• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرغون بهیر طالبانو ته: د راتلونکې لپاره زموږ نسخه اساسي قانون او پر ولسي ارادې باور دی

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۳۶ GMT+۱

زرغون بهیر ویلي، د هېواد د ژغورنې او راتلونکې لپاره د دوی نسخه اساسي قانون او په پرېکړو کې د خلکو رښتینې ونډه ده. دا څرګندونې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر نورالله نوري هغې پوښتنې ته په ځواب کې دي چې د مخالفانو د تګلارې په اړه یې مطرح کړې وه.

زرغون بهیر د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) په خپله خبرپاڼه کې روښانه کړې، چې د دوی حل‌لاره د خلکو ټولیز شعور ته درناوی، د تعصب او ناپوهۍ ردول او د لویې جرګې، ټولپوښتنې یا رڼو ټاکنو له لارې د ولس ارادې او رایو ته بېرته ستنېدل دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا نسخه په حقیقت کې د ټول افغان ملت غوښتنه او لاره ده.

دغه سیاسي بهیر د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له انزوا او بدمرغۍ پرته بل هېڅ نه‌دي رسېدلي او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو واکمني نامشروع ده او د دوی د ادارې له پرځېدو وروسته به خلک د اساسي قانون او ملي تګلارې تر چتر لاندې راټول شي.

دا غبرګون وروسته له هغې دی، چې د طالبانو وزیر نورالله نوري په خپلو وروستیو څرګندونو کې له مخالفانو د پوښتنې په توګه مطرح کړې وه، چې د هېواد د اداره کولو او راتلونکي لپاره د دوی بدیله نسخه څه ده؟

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په جوړښتي او حکومتي چارو کې پراخ بدلونونه راغلي او د دې ډلې مشر په دولتي ادارو کې د «ملي» کلیمې پر ځای د «عمومي» کارولو امر کړی دی. همدارنګه په هېواد کې پر مدني ازادیو او سیاسي مشارکت سخت محدودیتونه دوام لري او سیاسي بهیرونه پر طالبانو د ټولشموله حکومت د نشتوالي او فردي تصامیمو له امله نیوکې لري.

ډېر لیدل شوي

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی
۱

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۲

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۳
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۴

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۵
روغتیا او ژوند

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

•
•
•

نور خبرونه

د نوبل د سولې جایزې سږنۍ ګټونکې د افغان ښځو د حقونو یوه ملاتړې هم ده

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده. نوموړې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او خپلو لیکنو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د ملاتړ د یوې ادارې د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده.

ناوانېتم ناوي پېلای د سویلي افریقا ۸۵ کلنه حقوقپوهه او قاضۍ ده، چې د خپل ژوند څو لسیزې یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړې تر دې مخکې د روانډا لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره پاتې شوې ده.

مېرمن پیلای د بشري حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې ترڅنګ، د افغان ښځو له ملاتړو څخه هم ده. هغې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې او د سولې په بهیر کې د هغوی پر رښتینې او اغېزناکې ونډې ټینګار کړی دی.

ناوانېتم پیلای له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه د خپلې دندې پر مهال، څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د افغان ښځو د حقونو د دفاع پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال هم د بشري حقونو او د افغان ښځو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی او د هغو ګواښونو په اړه یې خبرداری ورکړی وو، چې دغه لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ کولې.

د نوبل د سولې جایزې دې ګټونکې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د افغان ښځو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

100%

ناوانېتم پیلای د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په خپله خپره کړې یوه لیکنه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، د هغوی وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او د «جنسیتي اپارتاید» د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغې په دې لیکنه کې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه، د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو ګوښه کول د تبعیض بېلګې بللې دي.

مېرمن پیلای لیکلي: «طالبانو یو سخت ځپوونکی نظام رامنځته کړی چې ښځې یې نږدې په بشپړه توګه له عامه ډګرونو او د بحث او خبرو اترو له فضا څخه لرې کړي او دا وضعیت ډېر خواشینوونکی دی».

