• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

•
•
•

نور خبرونه

راپور؛ د طالبانو نړۍوالې انزوا د مېلیونونه افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته لاهم کوم لوېدیځ هېواد د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او دغه وضعیت د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې واک ته ورسېدل، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه هیله‌من وو چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو له لارې به طالبان خپلې تګلارې بدلې کړي؛ خو تر اوسه د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په ګډون د طالبانو په مهمو پالیسیو کې بدلون نه‌دی راغلی.
راپور د کالیفورنیا ایالت د کانګرس د افغان الاصله غړې عایشه وهاب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې و، امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیک تعامل ته دوام ورکړي که څه هم طالبان په واک کې دي.
د راپور له مخې، د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نېومن باوري دی چې واشنګټن باید د ترهګرۍ ضد همکارۍ په څېر موضوعاتو کې له طالبانو سره د خبرو لاره پرانېستې وساتي. نوموړي ویلي: «تاسو کولای شئ ووایئ، چې زه مو په رسمیت نه پېژنم، خو درسره خبرې کوم».
راپور کاږي، تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی؛ خو په کابل کې د چین، هند، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو ډیپلوماټیک ماموریتونه فعال دي.
د راپور له مخې، ځینې اروپايي هېوادونه هم د هغه افغانانو د بېرته ستنولو له امله له طالبانو سره محدود تماسونه لري چې له اروپا اېستل کېږي. د راپور په ټکو، طالبان د هر ډول بهرني تماس او لیدنو خبرونه د خپلو لاسته‌راوړنو د یوې برخې په توګه خپروي او هڅه کوي د نړۍوال مشروعیت انځور وړاندې کړي.
څېړونکی او لیکوال هدايت‌الله ذهېب ویلي، طالبانو ته د نړۍوال مشروعیت تر ټولو لوی خنډ د دوی خپله اېډیالوژي ده او امکان نه‌لري چې طالبان ترې لاس واخلي.
بلخوا د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاد عبیدالله بهیر ویلي، چې طالبانو په ډیپلوماټیکه برخه کې ځینې بریاوې لرلې دي؛ خو د دوی کورنۍ او ټولنیزه پالیسي د نړۍوال مشروعیت لپاره مهمه ستونزه ده. د هغه په وینا، د طالبانو د قدرت د متمرکز جوړښت له امله بدلونونه ورو روان دي؛ خو دی لا هم د راتلونکي بدلون هیله لري.
راپور ټینګار کوي، چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې اړیکې یوازې سیاسي موضوع نه‌ده؛ بلکې د افغانستان پر ۴۰ مېلیونه وګړو مستقیم اغېز لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۹۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې یا هغې ته نږدې ژوند کوي.
راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍوالو مرستو تر کمښت وروسته د خوړو، درملو، سرپناه او برېښنا له کمښت سره مخ شوی او مېلیونونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
هدايت‌الله ذهېب وايي، چې ستونزه یوازې د مرستو د بېرته پیل موضوع نه‌ده؛ بلکې هغه پرمختګونه چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ رامنځته شوي وو، د دوامداره بنسټونو پر ځای په چټکۍ رامنځته شوي وو او اوس د دوام وړ نه‌دي.
د هغه په وینا، د اوسنیو شرایطو پر دوام طالبان نه‌شي کولای د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي. د‌ راپور په وینا، د طالبانو نړۍواله انزوا یوازې د کابل پر واکمنانو نه؛ بلکې د مېلیونونه افغانانو پر ورځني ژوند اغېز کړی او د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده.

اروپايي ټولنه: د ښځو پر وړاندې محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو اغېز کم کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب ادارې ویلي، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې شاوخوا ۷۷۱ مېلیونه یورو بشري مرستې لګولې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د مرستو رسولو او د بشري پروګرامونو اغېز له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان په یاده موده کې له پرله‌پسې ناورینونو سره مخ و؛ د کووېډ-۱۹ وبا، د ۲۰۲۱کال سیاسي بدلون، پراخه بې‌ځایه کېدنه، وچکالي، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښې او له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو جبري ستنېدا د دغه ستونزو مهم لاملونه بلل شوي دي.
ارزونه ښيي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه وه او د ۳۳ شریکو بنسټونو له لارې یې د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زده‌کړو، د اوبو او روغتیا ساتنې، نغدي مرستو او خوندیتوب په برخو کې پروګرامونه عملي کړي دي.
د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو اړمنو کسانو شمېر له ۱۴ مېلیونو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ مېلیونو ته لوړ شوی و او بیا په ۲۰۲۴کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته راکم شوی دی. همداراز هرکال د ۱۴.۸ او ۲۴ مېلیونو ترمنځ افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وو.
ارزونه ټینګار کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار، زده‌کړو او تګ‌راتګ محدودیتونو د بشري مرستو پر رسولو مستقیم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، مرستندویه ادارو د «ښځو له‌خوا ښځو ته» تګلاره غوره کړې، کور په کور خدمتونه او د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه یې پراخ کړي؛ خو دغه اقدامات نه دي توانېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته محدودیتونه په بشپړه توګه جبران کړي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې پراخ روغتیايي، ښوونیز او د خوندیتوب پروګرامونه فعال وو؛ خو وروسته د ښځو پر کار بندیز، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو محدودیتونو او د خوندیتوب خدماتو کمښت په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
د بودجې له پلوه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د خوراکي خوندیتوب او معیشت برخې ته نږدې ۲۲۱ مېلیونه یورو، روغتیايي خدمتونو ته ۱۵۸ مېلیونه یورو او د تغذیې پروګرامونو ته تر ۹۹ مېلیونه یورو ډېرې مرستې ځانګړې شوې دي.
راپور د اروپايي ټولنې د «بشري هوايي پل» پروګرام هم مهم بللی او وایي، له ۲۰۲۱کال راهیسې افغانستان ته لسګونه بشري الوتنې ترسره شوې دي چې د درملو او نورو حیاتي توکو په رسولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
ارزونه څرګندوي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازو دوامداره حضور د مرستو د اغېزمنتیا له مهمو لاملونو څخه وو او همدا حضور یې د مرستندویه بنسټونو لپاره د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې اغېزناک بللی دی.
راپور کې راغلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري اړتیاوو په وړاندې انعطاف منونکی او اغېزمن غبرګون ښودلی؛ خو د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړښتي محدودیتونه، د پراختیايي مرستو کمښت او د نړۍوالې بودجې کمښت لاهم د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا پر وړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: د څلوېښت کلنې امنیتي پالیسۍ پایلې پر خیبر پښتونخوا مه اچوئ

