پاریس په فرانسه کې د زدهکوونکو د اعتراضونو په تړاو د ایران سفیر احضار کړ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په فرانسه کې د زدهکوونکو د اعتراضونو په اړه د «ناسمو معلوماتو د خپرولو د کمپاین» په تړاو یې په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په فرانسه کې د زدهکوونکو د اعتراضونو په اړه د «ناسمو معلوماتو د خپرولو د کمپاین» په تړاو یې په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، ویلي چې ایراني سفیر ته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په رسمي حسابونو کې د خپرو شویو هغو مطالبو په اړه اعتراض کړی چې پاریس یې ناسم بولي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي حسابونو کې خپاره شوي «ناسم معلومات» د منلو وړ نه دي. د فرانسې چارواکو همداراز په تهران کې د فرانسې د سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضارول «بېاساسه» بللي او ویلي یې دي چې «دغه ډول پاروونکي اقدامات باید پای ته ورسېږي».
دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه کې د زدهکوونکو اعتراضونه په تېرو څو اوونیو کې پراخ شوي او د ښوونیز نظام د بودجې، د ښوونکو د کمښت، د درسي ټولګیو د ګڼېګوڼې او د ښوونځیو د خرابو ودانیو په اړه د اندېښنو له امله پیل شوي دي.
سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) له لکي مروت ولسوالۍ پیل کړ. دغه لاریون د پېښور متني سیمې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ماسپښین له درېیو بجو وروسته د خیبر په لور حرکت وکړي.
نوموړي د دره ادم خېل په بازار کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، دوی د هغه پالیسیو پر ضد درېږي چې د خیبر پښتونخوا او د خلکو پر ضد پلي کېږي. سهیل اپریدي وویل، دوی نه وېریږي او د هرې هغې تګلارې مخالفت به کوي چې د خلکو د وینې تویېدو لامل کېږي.
هغه حکومت تورن کړ، چې د عمران خان د درملنې او قانوني حقونو په اړه د محکمو پرېکړې نه عملي کوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د درملنې په اړه حکم صادر کړی؛ خو «ځینې ځواکمنې کړۍ» د محکمې پرېکړو ته درناوی نهکوي.
اپریدي وویل، عمران خان کوم جرم نهدی کړی او د پاکستان د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. هغه له خلکو غوښتي، چې د عمران خان په ملاتړ له لاریون سره یوځای شي.
نوموړي وویل: «دا یوازې د یوه ایالت موضوع نهده؛ بلکې د هر پاکستاني مسله ده». بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پیټيای د لاریون مخه ونه نیسي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې سولهییز احتجاج د ټولو سیاسي ګوندونو ډیموکراتیک حق دی او حکومت باید د تحریک انصاف د سولهییز لاریون په اړه د هغوی پر خبرو باور وکړي.
تحریکت انصاف ګوند په اسلاماباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
مولانا فضلالرحمان زیاته کړه، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او د هېواد ټول سیاسي ځواکونه باید د یوه ګډ ملي اجنډا لپاره کار وکړي.
د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس هم ویلي، چې پاکستان له سختو ستونزو سره مخ دی او سیاسي ګوندونه باید د هېواد د کړکېچونو د حل لپاره ګډ دریځ غوره کړي.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر ویلي، ګوند به خپل احتجاج په سولهییز ډول روان ساتي او تر هغې به دوام ورکړي چې اساسي قانوني غوښتنې یې ونه منل شي.
اسد قیصر ادعا کړې، چې په بند کې د عمران خان، د هغه د مېرمنې او خویندو د ساتلو ترڅنګ د ګوند تر ۲زره ډېر غړي هم په زندانونو کې دي. هغه همداراز فدرالي حکومت تورن کړی، چې خیبر پښتونخوا ته د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې مالي او اداري ونډه نه ورکوي او د امنیتي ستونزو په حل کې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي.
قیصر ټینګار کړی، چې پیټيای د پاکستان د پرمختګ مخالفه نهدی؛ بلکې غواړي هېواد د قانون، اساسي قانون او ولسي واکمنۍ پر اساس اداره شي.
د امریکا د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د بډاینې کچه په بې ساري ډول راټیټه کړي.
