• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله شبکه: بشري ناورین افغان ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړې دي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان لاهم د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو پېچلو او له محدودیتونو ډکو هېوادونو څخه دی او له دې امله ښځې او نجونې د روانو کړکېچونو له امله خورا ډېرې اغېزمنې شوې دي.

یاد راپور د ۲۰۲۲کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ ال تر ډسمبر پورې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت څېړلی. په دې څېړنه کې پر څو مهمو موضوعاتو تمرکز شوی، چې په بشري مرستو کې د جنسیت موضوع، ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د شرایطو له مخې د لارو چارو بدلون، د نړۍوالو بندیزونو اغېزې، بشري اصول او عملیاتي جوړجاړی، د ۲۰۲۵کال د مالي مرستو د کمښت اغېزې، اداري ستونزې، کړنلارې او د مرستو په چارو کې د کورنیو ادارو د ونډې زیاتېدل په‌کې شامل دي.
د یادې شبکې په وینا، د ښځو پر تګ‌راتګ، کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلو محدودیتونو مرستو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن کړی او مرستندویه ادارې هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، ښځې ډېری وخت اړې وي خپلې اړتیاوې د نارینه‌و له لارې وړاندې کړي چې له امله یې هغه ښځې چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې نه‌لري له بشري مرستو څخه د برخمنېدو لږ فرصت لري.

راپور زیاتوي، چې مرستندویه ادارو د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی لکه له ښځینه کارکوونکو سره د محرم ګومارل او داسې نورې لارې؛ خو دغه کار د مرستو عملیاتي لګښتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې یې له ښځو سره مستقیمې اړیکې محدودې کړې دي.
همدارنګه نړۍوالو بندیزونو د مرستندویه ادارو، د اداري پروسو او د اسنادو اړتیاوې زیاتې کړې، چې کوچني او د ښځو په مشرۍ کورني سازمانونه یې تر نورو ډېر اغېزمن کړي دي. د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله فعاله شبکه وايي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اصول لکه بې‌پرېتوب او خپلواکي هم له ننګونو سره مخ ده او مرستندویه ادارې د فعالیتونو د دوام او خلکو ته د لاسرسي لپاره اړ شوې چې له واکمنو چارواکو سره تعامل وکړي او په ځینو مواردو کې خپلې عملیاتي لارې چارې بدلې کړي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د مالي مرستو کمښت هم پر بشري پروګرامونو اغېز کړی او د خلکو د معیشت، د ښځو مسلکي زده‌کړو، تغذیې، روغتیا او خوندیتوب پروګرامونه یې اغېزمن کړي دي. په ځینو سیمو کې د خوړو وېش او نغدي مرستې هم درول شوې دي.

راپور کاږي، چې د پروژو له پلي کېدو وړاندې د اداري جوازونو او څو پړاونو بشپړولو پر وخت د بشري مرستو د رسېدو او اغېزمنتیا ته هم زیان رسولی دی. په دې منځ کې کورني مرستندویه سازمانونه د خپلې سیمه‌ییزې پوهې او له خلکو او چارواکو سره د اړیکو له امله د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی؛ خو لاهم د مالي پرېکړو او د مرستو د عمومي همغږۍ په برخه کې محدود رول لري.

د راپور موندنې ښيي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵کال پورې په افغانستان کې بشري مرستې د سیاسي، مالي، جنسیتي او اداري ستونزو تر اغېز لاندې وې؛ مرستندویه ادارو د فعالیتونو د دوام لپاره خپلې لارې چارې بدلې کړې، خو په دې بهیر کې ښځې او نجونې د بشري مرستو له پلوه تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

اکانومېسټ: لوېدیځ باید له طالبانو سره د تعامل تګلاره خپله کړي

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت مخکې په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او القـ. ـاعدې د استازو د یوې ګډې غونډې کوربه‌توب کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه غونډه د وږي په څلورمه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

چودري ادعا وکړه چې په غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند نیمه‌وچې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ډلې استازو ګډون کړی و.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو ډلو استازو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې د دغو ډلو استازو ویلي، کله چې دوی جلا فعالیت کوي، «سخت زیان» ویني او له همدې امله یې د ګډې همکارۍ پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ استازو په غونډه کې ویلي چې دغه ډله د ځواکونو د جذب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

د هغه په وینا، د دغې ډلې استازو له حافظ ګل بهادر څخه د بشري ځواک د برابرولو غوښتنه کړې او ټاکل شوې وه چې دغه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ یونیفورم واغوندي او د دې ډلې په بریدونو کې برخه واخلي.

چودري وویل، که څه هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیولوژیک پلوه ګډ اړخونه نشته، خو د ده په وینا، «پیسې او د طالبانو رژیم» د بېلابېلو ډلو د راټولېدو لامل دي.

د پاکستان پوځ دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو اړوند ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. نوموړي د دې ډول راپورونو په اړه ادعا کړې چې د طالبانو د بدنامولو لپاره «شایعات او تبلیغات» دي.

د پاکستان پوځ تازه ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو په اړه اندېښنه لري؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.

په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي چارواکو له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوچ بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو ادعاوې هم مطرح شوې دي.

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

په وروستیو میاشتو کې بېلاروس ته د طالبانو د چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی. د تېرې دوشنبې په ورځ د تلې په شپږمه د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي او د سه‌شنبې په ورځ د تلې په ۷مه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي مینسک ته تللي دي.

تېره میاشت د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري او د روان زېږدیز کال په پیل کې د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال هم له بېلاروس څخه لیدنه کړې وه.

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي لوکاشویچ هم تېر کال کابل ته سفر کړی و.

طالبانو ویلي چې دغه سفرونه تر ډېره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره دي. بېلاروس کرنیز ماشینونه، درانه ماشینونه او صنعتي وسایل تولیدوي.

خو بلاروس ته د طالبانو د چارواکو د سفرونو زیاتوالی، له افغانستان سره د دې هېواد د پخوانیو پراخو اړیکو د نشتوالي له امله، پوښتنې راولاړوي.

