د نړۍوالو روغتیايي بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانستان د رواني روغتیا له پراخې اړتیا او د متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. په کندهار کې درېیو ډاکټرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، موسسو او نورو بنسټونو کې د رواني روغتیا د مشورې ورکولو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.
د دغه ډاکټرانو په وینا، په دولتي روغتونونو کې د رواني روغتیا د مشاورینو ځینې بستونه هم لغوه شوي او له اړوندو کارکوونکو غوښتل شوي چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه ودروي.
دغه ډاکټران د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د طالبانو تر واک لاندې دامهال ګڼ ځوانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې په رواني ستونزو اخته شوې دي چې دوی یې لامل د طالبانو لهخوا ټولنیز محدودیتونه، بېکاري، د کورنیو پراخې اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زدهکړو او کار بندیزونه او ناروښانه راتلونکی یادوي.
سرچینو ویلي، د رواني روغتیا پر فعالیتونو تر بندیز وروسته په تېرو دوو کلونو کې یوازې په کندهار کې د دوو ښځو په ګډون شاوخوا ۸ کسانو ځان وژنه کړې. دغه ډاکټران وايي، که څه هم طالبانو د دغه پېښو انګېزه تر ډېره کورنۍ ستونزې او شخصي مسایل ګڼلي؛ خو دغه ډول پېښې د رواني زیان له امله رامنځته کېږي.
په کندهار کې یادو روغتیايي سرچینو ویلي، د مراجعینو ډېره برخه یې هغه ځوانان وو چې اوسمهال بېکاره شوي، له بندیزونو سره مخ او کورنۍ اقتصادي ستونزې یې لرلې.
د دوی په خبره، د مراجعینو درېیمه برخه یې ښځې او نجونې وې چې د عصبي او رواني ناروغیو له کبله ورته راتللې. سرچینې وایي، طالبان له تېرو دوو کلونو څخه پر دې برخه د بندیزونو هڅه کوي؛ خو په دې وروستیو کې یې محدودیتونه جدي کړي دي.
افغانستان له څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ، کډوالۍ، کورنیو ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دی. روغتیا پالان وایي، دغه لاملونه د رواني روغتیا پر وضعیت اغېز کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵کال د مئ په یوه راپور کې ویلي و، چې د دغه سازمان په ملاتړ د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې د رواني روغتیا شل بستریز مرکز جوړ شوی و. په همدې راپور کې ویل شوي و، چې د هېواد د ۳۴ ولایتي روغتونونو ډېری لاهم ځانګړي رواني روغتیايي خدمات نهلري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې هم په کندهار کې یو وار د طالبانو د علماوو شورا د رواني ـ ټولنیزو مشورو د خدماتو د بندولو پرېکړه کړې وه. طالبانو د رواني روغتیا د مشورو د فعالیتونو د محدودولو لپاره تراوسه کوم ښکاره دلیل نهدی وړاندې کړی.
رواني روغتیايي مشورې د خپګان، اضطراب، رواني زیان، کورنیو ستونزو او نورو رواني ـ ټولنیزو فشارونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره مهم رول لري. د دغه خدماتو محدودېدل په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره ستونزې جوړولای شي چې د شخصي درملنې لګښت نهشي ورکولای.
روغتیا پالان د ښځو او نجونو لپاره د رواني روغتیا خدماتو ته لاسرسی تر ټولو مهم ګڼي. د دوی په خبره، د زدهکړو محدودیتونه، بېکاري، کورني او ټولنیز فشارونه او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي خنډونه د هغوی پر رواني وضعیت اغېز کولای شي.
روغتیاپالان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رواني روغتیا اړتیاوې پراخې یادوي. د دوی په خبره، د شته خدماتو محدودول د هغه خلکو لپاره د مرستې موندل لا ستونزمنولای شي چې رواني ملاتړ ته اړتیا لري.