• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلخ طالب والي او د ترکیې سفیر د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه غږېدلي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱

بلخ کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې طالب والي یوسف وفا په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سادین ایلدز سره کتلي او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي. د دې کتنې پر مهال د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ او په ځانګړي ډول د بلخ ولایت او انقرې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وشو. په ترکیه کې افغان او په ځانګړې توګه بلخي سوداګرو ته د کاري اسانتیاوو برابرول او د هغوی د ستونزو حل د خبرو له مهمو ټکو څخه وو.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د هغو کسانو لپاره چې د درملنې په موخه بهر ته ځي، د اسانتیاوو په برابرولو مفصلې خبرې وکړې. د بلخ والي او د ترکیې سفیر افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ترکیې د ویزو د ورکړې د بهیر پر اسانه کولو او ګړندي کولو ټینګار وکړ، ترڅو خلک وکولای شي پر وخت خپلو روغتیایي او اقتصادي اړتیاوو ته ورسېږي.

په دې ناسته کې د اسلامي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ یو شمېر نورې سیمه‌ییزې موضوعات هم وڅېړل شول. طالبان چې په نړۍواله کچه سخت منزوي دي، د تعامل او ډېپلوماټیک اړیکو لپاره ورته یوازې د ګوتو په شمېر هېوادونه پاتې دي او پرته له روسیې یې نور هېڅوک په نړۍ کې په رسمیت نه پېژني.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په کابل، بلخ او بغلان کې د درېیو صنعتي پارکونو پلانونه منظور کړل

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په بلخ کې د «امام شقیق بلخي»، په کابل کې د «تمیم انصار» او بغلان کې د «قتیبه ابن سعید بغلاني» په نومونو د درېیو صنعتي پارکونو د پلانونو له منظورېدو او لاسلیک کېدو خبر ورکړ. خو پانګوال د برېښنا په ګډون د نورو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) ویلي، چې د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې په‌کې په پام کې نیول شوې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، د مېوو پروسس، د درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي‌وي‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به په‌کې ځای پر ځای شي.

د وزارت په وینا، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي، چې د کابل په بت‌خاک سیمه کې د «تمیم انصار» صنعتي پارک به په زر جریبه ځمکه کې په دوو فازونو کې د معیاري زون ‌بندۍ او پراختیايي اصولو په چوکاټ کې جوړ شي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې پارک کې ټولټال ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړونې، سپکو متفرقه صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس برخو ته ځانګړې شوې دي.

طالبانو همداراز زیاته کړې، چې د بغلان ولایت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه هم لاسلیک او منظور شوي دي. د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.

له دې ټولو سره سره پانګوال او سوداګر د کارخونو لپاره د ځمکو او برېښنا له کمښت او د پانګونو او د کارخونو لپاره د اومه موادو او همداراز د صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د لازمو همکاریو همکارۍ غوښتونکي دي.

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
100%

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په تدریجي ډول د تېلو بیو لوړېدو سخت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، طالبان نه‌دي توانېدلي چې په دغه موده کې د تېلو بیې مهار کړي.