بېلاروس په کابل کې فعاله سفارت نه لري او له افغانستان سره خپلې قونسلي چارې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پر مخ وړي. طالبان هم پېه بلاروس کې سفارت نه لري او خپلې قونسلي چارې په مسکو کې د افغانستان د سفارت له لارې ترسره کوي.

100%

د پخوانیو امنیتي چارواکو په ګډون پنځو لوړپوړو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان له بېلاروس څخه، چې د روسیې نږدې متحد دی، وسلې او بې‌پیلوټه الوتکې اخلي. د دغو سرچینو په وینا، د دغو وسلو پېرود د هند له لارې او د دغه هېواد په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د دې همکارۍ جزییات لا هم روښانه نه دي او معلومه نه ده چې هند تر کومې کچې غواړي طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره مالي یا سیاسي ملاتړ ورکړي. خو طالبان د پاکستان د هوايي برلاسۍ او د اور د ځواک پر وړاندې ډرونونو ته اړتیا لري، څو د پاکستان د پراخو پوځي ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي توان زیات کړي.

دوه افغان لوړپوړو سرچینو دا معلومات د هندي سرچینو او همدارنګه د افغانستان د وسلو له تور بازار سره د یوه بلد کس د معلوماتو پر بنسټ افغانستان انټرنشنل ته ورکړي دي.

بېلاروس د روسي وسلو او پوځي تجهیزاتو له پخوانیو صادرونکو څخه دی، چې د افغانستان د پخواني پوځ او طالبانو ځواکونو هم ورسره بلدتیا لرله. د دغو وسلو او تجهیزاتو یوه برخه په تېرو کلونو کې د جګړې سیمو ته رسېدلې او په ځینو مواردو کې د دولت له وسله‌والو ډلو سره هم لاس ته لوېدلې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو او بېلاروس ترمنځ پوځي اړیکې په غبرګولي میاشت کې مسکو ته د طالبانو د دفاع وزیر له سفر او د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره له لیدنې وروسته لا تودې شوې. په دغه سفر کې روسیې او طالبانو د پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دغه پوځي تړون په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو په ترمیم پورې محدود دی. هغه زیاته کړې چې دا تړون کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د نویو قراردادونو د لاسلیک زمینه برابره کړي.

بېلاروس د روسیې له نږدې متحدانو څخه دی او د دغه هېواد مشر الکساندر لوکاشینکو له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري. مینسک د روسیې له خوا پر اوکراین له برید وروسته د مسکو ترڅنګ ودرېد او د لوېدیځ له پراخو بندیزونو سره مخ شو.

د بېلاروس او افغانستان د پوځي همکاریو مخینه

د افغانستان او بېلاروس ترمنځ پوځي همکاریو مخکینی سابقه هم شته. د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د کابل او مینسک همکاري تر ډېره د «مي-۳۵» پوځي چورلکو پر پېرودلو متمرکزه وه.

د هغه په وینا، هغه مهال حکومت هیله لرله چې دغه چورلکې به له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي. هغه وویل: «موږ د ځواکونو د هوايي ملاتړ لپاره داسې چورلکو ته اړتیا لرله.»

دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې له بېلاروس سره مستقیمه امنیتي او پوځي همکاري ممکنه نه وه، ځکه امریکا د روسیې او بېلاروس څخه د وسلو له پېرودلو سره حساسیت درلود. د هغه په وینا، دواړو هېوادونو له واشنګټن سره ښې اړیکې نه لرلې.

هغه وویل: «امریکا پوځي او مالي مرستې کولې، خو خپله یې ټاکله چې دغه مرستې چېرته او د څه لپاره ولګول شي. امریکا به هېڅکله اجازه نه ورکوله چې موږ له بلاروس یا روسیې څخه وسلې یا چورلکې واخلو».

د پخواني حکومت دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې حکومت دې پایلې ته ورسېد چې له بېلاروس سره مستقیم قرارداد ممکن نه دی، نو د هند له لارې یې د اقدام لاره غوره کړه؛ هند هغه مهال له کابل او روسیې سره نږدې اړیکې لرلې.

د دغه چارواکي په وینا، هند له بېلاروس سره دایمي تړون لري او له همدې لارې یې افغانستان ته جنګي چورلکې وپېرلې. د هغه وخت رسمي اسناد ښيي چې هند له بېلاروس څخه څلور «مي-۳۵» چورلکې وپېرلې او د افغانستان هوايي ځواکونو ته یې وسپارلې. دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې هند خپلې ځینې جنګي الوتکې هم د بېلاروس له لارې ترمیم کړې او افغانستان ته یې سپارلې دي.

د پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۱مه راپور ورکړی و چې د افغانستان دفاع وزارت د هند په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور «مي-۳۵» جنګي چورلکې اخلي.

د دفاع وزارت هغه مهال ویاند دولت وزیري پژواک ته ویلي و چې د دغو چورلکو د پېرود تړون د افغانستان او بېلاروس ترمنځ په نوي ډیلي کې لاسلیک شوی او لګښت یې هند ورکوي.

یاد شوي پخواني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په پخواني حکومت کې له بېلاروس او ترکیې څخه د شپې لید دوربینونو او ډرونونو د پېرودلو په اړه هم خبرې شوې وې او لومړني کارونه یې ترسره شوي وو، خو دا پروګرام عملي نه شو.

ایا طالبان هماغه لاره تعقیبوي؟

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پاکستان سره مخامخ دی؛ پاکستان یو پیاوړی پوځي سیال دی چې د «ګلوبل فایرپاور» موسسې د ۲۰۲۶ کال د درجه‌بندۍ له مخې د نړۍ څوارلسم پوځي ځواک بلل شوی دی. د طالبانو ځواکونه او وسلې د پاکستاني جنګي الوتکو پر وړاندې د مقابلې محدود توان لري او دې ډلې هڅه کړې چې د ډرونونو په پېرودلو یا جوړولو سره دغه پوځي واټن راکم کړي.

