طالبان: په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه ۷۱۷ افغان کډوال راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) له ایران او پاکستان څخه ۷۱۷ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) له ایران او پاکستان څخه ۷۱۷ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د تلې په نهمه ۱۶۳ کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې ۴۱۵ کسان او د سپین بولدک له لارې ۴۸ کسان راستانه شوي دي.
له ایران څخه بیا د ورېښمو پله له لارې ۱۹۴ کسان او د اسلام کلا له لارې ۶۰ کسان افغانستان ته راغلي دي.
د کمېسیون په وینا، په همدې ورځ له تورخم، سپین بولدک او کابل څخه ۱۳۰ کورنۍ چې ۵۲۸ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د سفر کرایه یې ورکړل شوې ده.
راپور زیاتوي، چې له ۱۴۱ کورنیو سره مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته خواړه، سیمکارتونه او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دغو دوو ګاونډیو هېوادونو له څو کلونو راهیسې په جبري توګه د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو یو مخیزې اېستنې ته مخه کړې ده.
له دې سره سم، د کډوالو په چارو کې نړۍوالو بنسټونو له دغو کوربه هېوادونو غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو او بشرپاله اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي او له جبري اېستنې یې لاس واخلي، خو یاد هېوادونه دغو سپارښتنو ته په نهپام سره جبري اېستنې ته دوام ورکوي.

د ډونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۱۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی دی. د رسمي سند پر بنسټ، د پناهغوښتونکو د منلو ډېره برخه یې هم «سویلي افریقا» ته ځانګړې شوې او د افغانانو لپاره پهکې روښانه ونډه په پام کې نهده نیول شوې.
د دې کسانو منل هم د بشري دلایلو یا د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ مجاز ګڼل شوي دي.
په دې سند کې د افغانانو نوم یا د افغان پناه غوښتونکو لپاره د جلا ونډې ورکړې یادونه نهده شوې.
«افغانایواک» چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړې اداره ده، د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له نظامیانو، ډیپلوماتانو او پرمختیایي پروګرامونو سره همکاري کړې وه، له دې نوې سهمیې څخه اېستل شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو دوسیو د ارزونې بهیر لا هم درېدلی او څه باندې ۲۵۰ زره کسان د افغانانو پر وړاندې د امریکا له ژمنو سره په تړلو دوسیو کې لا هم د خپل برخلیک ټاکلو ته سترګې په لاره دي.
د افغانایواک رییس شان وندایور ویلي، چې امریکا په خپلې نوې پرېکړه کې هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې د ۲۰۲۷ کال د پناه غوښتونکو د منلو په پروګرام کې نهدي شامل کړي.
افغانایواک د دې پرېکړې له صادرېدو مخکې د امریکا له حکومت څخه غوښتي وو چې لږ تر لږه پنځه زره سهمیه په ۲۰۲۷ مالي کال کې او پنځه زره نورې سهمیې په ۲۰۲۸ کال کې افغانانو ته ځانګړې کړي.
د سپینې ماڼۍ دغه سند دا هم څرګنده کړې، چې د پناه غوښتونکو منل لا هم د ټرمپ د حکومت د نورو پالیسیو تابع دي. له دې جملې څخه، د پناه غوښتونکو د هویت څېړنه باید له سختو معیارونو سره ترسره شي او هغه فرمان چې په عام ډول د پناه غوښتونکو ورتګ متوقف کوي، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.
د دې فرمان پر بنسټ، په استثنایي مواردو کې د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیران کولای شي په ګډه دا تشخیص کړي، چې د یوه کس منل د امریکا په ګټه دي او د دې هېواد امنیت یا هوساینې ته کوم خطر نه پېښوي.
د ټرمپ حکومت په ۲۰۲۶ مالي کال کې هم په پیل کې د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی و، خو دا شمېر بیا په مې میاشت کې د ۱۰ زره نورو سهمیو په زیاتولو سره ۱۷ زره او ۵۰۰ تنو ته لوړ شو.
