• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیره: روسیه دې پر اوکراین بریدونه پای ته ورسوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والتونن ویلي، روسیې په تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پر ښوونځیو، روغتونونو، استوګنیزو ودانیو، د انرژۍ پر زیربناوو او د علومو پر ملي اکاډمۍ بریدونه کړي او ټینګار یې کړی چې دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.

والتونن په اېکس کې لیکلي: «دا د اوکرایني خلکو د ژوند او راتلونکي پر وړاندې یوه بشپړه او وحشیانه جګړه ده. دا باید پای ته ورسېږي.»

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، هېواد یې له اوکراین سره د هوايي دفاع او نورو مهمو او د ژوند ژغورونکو وسایلو په برابرولو کې مرسته کوي.

والتونن د روسیې پوځي اقدامات د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، «ښکاره سرغړونه» بللې ده.

د هغې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سپټمبر له وروستیو راهیسې پر کییف د روسیې په بریدونو کې د ملکي او عامه تاسیساتو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۸مه د اوکراین د علومو ملي اکاډمۍ پر ودانۍ د روسیې په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي وو.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه هم یوه روسي بې‌پیلوټه الوتکه په کییف کې پر یوه ښوونځي ولګېده. د چارواکو په وینا، زده‌کوونکي او ښوونکي هغه مهال په پناه ځای کې وو او د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

ډېر لیدل شوي

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي
۱

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۲
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

•
•
•

نور خبرونه

د یمن د جګړې د پراخېدو په درشل کې سعودي عربستان ته د پاکستان سرتېري استول شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.


د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بې‌پیلوټه الوتکې او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.

سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د باب‌المندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د باب‌المندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو برخه نه ده.

راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ترکي بې‌پیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.

رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.

خو پوځي او سیمه‌ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ له مهمو روغتیايي ستونزو څخه دی.

دغه سازمان وایي، د سینې سرطان د نښو په وخت پېژندل او ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه ښځې په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوې او نږدې ۶۹۴ زره یې مړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې ویلي، د سینې سرطان بېلابېلې نښې لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ناروغي پرمختللې شوې وي، او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۸۶ هېوادونو کې د ښځو تر ټولو عام سرطان و. دغه ناروغي د بلوغ له عمر وروسته په هر عمر کې رامنځته کېدای شي، خو د عمر له زیاتېدو سره یې کچه لوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان عامې نښې د سینې غوټه یا کلکوالی، د سینې د اندازې یا بڼې بدلون، د پوستکي یا نوک بدلون او له سینې څخه غیرعادي یا وینه لرونکی مایع دي. سازمان ټینګار کوي چې د دغو بدلونونو په لیدلو باید روغتیايي مشوره واخیستل شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سینې سرطان تر ټولو عام سرطان یاد شوی. اټکل کېږي چې په دغه کال کې شاوخوا ۴،۳۴۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱،۸۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو ترمنځ هم د سینې سرطان د نوو پېښو کچه د پام وړ ده؛ په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو لپاره د دې ناروغۍ د پېښو د عمر له مخې معیاري شوې کچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې ۳۴،۶ وه.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان ډېری پېښې د ځانګړو خطر عواملو له شتون پرته هم رامنځته کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په هغو ښځو کې لیدل کېږي چې له جنسیت او عمر پرته د ناروغۍ کوم ځانګړی خطر عامل نه لري.

د سازمان په وینا، د سینې سرطان د مړینې د کمولو لپاره ژر تشخیص، پر وخت درملنه او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی مهم دي. په هغو هېوادونو کې چې د تشخیص او درملنې خدمتونه محدود وي، د ناروغۍ ناوخته تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانس کموي.

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د پوهاوي نړیوالې میاشتې په توګه د عامه پوهاوي، ژر تشخیص او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره مهم فرصت بولي. د ۲۰۲۶ کال د دې کمپاین شعار «هره کیسه ځانګړې ده، هر سفر ارزښت لري» دی.