په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه او له ترهګرو ډلو سره د دې ډلې د اړیکو په اړه اندېښنې، پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسی ستونزمن کړی دی. طالبانو ته د وسلو پلورل هم کولی شي د پلورونکو هېوادونو اړیکې له پاکستان سره، چې د سویلي اسیا اټومي ځواک دی، ترینګلې کړي او یا د امریکا غبرګون راوپاروي.

لږ تر لږه دوو پخوانیو لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو ویلي، بېلاروس هغه هېواد دی چې د هند په منځګړیتوب او د روسیې په رضایت حاضر دی چې ځینې تجهیزات، په ځانګړي ډول ډرونونه، طالبانو ته ورکړي.

د پخوانۍ امنیتي ادارې یوه چارواکي ویلي، طالبان اوس هڅه کوي له هغو لارو چارو څخه کار واخلي چې پخواني حکومت د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره کارولې.

هغه د خپلو سیمه‌ییزو سرچینو پر بنسټ ویلي چې «سل په سلو کې» ډاډه دی چې طالبانو له بلاروس څخه پوځي وسلې، په ګډون د ډرونونو، پېرودلي دي او دا پېرودونه هم د پخوا په څېر د هند له لارې ترسره کېږي.

د هغه په وینا، هند له بلاروس سره پوځي تړون لري او د وسلو د پېرود او ترمیم اداري چارې له مخکې بشپړې شوې دي. له همدې امله، هندیان هر وخت چې وغواړي، کولی شي پېرود وکړي او اصلي موضوع تر ډېره پر بیې راڅرخي.

هغه ټینګار کړی: «طالبان د وسلو د پېرودلو په برخه کې د جمهوریت لاره تعقیبوي».

په کابل کې طالبانو ته یوې نږدې لوړپوړې څېرې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ ځینې تړونونه شوي او دا تړونونه «تر ډېره د روسیې په اشاره او همغږۍ» ترسره شوي دي.

هند په سیمه او نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. نوي ډیلي په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له ادارې سره د پاکستان پوځي چلند غندلی دی. د هند پرته بل هېڅ هېواد د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو له ادارې ملاتړ نه دی کړی.

افغانستان انټرنشنل له یوه لوړپوړي روسي کارپوه سره هم خبرې کړې دي. هغه چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې بعیده ده بېلاروس دې له روسیې سره له همغږۍ پرته له طالبانو سره مهمه پوځي همکاري وکړي.

هغه ویلي چې بېلاروس د بهرني سیاست او امنیتي چارو په برخه کې تر ډېره پر مسکو متکي دی او له طالبانو سره هر ډول حساسه پوځي همکاري ښايي د روسیې له خبرتیا پرته ترسره نه شي.

د طالبانو یوه مخالفې څېرې افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «بېلاروس پوهېږي چې د هند له لارې طالبانو ته پوځي تجهیزات پلوري. زما په فکر، روسانو خپل بار د بېلاروس پر اوږو اچولی دی».

100%

د طالبانو په جګړو کې د ډرونونو زیاتېدونکی رول

په وروستیو میاشتو کې ډرونونه د طالبانو په نښتو کې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره پر پوله او له وسله‌والو مخالفانو سره په جګړه کې، په یوه مهمه وسیله بدل شوي دي.

طالبانو د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې، د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه له چاودېدونکو ډرونونو او کوادکوپټرونو څخه پر پاکستان د پولې هاخوا په بریدونو کې کار اخیستی دی؛ ان په هغو سیمو کې چې د پاکستان د خاورې لسګونه کیلومتره دننه پرتې دي. پاکستان دغه ډرونونه ابتدايي او بې‌اغېزې بللي دي.

د شخړو د څار ادارې «اکلډ» هم لیکلي چې د پاکستان دننه پر اهدافو د طالبانو له خوا د ډرونونو کارول د ۱۴۰۴ کال له سلواغې او کب وروسته له پاکستان سره په نښتو کې پر یوه تکراري بڼه بدل شوي دي.

طالبانو د پاکستان پر خاوره ځینې ډرون بریدونه تایید کړي، خو د ځینو نورو بریدونو مسوولیت یې رد کړی دی.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د تلې په دویمه، اعلان وکړ چې اته ډرونونه یې د تورخم او کوهاټ په شاوخوا سیمو کې نسکور کړي دي. د پاکستان په وینا، دغه ډرونونه له افغانستان څخه پورته شوي وو. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې طالبانو داسې برید نه دی کړی.

اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته د خوست، پکتیا او کندهار په ولایتونو کې ۱۰ ځایونه په نښه کړل او ویې ویل چې دغه سیمې د ډرونونو له زېرمه کولو او توغولو سره تړاو لري. طالبانو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ډرونونو کارول یوازې د پاکستان تر پولې محدود نه دي پاتې شوي. په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ په وروستیو نښتو کې هم طالبانو د ازادۍ جبهې له جنګیالیو سره په جګړه کې له ډرونونو کار اخیستی دی.

د ایران او چین انتخابونه

په تېر یو کال کې څو ځله دا پوښتنه مطرح شوې چې طالبان خپل ډرونونه له کوم ځایه اخلي؟ د ایران، هند، روسیې، چین او اوس د بلاروس نومونه په دې اړه مطرح شوي دي.

روسي کارپوه باور لري چې طالبان له ایراني ډرونونو سره لېوالتیا لري. د هغه په وینا، «ایراني ډرونونه د بلاروسي ډرونونو په پرتله لوړ کیفیت او اعتبار لري.»

خو د طالبانو یوه پوځي سابقه لرونکي مخالف سیاستوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایران «د پاکستان له وېرې نه شي کولای په پراخه کچه او په ښکاره» طالبانو ته ډرونونه ورکړي.

