راپور زیاتوي، چې د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې جبري کار او جنسي ګټه اخیستنه هم شته او طالبان د دغه جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات نهدي کړي.
په راپور کې راغلي، چې د ارزول شوې مودې پرمهال د ماشومانو جلبول او په جګړهییزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه او همدارنګه د «بچهبازۍ» په نوم د هلکانو جنسي استثمار دوام درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د انساني قاچاق د عاملانو د څېړنې، قضايي څار او محکومولو هېڅ راپور نهدی ورکړی. همدارنګه، د یادو جرمونو د قربانیانو پېژندلو او ملاتړ په اړه یې هم کوم راپور نهدی وړاندې کړی.
د طالبانو نوی قانون؛ هغه سزاوې چې کافي نهدي بلل شوې
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده شاوخوا دوه کاله وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره انساني قاچاق منع کړ او د دغه ډول قضیو د څېړلو غوښتنه یې وکړه. د راپور له مخې، په دغه فرمان کې انساني قاچاق منع شوی او د دغه جرم د لومړي ځل او بیا تکرار په صورت کې له یوه تر درېیو کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې د طالبانو ادارې د انساني قاچاق د لهمنځه وړلو لپاره لږ تر لږه اړین معیارونه هم نه پلي کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه فرمان کې د انساني قاچاق روښانه تعریف نهدی وړاندې شوی او ټاکل شوې سزاوې یې هم په کافي اندازه د مخنیوي وړ نهدي.
په راپور کې راغلي، چې د فرمان ځینې مادې په ضمني ډول د غلامۍ اړوند مفاهیم په رسمیت پېژني. حقوق پوهانو هم د روښانه تعریفونو نشتوالي، د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق یو ډول ګڼلو، د مدافع وکیلانو لپاره د څرګند خوندیتوب نشتوالي او د کافي تضمینونو له نشتوالي سره، سره پر اعترافونو د تکیې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ماشومانو د جلبولو دوام او د «بچهبازۍ» مسله
په راپور کې ویل شوي، چې طالبان او نورې وسلهوالې ډلې لاهم ماشومان په ناقانونه توګه په جګړهییزو او ملاتړو دندو کې کاروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبان د ماشومانو د جلبولو لپاره له زور او دوکې کار اخلي او ځینې ماشومان په افغانستان او پاکستان کې له جهادي مدرسو جذبوي.
په راپور کې راغلي، چې داعش خراسان او د مقاومت جبهې په څېر ډلې هم ماشومان په مستقیمو جګړو، د چاودېدونکو توکو په لېږد او ځای پر ځای کولو، د وسلو په لېږد، جاسوسۍ او د اډو په ساتنه کې کاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وايي، چې د «بچهبازۍ» د رسمي منع کېدو سربېره دا مسله لاهم دوام لري او څارونکو په دې کار کې د طالبانو د غړو د ښکېلتیا موارد راپور کړي دي. په دې مسله کې هلکان چې د قربانیانو عمرونه یې تر ډېره له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې وي، د جنسي ګټې اخیستنې او ساعتتېرۍ لپاره ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
د راپور له مخې، طالبانو د «بچهبازۍ» د قربانیانو د ملاتړ یا د یادې مسلې د پای ته رسولو لپاره اغېزمنې هڅې نهدي کړې.
د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره د کافي ملاتړ نشتوالی
په راپور کې راغلي، چې طالبانو د انساني قاچاق د قربانیانو پېژندلو یا هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو هېڅ پېښه نهده راپور کړې. همدارنګه د قربانیانو د پېژندلو او ملاتړو مرکزونو ته د هغوی د ورپېژندلو لپاره منظم او اغېزناک مېکانیزمونه هم نهشته.