افغانایواک وایي، چې له دې نوې پرېکړې سره سره، د امریکا د همکارو افغانانو د لېږد او منلو د لارې د بېرته پرانېستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کلني حد ټاکل په خپله د پالیسۍ د راتلونکي بدلون خنډ نهکېږي او حکومت کولای شي د کال په جریان کې افغانانو ته نوې سهمیې یا استثناوي حالت رامنځته کړي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې د اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا له نه کالیفورنیا فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره د ۱۰ سپوږمکیو د شبکې لومړۍ برخه ده.
حمدالله محب پر خپل ایکس لیکلي چې «التایر-۱» په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېس اېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې د امریکا د کالیفورنیا ایالت له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې.
حمدالله محب، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیت شورا سلاکار و او اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» اجراییوي رییس دی، ویلي چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبۍ کې جوړه شوې سپوږمکۍ په مدار کې ده.
محب ویلي، متحده عربي امارات نور یوازې د فضايي ظرفیتونو پېرودونکی نه دی، بلکې د دغو ظرفیتونو جوړوونکی هم دی.
د «التایر-۱» له توغولو سره د «التایر» فضايي مجموعي کار هم پیل شوی دا شبکه به له ۱۰ مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سپوږمکیو جوړه وي چې د ابوظبۍ مېشت «اوربټورکس» شرکت یې د ځمکې د پرمختللې څارنې لپاره جوړوي.
د «اوربټورکس» په وینا، «التایر-۱» له ځمکې څخه سیګنال ترلاسه کړی او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. د دغې ډلې پاتې نهه سپوږمکۍ به راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي.
هره «التایر» سپوږمکۍ پنځه مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.
تمه ده چې سپوږمکیو دغه مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړ ظرفیت فعالیت پیل کړي او د ځمکې هره برخه به په شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل څاري.
یاد شرکت ویلي، چې سپوږمکۍ یې په واقعي وخت او په خپلواکه توګه معلومات پروسس کوي او د ځنګلي اورونو په لومړنیو پړاوونو کې د هغوی د پېژندلو او په سمندر کې د پټو فعالیتونو کوونکو بېړیو د موندلو وړتیا لري.
«التایر-۱» به د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنې او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.
«اوربټورکس» د ابوظبۍ د «مارلن سپېس» او د سانفرانسیسکو د «لوفت اوربیټل» شرکتونو ترمنځ د شراکت له لارې جوړ شوی دی.
د «اوربټورکس» د سپوږمکیو د تولید مرکز په ۴۶۴۵ متره مربع ساحه کې جوړ شوی او د شرکت په وینا، په بشپړ ظرفیت کې په کال کې تر ۵۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري.
حمدالله محب له جمهوري نظام وروسته د متحده عربي اماراتو له فضايي ټکنالوژۍ او سپوږمکیو جوړولو له سکتور سره یوځای شو او د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره یې په ګډه کار پیل کړ.
د اکټوبر دویمه د عدم تشدد نړۍواله ورځ ده، خو د پښتنو او افغانانو په پراخه جغرافیه کې له افغانستانه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پورې، لا هم جګړې، پوځي عملیاتو، بمبارۍ، ترهګرۍ او سیاسي تاوتریخوالی موجود دی. ایا پښتانه په طبیعي ډول متشدد دي، که تاریخ او سیاست هغوی متشدد کړي دي؟
یوه بله پوښتنه هم شته، چې که د پښتنو په منځ کې د باچا خان په څېر د عدم تشدد یو ستر فکري او سیاسي خوځښت رامنځته شوی و، نو ولې تر ننه هم د افغانانو او پښتنو په خاوره کې تشدد دومره پراخ دی؟
زما په اند، د دې پوښتنې ځواب باید د قومونو د «طبیعي خوی» په افسانو کې ونه لټول شي، بلکې په تاریخ، سیاست، جغرافیه او د قدرت په جوړښتونو کې ولټول شي.
باچا خان د پښتنو په اړه څه ثابت کړل؟
خان عبدالغفار خان، چې نړۍ یې د باچا خان په نوم پېژني، د پښتنو د ټولنیز او سیاسي ژوند په اړه یوه ډېره مهمه خبره په عمل کې ثابته کړه: عدم تشدد د پښتنو له کلتور او ټولنیز جوړښت سره په ټکر کې نه دی.