د ایران «شاهد» ډرونونو د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته لا ډېر شهرت وموند. د ایران او امریکا له وروستۍ جګړې وروسته هم یو ځل بیا د «شاهد» ډرونونو نوم ډېر مطرح شو. امریکا هم اړ شوه چې د «شاهد» په څېر ارزانه ډرونونه تولید کړي، څو په جګړو کې د خپلو پرمختللو او ګران‌بیه ډرونونو له کمښت سره مخ نه شي.

په ورته وخت کې، طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې چینايي ډرونونه هم په بازار کې په پراخه کچه موندل کېږي او «کارول یې اسانه او بیه یې ارزانه ده».

ولې بېلاروس؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال هلال‌الدین هلال ویلي، د بېلاروس جوړ ډرونونه په نړیوال بازار کې چندان شهرت نه لري او لږ ورته پام کېږي. د هغه په وینا، له همدې امله طالبان په دې برخه کې مخکښ شوي دي.

بېلاروس د کشف، برید او چورلکې په بڼه ډرونونه تولیدوي. «بوسل ام‌۵۰» او «بورویستنیک» هغه ماډلونه دي چې د دغه هېواد جوړونکي یې له خپلو بریالیو سوداګریزو محصولاتو څخه ګڼي.

هلال هم باور لري چې هند د ډرونونو د پېرود لګښت ورکوي. خو هغه د طالبانو لپاره د بېلاروسي وسلو په برابرولو کې د «وسلو مافیا» رول مهم بللی دی. د طالبانو یوه مخالف پوځي چارواکي هم د وسلو د مافیا رول تایید کړی دی.

افغانستان انټرنشنل په دې اړه د هند او بېلاروس د بهرنیو چارو له وزارتونو او د طالبانو له ادارې سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې، خو هېڅ یوه لوري د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو له مخالفو ځواکونو سره جګړه د دې ډلې پر وړاندې نوي پړاو ته ننوتې ده. طالبان نور یوازې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر پاتې شویو وسلو بسنه نه کوي او له خپلو وسله‌والو مخالفانو سره د جګړې د دوام لپاره نویو تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لري.

کارپوهان وايي، د طالبانو نږدې هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، هند او ایران، کولی شي د دې ډلې د وسلو د اړتیاوو په یوه برخه کې رول ولري. د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د ډرونونو د کارونې زیاتوالی او نویو وسلو ته د لاسرسي هڅې ښيي چې دغه ډله هڅه کوي د پاکستان او په افغانستان کې د خپلو مخالفو ځواکونو پر وړاندې خپل پوځي توان پیاوړی کړي.

خو طالبان د وسلو نړیوال بازار ته د پراخ او رسمي لاسرسي لپاره باید یو مشروع حکومت جوړ کړي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. یو شمېر هېوادونو، په ګډون د امریکا، څو ځله په افغانستان کې موجودو وسلو او پوځي تجهیزاتو ته د وسله‌والو او ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
•
نصیراحمد فایق
100%

د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې له پیل سره هم‌مهاله، افغانستان د عمومي اسامبلې د ریاست د یوه مرستیال په توګه خپل کار پیل کړ. د سپټمبر په ۱۶مه امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه او ۴۲ هېوادونو له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وښود.

د افغانستان دایمي استازولۍ د لوړې کچې اونۍ په څنډه کې، له افغان او نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ، د هېواد د مهمو مسالو په اړه څلور اړخیزې غونډې جوړې کړې. د استازولۍ پیغام روښانه دی: د افغانستان کړکېچ یوازې د یوه باوري، ټول‌شموله او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سیاسي حل‌لارې له لارې هوارېدای شي.

د عمومي اسامبلې ۸۱مې غونډې ته لنډه کتنه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۸مه د خلیل‌الرحمن (بنګله‌دېش) په مشرۍ او د «د باور بیا راژوندي کول، د بدلون مدیریت: داسې ملګري ملتونه چې د ټولو لپاره پایله ولري» تر شعار لاندې په رسمي ډول پیل شوه. د هېوادونو د مشرانو غونډه، چې د «لوړې کچې اوونۍ» په نوم هم یادېږي، د سپټمبر له ۲۲مې تر ۲۸مې پورې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر، نیویارک کې ترسره شوه. د ۱۹۴ رسمي پلاوو استازو، چې ۱۱۳ ولسمشران او لومړي وزیران، یو شهزاده، ۱۱ مرستیال ولسمشران، اووه مرستیال صدراعظمان او ۴۸ د بهرنیو چارو وزیران او د استازولیو مشران پکې شامل وو، ویناوې وکړې.

په بحثونو کې د نننۍ نړۍ پر ننګونو د ملګرو ملتونو د کار د درېیو اساسي ستنو، یعنې سولې او امنیت، پراختیا او بشري حقونو، په چوکاټ کې تمرکز وشو. د سولې او امنیت په برخه کې تر ډېره د اوکراین، ایران، منځني ختیځ، سوډان او یمن شخړو ته اشاره وشوه او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر درناوي، د هېوادونو پر حاکمیت او امنیت، د ملکي وګړو پر ساتنې او څو اړخیزتوب ټینګار وشو. د ویناوو ډېره برخه د روسیې او اوکراین، اسراییل او فلسطین، او امریکا او ایران ترمنځ د جګړو پای ته رسولو ته ځانګړې شوې وه. د ځینو اټکلونو له مخې، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا له ۶۰ تر ۶۵ پورې وسله‌والې شخړې روانې دي او د امنیت شورا، چې دنده یې تر ډېره د سولې او امنیت ساتل دي، د دغو شخړو په حل کې بریالۍ شوې نه ده.

