خالده وايي، درې کاله کېږي چې له دندې بېبرخې شوې او له هغه وخت راهیسې یې اقتصادي وضعیت هم سخت شوی دی. هغه زیاتوي: «هغه مهال چې به هره ورځ ښوونځي ته تلمه، د خپلې دندې له لارې به مې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره عاید درلود؛ خو اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ په کور کې ژوند کوي. دا سخته ده».
خالدې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه: «کله چې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګېد، یو بل کال مې لاهم کښته ټولګیو کې تدریس ورکاوه؛ خو اخیر هم دنده مې د نامعلوم دلیل له مخې را څخه واخیستل شوه».
هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د ژوند ډېرې اړتیاوې په سختۍ پوره کېږي او د دندې نشتوالی یې د کورنۍ پر ژوند هم اغېز کړی دی. د خالدې په خبره، اوس هم د یوه ښوونکي په توګه د بیا کار کولو فرصت ته سترګې په لار ده.
د هغې کیسه د هغو ښځینه ښوونکو د وضعیت یوه بېلګه ده، چې له زدهکوونکو سره له کلونو کار وروسته له ښوونځیو لرې شوې او اوس د کار او عاید له نشتوالي سره مخ دي.
د ښځینه ښوونکو کمښت او راتلونکي نسل ستونزه
ښوونکي وايي، د افغانستان د ښوونې او روزنې وضعیت هغه مهال لا پېچلی شو چې د ښځینه ښوونکو او مسلکي ښځینه کادرونو راتلونکی هم له محدودیتونو سره مخ شو.
یونېسف د ۲۰۲۶کال په یوه تحلیل کې خبرداری ورکړی، که د نجونو پر منځنیو زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
دغه وضعیت په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړې پر راتلونکي اغېز کولای شي؛ ځکه د ښځینه ښوونکو حضور په ډېرو سیمو کې د نجونو د زدهکړې لپاره مهم بلل کېږي. خو د طالبانو له راتګ سره نه یوازې ښځینه ښوونکې له ستونزو سره مخ شوې؛ بلکې نارینه ښوونکي هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي. ۴۸کلن عبدالقادر له نږدې دوو لسیزو راهیسې د کندهار په یوه دولتي ښوونځي کې دوه وخته د تاریخ او جغرافیې درس ورکوي.
هغه هر سهار ټولګي ته ځي، د زدهکوونکو مخې ته درېږي او هڅه کوي د هېواد د تېر تاریخ او جغرافیې په اړه هغوی ته معلومات ورکړي؛ خو له ټولګي بهر یې خپل ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
عبدالقادر د شاوخوا اته کسیزې کورنۍ سرپرستي هم پر غاړه لري. نوموړی وايي، د ښوونکي تنخواوې یې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نهکوي او ډېر مهال تنخواوې هم پر خپل وخت نه ورکول کېږي. هغه وايي: «د ښوونکي په توګه د اوږدې مودې له کار سره، سره لاهم د ښوونکو ستونزو ته کافي پاملرنه نه کېږي».
۳۳ کلن علياحمد هم په کندهار کې له اوو کلونو راهیسې ښوونکی دی. هغه پښتو او دري مضمونونه تدریسوي او د عبدالقادر په څېر د شاوخوا ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.
علياحمد وايي، د ښوونکي دنده که څه هم د ټولنې د راتلونکي نسل له روزنې سره تړاو لري؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله یې د ژوند ډېرې اړتیاوې په سختۍ پوره کېږي.
دواړه ښوونکي وايي، چې د تنخواوو ترڅنګ، د ښوونیز نظام کمزورتیا او په ښوونځیو کې د اسانتیاوو نشتوالی هم د دوی پر کار اغېز کوي. نوموړی وایي: «ښوونکی یوازې د تدریس مسوولیت نهلري؛ بلکې له محدودو امکاناتو، ګڼو زدهکوونکو او د درسي بهیر له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ وي».
د ښوونکو مسوولیت او محدودې اسانتیاوې
د طالبانو تر واک لاندي په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت یوه لویه او جدي ستونزه ګڼل کېږي. واک ته د دغه ډلې له رسېدو وروسته یا هم ډېرو ښوونکو خپلې دندې په خپله خوښه پرېښې، ځینې له سختو محدودیتونو له کبله دندې پرېښېدو ته اړ اېستل شوي او یوشمېر یې له دندو ګوښه شوي دي.
