وروسته له هغې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو د سپاه د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني او د ایران تر ملاتړ لاندې د وسله‌والو ډلو له مهمو څېرو څخه ابومهدي المهندس په بغداد کې د امریکا په برید کې ووژل شول، د بهرنیو ځواکونو د حضور د پای ته رسولو لپاره یوه غیرالزامي پرېکړه‌لیک تصویب کړی و.

100%

خو په افغانستان کې امریکا له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې. د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د دوحې د هوکړې برخه نه و. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویل شوي چې له دې بهیر څخه د افغانستان د حکومت لرې ساتلو د دغه حکومت دریځ کمزوری کړ او بېلابېلو لورو ته یې دا پیغام ورکړ چې واشنګټن له طالبانو سره د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.

100%

د افغانستان د مشرانو دا تصور چې امریکا به پاتې شي

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر سیګار په یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دا تصور موجود و چې امریکا به په پای کې له افغانستانه ونه وځي. سیګار د امریکايي او افغان چارواکو له قوله ویلي چې حتی د وتلو تر وروستیو میاشتو پورې په کابل کې ځینو کسانو باور نه درلود چې واشنګټن به د وتلو خپله پرېکړه عملي کړي.

سیګار په ځانګړي ډول د هغه وخت د ولسمشر اشرف غني نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د امریکا او طالبانو هوکړې د افغانستان د ولسمشر دا برداشت پیاوړی کړی و چې د امریکا وتل به لږ تر لږه تر هغه وخته ترسره نه شي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه نه وي شوې. په پایله کې، غني د طالبانو ګواښ په کافي اندازه جدي ونه باله او د خپلې پاملرنې یوه مهمه برخه یې پر کورنیو سیاسي سیالیو متمرکزه کړه.

دا تصور په داسې حال کې رامنځته شوی و چې د افغانستان حکومت له کلونو راهیسې د امریکا او د هغه د متحدانو پر پوځي او مالي حضور ډېر متکي و.

په عراق کې شته شواهد بیا تر ډېره د یوه متفاوت چلند ښکارندويي کوي. د دغه هېواد لومړي وزیر السوداني په شخصي توګه د ائتلافي ماموریت د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیل تعقیب کړ او د عراق حکومت د امریکا وتل د امنیتي مسوولیت د لېږد او له امریکا سره د اړیکو د بیا تعریف په توګه مطرح کړل. السوداني په ۲۰۲۴ کال کې وویل چې داعش نور په عراق کې دننه ګواښ نه دی؛ خو دا دریځ د ځینو امریکايي چارواکو له ارزونو سره توپیر درلود.

عراق د امریکا وتل د یوه اټکل کېدونکي بدلون په توګه تعقیبول.

پر پوځ تکیه

د افغانستان امنیتي ځواکونه پر کاغذ لوی او مجهز ځواک وو، خو د هغوی د عملیاتي وړتیا یوه برخه د امریکا او بهرنیو قراردادیانو پر ملاتړ ولاړه وه.

سیګار په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری ورکړی و چې د قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغانستان هوايي ځواک هېڅ الوتکه نه شي کولی چې تر څو میاشتو ډېر خپل جنګي توان وساتي. په دې ملاتړ کې د الوتکو ترمیم او ساتنه، روزنه، پرزې او لوژستیکي خدمتونه شامل وو.

د امریکايي قراردادیانو له وتلو وروسته دا ستونزه په چټکۍ سره څرګنده شوه. د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د پوځي الوتکو یوه لویه برخه ځمک‌نۍ شوه او د هوايي او لوژستیکي ملاتړ کمېدو د افغان ځواکونو د جګړې د دوام توان کم کړ.

100%

په عراق کې هم امنیتي ځواکونه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لرله، خو د هغوی تجربه له افغانستان څخه توپیر درلود. د عراق پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر وړاندې له سختې ماتې وروسته، د نړیوال ائتلاف په ملاتړ بیا جوړ شو او د داعش پر وړاندې په ځمکنیو عملیاتو کې یې اصلي رول درلود.

اوس هم د امریکا له وتلو وروسته د عراق د امنیت بشپړ مسوولیت عراقي ځواکونو ته سپارل شوی دی. البته، واشنګټن به د روزنې او محدودو استخباراتي همکاریو په برخه کې له بغداد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

عراق کې د داعش ځپل او افغانستان کې د طالبانو پرمختګ

د افغانستان د حکومت د سقوط په میاشتو کې طالبانو په چټکۍ سره خپله ولکه پراخوله. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶مه د یوه ولایت مرکز د لومړي ځل لپاره ونیو او یوازې په ۱۰ ورځو کې یې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۳۳ مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا د حضور په وروستیو اوونیو کې هره ورځ نوې سیمې نیولې او له بلې خوا د پخواني حکومت او د هغه د ځواکونو د جګړې انګېزه هم مخ په کمېدو وه.

خو د عراق اوسنی وضعیت متفاوت دی.

داعش، چې یوه مهال په عراق کې له امریکا سره د جګړې له مهمو لورو څخه و، اوس د دغه هېواد پراخې سیمې نه لري. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، داعش په عراق کې خپل تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی او فعالیتونه یې په کوچنیو او ګرځنده ډلو محدود شوي دي. خو داعش لا هم د چریکي بریدونو توان لري او د دې احتمال هم شته چې یو ځل بیا پیاوړی شي.

100%

پر بهرنیو مرستو مالي تکیه

افغانستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې د حکومت د لګښتونو د برابرولو لپاره پر بهرنیو مرستو ډېر متکي و. نړیوال بانک وايي چې بهرنیو مرستو د افغانستان د عامه لګښتونو شاوخوا ۷۵ سلنه تمویلوله. دغه بنسټ په یوه بل راپور کې ویلي وو چې د شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو له عامه لګښتونو څخه یوازې نږدې ۲.۵ میلیارده ډالر د حکومت له کورنیو عوایدو څخه برابرېدل.

د حکومت د لګښتونو لویه برخه، له دولتي کارکوونکو د معاشونو څخه نیولې تر عامه خدمتونو او امنیتي لګښتونو پورې، له بهرنیو مرستو پرته نه شوای تمویل کېدای.

په عراق کې وضعیت متفاوت دی. د عراق حکومت هم له جدي مالي ستونزو سره مخ دی، خو د دغه هېواد د عاید اصلي سرچینه تېل دي.

د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د عراق د حکومت د تېلو عواید د دغه هېواد د ناخالصو کورنیو تولیداتو شاوخوا ۳۳ سلنه جوړوله او د حکومت ډېره برخه عواید لا هم له تېلو ترلاسه کېږي. رویټرز هم راپور ورکړی چې تېل د عراق د بودجې شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي.

له دې ټولو سره سره، د عراق د حکومت پاتې کېدل په دې معنا نه دي چې د دغه هېواد ستونزې پای ته رسېدلې دي. رویټرز له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هم‌مهاله راپور کې ویلي چې د ایران ته د نږدې ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعش د احتمالي بېرته راګرځېدو په اړه اندېښنې شته. ځینې شنونکي هم د دې په اړه شک لري چې ایا عراقي ځواکونه به وکولی شي د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې امنیتي تشه په بشپړه توګه ډکه کړي.