د پراختیا په برخه کې ویناوالو د اقلیمي ګواښونو، د شمال او جنوب هېوادونو ترمنځ د اقتصادي واټن د زیاتېدو، د دوامدارې پراختیا د موخو لپاره د تمویل د کمېدو، د پورونو د فشار او د نړیوالو مالي بنسټونو د جوړښت د اصلاح په اړه خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو اصلاح او د دغه سازمان لا اغېزناک کول هم د ویناوو له تکراري موضوعاتو څخه وو. د امنیت شورا اصلاح د دې لپاره اړینه وبلل شوه چې دغه شورا لا ځواب‌ویوونکې، دموکراتیکه او ټول‌شموله شي او ځینو هېوادونو د غړو هېوادونو د شمېر د زیاتولو، په ځانګړي ډول د افریقا او نورو لویو وچو د استازیتوب د زیاتېدو، ملاتړ وکړ. د سرمنشي له لوري د «UN80» نوښت ته ښه راغلاست وویل شو او د هغه پر عملي کولو ټینګار وشو. د نوي سرمنشي ټاکنه هم له مهمو موضوعاتو څخه وبلل شوه او ویناوالو د داسې یوه کس د ټاکلو لپاره د مسوولانه او روڼ بهیر غوښتنه وکړه چې منشور ته ژمن او بې‌طرفه وي.

مصنوعي ځیرکتیا د ټولو ویناوو له مهمو موضوعاتو څخه وه؛ هېوادونو د دې ټکنالوژۍ د فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړې او د شفاف مدیریت، اغېزمنې او مسوولانه کارونې او د ټولو د لاسرسي پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د بشري حقونو په برخه کې، ویناوالو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د سیستماتیکو سرغړونو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

افغانستان په عمومي ویناوو کې

د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د عمومي اسامبلې د رییس او د هغو هېوادونو په ویناوو کې چې د افغانستان پر وضعیت اغېز لري، په جدي توګه مطرح نه شو. د ازبکستان، پاکستان، قزاقستان، ایرلنډ او ایسلنډ استازو په خپلو ویناوو کې افغانستان یاد کړ، خو تر ډېره یې د امنیتي اندېښنو، د ترهګرۍ د ګواښ، د ښځو او نجونو د بنسټیز حذف او د هغوی د حقونو او ازادیو د نقض په چوکاټ کې یادونه وکړه.

د عمومي اسامبلې په عمومي بحث کې د افغانستان وینا د سپټمبر په ۲۸مه د «په افغانستان کې اقلیمي امنیت او چاپېریالي مقاومت» تر سرلیک لاندې له حاشیوي غونډې سره د هم‌مهالۍ له امله ترسره نه شوه.

د سپټمبر مهمې پېښې

۱. د عمومي اسامبلې د ریاست د یوه مرستیال په توګه د افغانستان د کار پیل

د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې له پرانیستې سره هم‌مهاله، افغانستان د عمومي اسامبلې د ریاست د یوه مرستیال په توګه په رسمي ډول خپل کار پیل کړ او د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د عمومي کمېټې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د غونډې د اجنډا د تصویب لپاره جوړه شوې وه. دغه موقف په اوسنیو شرایطو کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه د ملګرو ملتونو د مشرتابه او لوړپوړو چارواکو پام د افغانستان مسئلو ته د رااړولو لپاره لا ډېر فرصت برابروي.

۲. له افغان ښځو او نجونو سره د ۴۲ هېوادونو د پیوستون اعلامیه

د سپټمبر په ۱۶مه د امنیت شورا له غونډې مخکې، ۴۲ هېوادونو د فرانسې په کوربه‌توب، چې د امنیت شورا دوره‌یي مشري یې پر غاړه درلوده، په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلامیه خپره کړه او له افغان ښځو او نجونو سره یې خپل پیوستون څرګند کړ. دغو هېوادونو د طالبانو له لوري جنسیتي تبعیض او سیستماتیکه ځپنه وغندله.

هغوی پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د سملاسي لغوه کېدو، د افغانستان د نړیوالو ژمنو د رعایت، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو د لرې کېدو او د ښځو د بشپړ او مانادار مشارکت د تضمین غوښتنه وکړه.

دغو هېوادونو همداراز د یوناما له رول او د حساب‌ورکونې او د معافیت له کلتور سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړ؛ په دې لړ کې یې د نړیوالې جنايي محکمې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د خپلواک میکانیزم کار هم یاد کړ. دوی وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته راژوندي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

۳. د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ د سپټمبر ۱۶مه

په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، بشري او اقتصادي کړکېچ، حکومتولي او د ترهګرۍ ګواښونه د بحث اصلي محورونه وو. د یوناما سرپرست دفتر ټینګار وکړ چې، سره له دې چې په امنیتي او اقتصادي برخو کې یو شمېر نسبي پرمختګونه شوي، خو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، غیرټولشموله حکومتولي او د ترهګرو ډلو شتون لا هم اساسي ننګونې دي.

د امنیت شورا ځینو دایمي غړو او یو شمېر نورو غړو هېوادونو د ښځو او نجونو پر حقونو، حساب‌ورکونې، له معافیت سره د مبارزې، د بندیانو د خوشې کېدو، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو او د اوسني وضعیت د عادي کولو د مخنیوي ټینګار وکړ او د طالبانو تګلارې یې وغندلې.

په مقابل کې، ځینو نورو دایمي غړو له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي تعامل، بشري مرستو، د مالي محدودیتونو د کمولو او د کنګل شویو شتمنیو د مسالې د حل پر دوام تمرکز وکړ. د سیمې هېوادونو تر ډېره د خبرو اترو، د دوحې د بهیر او سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ وکړ او هم‌مهاله یې د ترهګرۍ، اقتصادي کړکېچ او د ښځو د مشارکت د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ټوله کې، دې غونډې وښوده چې د افغانستان د اساسي ننګونو په اړه ګډې اندېښنې شته، خو له یوې خوا د فشار او حساب‌ورکونې او له بلې خوا د تعامل او خبرو اترو ترمنځ د توازن پر څرنګوالي لا هم اختلاف نظر موجود دی.

۴. لیدنې او سیاسي تعاملات

د افغانستان د دایمي استازولۍ په ملاتړ، د ښځو، سیاسي او مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو یوه پلاوي د لوړې کچې اوونۍ په څنډه کې د ملګرو ملتونو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امنیت شورا د غړو هېوادونو، د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدنې او خبرې وکړې.