محمد شریف چې د هرات - اسلام کلا بندر موټر چلوونکی دی وایي، د تېلو د بیو لوړېدو یې روزګار او کار و بار ټکنی کړی. نوموړی وایي، ترڅو میاشتو وړاندې د یو لیټر پټرولو بیه تر ۸۰ افغانیو ټیټه وه؛ خو اوس یې بیه تر ۹۵ افغانیو رسېدلې ده.
هغه وایي، هومره پیسې نه ګټي لکه څومره چې پر تېلو ترې لګېږي. د محمد شریف په وینا: «که وضعیت همداسې دوام وکړي د موټر چلولو تېرېږم، نه له خلکو سره ډېرې پیسې دي چې کرایه لوړه شي او نه مو هم د تېلو په پوره کولو وس رسېږي».
که څه هم په نړۍوال بازار کې د تېلو بیه تېره ورځ راټيټه شوې؛ خو په افغانستان کې د تېلو بیې د څو وروستیو اونیو پرتله لوړې شوې دي. له کندهار، هرات او کابل ولایتونو د افغانستان انټرنشنل پښتو د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ نن سې‌شنبه (د وږي ۳۱مه) په کابل کې د یو لیټر پټرولو بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې او د ډیزلو بیه نږدې ۸۰ افغانۍ ښودل شوې ده.
په هرات ولایت کې هم د یو لیټر غوره پټرولو بیه تر ۹۵ افغانیو او د ډیزلو بیه تر ۷۲ افغانیو رسېدلې ده او د (اېل پي جي) ګازو بیه هم ۶۵ افغانۍ ښودل شوې ده.
په کندهار ولایت کې بیا د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۵افغانۍ ښودل شوې.
د کندهار ښار اوسېدونکو په وینا، یو کیلو ګاز په شرکت کې ۶۲افغانۍ او په عام بازار کې تر ۶۵افغانۍ پلورل کېږي.
تېره اونۍ دغه بیې یوه اندازه ټیټې وې. په کابل کې تېره اوونۍ د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۹افغانۍ وه. په هرات کې هم یو لیټر پټرول تېره اوونۍ ۹۰ او ډیزل ۷۲ افغانۍ وو.
له کندهار نه هم د یو لیټر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ او ډیزل ۷۱ افغانۍ ښودل شوې ده.
د کابل ښار د میرویس میدان موټر چلوونکی شکېب احمد (مستعار نوم) وایي، چې د تېلو بیو لوړېدو د موټر چلوونکو پر کار هم منفي اغېز کړی او له دغه کار سره نه‌شي کولی خپله ۱۱کسیزه کورنۍ وچلوي.
د نوموړي په وینا، د موټر پر معمولي عوارضو دومره پیسې ترې لګېږي چې ځینې وخت هیڅ ګټه نه کوي. د تېلو د بیو لوړېدو په اړه شکېب احمد وایي، چې د موټړ د نورو لګښتونو نه زیات د تېلو د بیو لوړېدلو اندېښمن کړي.
هغه وایي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې عمري عدالت پلي کړی؛ خو دا څه ډول عدالت دی چې د عام ولس د ستونزو د حل غم ورسره نه‌شته. هغه وایي، له څو میاشتو راهیسې د تېلو بیې هره اونۍ په لوړېدو دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي د ژمي په را رسېدو به د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې شي.

اقتصادي شنونکي وایي، د افغانستان په بازار کې د نړۍ د تېلو بیې هومره اغېز ځکه نه‌شي کولی چې افغانستان له فارس خلیج څخه تېل نه صادروی. فرید فرهنګ د اقتصادي چارو شنونکی وایي، چې افغانستان ته خالص یا د لوړ کیفیت لرونکي تېل نه راځي؛ ځکه د دغه تېلو بیې لوړې دي او د افغانستان بازار یې د پلور لپاره مناسب نه‌دی.
ځینې نور شنونکي بیا وایي، د طالبانو کمزوری مدیریت او د سوداګرو له‌خوا یو ډول احتکاري چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیه له کنټروله ووځي.
فرید فرهنګ همداراز وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کولی شي په مستقیمه توګه له روسیې تېل وارد کړي او په مستقیمه توګه یې پر خلکو ووېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (د وږي په ۳۰مه) د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې ټیټې ښودل شوې وې او لامل یې هم تر ډېره برېده د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو زیاتېدل ښودل شوي وو.
د بازار د تازه معلوماتو له مخې، د برنېټ خامو تېلو بیه ۱.۲۵ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۲ ډالرو او ۵۷ سېنټو ته رسېدلې ده. د وېسټ ټېکساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم ۱.۵۳ سلنه کمه شوې او هر بېرل یې په ۹۸ ډالرو او ۷۷ سېنټو پلورل شوی دی. د برنېټ خامو تېلو بیې تېره اوونۍ هم ټېټې شوې وې.

