نوموړي د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر نهمه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د پاکستان ستونزه له افغانستان له ولس سره نه ده، بلکې مساله یوازې له واکمنو طالبانو سره ده چې د ده په وینا، وسلهوالو ته یې پناه ورکړې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو خبرو کې وپوښتل چې د پاکستاني طالبانو تحریک مشر نور ولي مسید او د بلوڅ بېلتونپالو قوماندان بشیر زېب چېرته دي؟ او ولې افغانان د هغو تشکیلاتو برخه ګرځي چې دده په وینا، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه کوي.
احمد شریف چودري پر طالبانو تور پورې کړ، چې په زور پر افغانستان واکمن شوي او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) او نورو وسلهوالو ډلو ته یې پټنځایونه برابر کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې له دوو لسیزو راهیسې په ترهګرۍ ضد جګړه کې بوخت دی او په دې لاره کې یې ستر مالي او ځاني زیانونه لیدلي دي.
هغه همدارنګه د پاکستان پر سیاستوالو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد ملي تګلاره په بشپړ ډول عملي کړي او زیاته یې کړه چې «پاکستان پر حقه دریځ ولاړ دی او د خپل امنیت ساتلو لپاره به هر اړین ګام پورته کړي».
د پاکستان دغه پوځي چارواکي همدارنګه وویل، چې اسلاماباد له افغان ولس سره دښمني نه لري او د دوی ټول تمرکز د طالبانو د هغو سیاستونو او اقداماتو خلاف دی چې د ده په وینا، «د پیسو په بدل کې یې خپل کړي دي».
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني جنګي الوتکو په کونړ او هلمند ولايتونو کې پر ملکي ځايونو بمبارۍ کړې دي او ملکي وګړي یې وژلي دي.
خو اسلاماباد ټینګار کوي چې هدف یې یوازې د پاکستان ضد وسلهوالې ډلې دي.
یوناما هم وروسته په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ډېری قربانیان ماشومان دي.
مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي. له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅ وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسلهوالو د اوښتو په اړه یې پاکستاني سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.
طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلاماباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسلهوالو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسلهوالو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.
د اسلاماباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلینو هغه قضیه وتړله، چې د ویزو مودې د نه غځېدو له امله له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي. یادې محکمې د دغه محصلینو دوسیه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.
محکمې یاد وزارت مکلف کړی، چې د ۳۰ ورځو دننه د دغه محصلینو د ویزو او د اوسېدو وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. دغه عریضه د عطا رضا لهخوا د ځان او ۸۶ نورو افغان محصلینو په استازیتوب ثبت شوې وه. یاد محصلین د اسلاماباد نړۍوال اسلامي پوهنتون او د پاکستان په بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو کې زدهکړې کوي. د عریضې له مخې، ټول محصلین په قانوني ویزو پاکستان ته تللي او د ویزو مودې د غځېدو غوښتنلیکونه یې د «پاک ویزه» انلاین سیستم له لارې پر وخت ثبت کړي وو؛ خو د دوی د غوښتنو په اړه تراوسه کومه پرېکړه نهده شوې. محصلینو محکمې ته ویلي وو، چې د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د نیول کېدو، اېستلو، ځورونې او د زدهکړو د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي. په عریضه کې همداراز ویل شوي وو، چې په پاکستان کې د طالبانو سفارت د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په ۱۶مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه رسمي لیک له لارې د دغه محصلینو د ستونزې د حل غوښتنه کړې وه. د قضیې د اورېدنې پرمهال محکمې د محصلینو له وکیلانو پوښتنه کړې وه، چې افغانان څنګه کولای شي د اسلاماباد عالي محکمې د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه ګټه واخلي. وروسته د محصلینو وکیلانو محکمې ته وړاندیز وکړ، چې دوسیه دې د استازولۍ یا رسمي غوښتنلیک په بڼه د کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شي. بل لور ته د پاکستان د حکومت استازي مرستیال لوی څارنوال سرفراز رووف محکمې ته ویلي و، چې دغه موضوع د پاکستان د حکومت د پالیسۍ برخه ده او د محکمې د اساسي قانوني صلاحیت له لارې پرېکړه پرې نهشي کېدای. هغه همداراز استدلال کړی و، چې «پاکستان له افغانستان سره د جګړې په حال کې دی» او له همدې امله قضیه د حکومتي پالیسۍ موضوع ګڼل کېږي. د اسلاماباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو په خپل لیکلي حکم کې ویلي، چې محکمه د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه له کار اخیستلو ډډه کوي او دوسیه د پرېکړې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لېږي. محکمې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۳۰ ورځو دننه د افغان محصلینو د وضعیت په اړه پرېکړه وکړي. بل لور ته په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د قضیې پرمهال افغانستان ته د «دښمن هېواد» په سترګه کتل او ورته اشاره کول د افغان محصلینو پر وړاندې د تبعیضي چلند څرګندونه کوي. شریعتي وویل، په داسې حال کې چې د پاکستان فدرالي حکومت افغانستان په رسمي ډول د دښمن هېواد په توګه نهدی اعلان کړی، پوښتنه دا ده چې ولې په قضايي بهیر کې داسې تعبیر کارول کېږي. هغه زیاته کړه: «په قضايي پرېکړو کې د افغانستان په اړه دغه ډول تعبیرونه د افغان محصلینو ترمنځ د تبعیضي چلند اندېښنې راولاړوي». د هغه په وینا، افغان محصلین غواړي چې د دوی قضیې د سیاسي او امنیتي مسایلو پر ځای د قانون، زدهکړو او بشري حقونو له زاویې وڅېړل شي او اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي. شریعتي ټینګار وکړ، چې لسګونه افغان محصلین د خپلو زدهکړو په وروستیو پړاوونو کې دي او د ویزو د ستونزې اوږدېدل به د هغوی پر راتلونکي او مسلکي ژوند منفي اغېز وکړي.