که پښتانه په ذاتي او طبیعي ډول متشدد وای، نو څنګه ممکنه وه چې باچا خان د «خدایي خدمتګارانو» په نوم یو داسې لوی سیاسي او ټولنیز خوځښت رامنځته کړي چې د برېتانوي استعمار پر وړاندې یې د عدم تشدد مبارزه غوره کړه؟
د باچا خان اهمیت یوازې په دې کې نه و چې د عدم تشدد خبرې یې کولې؛ اهمیت یې په دې کې و چې د نه جګړې فکر یې د سیاسي مبارزې په یوه عملي میتود بدل کړ.
هغه هڅه وکړه چې د پښتنو له غیرت، جرئت، قربانۍ، نظم او ټولنیز پیوستون څخه د جګړې لپاره نه، بلکې د اصلاح، تعلیم او سوله ییزې مبارزې لپاره کار واخلي.
دا تجربه د دې لپاره مهمه ده چې موږ ته ښيي: زړورتیا او تشدد یو شی نه دي.
یو انسان کولی شي ډېر زړور وي، خو له تاوتریخوالي سره مخالف وي.
یو قوم کولی شي د خپل حق لپاره مبارزه وکړي، خو د بل انسان د وژلو او ځورولو پرته.
نو ولې د پښتنو په خاوره کې جګړه دومره اوږده شوه؟
د افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان تاریخ یوازې د پښتنو د داخلي شخړو تاریخ نه دی. دا سیمه د لویو دولتونو، ستراتیژیکو سیالیو، استعماري سیاستونو، د ډېورنډ شخړو، نړۍوالو جګړو او سیمه ییزو رقابتونو په مرکز کې پاتې شوې ده.
په ځانګړې توګه د افغانستان وروستۍ څو لسیزې د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ، د ۲۰۰۱ کال وروسته نړۍوالې ټولنې مداخلې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي شخړو او د داعش په څېر وسله والو ډلو له فعالیتونو اغېزمنې شوې دي.
په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ترهګرۍ او بې ځایه کېدو تجربه شوې ده.
له همدې امله که موږ یوازې ووایو چې «پښتانه جنګیالي دي»، د تاریخ لویه برخه له پامه غورځوو.
پوښتنه باید دا نه وي چې ولې پښتانه جګړه کوي؛ پوښتنه باید دا هم وي چې ولې جګړه دومره اوږده موده د پښتنو د ژوند پر یوه مهمه برخه بدله شوې ده؟
ایا تشدد د پښتنو په طبیعت کې دی؟
د یوه قوم لپاره د «طبیعي متشدد» صفت کارول علمي او تاریخي پلوه خطرناک او نادرست مفهموم ساده کول دي.
په نړۍ کې تقریباً هره ټولنه د جګړو، وینې، انتقام او سولې تاریخ لري.
اروپا چې نن د سولې او قانون د حاکمیت د سیمې په توګه پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې یې دوه نړۍوالې جګړې ولیدې.
جاپان، چې نن د سولې او اقتصادي پرمختګ له مهمو ټولنو څخه دی، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې پراخ پوځي او د امپراتورۍ سیاست درلود.
نو ولې باید د یوه قوم په اړه د هغه د جګړه ییز تاریخ له مخې د «طبیعي متشدد» تصور جوړ کړو؟
د انسان چلند یوازې د جینونو یا قومي ځانګړتیاوو له مخې نه ټاکل کېږي. سیاسي نظام، اقتصادي شرایط، تعلیم، د قانون حاکمیت، د دولت مشروعیت، د جګړې بازار، د وسلو شتون او د ټولنې د شخړو د حل لارې ټول د انسان پر چلند اغېز کوي.
تشدد ډېر ځله قصدي تولیدېږي؛ یوازې د انسان ذاتي پېدا وار نه دی.
ایا پښتانه متشدد شوي دي؟
د «متشدد شوي» اصطلاح هم باید په احتیاط وکارول شي. ځکه پښتانه یوازې قربانیان نه دي او په ټول تاریخ کې یوازې د نورو د سیاست وسیله هم نه دي پاتې شوي.