د تېلو په نړۍوال بازار کې د بیو له راټېټېدو سربېره د افغانستان په بازارونو کې د تېلو لوړو بیو خلک داسې مهال اندېښمن کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد تر نیمایي ډېر وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
خو د خلکو په وینا، طالبانو د تېلو د بیو کنټرول لپاره کوم ځانګړي اقدامات نه‌دي ترسره کړي او د تېلو بیې په تېرو څو میاشتو کې له شاوخوا ۷۰ افغانیو تر ۹۰ افغانیو لوړې شوې دي.
وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي؛ خو د خلکو په وینا په عملي توګه په دې برخه کې د طالبانو د کوم اقدام څرک نه لیدل کېږي.

د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره، افغان پیاز د بلوچستان له غیررسمي لارو پاکستان ته رسېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره سره، د کوټې د سبزۍ منډۍ یو سوداګر وایي چې افغان پیاز لا هم د بلوچستان له بېلابېلو غیررسمي لارو پاکستان ته انتقالېږي او د دغه هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

د کوټې د سبزۍ منډۍ سوداګر عبدالله افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته وویل، افغان پیاز د توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او ګردي ځنګل له لارو کوټې ته راوړل کېږي او له دې ځایه د پاکستان نورو منډیو ته لېږدول کېږي.

د عبدالله په وینا، د افغان پیازو په راتګ سره د کوټې په بازار کې د پیازو بیې راټیټې شوې دي.

عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي.

د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني.

هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته رسېدل. د نوموړي په وینا، له دې سوداګرۍ به د پاکستان سوداګرو او هم د افغانستان سوداګرو او کروندګرو ګټه ترلاسه کوله.

عبدالله وايي، که څه هم اوس افغان پیاز کوټې ته راځي، خو سوداګر پخوانۍ ګټه نه شي ترلاسه کولی، ځکه د غیر رسمي لارو له امله لګښتونه زیات شوي او د پیازو د واردېدو کچه هم کمه شوې ده.

نوموړی وايي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه وه، د کوټې سوداګرو به د پیازو د فصل تر رسېدو مخکې له افغان کروندګرو سره قراردادونه کول او په دې توګه به پیاز پر وخت منډۍ ته رسېدل.

عبدالله وايي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي، ځکه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېر خلک له کرنې او کروندګرۍ سره تړلي او کرنیز کاروبار د سیمې د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده.

د هغه په وینا، که سوداګري همداسې بنده پاتې شي، ډېر خلک به زیانمن شي.

عبدالله وايي، د افغانستان سبزیجات د کوټې د سبزۍ منډۍ د سوداګرۍ مهمه برخه وه او ګڼ ځايي خلک له دې کاروبار سره تړلي وو، خو اوس دغه شمېر راټیټ شوی دی.

هغه زیاتوي چې پخوا به له افغانستان، نه یوازې پیاز، بلکې انار، انګور او خټکي هم په لویه کچه کوټې ته راوړل کېدل.

عبدالله وايي، د شوراوک خټکي او د کندهار انار په پاکستاني بازارونو کې مشهور وو او اوس هم د پاکستان د نورو ایالتونو سوداګر د دغو مېوو غوښتنه کوي.

خو د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې له لارې د سوداګرۍ د بندېدو له امله د کوټې سوداګر دغه غوښتنه نه شي پوره کولی.
عبدالله وویل چې دا وضعیت د دوی لپاره نه یوازې د مالي زیان لامل شوی، بلکې د افغانستان له مېوو او سبزیجاتو سره د پخوانۍ سوداګرۍ پر بندېدو خواشیني هم دي.

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران په دوغارون پوله کې زرګونه باروړونکي موټر افغانستان ته د اوښتلو په تمه ولاړ دي. افغان موټرچلوونکي وايي، د اوږده انتظار ترڅنګ د پارکینګ لوړو بیو، د ویزې ستونزو، د تشناب او حمام نشتوالي، د سون‌توکو محدودیتونو او امنیتي خطرونو یې ژوند او اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.

ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.

د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.

د هغه په وینا، هره ورځ د موټر د پارکینګ لپاره شاوخوا ۵۵۰ زره ایراني تومان ورکوي او د شپې د پاتې کېدو او خوراک لپاره هم اضافي لګښتونه پرې کوي.

هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.

دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.

د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.

100%

د نوبت ځنډنی سیستم

د دوغارون د ستونزو یوه مهمه برخه د موټرو د تېرېدو د نوبت سیستم دی.