په دغو لیدنو کې د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او بشري حقونو اړوند ننګونې وڅېړل شوې او د یوه داسې سیاسي حل‌لارې د اسانتیا پر اړتیا ټینګار وشو چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي او ښځې پکې مانادار او محوري ګډون ولري.

څلور حاشیوي غونډې

د افغانستان دایمي استازولۍ د لوړې کچې اونۍ په ترڅ کې، د افغان بنسټونو، نړیوالو شریکانو او د همکارو هېوادونو د استازولیو په همکارۍ او ملاتړ، څلور حاشیوي غونډې جوړې کړې.

په دغو غونډو کې په سوله او ملي پخلاینه کې د ښځو پر مشارکت، د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر پر اړتیا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په تړاو پر عدالت او حساب‌ورکونې، او په افغانستان کې پر اقلیمي امنیت او چاپېریالي مقاومت تمرکز وشو.

د دغو غونډو ګډ هدف د افغانستان د خلکو د لیدلورو انعکاس، د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا او د هېواد د یو له بل سره تړلو کړکېچونو لپاره د عملي حل‌لارو څېړل وو.

د حاشیوي غونډو مهم جزییات:

۱. ۲۱سپټمبر — په افغانستان کې ښځې، سوله، عدالت او ملي پخلاینه:
د افغانستان د پالیسۍ لابراتوار (د پرینسټن پوهنتون)، د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج‌ټاون انسټیټیوټ، د افغانستان د عدالت ارشیف او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو کمپاین.

۲. ۲۴سپټمبر — د افغانستان د پرمختګ لپاره لاره: د ټول‌شموله حکومتولۍ او سیمه‌ییز امنیت لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر پر لور:
د اندیانا بنسټ او خپلواک ډیپلوماتیک بنسټ؛ د فنلنډ د دایمي استازولۍ په ملاتړ.

۳. ۲۵سپټمبر — افغانستان پنځه کاله وروسته: جنسیتي اپارتاید او حساب‌ورکونه:
د البانیا او استرالیا دایمي استازولۍ؛ شهمامه، د ښځو حقونه لومړی، مستقیمه سوله، حیاتي غږونه او د ښځو د سولې او بشري مرستو صندوق.

۴. ۲۸سپټمبر — په افغانستان کې اقلیمي امنیت او چاپېریالي مقاومت:
ګلوبل ریزیلینس، د جورج‌ټاون انسټیټیوټ، د اوبو په ډیپلوماسۍ کې د ښځو شبکه او د جوبیتز د کورنۍ بنسټ.

۱. ښځې، سوله، عدالت او ملي پخلاینه – د سپټمبر ۲۱مه

دغه غونډه د لوړې‌کچې اوونۍ په درشل کې جوړه شوه او د سیاسي بهیرونو، عدالت او حساب‌ورکونې په برخو کې د ښځو پر مانادار ګډون او د تلپاتې سولې او ملي پخلاینې په برخه کې د هغوی پر رول تمرکز وشو. جوړوونکو ټینګار وکړ چې هېڅ معتبر او دوامدار سیاسي بهیر نه شي کولای ښځې څنډې ته کړي او یا د هغوی ګډون یوازې تر سمبولیکو مشورو محدود کړي.

ویناوالو وویل، سوله یوازې د تاوتریخوالي کمېدل نه دي، بلکې د انساني کرامت، د قانون حاکمیت، ځواب‌ویونکو بنسټونو، عدالت او د خلکو د خپل راتلونکي د ټاکلو له حق سره تړاو لري. له افغانستان سره نړیوال تعامل باید د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د اساسي حقونو د له منځه وړلو په بیه نه وي او عدالت او د ښځو ګډون باید له پیله د هر سیاسي بهیر په طرحه کې شامل شي.

هغوی د محرومیت او جوړښتي تاوتریخوالي پر اوږدمهالو پایلو، لکه د بشري پانګې کمزوري کېدل، د ټولنیزو او رواني زیانونو زیاتېدل او بین‌نسلي اغېزې هم ټینګار وکړ او د داسې یوه ټول‌شموله چوکاټ غوښتنه یې وکړه چې د هېواد دننه او بهر سیاسي، مدني او ټولنیز ځواکونه سره راټول کړي. د افغانانو په مشرۍ د نوښتونو ملاتړ، د ښځو پر محور د بنسټونو پیاوړتیا، پر حساب‌ورکونې ولاړ اصولي تعامل او په نړیوال قانون کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو هڅې هم د بحث له مهمو محورونو څخه وې.

۲. د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه – د سپټمبر ۲۴مه

د دې غونډې اصلي محورونه د یوه معتبر او افغان‌محوره سیاسي بهیر اړتیا، ټول‌شموله او ځواب‌ویونکې حکومتولي، د ښځو او مدني ټولنې مانادار ګډون او د ملګرو ملتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو تسهیل‌کوونکی رول وو.

ویناوالو ټینګار وکړ چې بشري مرستې، اقتصادي تعامل او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري، که څه هم اړینې دي، خو په یوازې ځان نه شي کولای په افغانستان کې سیاسي بحران او د مشروعیت مسئله حل کړي.

د دوی په وینا، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په واقعي مالکیت او مشرۍ کې جوړ شي او ښځې، ځوانان، مدني ټولنه، سیاسي جریانونه او متخصصین باید د دې بهیر د موخو، جوړښت او مسیر په ټاکلو کې مانادار رول ولري. خبرداری ورکړل شو چې نړیوال تعامل باید د موجود وضعیت د عادي کولو لامل نه شي.

د نړیوالې او سیمه‌ییزې همغږۍ زیاتول، د افغانانو د بېلابېلو لیدلورو لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول، د باور بیا رغول، د متخصصینو او پوهنتونونو له ظرفیتونو ګټه اخیستل او د دې بهیر په اسانتیا کې د ملګرو ملتونو فعال رول هم د بحث له مهمو ټکو څخه وو. پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه د افغانستان د ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د عادي تعامل پر وړاندې له اساسي خنډونو څخه وبلل شول.

