• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال پېښور ته رسېدلي او نن خیبر ته روانېږي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۱

سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) له لکي مروت ولسوالۍ پیل کړ. دغه لاریون د پېښور متني سیمې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ماسپښین له درېیو بجو وروسته د خیبر په لور حرکت وکړي.

نوموړي د دره ادم خېل په بازار کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، دوی د هغه پالیسیو پر ضد درېږي چې د خیبر پښتونخوا او د خلکو پر ضد پلي کېږي. سهیل اپریدي وویل، دوی نه وېریږي او د هرې هغې تګلارې مخالفت به کوي چې د خلکو د وینې تویېدو لامل کېږي.
هغه حکومت تورن کړ، چې د عمران خان د درملنې او قانوني حقونو په اړه د محکمو پرېکړې نه عملي کوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د درملنې په اړه حکم صادر کړی؛ خو «ځینې ځواکمنې کړۍ» د محکمې پرېکړو ته درناوی نه‌کوي.
اپریدي وویل، عمران خان کوم جرم نه‌دی کړی او د پاکستان د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. هغه له خلکو غوښتي، چې د عمران خان په ملاتړ له لاریون سره یوځای شي.
نوموړي وویل: «دا یوازې د یوه ایالت موضوع نه‌ده؛ بلکې د هر پاکستاني مسله ده». بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل‌الرحمان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پی‌ټي‌ای د لاریون مخه ونه نیسي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې سوله‌ییز احتجاج د ټولو سیاسي ګوندونو ډیموکراتیک حق دی او حکومت باید د تحریک انصاف د سوله‌ییز لاریون په اړه د هغوی پر خبرو باور وکړي.
تحریکت انصاف ګوند په اسلام‌اباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړه، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او د هېواد ټول سیاسي ځواکونه باید د یوه ګډ ملي اجنډا لپاره کار وکړي.
د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس هم ویلي، چې پاکستان له سختو ستونزو سره مخ دی او سیاسي ګوندونه باید د هېواد د کړکېچونو د حل لپاره ګډ دریځ غوره کړي.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر ویلي، ګوند به خپل احتجاج په سوله‌ییز ډول روان ساتي او تر هغې به دوام ورکړي چې اساسي قانوني غوښتنې یې ونه منل شي.
اسد قیصر ادعا کړې، چې په بند کې د عمران خان، د هغه د مېرمنې او خویندو د ساتلو ترڅنګ د ګوند تر ۲زره ډېر غړي هم په زندانونو کې دي. هغه همداراز فدرالي حکومت تورن کړی، چې خیبر پښتونخوا ته د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې مالي او اداري ونډه نه ورکوي او د امنیتي ستونزو په حل کې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي.
قیصر ټینګار کړی، چې پی‌ټي‌ای د پاکستان د پرمختګ مخالفه نه‌دی؛ بلکې غواړي هېواد د قانون، اساسي قانون او ولسي واکمنۍ پر اساس اداره شي.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

•
•
•

نور خبرونه

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: د څلوېښت کلنې امنیتي پالیسۍ پایلې پر خیبر پښتونخوا مه اچوئ

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پنجاب پر اعلیٰ وزیرې مریم نواز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د تېرو څو لسیزو د امنیتي او افغان پالیسۍ پایلې باید پر خیبر پښتونخوا ونه تپل شي.

ایمل ولي خان د مریم نواز د هغو دریځونو په غبرګون کې چې د خیبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت سره تړاو لري، پوښتنه کړې چې کله د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال «دولت» د افغان جهاد لپاره د بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو بوخت و، ایا د دغې ملي پالیسۍ پرېکړې خیبر پښتونخوا کولې؟

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ ولسوالۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د «سپاه صحابه پاکستان» ډله په جهنګ کې جوړه شوه، ایا جهنګ هغه مهال د خیبر پښتونخوا برخه وه؟

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم راغلي چې «سپاه صحابه پاکستان» په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. د راپور له مخې، وروسته له دې ډلې سره تړلې «لشکر جهنګوي» هم رامنځته شوه.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې کله له سپاه صحابه څخه «لشکر جهنګوي» رامنځته شوه، ایا دا د خیبر پښتونخوا د خلکو «جوړښت» و؟