د فلای‌دوبۍ د برید شکمن پیلوټ مخکې د پیلوټۍ له روزنې لرې شوی و

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د فلای‌دوبۍ پر الوتکه د بل پیلوټ د برید په تور شکمن عماني پیلوټ حمام الحمامي تېر کال د عمان له ملي هوايي شرکت څخه د «افراطي نظریاتو» د اندېښنو له امله له پیلوټۍ روزنې لرې شوی و.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، حمام الحمامي وروسته په عمان هوايي شرکت کې بلې دندې ته ګومارل شوی او بیا یې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره هم کار کړی دی. دوو سرچینو، چې له موضوع سره بلدتیا لري، ویلي چې هغه په ۲۰۲۵ کال کې د افراطي نظریاتو په اړه د اندېښنو له امله د الوتنې له روزنې لرې شوی و.

د راپور له مخې، الحمامي د عمان تبعه دی، په متحده عربي اماراتو کې د عماني پلار او سوریایي مور په کور کې زېږېدلی او څو کاله یې په متحده عربي اماراتو کې تېر کړي دي. هغه شاوخوا اته میاشتې له فلای‌دوبۍ سره کار کړی و.

سي‌اېن‌اېن وايي، د الحمامي په نوم د «لینکډین» یوه پاڼه ښيي چې هغه اووه کاله له عمان هوايي شرکت سره کار کړی او د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې ترې وتلی و. نوموړي د ۲۰۲۵ کال په جون کې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره کار پیل کړی، خو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې یې هغه دنده هم پرېښې وه. دغه پاڼه وروسته حذف شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د القاعدې د پخوانیو مشرانو انځورونه

د سي‌اېن‌اېن د څېړنې له مخې، د الحمامي له حذف شوې ټولنیزې رسنۍ سره تړلو پوسټونو کې د افراطي ډلو له مخکښو څېرو څخه د ځینو کسانو انځورونه هم خپاره شوي وو.

راپور وايي، د نوموړي په «لینکډین» پاڼه کې یوازې دوه پوسټونه خپاره شوي وو چې دواړه د چهارشنبې له پېښې شاوخوا نهه ساعته وروسته خپاره شوي دي. په یوه ویډیو کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې د پیلوټۍ خونې صحنې ښودل شوې وې او د اسراییلو د «ال عال» او «ارکیا» هوايي شرکتونو الوتکې هم پکې لیدل کېدې.

د ویډیو په پای کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري او د ۲۰۰۹ کال د ځانمرګي برید عامل همام خلیل ابوملال البلوي انځورونه هم لیدل شوي وو. د سي‌اېن‌اېن په وینا، البلوي په هغه برید کې نهه کسان، چې اووه یې د امریکا د استخباراتو ادارې کارکوونکي او قراردادیان وو، وژلي وو.

په دویم پوسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی انځور خپور شوی و چې د مکې، مدینې او بیت‌المقدس درې سپېڅلي ځایونه یې د یوې روښانه لارې له لارې سره تړلي ښودل. په شالید کې په یوه شعر کې د سپکاوي د نه منلو، له مرګ څخه د نه وېرېدو او د عزت د دفاع خبرې شوې وې.

راپور وايي، همدا دوه ویډیوګانې د الحمامي په نوم له یوه انسټاګرام حساب څخه هم خپرې شوې وې، خو دغه حساب هم وروسته حذف شوی دی.

د ښځو او ګډو کاري چاپېریالونو په اړه پخواني پوسټونه

د سي‌اېن‌اېن د شننې له مخې، د الحمامي له حذف شوي ټویټر حساب څخه نږدې ۳۰۰۰ پوسټونه، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ خپاره شوي وو، د مصنوعي ځیرکتیا پر یوه وسیله وڅېړل شول.

په دغو پخوانیو پوسټونو کې هغه د خپلې مور له خوا د ورته شرایطو منونکې مېرمنې د موندلو ستونزې بیان کړې وې. هغه غوښتنه کړې وه چې راتلونکې مېرمن یې نقاب واغوندي او له واده وروسته کار ونه کړي.

نوموړي په یوه بل پوسټ کې په ګډو کاري چاپېریالونو کې د ښځو او نارینه‌وو د کار کولو پر وړاندې هم اعتراض کړی و.

د ترهګرۍ له پېښې سره د تړاو څېړنه

د پېښې په اړه د اسراییلو څو ادارې، د شین‌بت او موساد په ګډون، د پوځ او د ترانسپورټ وزارت سره یوځای څېړنه کوي چې څنګه یو عماني پیلوټ د تل‌ابیب پر لور روانې الوتنې د عملې برخه وګرځېد.

د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو لویې څارنوالۍ هم د دې پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې چې معلومه کړي ایا برید له «ترهګریز فعالیت» سره تړاو درلود او که مخکې له مخکې پلان یا لارښوونه ورته شوې وه.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلي چې شکمن کس ښايي د «اسلامپالو افراطي نظریاتو د تلقین» تر اغېز لاندې راغلی وي.

فلای‌دوبۍ ویلي چې تر هغه چې د پېښې څېړنه روانه وي، په دې اړه تبصره نه شي کولی. سي‌اېن‌اېن د عمان هوايي شرکت، د مراکش شاهي هوايي شرکت او د دوبۍ حکومت د رسنیو له دفتر څخه هم د نظر غوښتنه کړې ده.

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې د اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا له نه کالیفورنیا فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره د ۱۰ سپوږمکیو د شبکې لومړۍ برخه ده.

حمدالله محب پر خپل ایکس لیکلي چې «التایر-۱» په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېس اېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې د امریکا د کالیفورنیا ایالت له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې.

حمدالله محب، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیت شورا سلاکار و او اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» اجراییوي رییس دی، ویلي چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبۍ کې جوړه شوې سپوږمکۍ په مدار کې ده.

محب ویلي، متحده عربي امارات نور یوازې د فضايي ظرفیتونو پېرودونکی نه دی، بلکې د دغو ظرفیتونو جوړوونکی هم دی.

د «التایر-۱» له توغولو سره د «التایر» فضايي مجموعي کار هم پیل شوی دا شبکه به له ۱۰ مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سپوږمکیو جوړه وي چې د ابوظبۍ مېشت «اوربټورکس» شرکت یې د ځمکې د پرمختللې څارنې لپاره جوړوي.

د «اوربټورکس» په وینا، «التایر-۱» له ځمکې څخه سیګنال ترلاسه کړی او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. د دغې ډلې پاتې نهه سپوږمکۍ به راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي.

هره «التایر» سپوږمکۍ پنځه مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.

تمه ده چې سپوږمکیو دغه مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړ ظرفیت فعالیت پیل کړي او د ځمکې هره برخه به په شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل څاري.

یاد شرکت ویلي، چې سپوږمکۍ یې په واقعي وخت او په خپلواکه توګه معلومات پروسس کوي او د ځنګلي اورونو په لومړنیو پړاوونو کې د هغوی د پېژندلو او په سمندر کې د پټو فعالیتونو کوونکو بېړیو د موندلو وړتیا لري.

«التایر-۱» به د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنې او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.

«اوربټورکس» د ابوظبۍ د «مارلن سپېس» او د سانفرانسیسکو د «لوفت اوربیټل» شرکتونو ترمنځ د شراکت له لارې جوړ شوی دی.

د «اوربټورکس» د سپوږمکیو د تولید مرکز په ۴۶۴۵ متره مربع ساحه کې جوړ شوی او د شرکت په وینا، په بشپړ ظرفیت کې په کال کې تر ۵۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري.

حمدالله محب له جمهوري نظام وروسته د متحده عربي اماراتو له فضايي ټکنالوژۍ او سپوږمکیو جوړولو له سکتور سره یوځای شو او د «اوربټ‌ورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره یې په ګډه کار پیل کړ.

په امریکا کې د یوې ښځې د اعدام هڅه له دوو وژونکو پېچکاریو وروسته ناکامه شوه

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ټېنېسي ایالت کې په اعدام محکومه شوې مېرمن کریسټا پایک د اعدام د ډلې له خوا د وژونکې مادې له دوو پېچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه او په خراب روغتیايي وضعیت کې روغتون ته ولېږدول شوه.

د دې اعدام له ناکامېدو وروسته د ټېنېسي والي په روان کال کې د پاتې ټولو اعدامونو د ترسره کولو بهیر ودرولو او امر یې وکړ چې دا پېښه په خپلواک ډول وڅېړل شي.

امریکا د نړۍ له هغو لږو هېوادونو څخه ده چې لا هم د اعدام سزا پکې رسمي ده او په ډېرو ایالتونو کې اعدام د وژونکو درملو د پېچکارۍ له لارې ترسره کېږي.

د پایک وکیلانو ویلي چې هغې ته د پنتوباربیتال له دوو دوزونو ورکولو وروسته لا هم زړه درزا کوله او ساه یې اخیسته. دوی د اعدام د ترسره کېدو پر مهال د بېړني غوښتنلیک له لارې د اعدام د درولو او د روغتیايي پاملرنې غوښتنه هم کړې وه.