۳. افغانستان له پنځو کلونو وروسته: جنسیتي اپارتاید او حساب‌ورکونه – د سپټمبر ۲۵مه

د دې غونډې تمرکز پر ښځو او نجونو د جوړښتي او بنسټیز شوي تبعیض، د ښځو د حقونو د مدافعانو پر ملاتړ او د عدالت او حساب‌ورکونې د نړیوالو میکانیزمونو پر پیاوړتیا و.

ویناوالو وویل، چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ، په عامه ژوند کې پر حضور او سیاسي مشارکت محدودیتونه په یوه سیستماتیک نظام بدل شوي او نړیواله ټولنه باید له یوازې غندنې څخه مشخصو حقوقي، سیاسي او مالي اقداماتو ته مخه کړي.

ویناوالو وویل چې یوازې غندنه، پرته له کافي پایلو، بسنه نه کوي او ټینګار یې وکړ چې باید له مستندسازۍ څخه څېړنې، تعقیب او واقعي عدالت ته لاره هواره شي. د جرمونو نړیواله محکمه، د عدالت نړیواله محکمه او د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په توګه د حساب‌ورکونې مهمې لارې مطرح شوې او د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو له هڅو ملاتړ وشو.

د فرانسې، البانیا او استرالیا استازو هم د افغان ښځو لپاره پر دوامدار سیاسي، حقوقي او بشري ملاتړ ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د ښځو وضعیت باید نه عادي وبلل شي او نه هېر شي.

د دې غونډې یوه مهمه برخه په افغانستان کې دننه د یوې ځوانې ښځې غږ و. هغې وویل، افغان ښځې او نجونې ځانګړي امتیازات نه غواړي، بلکې د خپلو اساسي حقونو، له ډلې د زده‌کړې، کار، تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غوښتنه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم وویل، که څه هم د مستندسازۍ او د حساب‌ورکونې د لارو د رامنځته کولو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو د ښځو او نجونو په واقعي ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

۴. اقلیمي امنیت او چاپېریالي تابیا – د سپټمبر ۲۸مه

دغه غونډه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوه او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان پر شدید زیان‌من‌توب، د اوبو بحران، بې‌ځایه کېدو، خوړو خوندیتوب، د ټولنو پر تابیا او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اړتیا تمرکز وشو.

ویناوالو وویل، چې افغانستان سره له دې چې د نړۍ د شنو خونو د ګازونو په خپرېدو کې له ۰.۱ سلنې کمه ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو څخه دی. د دوی په وینا، لسیزو جګړو، د بنسټونو کمزورتیا او د نړیوالو مرستو کمېدو د دې بحران پر وړاندې د هېواد د مقابلې وړتیا محدوده کړې ده.

ټینګار وشو چې اقلیمي بحران له بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو جلا نه دی او وچکالي، سېلابونه، د اوبو کمښت، د ځمکې تخریب، بې‌ځایه کېدل او د خوړو ناامني له یو بل سره تړلي دي.

د وختي خبرتیا سیستمونو پیاوړتیا، د پېښو پر وړاندې چمتووالی، د اقلیم پر وړاندې مقاومه کرنه، د اوبو د حوزو بیا رغونه، اوبو ته دوامدار لاسرسی، د سیمه‌ییزو حل‌لارو ملاتړ او زیان‌منو ټولنو ته د اقلیمي مالي سرچینو رسول د اصلي لومړیتوبونو په توګه یاد شول.

کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنه د اوبو سرچینې د هندوکش له واورو سره تړاو لري او د تودوخې زیاتوالی او د واورو چټک وېلې کېدل هم وچکالي او هم ناڅاپي سېلابونه زیاتولی شي. دوی له «اوبو بحران» څخه د «اوبو د افلاس» پر لور د افغانستان د حرکت په اړه هم خبرداری ورکړ.

د غونډې له مهمو پیغامونو څخه یو د اقلیمي تابیا په برخه کې د ښځو، ځوانانو او سیمه‌ییزو ټولنو رول و. ټینګار وشو چې افغان ښځې باید یوازې د اقلیمي بحران قربانیانې ونه ګڼل شي، بلکې د اوبو مدیریت، کرنې، معیشت، پرېکړه‌کولو او د اقلیم سره د تطابق په پروګرامونو کې باید مانادار ګډون ولري.

ویناوالو همداراز د اوبو پر ډیپلوماسۍ د باور جوړونې، سیمه‌ییزې همکارۍ او د چاپېریالي سولې جوړونې د یوې وسیلې په توګه ټینګار وکړ.

د افغانستان دایمي استازولۍ دریځ

د افغانستان مساله د سپټمبر په میاشت کې، په ځانګړي ډول د لوړې‌کچې اوونۍ او د هغې د حاشیوي غونډو پر مهال، د افغانستان د دایمي استازولۍ د ډیپلوماټیکو هڅو او د غیر دولتي بنسټونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو په مشرۍ د بنسټونو، په ملاتړ، له افغانستان سره د اړوندو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ناستو کې په پراخه کچه مطرح شوه. همداراز د افغانستان رسمي دریځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د دایمي استازولۍ د سرپرست په وینا کې په څرګنده توګه وړاندې شو.

د دایمي استازولۍ له نظره، د طالبانو د اوسنیو سیاستونو دوام، په ځانګړي ډول له اساسي ژوندانه له برخو څخه د ښځو او نجونو لرې کول، د ټول‌شمولې حکومتولۍ نشتوالی، د اساسي ازادیو محدودول او د افراطیت دوام، افغانستان له لا زیات بحران او انزوا سره مخ کړی دی.