هغه همداراز د پنجاب پر ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې کله دغو سیاستوالو له ممنوعه وسله‌والو ډلو له مشرانو سره انتخاباتي تفاهمونه کول، ایا په دغو پرېکړو کې د چارسدې خلکو کوم رول درلود؟

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې هم راغلي چې سپاه صحابه پاکستان په ۱۹۸۵ کال کې په جهنګ کې رامنځته شوه او وروسته ترې «لشکر جهنګوي» په ۱۹۹۰مو کلونو کې د وسله‌والې څانګې په توګه راووته. په دغه راپور کې د ځینو پنجاب مېشتو سیاستوالو او د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د انتخاباتي اړیکو ادعاوې هم شوې دي.

ایمل ولي خان ویلي، کله چې د پاکستان د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو د ملي امنیتي پالیسیو پایلې د پنجاب تر پولو ورسېدې، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې باید خیبر پښتونخوا د دغو ستونزو د اصلي ګواښ په توګه وبلل شي.

هغه ټینګار کړی چې د ناامنۍ په اړه باید د پاکستان د تېرې امنیتي تګلارې او د بېلابېلو سیمو د خلکو د ونډې ترمنځ توپیر وشي، او د یوې سیمې ټول خلک باید د هغو پرېکړو مسوول ونه بلل شي چې په ملي کچه شوې دي.

ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه له دې وړاندې هم څرګندونې کړې دي. د روان کال په جولای کې هغه له د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې او دواړو لورو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی و.

د واشنګټن او تهران جګړه؛ د امریکا مرستیال ولسمشر وایي ایران باید د یورانیمو بډاینه کمه کړي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
100%

د امریکا د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د بډاینې کچه په بې ساري ډول راټیټه کړي.

ونس څرګنده کړه، سره له دې چې واشنګټن ته لا هم روښانه نه ده چې په تهران کې د پرېکړو اصلي واک د چا په لاس کې دی، خو د جګړې د پای ته رسېدو او هوکړې ته د رسېدو لپاره د یورانیمو د پام وړ کمښت یوازینی شرط دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر د الاسکا له ټاکنیز سفر وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې واشنګټن د راتلونکي په اړه د تهران تشې ژمنې نه مني، بلکې عملي اقدام غواړي. هغه زیاته کړه، که د ایران چارواکي د اټومي وسلو د نه جوړولو اراده لري، نو د ۶۰ سلنه بډایه شویو تېلو تولید ته هېڅ اړتیا نه شته او د دغه ډول تېلو د جوړولو درول د خبرو اساسي چورلیز دی.

د نوموړي په وینا، امریکا د یوه جوړجاړي لپاره چمتو ده، خو تهران باید د اټومي پروګرام په برخه کې پرېکنده او ښکاره امتیازات ورکړي، ځکه دوی یوازې خبرې د عمل په بدل کې نه مني.

ونس د خپلو خبرو په دوام وویل، یو له اصلي خنډونو دا دی چې واشنګټن ته دا روښانه نه ده چې د ایران د نظام په کچه پرېکړې څنګه نیول کېږي. که څه هم د امریکا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچی سره په اړیکه کې دی، خو د مرستیال ولسمشر په وینا، لا هم مالومه نه ده چې د جګړې په پیل کې د رهبر علي خامنه‌يی له وژل کېدو وروسته دغو چارواکو ته څومره واک پاتې دی.

د دې څرګندونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا ادعاوې بې‌بنسټه وبللې او ویې ویل چې امریکایي لوري ته د تهران د پرېکړو بهیر ښه مالوم دی او اصلي ستونزه د واشنګټن په ضد او نقیض دریځونو کې نغښتې ده.

دغه اووه میاشتنۍ جګړه، چې امریکا ته میاشتنی شاوخوا ۳ میلیارده ډالره لګښت لري، د انرژۍ د نړیوالو بازارونو د لړزولو ترڅنګ د نومبر میاشتې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ او جمهوري‌پالو سیاسي فشارونه زیات کړي دي.