ونس څرګنده کړه، سره له دې چې واشنګټن ته لا هم روښانه نه ده چې په تهران کې د پرېکړو اصلي واک د چا په لاس کې دی، خو د جګړې د پای ته رسېدو او هوکړې ته د رسېدو لپاره د یورانیمو د پام وړ کمښت یوازینی شرط دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر د الاسکا له ټاکنیز سفر وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې واشنګټن د راتلونکي په اړه د تهران تشې ژمنې نه مني، بلکې عملي اقدام غواړي. هغه زیاته کړه، که د ایران چارواکي د اټومي وسلو د نه جوړولو اراده لري، نو د ۶۰ سلنه بډایه شویو تېلو تولید ته هېڅ اړتیا نه شته او د دغه ډول تېلو د جوړولو درول د خبرو اساسي چورلیز دی.
د نوموړي په وینا، امریکا د یوه جوړجاړي لپاره چمتو ده، خو تهران باید د اټومي پروګرام په برخه کې پرېکنده او ښکاره امتیازات ورکړي، ځکه دوی یوازې خبرې د عمل په بدل کې نه مني.
ونس د خپلو خبرو په دوام وویل، یو له اصلي خنډونو دا دی چې واشنګټن ته دا روښانه نه ده چې د ایران د نظام په کچه پرېکړې څنګه نیول کېږي. که څه هم د امریکا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچی سره په اړیکه کې دی، خو د مرستیال ولسمشر په وینا، لا هم مالومه نه ده چې د جګړې په پیل کې د رهبر علي خامنهيی له وژل کېدو وروسته دغو چارواکو ته څومره واک پاتې دی.
د دې څرګندونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا ادعاوې بېبنسټه وبللې او ویې ویل چې امریکایي لوري ته د تهران د پرېکړو بهیر ښه مالوم دی او اصلي ستونزه د واشنګټن په ضد او نقیض دریځونو کې نغښتې ده.
دغه اووه میاشتنۍ جګړه، چې امریکا ته میاشتنی شاوخوا ۳ میلیارده ډالره لګښت لري، د انرژۍ د نړیوالو بازارونو د لړزولو ترڅنګ د نومبر میاشتې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ او جمهوريپالو سیاسي فشارونه زیات کړي دي.
ونس د مهماتو د کمښت په اړه اندېښنې رد کړې او ویې ویل، که څه هم ایراني ځواکونه کله ناکله په تنګي هرمز کې سوداګریزې بېړۍ په نښه کوي، خو نه شي کولای د تېلو د لېږد مخه ونیسي. نوموړي په الاسکا کې د سناتور ډان سولیوان د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړ او د انرژۍ د لوړو بیو په منځ کې یې له رایې ورکوونکو وغوښتل چې د جګړې له امله له جمهوريپالو مخ ونه اړوي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلاماباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلاماباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.
زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمهییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.
طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.
په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.
د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.
د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلاماباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سولهییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.
ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مریلینډ ایالت په یوه وینا کې د ایران حکومت د منځني ختیځ «شریر او زورور» وباله، خو ویې ویل چې دغه حکومت اوس «نور دومره زورور نه دی».
ټرمپ وویل، د ایران په اړه د امریکا د اقداماتو موخه باید بشپړ شي او زیاته یې کړه چې واشنګټن به په دې اړه «ښه یا نهچندان ښه» لاره وټاکي. هغه وویل، ډېر ژر به څرګنده شي چې امریکا به دا موضوع په کومه لاره مخته یوسي.
د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې په روانو پوځي عملیاتو کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو رول مهم وباله او ویې ویل چې د امریکا سمندري ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې تهران اټومي وسلې ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی «عملاً قطعي» شوی دی.
ټرمپ ادعا وکړه چې د امریکا د سمندري ځواکونو د عملیاتو له امله د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا، د ایران هوايي ځواک له منځه تللی، سمندري ځواک یې له منځه تللی، رادارونه او هوايي دفاعي تجهیزات یې ویجاړ شوي او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید ظرفیت یې هم په پراخه کچه کم شوی دی.
هغه بیا ادعا وکړه چې د ایران ټولې ۱۵۹ بېړۍ د سمندر تل ته تللې دي. ټرمپ مخکې هم په خپلو ویناوو کې د ایران د ۱۵۹ بېړیو د له منځه وړلو ورته ادعا کړې ده.
ټرمپ د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد اقتصاد «ویجاړ» شوی او د هغه په وینا، ایران له داسې انفلاسیون سره مخ دی چې په نړۍ کې یې ورته بېلګه نشته.
هغه همداراز وویل چې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ایران لسګونه مشران له منځه تللي دي. ټرمپ وویل چې د ایران د حکومت د مشرتابه په اړه اوس «هیڅوک نه پوهېږي» چې دغه هېواد څوک اداره کوي، او زیاته یې کړه چې ښايي دا وضعیت «ښه» وي.