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پنجاب پر اعلیٰ وزیرې مریم نواز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د تېرو څو لسیزو د امنیتي او افغان پالیسۍ پایلې باید پر خیبر پښتونخوا ونه تپل شي.

ایمل ولي خان د مریم نواز د هغو دریځونو په غبرګون کې چې د خیبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت سره تړاو لري، پوښتنه کړې چې کله د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال «دولت» د افغان جهاد لپاره د بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو بوخت و، ایا د دغې ملي پالیسۍ پرېکړې خیبر پښتونخوا کولې؟

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ ولسوالۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د «سپاه صحابه پاکستان» ډله په جهنګ کې جوړه شوه، ایا جهنګ هغه مهال د خیبر پښتونخوا برخه وه؟

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم راغلي چې «سپاه صحابه پاکستان» په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. د راپور له مخې، وروسته له دې ډلې سره تړلې «لشکر جهنګوي» هم رامنځته شوه.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې کله له سپاه صحابه څخه «لشکر جهنګوي» رامنځته شوه، ایا دا د خیبر پښتونخوا د خلکو «جوړښت» و؟

هغه همداراز د پنجاب پر ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې کله دغو سیاستوالو له ممنوعه وسله‌والو ډلو له مشرانو سره انتخاباتي تفاهمونه کول، ایا په دغو پرېکړو کې د چارسدې خلکو کوم رول درلود؟

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې هم راغلي چې سپاه صحابه پاکستان په ۱۹۸۵ کال کې په جهنګ کې رامنځته شوه او وروسته ترې «لشکر جهنګوي» په ۱۹۹۰مو کلونو کې د وسله‌والې څانګې په توګه راووته. په دغه راپور کې د ځینو پنجاب مېشتو سیاستوالو او د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د انتخاباتي اړیکو ادعاوې هم شوې دي.

ایمل ولي خان ویلي، کله چې د پاکستان د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو د ملي امنیتي پالیسیو پایلې د پنجاب تر پولو ورسېدې، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې باید خیبر پښتونخوا د دغو ستونزو د اصلي ګواښ په توګه وبلل شي.

هغه ټینګار کړی چې د ناامنۍ په اړه باید د پاکستان د تېرې امنیتي تګلارې او د بېلابېلو سیمو د خلکو د ونډې ترمنځ توپیر وشي، او د یوې سیمې ټول خلک باید د هغو پرېکړو مسوول ونه بلل شي چې په ملي کچه شوې دي.

ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه له دې وړاندې هم څرګندونې کړې دي. د روان کال په جولای کې هغه له د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې او دواړو لورو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی و.

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.

ګوترېش ته د « امتیاز نښان» ورکول

په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلام‌اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.

ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ درېږو

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال ویلي، چې دغه سازمان د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ درېږي. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنو ته رسېدنه اړینه بللې ده.

انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې ملګري ملتونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ملاتړ کوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې امنیتي اقدامات هغه مهال ډېر اغېزمن او دوامدار وي، چې له نړیوال قانون، بشري حقونو او د قانون له حاکمیت سره سمون ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې پر افغانستان ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. خو پاکستان د ویډیوګانو په خپرولو سره ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یوازې وسله‌وال او د هغوی پټنځایونه په نښه شوي دي.

ګوترېش همداراز له افغان کډوالو څخه د څو لسیزو د کوربه‌توب له امله د پاکستان مننه وکړه او ویې ویل، چې د جګړو او بې‌ثباتۍ پر مهال میلیونونه افغانان دې هېواد ته پناه وړي او د پاکستان خلکو خپلې اسانتیاوې له هغوی سره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې ملګري ملتونه به له پاکستان سره همکاري وکړي، څو د کډوالو د ملاتړ اصول مراعات شي او افغانستان ته د افغانانو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ترسره شي.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. یو شمېر هغه کسان چې له پاکستانه ایستل شوي، لسګونه کاله یې په دغه هېواد کې ژوند کړی و.

د افغانستان په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې

د ګوترېش څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد پر یوه مهمه امنیتي اندېښنه بدل شوی دی.

اسلام‌اباد څو ځله طالبان تورن کړي چې تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورې پاکستان‌ضدې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستان همداراز ادعا کوي چې ځینې بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې هم د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د وسله‌والو ډلو په بریدونو کې څه باندې څلور زره او ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، چې له امله یې سرحدي نښتې رامنځته شوې او پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي.