• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور عالي محکمې د ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو مخه ونیوله

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۱

د پېښور عالي محکمې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو دولتي طبي کالجونو او پوهنتونونو کې پر زده‌کړو د بوختو ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو بهیر تر بلې اورېدنې پورې وځنډاوه او دوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه.

د محکمې دوه کسیز پلاوي چې مشري یې قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد کوله، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، د کډوالۍ او پاسپورټ عمومي ریاست او د پاکستان له طبي شورا د افغان محصلانو د ګډې عریضې په تړاو د ځواب غوښتنه کړې ده.

محکمې د یادې قضیې راتلونکې اورېدنه د اکټوبر ۱۲مه اعلان کړې او امر یې کړی، چې تر ټاکلې نېټې دې یاد ۸۶ محصلان نه اېستل کېږي او خپلو زده‌کړو ته دې دوام ورکړي. دغه محصلانو په عریضه کې د پاکستان طبي شورا هغه پرېکړه ننګولې وه، چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د دغه محصلانو وکیل وسیم‌الدین خټک ویلي، دغه افغان محصلانو د ځانګړو پروګرامونو له لارې د خیبر پښتونخوا د طب او غاښونو په بېلابېلو کالجونو کې نوم‌لیکنه کړې وه او په تحصیلي ویېزې پاکستان ته داخل شوي وو. هغه استدلال کړی، چې د پاکستان طبي شورا له یادې پرېکړې سره د افغان محصلانو د زده‌کړې، ژوند او انساني کرامت بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د پېښور عالي محکمې تر دې وړاندې د سپټمبر په ۲۳مه هم په دوو خصوصي روغتونونو کې پر کار او تخصصي زده‌کړو بوخت د ۱۷ افغان ډاکټرانو د نیولو او اېستلو مخه نیولې وه او هغوی ته یې د خپلې تخصصي زده‌کړې د دوام اجازه ورکړې وه.
ورته مهال په پاکستان کې د طب یوشمېر افغان محصلین وایي، سره له دې چې د پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو عالي محکمو د افغان محصلینو د اېستلو په اړه د پاکستان طبي شورا پرېکړه ځنډولې؛ خو لاهم په ځینو پوهنځیو کې ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته

•
•
•

نور خبرونه

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعاله او د تېر جمهوري نظام پرمهال په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې په درشل کې ویلي، چې د ښځو، سیاسي جریانونو او د افغانستان مدني ټولنو له ګډون پرته دغه ډول ناستې مشروعیت نه‌لري.

کوفې یکشنبه (د تلې ۱۲مه) پر «اېکس» پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، هیله لري چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د مشروعیت او د ښځو د حقونو د بېرته اعادې موضوع ته پام وشي.

هغې ویلي: «د افغان ښځو، سیاسي جریانونو او د مدني ټولنو له ګډون او استازولۍ پرته، د افغانستان په اړه دغه ډول ناستې مشروعیت نه‌لري».

کوفي د مسکو ناستې له ګډونوالو غوښتي، چې له بېړنیو موضوعاتو ورهاخوا په افغانستان کې د یوه باوري او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړولو تمرکز وکړي؛ داسې بهیر چې د اساسي قانون د بیا حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت د جوړېدو لامل شي.

ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون جوړه شي.
د طالبانو یو پلاوی هم د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. روسیې ویلي، سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه‌يي توکو قاچاق به د خبرو له مهمو برخو څخه وي.

مسکو تر دې وړاندې هم له طالبانو غوښتي، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي خو دغه غوښتنه تراوسه د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د پام وړ بدلون لامل شوې نه‌ده. ورته مهال روسي چارواکو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته څرګنده اشاره نه‌ده کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې له طالبانو سره واقع‌بینانه چلند وکړي.

د مسکو فارمټ ناسته په ۱۳۹۶کال کې د روسیې په نوښت رامنځته شوه او په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو خبرو اترو پر یوه مهم چوکاټ بدله شوې ده. د دغه فارمټ په تېرو غونډو کې تر ډېره پر امنیت، د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې، اقتصاد او سیمه‌ییزې همکارۍ تمرکز شوی دی.

د ۱۴۰۳کال په غونډه کې هم له طالبانو غوښتل شوي و، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې «عملي او د تایید وړ» اقدامات ترسره کړي.

