• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د افغان ښځو لپاره د دوامداره زده‌کړو غوښتنه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونېسف» د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د افغان ښوونکو د «جذبې، پوهې او ژمنتیا» ستاینه کړې ده. یونېسف ویلي، چې افغان نجونو ته باید د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) ویلي، چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو زده‌کړو او د دغه دورې له ګڼو فرصتونو بې‌برخې شوې دي.

یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق باید بېرته ورکړل شي».

د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زده‌کړو او فرصتونو بې‌برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو پورته د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېرې نجونې له لومړنیو زده‌کړو وروسته د خپلو زده‌کړو له دوام بې‌برخې شوې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو شمېر نږدې څلورو مېلیونو ته ورسېږي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې د ۱۴۰۰کال په وږي میاشت کې ودرول شوې او د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع شوې.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې د دغه محدودیتونو دوام د نجونو د زده‌کړو د محرومولو ترڅنګ، د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د مسلکي ښځینه کدرونو د روزلو وړتیا هم کموي. د دغه بنسټ د اټکل له مخې، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ هرکال د اکتوبر په پنځمه نمانځل کېږي. یونسکو په ۱۹۹۴کال کې د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړۍوالې ورځې په توګه وټاکله او له هغه وخت راهیسې دغه ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم د ښوونکو پر ملاتړ او د هغوی د مسلکي مقام پر لوړولو ټینګار کړی دی. یونسکو ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونکي له ډیجیټلي ټېکنالوژیو، اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي، ښوونکي د دې لپاره چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، لا ډېر ملاتړ، مناسب کاري شرایط او د هغوی د مسلک وړ مسلکي مقام ته اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته

•
•
•

نور خبرونه

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعاله او د تېر جمهوري نظام پرمهال په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې په درشل کې ویلي، چې د ښځو، سیاسي جریانونو او د افغانستان مدني ټولنو له ګډون پرته دغه ډول ناستې مشروعیت نه‌لري.

کوفې یکشنبه (د تلې ۱۲مه) پر «اېکس» پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، هیله لري چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د مشروعیت او د ښځو د حقونو د بېرته اعادې موضوع ته پام وشي.

هغې ویلي: «د افغان ښځو، سیاسي جریانونو او د مدني ټولنو له ګډون او استازولۍ پرته، د افغانستان په اړه دغه ډول ناستې مشروعیت نه‌لري».

کوفي د مسکو ناستې له ګډونوالو غوښتي، چې له بېړنیو موضوعاتو ورهاخوا په افغانستان کې د یوه باوري او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړولو تمرکز وکړي؛ داسې بهیر چې د اساسي قانون د بیا حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت د جوړېدو لامل شي.

ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون جوړه شي.
د طالبانو یو پلاوی هم د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. روسیې ویلي، سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه‌يي توکو قاچاق به د خبرو له مهمو برخو څخه وي.

مسکو تر دې وړاندې هم له طالبانو غوښتي، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي خو دغه غوښتنه تراوسه د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د پام وړ بدلون لامل شوې نه‌ده. ورته مهال روسي چارواکو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته څرګنده اشاره نه‌ده کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې له طالبانو سره واقع‌بینانه چلند وکړي.

د مسکو فارمټ ناسته په ۱۳۹۶کال کې د روسیې په نوښت رامنځته شوه او په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو خبرو اترو پر یوه مهم چوکاټ بدله شوې ده. د دغه فارمټ په تېرو غونډو کې تر ډېره پر امنیت، د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې، اقتصاد او سیمه‌ییزې همکارۍ تمرکز شوی دی.

د ۱۴۰۳کال په غونډه کې هم له طالبانو غوښتل شوي و، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې «عملي او د تایید وړ» اقدامات ترسره کړي.

روسیه په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا په تېره بیا تاجکستان ته د وسله‌والو د اوښتو احتمال په اړه اندېښنه لري. د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د (وږي ۱۸مه) ویلي و، چې له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه ویلي و، چې د روسیې او تاجکستان ترمنځ نږدې پوځي همکاري روانه ده او په دغه هېواد کې د روسیې پوځي اډه د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتووالی لري. د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه په تاجکستان کې مېشته ده.

د سږني مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې له سختو امنیتي کړکېچونو سره مخ دي. پاکستان په تېر یوه کال کې څو ځله په افغانستان کې پراخ بریدونه کړي چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. اسلام‌اباد ویلي، د دغه عملیاتو موخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو او پټنځایونو په نښه کول دي.

روسیه: د تاجکستان او افغانستان پر پوله امنیتي وضعیت له نږدې څارو

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره دوشنبې ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد لړۍ ته دوام ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي الکساندر سترنیک په دې برخه کې دوشنبې ته د وسلو او تخنیکي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي تحولات په دوامداره توګه څاري او د تاجکستان د سویلي پولو پیاوړتیا لپاره له دوشنبې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ګډو ګټو هېوادونو د درېیمې ادارې مشر الکساندر سترنیک له «ریانووستي» خبري اژانس سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) خپره شوې ویلي، د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت مسله تل د مسکو تر ځانګړې پاملرنې لاندې ده.