په پښتني ټولنو کې داخلي شخړې، قومي رقابتونه، د ځمکې او اوبو پر سر منازعات، د انتقام فرهنګي دودونه او وسله والې سیالۍ هم موجودې وې او دي.
خو دا عوامل د دې معنا نه لري چې جګړه د پښتنو طبیعي هویت دی.
بلکې مهمه خبره دا ده، کله چې داخلي کمزورتیاوې له بهرنیو سیالیو، وسلو، بې ثباته دولتونو او اوږدو جګړو سره یوځای شي، تشدد په ټولنیز جوړښت کې ریښې غځوي.
ماشوم چې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې هره ورځ د جګړې، مرګ، انتقام او وسلې کیسې اوري، د شخړې په اړه یې تصور هم اغېزمن کېږي.
خو همدغه ماشوم که په داسې چاپېریال کې لوی شي چې قانون، تعلیم، اقتصادي فرصت او د خبرو له لارې د اختلاف د حل فرهنګ پکې غالب وي، د شخړې لپاره به یې انتخابونه هم بدل وي.
د باچا خان ستر درس
د باچا خان تر ټولو مهم میراث شاید دا نه وي چې هغه د عدم تشدد خبره کړې وه؛ بلکې دا وي چې هغه وښودله:
د پښتنو غیرت د ټوپک له لارې نه، د خدمت او خبرو له لارې هم څرګندېدای شي.
د هغه په فکر کې تعلیم، ټولنیزه اصلاح، سیاسي مبارزه او د خلکو خدمت د مقاومت وسیلې وې.
که د پښتنو له غیرت څخه د جګړې لپاره استفاده کېدای شي، ولې له همدې غیرت څخه د تعلیم، روغتیا، عدالت، مدني مبارزې او سولې لپاره استفاده ونه شي؟
ولې باید د یوه ځوان لپاره «زړورتیا» یوازې د ټوپک اخیستل وي؟
ولې باید د حق لپاره مبارزه حتماً د بل انسان له وژلو سره تړلې وي؟
ولې د یوه کلي تر ټولو زړور انسان هغه ونه بلل شي چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په خبرو ختموي؟
عدم تشدد د دې معنا نه لري چې انسان دې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې شي. باچا خان خپله د ظلم پر وړاندې فعال سیاسي مبارز و.
عدم تشدد په اصل کې دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا موږ کولی شو د ظلم پر وړاندې مقاومت وکړو، خو د ظلم د تکرار وسیله ونه ګرځو؟
یعنې د یوې ټولنې د ازادۍ غوښتنه داسې هم کېدای شي چې د بل انسان د کرامت، ژوند او حقونو درناوی پکې خوندي پاتې شي.
دا په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره مهم بحث دی؛ ځکه د اوږدو جګړو په پایله کې داسې نسلونه رامنځته شوي چې جګړه ورته د سیاست عادي ژبه ښکاري.
د دې ژبې بدلول یوازې د وینا له لارې نه کېږي؛ بدیل سیاسي او ټولنیز بنسټونه غواړي.
حل لاره څه ده؟
د حل لاره یوازې دا نه ده چې خلکو ته وویل شي: «جګړه مه کوئ.» که د جګړې سیاسي او اقتصادي شرایط پاتې وي، یوازې اخلاقي نصیحت کافي نه دی.
د دوامدارې سولې لپاره لږ تر لږه څو بنسټیز کارونه اړین دي:
لومړی، د قانون حاکمیت
خلک باید پوه شي چې د حق اخیستلو لپاره د ټوپک پر ځای محکمه، قانون او مشروع سیاسي لارې شته.
دویم، تعلیم
تعلیم یوازې د دندې لپاره نه دی؛ تعلیم د دې لپاره هم دی چې انسان د اختلاف د حل نورې لارې وپېژني.
درېیم، سیاسي مشارکت
کله چې خلک احساس کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره قانوني او سیاسي لارې شته، د وسله والې مبارزې جذابیت کمېږي.
څلورم، اقتصادي فرصتونه
بې روزګاري، فقر او د ځوانانو د راتلونکي نشتوالی کولی شي وسله والې ډلې او د جګړې اقتصاد ته زمینه برابره کړي.