روسیه په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا په تېره بیا تاجکستان ته د وسله‌والو د اوښتو احتمال په اړه اندېښنه لري. د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د (وږي ۱۸مه) ویلي و، چې له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه ویلي و، چې د روسیې او تاجکستان ترمنځ نږدې پوځي همکاري روانه ده او په دغه هېواد کې د روسیې پوځي اډه د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتووالی لري. د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه په تاجکستان کې مېشته ده.

د سږني مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې له سختو امنیتي کړکېچونو سره مخ دي. پاکستان په تېر یوه کال کې څو ځله په افغانستان کې پراخ بریدونه کړي چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. اسلام‌اباد ویلي، د دغه عملیاتو موخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو او پټنځایونو په نښه کول دي.

روسیه: د تاجکستان او افغانستان پر پوله امنیتي وضعیت له نږدې څارو

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره دوشنبې ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد لړۍ ته دوام ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي الکساندر سترنیک په دې برخه کې دوشنبې ته د وسلو او تخنیکي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي تحولات په دوامداره توګه څاري او د تاجکستان د سویلي پولو پیاوړتیا لپاره له دوشنبې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ګډو ګټو هېوادونو د درېیمې ادارې مشر الکساندر سترنیک له «ریانووستي» خبري اژانس سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) خپره شوې ویلي، د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت مسله تل د مسکو تر ځانګړې پاملرنې لاندې ده.

د ګډ‌و ګټو هېوادونو سازمان د امنیتي تړون د غړو هېوادونو د مشرانو د ۲۰۲۴کال د پرېکړې له مخې، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پیاوړتیا لپاره یو پنځه کلن بین‌الدولتي پروګرام جوړ او عملي شوی دی.

د افغانستان بدخشان ولایت چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو نښتو د زیاتېدو شاهد پاتې شوی دی.

د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو ترڅنګ په افغانستان کې د سیمه‌ییزو توندلارو ډلو حضور هم د منځنۍ اسیا هېوادونو له امنیتي اندېښنو څخه دی. داعش خراسان ډله هم په افغانستان کې فعاله ده او د سیمې هېوادونو په وار، وار د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغه ویلي و، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا لپاره د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپه به د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.

د هغه په وینا، روسیه د دغه تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري. خو مصدقوف تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږد په مستقیم ډول په بدخشان کې له وروستیو نښتو سره تړلی نه‌دی بللی.

خو د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید هرڅومره ژر چې ممکنه وي ترسره شي؛ ځکه په دغه سیمه کې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.

د روسیې دفاع وزیر هم ویلي و، چې په تاجکستان کې د دغه هېواد پوځي اډې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي. په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه هم فعالیت لري.

د ایران سفارت مرستیال: ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
100%

له هغه وروسته، چې یوه لوړپوړي ایراني مقام افغانستان د خپل هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله؛ په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي کندهار او بلخ ولایتونو ته، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده تر ټولو نږدې کسان پکې والیان دي، د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو معلومات ورکړي.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي. ایراني شارژدافیر، په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې د ایران د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي قومندان اسماعیل قاآني افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله.
مرتضوي دغه راز ادعا کړې، چې په ولایتونو کې د ایران د دیپلوماتیک حضور پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو مسایلو او «د اسلامي امت د ګټو» د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم روانه وي. د هغه په وینا، په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین سره د څو ساعتونو لیدنه ځکه مهمه وه چې هلته د طالبانو مشر اوسیږي او ایران غواړي مهمې مسلې د کابل تر څنګ په کندهار کې هم تعقیب کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په کندهار کې د ایران او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي موضوعاتو هم بحث وشو. د هغه په خبره، دواړو لورو د «جګړې او بندیزونو په شرایطو کې» د یو بل پر ملاتړ او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. ایراني مقام، په دې اړه هم نور معلومات نه دي ورکړي، چې دا ملاتړ څه ډول دی او د کومو شرایطو پر بنسټ مخته وړل کیږي؟ هغه په ورته وخت کې، ویلي چې ایراني پلاوي د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره هم د دوه اړخیزو رسنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
د ایران د سفارت مرستیال بلخ ته د خپل سفر او د هغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په اړه وویل، چې د بلخ د سیمه ییزو موضوعاتو تر څنګ پر لویو دوه اړخیزو چارو، اقتصادي همکارۍ او له بې‌ثباته کوونکو او ترهګریزو ګواښونو سره پر ګډې مبارزې بحثونه وشول. هغه همدارنګه په مزارشریف کې د شیعه عالمانو له شورا سره خپله کتنه هم ګټوره او مهمه وبلله.
طالبانو د ایراني شارژدافیر د دغو لیدنو کتنو او تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې طالبانو په ځانګړي ډول د دوی د نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده ډلې سره یې د نږدې اړیکو خبرې کیږي.

څارونکي باور لري، چې د دې اړیکو تر شا اصلي دلیل، د ایران د « دفاعي کمربند» موضوع ده، چې وخت په وخت یې د « مقاومت محور، د اسلامي امت د ګټو» او نورو اصطلاحاتو په کارولو سره تعقیبوي.

په کابل کې د ایران مخکیني سفیر حسن کاظمي شاوخوا دوه کاله وړاندې د اسراییل د ډارولو په موخه ویلي وو، چې که اړتیا شوه، طالبان به د ځانمرګو بریدګرو یو لوی ټولی غزې ته واستوي.

د طالبانو ګڼ منتقدان، دا ډله تورنوي، چې د دوی په باور، د خپلې« نامشروع واکمنۍ» د دوام لپاره یې افغانستان ته نیابتي لوبې را کاږلي. طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي او د ناپېیلي بهرني سیاست ادعا لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر:که په لاریونونو کې یو کس هم ووژل شي مسوول به یې سهیل اپریدی وي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، له تحریک انصاف ګوند سره د مذاکراتو ناکامۍ وروسته پيل شویو لاریونونو ته په اشارې ویلي، که څوک پکې ووژل شي، مسوول به یې اپریدی وي. یاد ګوند بیا حکومت پړ ګڼلی او ویلي یې دي، عمران خان یې هم خوشې نه کړ او هم یې پلاوی ورسره لیدنې ته پرې نه ښود.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا حکومت او په ځانګړي ډول د دغه ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدی د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو اترو په شنډولو تورن کړ. هغه وویل چې دواړه لوري د مسودې پر ۹۹ سلنه متن هوکړې ته رسېدلي وو، خو دغه بهیر د ترهګرۍ اړوندو مسایلو پر سر له خنډ سره مخ شو. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له اعلان شوي اوږده لاریون وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ اوږدې خبرې اترې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې.
محسن نقوي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د اپوزیسیون د مذاکره کوونکي پلاوي د غړو، علام ناصر عباس، اسد قیصر، بیرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجا او عامر ډوګر، هڅې وستایلې خو څرګنده یې کړه چې د دغه پلاوي پرېکړې د خیبر پښتونخوا د حکومت او په ځانګړي توګه د اعلی وزیر له خوا ناکامې شوې. هغه زیاته کړه چې د ۱۲ ساعتونو په جریان کې مسوده څلور ځله بدله شوه او په داسې حال کې چې د اپوزیسیون استازو ته د پرېکړې واک ورکړل شوی و، خو ناڅاپه د ایالت مشرتابه ورسره مخالفت وښود. نقوي وویل که سهیل اپریدي خپله پرېکړه کوله، باید په خپله په خبرو کې حاضر شوی وای.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له اپوزیسیون سره د حکومت ستونزه سیاسي نه، بلکې بشپړه ترهګرۍ پورې اړونده وه. هغه څرګنده کړه چې حکومت غوښتل د خیبر پښتونخوا اداره په دغه ایالت کې د تحریک طالبان پاکستان، د پولیسو د قانون، تښتونو او د ترهګرۍ ضد ملي کارکړنې پلان اړوند برخو کې له فدرالي حکومت سره همکاري وکړي. نقوي پر دې خبره نیوکه وکړه چې په ایالت کې د امنیتي بحران پر مهال وزیران د پوځ پر ضد څرګندونې کوي او د سرتېرو جنازو ته نه ځي، او خبرداری یې ورکړ که په راتلونکي لاریون کې ان یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړي، مسوول به یې سهیل اپریدی وي.
له بلې خوا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې د دغو خبرو د ناکامېدو له امله خواشیني څرګنده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د ناکامۍ لاملونه وڅېړي او باوري خبرو ته لېوالتیا وښيي. تحریک انصاف وویل چې د خبرو اصلي موخه د سیاسي ثبات، د اساسي قانون او ډیموکراسۍ د حاکمیت او په خیبر پښتونخوا کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت حل و. د دغه ګوند په وینا، د خبرو اصلي خنډ دا و چې حکومت د ګوند بندي بنسټګر عمران خان ته د ګوند د مشرتابه د فوري لاسرسي غوښتنه ونه منله ترڅو ورسره پر مهمو مسایلو مشوره وشي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته وویل، چې دوی به د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د اوږد لاریون لومړی پړاو د یکشنبې ورځې په ماسپښین، د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل کړي.