د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران موضوع باید ډېر پخوا هواره شوې وای او ادعا یې وکړه چې نورو هېوادونو او پخوانیو امریکايي ولسمشرانو باید له دې ستونزې سره مخکې چلند کړی وای. د هغه په وینا، د وخت په تېرېدو د ایران وضعیت لا خراب شوی دی.
ټرمپ همداراز پر هغو هېوادونو نیوکه وکړه چې د ایران په اړه د امریکا د اقداماتو ستاینه کوي، خو د ده په وینا، د پوځي هڅو په برخه کې له واشنګټن سره د مرستې لپاره د بېړیو لېږلو ته چمتو نه دي.
هغه وویل: «موږ د ټولې نړۍ بار پر اوږو اخلو» او زیاته یې کړه چې امریکا د خپل پوځي ځواک له امله داسې اقدامات ترسره کوي چې د ده په وینا، نور هېوادونه یې د ترسره کولو توان نه لري.
ټرمپ له دې مخکې هم د ایران د پوځي وړتیاوو د کمېدو ورته ادعاوې کړې دي. د سپټمبر په ۲۲مه یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې هغه وویل چې د «ایپک فیوري» عملیاتو له امله د ایران ټولې ۱۵۹ سمندري بېړۍ له منځه تللې، هوايي ځواک یې له منځه تللی او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید وړتیا یې نږدې له منځه تللې ده.
په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکي انډریو کورېبکو ویلي، که څه هم روسیه له طالبانو څخه د داعـ. ـش خراسان ډلې ځپل غواړي، خو بیا هم پر کابل واکمنو ته د مرګونو پوځي تجهیزاتو په ورکولو او پلورلو کې زړه نا زړه دي.
هغه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې مسکو اندېښنه لري دا ډول تجهیزات ښايي د افغانستان او پاکستان په روانه نااعلان شوې جګړه کې د اسلاماباد پر ضد وکارول شي او هغه نږدې اړیکې زیانمنې کړي چې مسکو په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره په سختۍ جوړې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت تایید کړې ده چې د دوی یوه جګپوړي پلاوي د روسیې په وروستیو «سنټر-۲۰۲۶» پراخو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی و، چیرته چې پر پرمختللو جګړو، ډرونونو او اتومات تجهیزاتو ډېر تمرکز شوی و او ولادیمیر پوتین هم د دغو مانورونو ننداره کړې وه. د هندي رسنۍ نیوز ۱۸ له لوري په دې اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې په دغو تمرینونو کې د کابل ګډون پاکستان ته یو پیغام دی.
هممهاله د افغانستان انټرنشنل موندنې په ډاګه کوي چې طالبانو د هند په مالي ملاتړ او د روسیې په تایید له بېلاروس څخه د ډرون الوتکو د پېرلو هڅې پیل کړې دي.
کورېبکو زیاتوي چې د پرمختللو روسی ډرونونو ترلاسه کول ښايي طالبانو ته توان ورکړي چې پاکستان ته زیات زیان ورسوي او اسلاماباد به په ځواب کې خپلو بریدونو ته لا زور ورکړي. د شنونکي په باور، که څه هم روسیه د داعش د ګواښونو له امله د استخباراتي او څارګرو ډرونونو ورکړې ته اړتیا ویني، خو هېڅ لېوالتیا نه لري چې د طالبانو له لارې له پاکستان سره نیابتي جګړې ته ننوځي یا هم دا تجهیزات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) لاس ته ورشي او له اسلاماباد سره یې اقتصادي او نفتي ګټې له منځه لاړې شي.
دا امریکایي شنونکی استدلال کوي چې پاکستان ښايي د خپلو لوېدیځو شریکانو تر اغېز لاندې د روسیې د دا ډول تجهیزاتو کارول د مسکو او ډیلي د ګډې دسیسې په توګه تعبیر کړي، نو ځکه روسیه هڅه کوي چې په احتیاط سره مخته ولاړه شي. خو که مسکو په دې نازکو شرایطو کې بیا هم طالبانو ته مرګونې وسلې ورکړي، دا به په ډاګه کړي چې روسیه د داعش د خراسان څانګې خطر دومره جدي بولي چې ان د اسلاماباد سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د خرابېدو خطر هم پر ځان مني.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د روسیې د ملي امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د امنیتي او سیاسي همکاریو او د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی. روسیې په سیمه کې د امنیتي ننګونو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ ساتلې دي او غواړي په سیمهییزو معادلو کې خپل فعال رول وپالي.