د پایک یوه وکیل، رندي سپایوي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې موکل یې «په نازک حالت کې ده او تر بیړنۍ روغتیايي پاملرنې لاندې ده». هغه زیاته کړه چې لا هم څرګنده نه ده چې دا پېښه به پر پایک څه ډول پایلې ولري.

د هغې د وکیلانو په وینا، د اعدام ډلې شاوخوا یو ساعت د مناسب رګ موندلو لپاره هڅه وکړه او څو ځله یې د پایک لاس ته ستنه دننه کړه. سپایوي وویل چې یوازې د هغې په چپ لاس کې لږ تر لږه اووه ستنې کارول شوې او یوه یې د ایستلو پر مهال کږه شوې وه.

د ټېنېسي ایالت د اعدام د ترسره کولو د کړنلارې له مخې، که یو کس له لومړۍ پېچکارۍ وروسته مړ نه شي، دویم ځل ورته درمل تزریقېږي. خو مقررات په روښانه ډول نه وايي چې که یو کس له دویم دوز وروسته هم ژوندی پاتې شي، باید څه وشي.

له دویمې پېچکارۍ وروسته د شاهدانو د خونې پرده وتړل شوه او څارونکي د څه مودې لپاره له هغه څه ناخبره پاتې شول چې د پردې تر شا روان وو. د پایک وکیلانو وویل چې په همدې وخت کې څرګنده وه چې هغې لا هم ساه اخیسته.

د هغې یوه وکیل وویل: «هیچا نه پوهېدل چې د پردې تر شا څه روان دي. زه نه پوهېدم چې طبي ډله ورغلې ده او که نه، او که ورغلې وي، څه وخت ورغلې ده.»

د ټېنېسي د اصلاحاتو ادارې د خپل کار دفاع کړې او ویلي یې دي چې ټول پړاوونه د رسمي او تایید شوې کړنلارې له مخې ترسره شوي دي. دې ادارې ویلي چې مقررات له ترسره شویو اقداماتو څخه د نورو اقداماتو اجازه نه ورکوي.

خو د پایک وکیلان وايي چې د اعدام په ترسره کولو کې ناکامي د دوی هغه پخوانۍ اندېښنې تاییدوي چې د رګ موندلو ستونزې، د کارول شوي درملو د کیفیت او د بېړنۍ روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په اړه یې لرلې.

د ټېنېسي والي بېل لي ویلي چې د دې پېښې په اړه به خپلواکه څېړنه ترسره شي. هغه زیاته کړه: «ډېرې پوښتنې شته او د دې ایالت خلک حق لري چې د دغو پوښتنو ځوابونه پوه شي.»

د دې پرېکړې له مخې، د ګېري ساتن اعدام، چې ټاکل شوې وه د ډسمبر په میاشت کې ترسره شي، هم تر اوسه درول شوی دی.

دا په ۲۰۲۶ کال کې دویم ځل دی چې په ټېنېسي ایالت کې د اعدام د ترسره کولو بهیر له ستونزې سره مخ کېږي. د مې په میاشت کې د ټوني کروترز اعدام هم وروسته له هغې ودرول شو چې مامورین ونه توانېدل مناسب رګ پیدا کړي.

کریستچټا پایک په ۱۹۹۶ کال کې د ۱۹ کلنې کالین سلمر د وژنې په جرم په اعدام محکومه شوه. هغه مهال پایک ۱۸ کلنه وه. د قضیې د اسنادو له مخې، پایک او د هغه وخت ملګري یې سلمر شکنجه کړه او بیا یې ووژله.

پایک د بښنې په غوښتنلیک کې ویلي وو چې د سلمر د وژلو اراده یې نه لرله او هغه مهال یوه ۱۸ کلنه نجلۍ وه چې له جدي رواني ستونزو سره مخ وه. د ټېنېسي والي د هغې د بښنې غوښتنه رد کړې وه.

د هغې وکیلان اوس غواړي چې د اعدام سزا یې په بله سزا بدله شي.

له ۱۹۷۶ کال راهیسې، چې په امریکا کې د اعدام سزا بېرته عملي شوه، یوازې ۱۸ ښځې اعدام شوې دي، په داسې حال کې چې د اعدام شویو نارینه‌وو شمېر له یو زر او ۶۰۰ څخه زیات دی.