د استازولۍ په وینا، افغانستان د ښځو، لږکیو او د ټولنې د نورو برخو په حذفولو او د تاوتریخوالي او افراطیت په کارولو سره تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدلی. مخکې له دې چې موجود درزونه لا ژور شي او د کورنیو شخړو او نیابتي سیالیو لپاره لا ډېر زمینه برابره شي، اړتیا ده چې طالبان د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنو او د نړیوالې ټولنې هغو تمو ته ځواب ووایي چې د یوه مشروع، ټول‌شموله، ځواب‌ویونکي او د خلکو په ارادې ولاړ نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان دایمي استازولۍ همداراز ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، ځوانانو او لږکیو، د ملي ګټو او اساسي حقونو او آزادیو دفاع ته ژمنه ده.

د استازولۍ په وینا، هڅې به د ډیپلوماسۍ پر دوام، د دیموکراتیکو ځواکونو، سیاسي او مدني فعالانو، ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او بااعتباره ملي شخصیتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو له لارې د سیاسي حل‌لارې پر موندلو متمرکزې وي.

اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره یوه معتبره، ټول‌شموله او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ولاړه سیاسي حل‌لاره رامنځته شي؛ داسې حل‌لاره چې د یوه مشروع، ملي، ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي نظام په چوکاټ کې د سولې، ثبات، سوکالۍ او دوامدار امنیت زمینه برابره کړي.

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې پر افغانستان درې هوايي بریدونه کړي. دغه بریدونه پر کونړ، پکتیکا، کندهار، خوست او هلمند ولایتونو شوي، چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي.

پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې درې ځله د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو له مخې، د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو. سیمه‌ییزو سرچینو هغه مهال ویلي‌ وو، دغه بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي چې له امله یې په کونړ کې د یوې کورنۍ درې ملکي غړي وژل شوي وو.

پاکستان بیا ادعا کړې وه، چې په دغه بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر او ځانمرګي بریدګر» وژلي دي. ملګرو ملتونو بیا د دغه بریدونو په ترڅ کې د یو ماشوم په ګډون د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان یو وار بیا په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۱۰ ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان هغه مهال وویل، چې دغه ځایونه د ډرونونو د توغولو او زېرمه کولو لپاره کارېدل؛ خو طالبانو بیا ویلي و چې په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

نن پنجشنبه (د تلې ۹مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي.
له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسله‌والو د اوښتو په اړه یې پاکستاني‌ سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.

طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلام‌اباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسله‌والو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسله‌والو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.

سور صلیب: په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال ۶۷زره زلزله ځپلو ته بشري مرستې رسېدلې دي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
100%

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اګست میاشتې د زلزلې له امله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ۶۷زره او ۴۸ اغېزمنو کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې تر ۲زره او ۲۰۰ ډېر کسان مړه، څه باندې ۳زره او ۶۰۰ ټپیان او نږدې ۵۰۰زره کسان اغېزمن کړل. لاهم تر ۲۲۱زره ډېر کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، د زلزلې په لومړیو ورځو کې تر ۳زره ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او په بېلابېلو پنډغالو او لنډمهاله استوګنځایونو کې یې ژوند کاوه. د راپور له مخې، د سره صلیب افغانستان څانګې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۴ کورنیو ته د سرپناه او د کورنیو اړتیاوو کڅوړې وېشلې چې ۱۱۰۳ کسان ترې برخمن شوي دي.
همداراز ۲۰زره خوراکي کڅوړې او تیار خواړه پر زلزله ځپلو کورنیو وېشل شوې او ۲۰زره کسانو ته رسېدلې دي. راپور ښيي، په دې موده کې ۲زره کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې دي، چې له امله یې ۱۵زره او ۴۱۵ کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي. هرې کورنۍ ته ۱۰زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د سروې له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو دغه پیسې د خوړو لپاره، ۳۴ سلنه د کورونو د رغونې لپاره، شپږ سلنه د درملنې لپاره او درې سلنه د پورونو د ادا کولو لپاره لګولي دي.
روغتیايي او رواني خدمتونه
راپور وړاندې کاږي، پنځه ګرځنده روغتیايي ټیمونه د عملیاتو پرمهال فعال وو او ۳۳زره او دوه کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. په دغه خدمتونو کې له ۲زره او ۳۳۱ ښځو سره د امېندوارۍ او زېږون اړوند روغتیايي مرستې هم شاملې وې.
د راپور له مخې، ۹۰۵۲ کسانو ته د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ خدمتونه وړاندې شوي او ۸۴ روغتیايي کارکوونکي او رضاکاران په همدې برخه کې روزل شوي دي. د سره صلیب د راپور پر بنسټ، ۴۵زره او ۴۵۸ کسانو ته هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ لیټره پاکې اوبه برابرې شوې دي.
همداراز ۷زره کسانو ته د حفظ الصحې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او پر ۱۰۰۰ کورنیو د حفظ الصحې ځانګړې کڅوړې وېشل شوې دي. په کونړ ولایت کې د بې‌ځایه شویو په یوه پنډغالي کې ۲۰۰ ګرځنده تشنابونه هم نصب شوي دي.
راپور وايي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په موده کې له ایران او پاکستان نه تر ۳.۸ مېلیونه ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي چې کونړ او ننګرهار یې مهم د مېشتېدو سیمې بلل کېږي.
سره صلیب خبرداری ورکړی، چې د زلزلې له اغېزو وروسته لاهم د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو، د عایداتي فرصتونو او رواني ملاتړ په برخو کې جدي اړتیاوې موجودې دي.
د راپور له مخې، د مرستو په دې عملیاتو کې د ۷۰زره کسانو د ملاتړ هدف ټاکل شوی و چې تراوسه ۶۷زره او ۴۸ کسانو ته مرستې رسېدلې دي. په دغه کسانو کې ۱۴زره او ۸۰ ښځې، ۱۸زره او ۷۷۳ نجونې، ۱۴زره او ۴۱۵ نارینه او ۱۹زره او ۷۸۰ هلکان شامل دي.