مېرمن پیلای د «افغانستان لپاره د ښځو د مجمع» د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده. د دې مجمع بنسټ‌اېښودونکې اصیلا وردګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناوانېتم پیلای د دې بنسټ په جوړولو کې مهم رول درلود او له کلونو راهیسې یې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هڅې کړې دي.

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د نړیوال عدالت او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو بې‌ساری برید بللی دی. دغې محکمې د ۴ طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د ملاتړو په وینا، موخه یې د امریکایي او اسراییلي چارواکو ژغورل او د عدالت غوښتنې د بهیر کمزوري کول دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولویون وویل، چې د امریکا دا اقدام نه یوازې خپله محکمه بلکې له فلسطین څخه نیولې تر اوکراین، میانمار، سوډان او افغانستان پورې د ټولو سرغړونو د قربانیانو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان لوړپوړې چارواکې اریکا ګویوارا روزاس ټینګار کړی، چې د ټرمپ بندیزونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د منحلولو او د هغې د منزوي کولو لپاره طرحه شوي او زیاته یې کړه، چې د نړۍ هېوادونه باید د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او جدي عملي ګامونه پورته کړي.

د امریکا له لوري دغه نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خپل اقدامات ګړندي کړي او تر اوسه یې د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې په واک کې دي، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

له دې وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۹مه صادر کړي او د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه یې علني کړل.

دا څلور طالب چارواکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د پراخ جنسیتي تبعیض، ځورونې او د بشریت ضد جرمونو په پلانولو او عملي کولو تورن شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې د پرېکړې له مخې، دغو طالب مشرانو د زده‌کړې د مخنیوي ترڅنګ د ښځو اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کړي او پر افغان ولس د هغوی تپل شوي سیاستونه د شکنجه کولو، نیولو او جبري ورکېدو لامل شوي دي.

د امریکا دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ترڅنګ د اروپا کمیسیون او لږ تر لږه لسو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د محکمې پر خپلواکۍ او د عدالت پر تامین ټینګار کړی دی. د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه د هغو نړیوالو هڅو مخه نیسي چې غواړي د جنګي جنایتونو، نسل‌‌وژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو عاملین، که هغه په هر موقف او قدرت کې وي، عدالت ته راکش کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم پر دغه بنسټ د امریکا له لوري لګول شوي نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د عدالت پر وړاندې ښکاره خنډ بللی دی. د محکمې مشرې توموکو اکانه څرګنده کړې، چې دا ډول فشارونه به د دوی پر کړنو هېڅ اغېز ونه‌کړي او محکمه به په پوره بې‌پرې او خپلواکه توګه د درنو جرمونو د قربانیانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

شهاب‌الدین دلاور: مخالفان هېڅ نه‌شي کولای او مذاکرات نه ورسره کوو

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱
100%

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب‌الدین دلاور د طالب ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره یاد کړ او په تلویحي ډول یې پرې وسله‌‌وال مخالفان وګواښل. دلاور د مخکیني ولسمشر غني په اړه وویل، هېواد ته د ستنېدو لپاره رسمي بلنه نه‌ورکوي، خو که په خپله خوښه راستون شي «خوندي» به وي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون مشر د کابل له یوې ځایي رسنۍ سره د مرکې پر مهال چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) خپره شوې وویل، چې له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې طالبانو د «نوي اسلامي دولت» د جوړولو ژمنه کړې وه. د ده په وینا، د دوی اوسنی حکومت د همدې ژمنې تطبیق دی، ځکه په خبره یې هم نوی او هم «اسلامي حکومت» یې رامنځته کړی دی.

شهاب الدین دلاور دا هم وویل، چې د طالبانو په څه باندې ۵ کلنه واکمنۍ کې د تېر جمهوري نظام تر یو نیم زرو پورې لوړپوړي چارواکي له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي او د ده په ادعا، له هیڅ ډول ستونزې سره نه‌دي مخ شوي.

هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله یادونه هم وکړه، چې په خبره یې کابل کې «خوندي» ژوند لري.