د راپور له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د انساني قاچاق احتمالي قربانیانو په ګډون له هغو ماشومانو چې په واټونو کې سوال کوي، د قاچاق د نښو له څېړلو پرته نیسي. ځینې ماشومان چې د قاچاق قربانیان دي، د توقیف په مرکزونو کې له لویانو سره ساتل کېږي او د جبري کار، فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو لهخوا پر نادولتي موسسو محدودیتونه، په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار بندیز او د محرم نهلرلو له امله د ښځینه کارکوونکو نیول د قربانیانو لپاره د ملاتړ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي دي. د مالي سرچینو کمښت او د قربانیانو لپاره د ځانګړو مرکزونو نشتوالی هم په دې برخه کې له مهمو ستونزو ګڼل شوي دي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د طالبانو لهخوا د هغو کړنو لپاره بدني سزاوې چې دوی یې اخلاقي سرغړونې بولي، لکه له واده بهر جنسي اړیکې، ښايي د جنسي قاچاق قربانیان د ناوړه ګټې اخیستنې تر راپور ورکولو وړاندې ونیسي. د راپور له مخې، دغه قربانیان ښايي د هغه کړنو له امله سزا وویني چې د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې په پایله کې پرې تپل شوې وي.
خو په راپور کې د یوه نړۍوال سازمان په مرسته د طالبانو له لیکو څخه د ۵۸ ماشومانو خوشې کېدو ته هم اشاره شوې ده. دغه سازمان له طالبانو سره تر خبرو وروسته د ماشومانو د خوشې کېدو زمینه برابره کړې ده.
د ښځو، ماشومانو او کډوالو د زیانمنېدو لوړ ګواښ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر ښځې، نارینه او ماشومان له جبري کار، د پورونو له امله له غلامۍ او جنسي ګټې اخیستنې سره مخ دي. د راپور له مخې، د افغانستان دننه انساني قاچاق د پولو هاخوا انساني قاچاق پرتله ډېر عام دی.
په راپور کې راغلي، چې ماشومان د غالیو اوبدلو، خښتو بټیو، کورنیو کارونو، کرنې، کانکېندنې، ودانیزو چارو، سوالګرۍ، د بار وړونکو موټرو چلولو او د نشهيي توکو او وسلو قاچاق په برخو کې ترې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کارول کېږي. راپور زیاتوي، چې ځینې بېوزله یا پوروړې کورنۍ خپل ماشومان قاچاق کوونکو ته پلوري او یا هم خپلې کمعمره لوڼې د پیسو په بدل کې ودوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ښځو او نجونو پر تګراتګ، زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د هغوی د زیانمنېدو ګواښ زیات کړی دی. هغه ښځې، نجونې او کورنۍ چې له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي، کورني بېځایه شوي کسان او هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې اړیکې لرلې، هم له پراخو ګواښونو سره مخ دي.
د مخنیوي لپاره د اغېزناکه اقداماتو نشتوالی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو ادارې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزناک اقدامات نهدي ترسره کړي. د راپور له مخې، اړوندو ادارو نه د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره د بېلابېلو ادارو ګډ کاري پلاوی درلود او نه یې په دې برخه کې ملي کاري پلان په اغېزناکه توګه پلي کړی دی.
راپور زیاتوي، چې طالبانو د راپور ورکولو په مخکینۍ دوره کې د یوه فرمان په صادرولو سره د شریعت له مخې انساني قاچاق ناقانونه اعلان کړی و او اړوندو ادارو ته یې د همغږۍ، څېړنې او عامه پوهاوي سپارښتنه کړې وه؛ خو د دغه اقداماتو د عملي کېدو په اړه یې کوم راپور نهدی وړاندې کړی. همدارنګه، د ماشومانو د ناقانونه جلبولو د مخنیوي یا د سوداګریزې جنسي ګټې اخیستنې د تقاضا کمولو لپاره یې هم اغېزناک ګامونه نهدي اخیستي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د طالبانو لهخوا د ښځو او لږکیو د حقونو محدودول او د نادولتي موسسو د فعالیتونو مخنیوی داسې شرایط رامنځته کوي چې د زیانمنونکو ډلو د ګټې اخیستنې ګواښ زیاتوي او د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ پر وړاندې خنډونه جوړوي.