د پاکستان حکومت د دغه لاریون د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو د اپوزیسیون یوه مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو، چې دا پرېکړه یوازې په زندان کې بندي عمران خان کولای شي.

هغه له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند پلاوي سره د لیدنې غوښتنه هم کړې وه.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اوړمه ورځ تور پورې کړ، چې دا لاریون له ټي ټي پي سره په همغږۍ د «خطرناک تاوتریخوالي» په نیت پلان شوی او دوی به یې د تاوتریخجنو کړنو له لیدو سره پر وړاندې داسې چلند وکړي، لکه له «ترهګرو» سره یې چې کوي.

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور وايي، چې د بې ګناه افغانانو او پاکستاني وګړو وینه تویول حرام دي. نوموړي وویل، چې طالبان به هم غچ اخلي او هم د وینې تویېدو او جنازو مخنیوی کوي، ځکه دده په وینا، بې هدفه جګړې په اسلام کې ناروا دي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو».

نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده.

هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي».

منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي.

منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو.

نوموړي وویل،چې اوس امنیت ټینګ شوی، د جګړو ټغر ټول شوی او ولسونه پر طالبانو حق لري چې پراختیايي کارونه ورته وکړي.

منصور د روسانو پر وړاندې جګړه «جهاد» وباله، خو ویې ویل چې وروسته د کورنیو ډلو او تنظیمونو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. د هغه په وینا، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، هېڅوک نه شي کولای روانو جګړو ته د جهاد نوم ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اوسنی نظام په اسلامي هېوادونو کې بېساری دی. د نوموړي په وینا، هر څوک به د دغه نظام په اړه خپل تعریف ولري، خو اصلي سیاست یې اسلامي سیاست دی.

د منصور په وینا، د طالبانو د ټولبښنې له برکته نن په بدخشان او پامیر غرونو کې د «امیرالمومنین» نوم اخیستل کېږي.

منصور دغه راز وویل، چې دا د «سیاسي اسلامي سیاست» برکت دی چې د بدخشان او پکتیکا ترمنځ یو ډول اطاعت موجود دی او هېڅ ډول ژبنی او قومي چلند نه لیدل کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا په تېر وخت کې د خوست اوسېدونکي کولای شوای بدخشان ته لاړ شي؟ او ویې ویل چې نه، ځکه دده په وینا، «سل پاټکونه» موجود وو.

هغه وویل، چې د طالبانو اقتصادي پالیسي د اسلامي شریعت له مخې جوړه شوې او ادعا یې وکړه چې افغانستان ته شراب او د خنزیر غوښه نه واردېږي بلکې دده په وینا، هره پرېکړه اسلامي او په شریعت برابره وي.

منصور د ځیرکو ټیلیفونونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا «ښه تصمیم» دی، ځکه د نوموړي په وینا، د همدې ټیلیفونونو له لارې ځوانان له خدای او دین څخه لرې شوي دي. هغه وویل، «د همدې ټیلفونو له امله خلګ له مطالعې لري شوي، کله څوک له ځانه عمران خان جوړوي او کله راشد خان».

منصور وویل، چې طالبان مسلمانان دي او د بې ګناه افغانانو وینه تویول او د پاکستاني وګړو وینه تویول حرام بولي، ځکه دواړه مسلمانان دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو تحقیر هم حرام دی.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «ته څنګه زما د بې ګناه افغان وینه حلاله بولې؟» او زیاته یې کړه چې افغانانو هیچا ته خپل انتقام نه دی پرېښی.