پنځم، د جګړې د قربانیانو عدالت
هغه ټولنې چې د لسیزو جګړو قرباني شوې دي، یوازې په «هر څه هېر کړئ» نه رغېږي. د قربانیانو درد، د حقایقو ثبت، حساب ورکونه او د بیا تکرار د مخنیوي لارې مهمې دي.
شپږم، د سیمه ییزو سیالیو د وسیلې په توګه د پښتني سیمو نه کارول
که د لویو قدرتونو او سیمه ییزو هېوادونو سیالۍ په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نیابتي جګړو په بڼه دوام وکړي، د سولې داخلي هڅې به تل له نوي فشار سره مخ وي.
د پښتنو د راتلونکي لپاره شاید تر ټولو مهم بدلون دا وي چې د «غیرت» تعریف بدل شي.
غیرت یوازې دا نه دی چې څوک انتقام واخلي.
غیرت دا هم دی چې یو څوک د خپل ماشوم لپاره ښوونځی جوړ کړي.
غیرت دا دی چې یو پلار خپل زوی له جګړې وساتي.
غیرت دا دی چې یو ځوان د اختلاف پر مهال ټوپک نه، دلیل پورته کړي.
غیرت دا دی چې یو سیاستوال د خپل مخالف د وژلو پر ځای د هغه د نظر سره سیالي وکړي.
او شاید تر ټولو لوی غیرت دا وي چې یو انسان د هغه چا د وژلو توان ولري چې ورسره مخالف دی، خو نه یې وژني.
تاریخ ښيي چې پښتانه یوازې د جګړې خلک نه دي. په همدې ټولنو کې د جرګې، روغې جوړې، مېلمه پالنې، ټولنیز پیوستون او د باچا خان د عدم تشدد په څېر د سولې پیاوړي روایتونه هم شته.
له همدې امله د پښتنو د راتلونکي لپاره د عدم تشدد فکر پردی فکر نه دی.
شاید دا زموږ د تاریخ له هغو هېر شویو برخو څخه وي چې بیا باید ورته ور وګرځو.
ځکه د تشدد په یوه اوږده تاریخ کې تر ټولو لویه زړورتیا ښايي دا وي چې د تشدد د دوام پر ځای د سولې انتخاب وکړو.
په پاکستان کې افغان محصلین د تحصیلي ویزو د نه ورکړې او په پنجاب کې له طبي پوهنتونونو د اېستلو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. له دې سره سږکال په پښتونخوا کې افغان محصلینو ته داخله نهده ورکړل شوې.
افغان محصلین وايي، چې هرکال د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو ایالتونو کې افغان محصلین د علامه اقبال بورسیې له لارې په کالجونو او پوهنتونونو کې داخلې ترلاسه کولې؛ خو د پاکستان حکومت لهخوا د ویزو بندښت سلګونه محصلین د داخلې په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د پېښور پوهنتون کې د اېمفل پروګرام یوې افغان محصلې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هرکال سلګونه محصلانو یوازې د پښتونخوا په ۳۴ پوهنتونونو کې داخله کوله؛ خو اوس د داخلې اجازه نهورکوي.
د نوموړې په وینا، پخوا د خیبر پښتونخوا د هر پوهنتون په هر پروګرام کې د افغان محصلینو لپاره دوه څوکۍ ځانګړې شوې وې چې اوس دغه شمېر یوې څوکۍ ته راکم شوی دی.
هغه وایي:« سره له دې هرکال سلګونه افغان محصلینو د پښتونخوا په ۳۴ دولتي پوهنتونونو کې د داخلې لپاره غوښتنلیکونه ورکول؛ خو سږکال دغه ټولې څوکۍ خالي پاتې دي، ځکه هېڅ افغان محصل په دغه پروګرامونو کې داخله نهده اخیستې».
هغې وویل، اوس داسې ښکاري چې په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د زدهکړې دروازې د تل لپاره تړل شوې او ښایي په راتلونکي کې دغه محدودیتونه نور هم سخت شي.
په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان طبي شورا په پنجاب کې پر طبي زدهکړو د بوختو ټولو افغان محصلینو غوښتي و، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه پرېکړې د ګڼو افغان محصلینو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې.