سرچینې وایي، د ډېرو مسلکي ښوونکو ځای طالبانو خپلو غړو او ملاتړو ته ورکړی او له همدې کبله ښوونیز سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ دی. په کندهار کې د احمدشاه بابا عالي لېسې یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي: «زموږ ګڼ همکار ښوونکي مجبور دي، چې دندې پرېږدي ځکه د ډېرو ښوونځيو مسوولیت طالب پلوه کسانو ته ورکړل شوی او بیا په ښوونځيو کې مخکنیو ښوونکو ته هره ورځ پر ظاهري بڼه او نورو کړنو پېغورونه ورکول کېدل».
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت په خپلو معلوماتو کې وايي، چې په دغه وزارت کې شاوخوا ۲۴۶ زره او ۴۷ ښوونکي شامل دي. یاد وزارت د ۱۴۰۴کال د ښوونکو شمېر هم په خپل رسمي وېب پاڼه کې خپور کړی دی.
یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو حق باید بېرته ورکړل شي».
د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زدهکړو او فرصتونو بېبرخې کوي.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زدهکړو پورته د زدهکړو له فرصتونو بېبرخې شي.
یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېرې نجونې له لومړنیو زدهکړو وروسته د خپلو زدهکړو له دوام بېبرخې شوې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به له زدهکړو د بېبرخو نجونو شمېر نږدې څلورو مېلیونو ته ورسېږي.
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې د ۱۴۰۰کال په وږي میاشت کې ودرول شوې او د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زدهکړو منع شوې.
هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي».
منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي.
منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو.
نوموړي وویل،چې اوس امنیت ټینګ شوی، د جګړو ټغر ټول شوی او ولسونه پر طالبانو حق لري چې پراختیايي کارونه ورته وکړي.
منصور د روسانو پر وړاندې جګړه «جهاد» وباله، خو ویې ویل چې وروسته د کورنیو ډلو او تنظیمونو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. د هغه په وینا، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، هېڅوک نه شي کولای روانو جګړو ته د جهاد نوم ورکړي.
هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اوسنی نظام په اسلامي هېوادونو کې بېساری دی. د نوموړي په وینا، هر څوک به د دغه نظام په اړه خپل تعریف ولري، خو اصلي سیاست یې اسلامي سیاست دی.
د منصور په وینا، د طالبانو د ټولبښنې له برکته نن په بدخشان او پامیر غرونو کې د «امیرالمومنین» نوم اخیستل کېږي.
منصور دغه راز وویل، چې دا د «سیاسي اسلامي سیاست» برکت دی چې د بدخشان او پکتیکا ترمنځ یو ډول اطاعت موجود دی او هېڅ ډول ژبنی او قومي چلند نه لیدل کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا په تېر وخت کې د خوست اوسېدونکي کولای شوای بدخشان ته لاړ شي؟ او ویې ویل چې نه، ځکه دده په وینا، «سل پاټکونه» موجود وو.
هغه وویل، چې د طالبانو اقتصادي پالیسي د اسلامي شریعت له مخې جوړه شوې او ادعا یې وکړه چې افغانستان ته شراب او د خنزیر غوښه نه واردېږي بلکې دده په وینا، هره پرېکړه اسلامي او په شریعت برابره وي.
منصور د ځیرکو ټیلیفونونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا «ښه تصمیم» دی، ځکه د نوموړي په وینا، د همدې ټیلیفونونو له لارې ځوانان له خدای او دین څخه لرې شوي دي. هغه وویل، «د همدې ټیلفونو له امله خلګ له مطالعې لري شوي، کله څوک له ځانه عمران خان جوړوي او کله راشد خان».
منصور وویل، چې طالبان مسلمانان دي او د بې ګناه افغانانو وینه تویول او د پاکستاني وګړو وینه تویول حرام بولي، ځکه دواړه مسلمانان دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو تحقیر هم حرام دی.
نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «ته څنګه زما د بې ګناه افغان وینه حلاله بولې؟» او زیاته یې کړه چې افغانانو هیچا ته خپل انتقام نه دی پرېښی.