د ګډ‌و ګټو هېوادونو سازمان د امنیتي تړون د غړو هېوادونو د مشرانو د ۲۰۲۴کال د پرېکړې له مخې، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پیاوړتیا لپاره یو پنځه کلن بین‌الدولتي پروګرام جوړ او عملي شوی دی.

د افغانستان بدخشان ولایت چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو نښتو د زیاتېدو شاهد پاتې شوی دی.

د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو ترڅنګ په افغانستان کې د سیمه‌ییزو توندلارو ډلو حضور هم د منځنۍ اسیا هېوادونو له امنیتي اندېښنو څخه دی. داعش خراسان ډله هم په افغانستان کې فعاله ده او د سیمې هېوادونو په وار، وار د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغه ویلي و، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا لپاره د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپه به د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.

د هغه په وینا، روسیه د دغه تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري. خو مصدقوف تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږد په مستقیم ډول په بدخشان کې له وروستیو نښتو سره تړلی نه‌دی بللی.

خو د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید هرڅومره ژر چې ممکنه وي ترسره شي؛ ځکه په دغه سیمه کې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.

د روسیې دفاع وزیر هم ویلي و، چې په تاجکستان کې د دغه هېواد پوځي اډې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي. په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه هم فعالیت لري.

د ایران سفارت مرستیال: ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
100%

له هغه وروسته، چې یوه لوړپوړي ایراني مقام افغانستان د خپل هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله؛ په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي کندهار او بلخ ولایتونو ته، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده تر ټولو نږدې کسان پکې والیان دي، د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو معلومات ورکړي.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي. ایراني شارژدافیر، په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې د ایران د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي قومندان اسماعیل قاآني افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله.
مرتضوي دغه راز ادعا کړې، چې په ولایتونو کې د ایران د دیپلوماتیک حضور پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو مسایلو او «د اسلامي امت د ګټو» د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم روانه وي. د هغه په وینا، په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین سره د څو ساعتونو لیدنه ځکه مهمه وه چې هلته د طالبانو مشر اوسیږي او ایران غواړي مهمې مسلې د کابل تر څنګ په کندهار کې هم تعقیب کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په کندهار کې د ایران او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي موضوعاتو هم بحث وشو. د هغه په خبره، دواړو لورو د «جګړې او بندیزونو په شرایطو کې» د یو بل پر ملاتړ او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. ایراني مقام، په دې اړه هم نور معلومات نه دي ورکړي، چې دا ملاتړ څه ډول دی او د کومو شرایطو پر بنسټ مخته وړل کیږي؟ هغه په ورته وخت کې، ویلي چې ایراني پلاوي د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره هم د دوه اړخیزو رسنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
د ایران د سفارت مرستیال بلخ ته د خپل سفر او د هغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په اړه وویل، چې د بلخ د سیمه ییزو موضوعاتو تر څنګ پر لویو دوه اړخیزو چارو، اقتصادي همکارۍ او له بې‌ثباته کوونکو او ترهګریزو ګواښونو سره پر ګډې مبارزې بحثونه وشول. هغه همدارنګه په مزارشریف کې د شیعه عالمانو له شورا سره خپله کتنه هم ګټوره او مهمه وبلله.
طالبانو د ایراني شارژدافیر د دغو لیدنو کتنو او تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې طالبانو په ځانګړي ډول د دوی د نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده ډلې سره یې د نږدې اړیکو خبرې کیږي.

څارونکي باور لري، چې د دې اړیکو تر شا اصلي دلیل، د ایران د « دفاعي کمربند» موضوع ده، چې وخت په وخت یې د « مقاومت محور، د اسلامي امت د ګټو» او نورو اصطلاحاتو په کارولو سره تعقیبوي.

په کابل کې د ایران مخکیني سفیر حسن کاظمي شاوخوا دوه کاله وړاندې د اسراییل د ډارولو په موخه ویلي وو، چې که اړتیا شوه، طالبان به د ځانمرګو بریدګرو یو لوی ټولی غزې ته واستوي.

د طالبانو ګڼ منتقدان، دا ډله تورنوي، چې د دوی په باور، د خپلې« نامشروع واکمنۍ» د دوام لپاره یې افغانستان ته نیابتي لوبې را کاږلي. طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي او د ناپېیلي بهرني سیاست ادعا لري.

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور وايي، چې د بې ګناه افغانانو او پاکستاني وګړو وینه تویول حرام دي. نوموړي وویل، چې طالبان به هم غچ اخلي او هم د وینې تویېدو او جنازو مخنیوی کوي، ځکه دده په وینا، بې هدفه جګړې په اسلام کې ناروا دي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو».

نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده.

هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي».

منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي.

منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو.

نوموړي وویل،چې اوس امنیت ټینګ شوی، د جګړو ټغر ټول شوی او ولسونه پر طالبانو حق لري چې پراختیايي کارونه ورته وکړي.