عنایت الله مومند چې د پېښور په خیبر طبي کالج کې د څلورم کال محصل دی افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانونو پرضد د پاکستان حکومت تر سخت دریځ وروسته له هغه څخه هم د کالج لپاره د ویزې غوښتنه کېږي. هغه وایي، د هغه د ویزې د تمدید غوښتنلیک له تېرو څو میاشتو راهیسې ځنډول شوی چې له امله یې هغه او ګڼ نور افغان محصلین له سخت ذهني فشار سره مخ دي.
د هغه په وینا، تازه پوه شوي چې د طب ګڼ افغان محصلین د پاکستان طبي شورا سره راجستر نهدي او له ثبت پرته محصلینو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په روغتونونو کې روزنه ترلاسه کړي.
د عنایت الله مومند په وینا، هغه او نورو محصلینو د پاکستان طبي شورا د اعلان پر وړاندې د پېښور عالي محکمې ته مراجعه کړې او محکمې دوی ته لنډمهاله خوندیتوب ورکړی؛ خو وضعیت دومره په چټکۍ سره بدلېږي چې له ورکړل شوې مودې دمخه د دوی د اېستلو ګواښ وېره زیاتوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امریکايي پوهنتون لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې د ۲۵ مېلیون ډالرو د بودجې غوښتنه رد کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د روان زېردیز کال تر پایه به دغه پوهنتون ته د هر ډول بودجې ورکړه هم ودروي.
دغه پرېکړه ښايي د هغه سلګونه افغان ښځو د زدهکړو فرصت لهمنځه یوسي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس یوازې د انلاین زدهکړو له لارې لوړو زدهکړو ته لاسرسی لري.
نیویارک ټایمز پنجشنبه (د تلې ۹مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره سېشنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ۲۵ مېلیون ډالرو مرستې غوښتنه رد کړې ده.
د دغه پوهنتون سرپرست ډیویډ اېډوارډز ویلي، د پوهنتون د فعالیت دوام قرغزستان کې د منځنۍ اسیا له امریکايي پوهنتون سره په همکارۍ پورې تړلی دی. هغه ویلي، چې له دغه پوهنتون سره به همکاري وکړي؛ خو د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون د زدهکړو (انلاین) پروګرام نهلري، په داسې حال کې چې انلاین زدهکړې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو لپاره لوړو زدهکړو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده.
د افغانستان امریکايي پوهنتون شاوخوا زر محصلان لري، چې ټول یې په انلاین بڼه زدهکړې کوي. د دغه محصلانو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې ژوند کوي. د پوهنتون استادان هم د افغانستان دننه او بهر محصلانو ته زدهکړې ورکوي.
اېډوارډز ویلي: «موږ د افغانانو د یو بشپړ نسل لپاره د زدهکړې یوازینی فرصت یو او داسې ښکاري، چې د امریکا اوسني حکومت دې موضوع ته پام نهدی کړی». د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال په پای کې به د افغانستان امریکايي پوهنتون ته د بودجې ورکړه ودروي.
دغه وزارت د یادې پرېکړې لامل «د امریکايي مالیه ورکوونکو له مېلیونونه ډالرو سره د تکراري حسابورکونې د نشتوالي مخینه» بللې ده. د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۱۹کال کې د تېر جمهوریت پرمهال د ناسم مالي مدیریت له تورونو سره مخ شوی و.
امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې تر ۶۰ مېلیون ډالرو ډېرې مالي سرچینې ورکې شوې دي. خو اېډوارډز ویلي، چې پوهنتون خپلې پخوانۍ ستونزې حل کړې او له ۲۰۲۱کال راهیسې یې ټولې مالي پلټنې له کومې ستونزې پرته ترسره شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پوهنتون «خصوصي بنسټ» بللی او ویلي یې دي، چې امریکا لا هم د انلاین پروګرامونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو ملاتړ کوي. دغه وزارت زیاته کړې، د هغه بنسټونو د موندلو هڅه کوي چې وکولای شي دغه پروګرامونه په مسوولانه ډول پلي کړي.