د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.

دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.

یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.

د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.

د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.

بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سون‌توکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سون‌توکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.

ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي

په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.

ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.

100%

د تایباد ولسوال د ستونزې یوه مهمه برخه د دوغارون سیمې او حکومتي ادارو ترمنځ د مسوولیت په وېش کې ابهام بولي، خو د دې ټولو ادارو د کمکاریو له امله تر ټولو ډېر زیان هغه څوک ویني چې موټر ته ناست دي.

د دوغارون د ترمینل د مسوول په وینا، شاوخوا ۶۱۷۹ باروړونکي وسایط په دوو ترمینلونو کې درېدلي او یوازې د دوغارون په دوو پارکینګونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ موټر ولاړ دي.

د طالبانو د امارتي شرکتونو یوه پلاوي په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې د تېلو د قراردادونو او شته ستونزو د اواري په اړه خبرې کړې دي، خو ددغو خبرو اترو جزئیات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

ریچارډ لینډسي د افغانستان د سوداګرۍ او له پاکستان سره د تړلو لارو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په انلاین غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړلې پاتې کېدو او پر افغان بازارونو د دغه وضعیت د اغېزو په اړه پوښتنې مطرح کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د سې‌شنبې په ماښام (د وږي ۲۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رييس، مرستیالانو او د مدیره پلاوي له غړو سره په انلاین ډول وکتل.

په دې انلاین کتنه د افغانستان د خصوصي سکټور د وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو، بانکي او مالي ستونزو، سیمه‌ییزو تحولاتو، ترانزیټي لارو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل پاتې کېدو، سیمه‌ییزو تحولاتو، جګړو او همداراز بانکي او ترانزیټي ستونزو له امله پر افغان بازارونو د دغو وضعیتونو د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې مطرح کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سید کریم هاشمي د یادو پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د افغانستان خصوصي سکټور سره له دې، چې له سختو شرایطو او پرله‌پسې سیمه‌ییزو بحرانونو سره مخ دی د هڅو، نوښتونو او اغېزناک مدیریت له لارې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر او د بازارونو اساسي اړتیاوو د تأمین لړۍ جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړه: «د محدودیتونو له رامنځته کېدو او د ځینو سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته خصوصي سکټور له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ نوي تدابېر نیولي او د اکمالاتي ځنځیر د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره یې بدیلې لارې او سرچینې فعالې کړې دي».

نوموړي زیاته کړه، چې افغان سوداګرو د درملو، اړینو توکو او د هېواد د نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هند څخه د چابهار بندر او همدارنګه د بندرعباس له لارې خپل واردات پراخ کړل، خو په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له رامنځته کېدو او دغو لارو ته د ګواښونو له زیاتېدو سره خصوصي سکټور بیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو لکه ازبکستان، قرغېزستان، تاجکستان، قزاقستان او د چین له لارې یې بدیلې لارې لا ډېرې وکارولې.

هغه د نفتي موادو له اړخه ننګونو ته هم په اشارې سره وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې او د نفتي ساحو او چاڼخونو د زیان‌منېدو له امله د سیمې د انرژۍ بازار له ستونزو او فشارونو سره مخ شوی او زیاته یې کړه: «د سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بیو لوړېدل ممکن رامنځته شي، خو اساسي موضوع دا ده، چې افغانستان د پټرول، ډیزل او ګازو له جدي کمښت او د عرضې له بشپړ بندښت سره نه‌دی مخ شوی».

د خبرپاڼې له‌مخې، بریتانوي لوري د سیمه‌ییزو ستونزو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د دغو ننګونو د مدیریت او په افغانستان کې د توکو د اکمالاتو بهیر په تړاو له خپلې څارنې خبر ورکړ.

دغې خونې د یادې غونډې په پای کې د بریتانیې سوداګریزو خونو، سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د امام ابوحنیفه رح په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان له تولیداتو، ظرفیتونو او سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو سره بلد شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو او ان د یو بل پر پلازمینو له بریدونو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او طالبانو په یوه بې‌ساري ګام کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري هم درولې ده.