امریکا د نړۍ له هغو لږو هېوادونو څخه ده چې لا هم د اعدام سزا پکې رسمي ده او په ډېرو ایالتونو کې اعدام د وژونکو درملو د پېچکارۍ له لارې ترسره کېږي.
د پایک وکیلانو ویلي چې هغې ته د پنتوباربیتال له دوو دوزونو ورکولو وروسته لا هم زړه درزا کوله او ساه یې اخیسته. دوی د اعدام د ترسره کېدو پر مهال د بېړني غوښتنلیک له لارې د اعدام د درولو او د روغتیايي پاملرنې غوښتنه هم کړې وه.
د پایک یوه وکیل، رندي سپایوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې موکل یې «په نازک حالت کې ده او تر بیړنۍ روغتیايي پاملرنې لاندې ده». هغه زیاته کړه چې لا هم څرګنده نه ده چې دا پېښه به پر پایک څه ډول پایلې ولري.
د ټېنېسي ایالت د اعدام د ترسره کولو د کړنلارې له مخې، که یو کس له لومړۍ پېچکارۍ وروسته مړ نه شي، دویم ځل ورته درمل تزریقېږي. خو مقررات په روښانه ډول نه وايي چې که یو کس له دویم دوز وروسته هم ژوندی پاتې شي، باید څه وشي.
له دویمې پېچکارۍ وروسته د شاهدانو د خونې پرده وتړل شوه او څارونکي د څه مودې لپاره له هغه څه ناخبره پاتې شول چې د پردې تر شا روان وو. د پایک وکیلانو وویل چې په همدې وخت کې څرګنده وه چې هغې لا هم ساه اخیسته.
د هغې یوه وکیل وویل: «هیچا نه پوهېدل چې د پردې تر شا څه روان دي. زه نه پوهېدم چې طبي ډله ورغلې ده او که نه، او که ورغلې وي، څه وخت ورغلې ده.»
د ټېنېسي د اصلاحاتو ادارې د خپل کار دفاع کړې او ویلي یې دي چې ټول پړاوونه د رسمي او تایید شوې کړنلارې له مخې ترسره شوي دي. دې ادارې ویلي چې مقررات له ترسره شویو اقداماتو څخه د نورو اقداماتو اجازه نه ورکوي.
د دغو بریدونو له امله ۴۵کسان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپیان شوي دي. د اګست په پرتله د ځانمرګو بریدونو له امله د مړینې شمېر ۱۲۵ سلنه او د ټپیانو شمېر ۳۴۵ سلنه زیات شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې په پاکستان کې ټول ۱،۲۳۲وسلهوال بریدونه ثبت شوي دي.
مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي. له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅ وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسلهوالو د اوښتو په اړه یې پاکستاني سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.
طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلاماباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسلهوالو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسلهوالو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.