اېډوارډز چې له مارچ میاشتې راهیسې د پوهنتون چارې سمبالوي، د روان کال په دوبي کې د بدیلو مالي سرچینو د موندلو لپاره په برېتانیا او جرمني کې له پوهنتونونو سره لیدنې کړې دي. هغه ویلي، چې لاهم نه پوهېږي پوهنتون به د راتلونکي سمستر لګښتونه څنګه برابر کړي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته انلاین زدهکړو ته مخه کړه. د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶کال کې په کابل کې د افغانستان د نوي نسل د مشرانو روزنې په موخه جوړ شو.
دغه پوهنتون په افغانستان کې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) له سترو ملکي پروژو څخه و او له جوړېدو راهیسې یې د یادې ادارې له سرچینو څخه څه باندې ۲۲۵ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۲۱کال کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتون بهرني کارکوونکي له افغانستان نه ووتل او یوشمېر محصلان عراق، امریکا او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول. یوشمېر نور محصلان په افغانستان کې پاتې شول او د خپل ځان د خوندیتوب لپاره اړ شول چې پټ ژوند وکړي.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان امریکايي پوهنتون فعالیتونه غندلي او هغه یې د امریکایانو له لوري د «مسلمانانو د ذهنونو د فاسدولو» ځای بللی و. په کابل کې د دغه پوهنتون اصلي ودانۍ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یادې ډلې په واک کې ده او نوم یې «د افغانستان نړۍوال اسلامي پوهنتون» ته بدل شو.
د راپور له مخې، شاوخوا زر محصلان په دغه پوهنتون کې د اسلامي علومو، انجینرۍ او طب په څېر څانګو کې زدهکړې کوي او ټول محصلان یې نارینه دي.
د ښځو پر زدهکړو بندیز
د افغانستان امریکايي پوهنتون تېر کال وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د مرستو د بندښت پلان اعلان کړ، خپل فعالیتونه د یوه سمستر لپاره ودرول او په قطر کې یې خپل فرعي مرکز هم وتاړه.
د اېډوارډز په وینا، دغه پوهنتون سږکال د بودجې د کمښت له امله له ۴۰ ډېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او د نویو محصلانو د منلو کچه یې هم راټیټه کړې ده.
د راتلونکي په اړه د محصلانو اندېښنه
د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلان وايي، چې د دغه پوهنتون تړل کېدل ښايي په افغانستان کې د لوړو زدهکړو لپاره د ښځو پاتې لږ فرصتونه هم لهمنځه یوسي.
د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس ۲۶ کلنې محصلې سارا ویلي، له اته کلنې وقفې وروسته یې تېرکال خپلې زدهکړې بېرته پیل کړې دي. هغې ویلي، چې د خپلې اووه کلنې لور له ویده کولو وروسته، د ماسپښین او شپې لهخوا پایتن پروګرام جوړونه، سوداګري او د افغانستان تاریخ لولي.
سارا ویلي: «دا یوازینی ځای دی، چې زه پهکې د خپل راتلونکي تصور کولای شم». سارا د امنیتي اندېښنو له امله غوښتنه کړې، چې تخلص یې خپور نهشي. هغې نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د نورو انلاین ښوونیزو بنسټونو د زدهکړو لګښت ورته ډېر لوړ دی او د پوهنتون له سند پرته د کاري فرصتونو موندل هم ستونزمن دي.
د پوهنتون له اوسنیو ۹۸۰ محصلانو څخه شاوخوا ۲۰۰ یې نارینه دي. ۲۹ کلن محمد نعمان زلال د روان کال په مئ میاشت کې له دغه پوهنتون څخه د سوداګرۍ ادارې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د روان کال په پای کې په افغانستان کې د جاپان د نړۍوالې همکارۍ له ادارې (جایکا) سره کار پیل کړي.
زلال ویلي، د افغانستان امریکايي پوهنتون سند له هغه سره د دغه دندې په ترلاسه کولو کې مرسته کړې او هغه کولی شي د میاشتې ۲۵۰۰ ډالرو په تنخوا د مور، پلار او دوو کشرانو وروڼو د ژوند لګښتونه برابر کړي.
هغه ویلي، که پوهنتون وتړل شي نارینه محصلان ښايي د زدهکړو لپاره نور فرصتونه ومومي؛ خو د افغان ښځو لپاره به د زدهکړو ډېر لږ فرصت پاتې شي.