ونس د مهماتو د کمښت په اړه اندېښنې رد کړې او ویې ویل، که څه هم ایراني ځواکونه کله ناکله په تنګي هرمز کې سوداګریزې بېړۍ په نښه کوي، خو نه شي کولای د تېلو د لېږد مخه ونیسي. نوموړي په الاسکا کې د سناتور ډان سولیوان د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړ او د انرژۍ د لوړو بیو په منځ کې یې له رایې ورکوونکو وغوښتل چې د جګړې له امله له جمهوري‌پالو مخ ونه اړوي.

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.

ګوترېش ته د « امتیاز نښان» ورکول

په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلام‌اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.

ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ: ایران نور په منځني ختیځ کې پخوانی ځواک نه لري

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مریلینډ ایالت په یوه وینا کې د ایران حکومت د منځني ختیځ «شریر او زورور» وباله، خو ویې ویل چې دغه حکومت اوس «نور دومره زورور نه دی».

ټرمپ وویل، د ایران په اړه د امریکا د اقداماتو موخه باید بشپړ شي او زیاته یې کړه چې واشنګټن به په دې اړه «ښه یا نه‌چندان ښه» لاره وټاکي. هغه وویل، ډېر ژر به څرګنده شي چې امریکا به دا موضوع په کومه لاره مخته یوسي.

د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې په روانو پوځي عملیاتو کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو رول مهم وباله او ویې ویل چې د امریکا سمندري ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې تهران اټومي وسلې ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی «عملاً قطعي» شوی دی.

ټرمپ ادعا وکړه چې د امریکا د سمندري ځواکونو د عملیاتو له امله د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا، د ایران هوايي ځواک له منځه تللی، سمندري ځواک یې له منځه تللی، رادارونه او هوايي دفاعي تجهیزات یې ویجاړ شوي او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید ظرفیت یې هم په پراخه کچه کم شوی دی.

هغه بیا ادعا وکړه چې د ایران ټولې ۱۵۹ بېړۍ د سمندر تل ته تللې دي. ټرمپ مخکې هم په خپلو ویناوو کې د ایران د ۱۵۹ بېړیو د له منځه وړلو ورته ادعا کړې ده.

ټرمپ د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد اقتصاد «ویجاړ» شوی او د هغه په وینا، ایران له داسې انفلاسیون سره مخ دی چې په نړۍ کې یې ورته بېلګه نشته.

هغه همداراز وویل چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ایران لسګونه مشران له منځه تللي دي. ټرمپ وویل چې د ایران د حکومت د مشرتابه په اړه اوس «هیڅوک نه پوهېږي» چې دغه هېواد څوک اداره کوي، او زیاته یې کړه چې ښايي دا وضعیت «ښه» وي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران موضوع باید ډېر پخوا هواره شوې وای او ادعا یې وکړه چې نورو هېوادونو او پخوانیو امریکايي ولسمشرانو باید له دې ستونزې سره مخکې چلند کړی وای. د هغه په وینا، د وخت په تېرېدو د ایران وضعیت لا خراب شوی دی.

ټرمپ همداراز پر هغو هېوادونو نیوکه وکړه چې د ایران په اړه د امریکا د اقداماتو ستاینه کوي، خو د ده په وینا، د پوځي هڅو په برخه کې له واشنګټن سره د مرستې لپاره د بېړیو لېږلو ته چمتو نه دي.

هغه وویل: «موږ د ټولې نړۍ بار پر اوږو اخلو» او زیاته یې کړه چې امریکا د خپل پوځي ځواک له امله داسې اقدامات ترسره کوي چې د ده په وینا، نور هېوادونه یې د ترسره کولو توان نه لري.

ټرمپ له دې مخکې هم د ایران د پوځي وړتیاوو د کمېدو ورته ادعاوې کړې دي. د سپټمبر په ۲۲مه یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې هغه وویل چې د «ایپک فیوري» عملیاتو له امله د ایران ټولې ۱۵۹ سمندري بېړۍ له منځه تللې، هوايي ځواک یې له منځه تللی او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید وړتیا یې نږدې له منځه تللې ده.