منصور د روسانو پر وړاندې جګړه «جهاد» وباله، خو ویې ویل چې وروسته د کورنیو ډلو او تنظیمونو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. د هغه په وینا، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، هېڅوک نه شي کولای روانو جګړو ته د جهاد نوم ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اوسنی نظام په اسلامي هېوادونو کې بېساری دی. د نوموړي په وینا، هر څوک به د دغه نظام په اړه خپل تعریف ولري، خو اصلي سیاست یې اسلامي سیاست دی.

د منصور په وینا، د طالبانو د ټولبښنې له برکته نن په بدخشان او پامیر غرونو کې د «امیرالمومنین» نوم اخیستل کېږي.

منصور دغه راز وویل، چې دا د «سیاسي اسلامي سیاست» برکت دی چې د بدخشان او پکتیکا ترمنځ یو ډول اطاعت موجود دی او هېڅ ډول ژبنی او قومي چلند نه لیدل کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا په تېر وخت کې د خوست اوسېدونکي کولای شوای بدخشان ته لاړ شي؟ او ویې ویل چې نه، ځکه دده په وینا، «سل پاټکونه» موجود وو.

هغه وویل، چې د طالبانو اقتصادي پالیسي د اسلامي شریعت له مخې جوړه شوې او ادعا یې وکړه چې افغانستان ته شراب او د خنزیر غوښه نه واردېږي بلکې دده په وینا، هره پرېکړه اسلامي او په شریعت برابره وي.

منصور د ځیرکو ټیلیفونونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا «ښه تصمیم» دی، ځکه د نوموړي په وینا، د همدې ټیلیفونونو له لارې ځوانان له خدای او دین څخه لرې شوي دي. هغه وویل، «د همدې ټیلفونو له امله خلګ له مطالعې لري شوي، کله څوک له ځانه عمران خان جوړوي او کله راشد خان».

منصور وویل، چې طالبان مسلمانان دي او د بې ګناه افغانانو وینه تویول او د پاکستاني وګړو وینه تویول حرام بولي، ځکه دواړه مسلمانان دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو تحقیر هم حرام دی.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «ته څنګه زما د بې ګناه افغان وینه حلاله بولې؟» او زیاته یې کړه چې افغانانو هیچا ته خپل انتقام نه دی پرېښی.

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلمند او نورستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ زده‌کوونکو ته د «فکري او اصلاحي» پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر، ژبو، ژورنالیزم او ویناوالۍ زده‌کړې برابروي؛ خو په همدې مهال نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو او ورته ښوونیزو فرصتونو محرومې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په هلمند کې د دغه وزارت اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده‌کوونکو ته د «فکري او اصلاحي» پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

دغه وزارت وايي، په نورستان کې هم شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکو ته د یادو پروګرامونو ترڅنګ د ژورنالیزم، ویناوالۍ، انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړې ورکول کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د ځوانانو «فکري روزنه» او د عصري زده‌کړو زمینه برابرول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي چې ځوانان د دیني علومو ترڅنګ په عصري علومو او مسلکي مهارتونو هم سمبال شي.

خو د طالبانو د دې پروګرامونو په اړه منتقدین وايي، د «فکري او اصلاحي» زده‌کړو تر نامه لاندې ځینې پروګرامونه یوازې ښوونیزه بڼه نه لري او د طالبانو د نظرونو او تبلیغاتو د خپرولو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

دوی ادعا کوي چې په ځینو پروګرامونو کې زده‌کوونکي په سیاسي او ایډیالوژیکو موضوعاتو کې ښکېلېږي او له هغوی څخه په تمثیلي ټوټو کې هم کار اخیستل کېږي چې د جګړې، نښتو او تاوتریخوالي صحنې پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغو پروګرامونو ګډونوال یوازې ناریه زده کوونکي دي، خو د افغانستان د نجونو د زده‌کړو اوسنی وضعیت ښيي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو او ورته پروګرامونو محرومې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي. دغه سازمان افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بللی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په عملي ډول منع دي.

یونیسف وايي، نجونې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زده‌کړو منع شوې دي، او ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منع دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو محدودیتونو د هغوی د مهارتونو د ترلاسه کولو او د کار په بازار کې د ګډون فرصتونه کم کړي دي. د دغه بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جنسیتي شاخص له مخې، د ۱۸ تر ۲۹ کلونو نږدې ۷۸ سلنه افغانې ښځې نه په زده‌کړو، نه په کار او نه هم مسلکي روزنه کې شاملې دي؛ په نارینه‌وو کې دا کچه ۲۰ سلنه ښودل شوې ده.

په دې توګه، د طالبانو له خوا د ځوانانو لپاره د عصري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د برابرولو اعلانونه په داسې وضعیت کې کېږي چې د هېواد د نفوس یوه لویه برخه، یعنې نجونې او ځوانې ښځې، له ورته زده‌کړیزو فرصتونو څخه له شپږم ټولګي وروسته بې‌برخې دي.