مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي. له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅ وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسلهوالو د اوښتو په اړه یې پاکستاني سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.
طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلاماباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسلهوالو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسلهوالو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.
د اسلاماباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلینو هغه قضیه وتړله، چې د ویزو مودې د نه غځېدو له امله له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي. یادې محکمې د دغه محصلینو دوسیه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.
محکمې یاد وزارت مکلف کړی، چې د ۳۰ ورځو دننه د دغه محصلینو د ویزو او د اوسېدو وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. دغه عریضه د عطا رضا لهخوا د ځان او ۸۶ نورو افغان محصلینو په استازیتوب ثبت شوې وه. یاد محصلین د اسلاماباد نړۍوال اسلامي پوهنتون او د پاکستان په بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو کې زدهکړې کوي. د عریضې له مخې، ټول محصلین په قانوني ویزو پاکستان ته تللي او د ویزو مودې د غځېدو غوښتنلیکونه یې د «پاک ویزه» انلاین سیستم له لارې پر وخت ثبت کړي وو؛ خو د دوی د غوښتنو په اړه تراوسه کومه پرېکړه نهده شوې. محصلینو محکمې ته ویلي وو، چې د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د نیول کېدو، اېستلو، ځورونې او د زدهکړو د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي. په عریضه کې همداراز ویل شوي وو، چې په پاکستان کې د طالبانو سفارت د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په ۱۶مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه رسمي لیک له لارې د دغه محصلینو د ستونزې د حل غوښتنه کړې وه. د قضیې د اورېدنې پرمهال محکمې د محصلینو له وکیلانو پوښتنه کړې وه، چې افغانان څنګه کولای شي د اسلاماباد عالي محکمې د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه ګټه واخلي. وروسته د محصلینو وکیلانو محکمې ته وړاندیز وکړ، چې دوسیه دې د استازولۍ یا رسمي غوښتنلیک په بڼه د کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شي. بل لور ته د پاکستان د حکومت استازي مرستیال لوی څارنوال سرفراز رووف محکمې ته ویلي و، چې دغه موضوع د پاکستان د حکومت د پالیسۍ برخه ده او د محکمې د اساسي قانوني صلاحیت له لارې پرېکړه پرې نهشي کېدای. هغه همداراز استدلال کړی و، چې «پاکستان له افغانستان سره د جګړې په حال کې دی» او له همدې امله قضیه د حکومتي پالیسۍ موضوع ګڼل کېږي. د اسلاماباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو په خپل لیکلي حکم کې ویلي، چې محکمه د اساسي قانون له ځانګړي صلاحیت څخه له کار اخیستلو ډډه کوي او دوسیه د پرېکړې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لېږي. محکمې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۳۰ ورځو دننه د افغان محصلینو د وضعیت په اړه پرېکړه وکړي. بل لور ته په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د قضیې پرمهال افغانستان ته د «دښمن هېواد» په سترګه کتل او ورته اشاره کول د افغان محصلینو پر وړاندې د تبعیضي چلند څرګندونه کوي. شریعتي وویل، په داسې حال کې چې د پاکستان فدرالي حکومت افغانستان په رسمي ډول د دښمن هېواد په توګه نهدی اعلان کړی، پوښتنه دا ده چې ولې په قضايي بهیر کې داسې تعبیر کارول کېږي. هغه زیاته کړه: «په قضايي پرېکړو کې د افغانستان په اړه دغه ډول تعبیرونه د افغان محصلینو ترمنځ د تبعیضي چلند اندېښنې راولاړوي». د هغه په وینا، افغان محصلین غواړي چې د دوی قضیې د سیاسي او امنیتي مسایلو پر ځای د قانون، زدهکړو او بشري حقونو له زاویې وڅېړل شي او اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي. شریعتي ټینګار وکړ، چې لسګونه افغان محصلین د خپلو زدهکړو په وروستیو پړاوونو کې دي او د ویزو د ستونزې اوږدېدل به د هغوی پر راتلونکي او مسلکي ژوند منفي اغېز وکړي.