د حامد کرزي او عبدالله په اړه دا یادونه په داسې مهال بیا د یوه طالب چارواکي له لوري کیږي، چې پر هغوی د ورځ تر بلې زیاتیدونکو قیوداتو خبرونه زیات شوي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو پر ضد ګڼې وسله‌والې جبهې کابو هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي، خو دغه طالب چارواکی د دوی د نظام د مخکښو مخالفانو شمېر تر ۲۵ تنو بولي او ټينګار لري، چې دوی له خپلو مخالفانو سره د مذاکراتو اړتیا نه ویني.

دلاور څرګنده کړې، چې د دوی مخالفانو د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال، نه د دوی د جنګیالیو پر وړاندې څه وکړای شول او نه یې د ادعا له مخې، اوس د دوی پر وړاندې څه کولای شي.

د طالبانو د تماس کمېسیون مشر دغه راز له خپلو مخالفانو سره مذاکراتو ته غاړه اېښودل، هغوی ته د «حیثیت او رسمیت» ورکولو معادل وګڼل؛ هغه څه چې په وینا یې، دوی یې نه‌شي کولای.

شهاب الدین دلاور زیاته کړه: «دوی هېڅ نه‌شي کولای، چې دا ۲۰ کاله یې زموږ د مجاهدینو په مقابل کې څه ونه‌کړای شول، بیا یې هم نه‌شي کولای. سهي ده شهیدان به وشي، افغانستان به څه ناڅه خراب شي، خو دوی به هېڅکله دا ارمان ته ونه‌رسیږي چې هغسې خودسري شروع کړي او هغسې ملوک الطوایفي شروع کړي».

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې عمومي مشر یې ملا هبت‌الله ورته له ځینو کسانو سره هېواد ته د ستنېدو لپاره د ټیلېفوني اړیکو او خبرو سپارښتنه کړې وه، خو دوی چا ته د ستنېدو د بلنې ډېره اړتیا نه‌ویني.

دلاور څرګنده کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني په ګډون ټول بهر مېشتي افغانان له کومې بلنې پرته هېواد ته خپله را ستنېدای شي او دوی د «خوندیتوب» ډاډ ورکوي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره وښود او په تلویحي ډول یې خپل مخالفان پرې وګواښل.

د طالبانو مخالفو لوریو تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی، چې مذاکراتو او یوې سیاسي- ملي حل لارې ته د طالبانو د نه چمتووالي په صورت کې به د هر ډول پېښیدونکو ناوړه پایلو مسوولیت د طالبانو پر غاړه وي.

شهاب الدین دلاور، په تازه مرکه کې دغه خبرداري ته په غبرګون کې وویل، چې دوی د مخالفانو له خبرداریو نه‌وېریږي.

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
100%

په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکی انډریو کوریبکو په یوې نوې مقاله کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په اړه د طالبانو لیدلوری او دریځ په بشپړه توګه ناسم نه‌دی او یو څه ريښتینولي لري.

د هغه په وینا، که څه هم د طالبانو له‌خوا د پاکستان انځورول د یوې داسې پوځي دیکتاتورۍ په توګه چې یوازې د یوه قوم یا پنجاب له‌خوا اداره کېږي او ترهګري صادروي تر یوه حده اغراق ښکاري، خو په واقعیت کې د دغه تصویر شاته څرګند واقعیتونه هم شته دي.

کوریبکو په خپله شننه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) یې خپره کړې لیکلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني کاروونکو له‌خوا د روسیې پر ضد روان تبلیغاتي کمپاین د دې ښکارندوی دی، چې د اسلام‌اباد او مسکو ترمنځ د طالبانو د ادارې په تړاو ژور او بنسټیز اختلافونه موجود دي. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان له ډېر پخوا راهیسې په غیرمتعارفو جګړو او د وسله‌والو په ملاتړ کې مخینه لري او اوس طالبان ادعا کوي، چې اسلام‌اباد د داعش خراسان څانګې او د طالبانو د مخالفو ډلو تر شا ولاړ دی.

دغه امریکايي شنونکی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال له بدلونونو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکمنۍ وروسته، پاکستان یو ځل بیا په نا اعلان شوې توګه د یوه پوځي نظام تر کنټرول لاندې راغلی دی. د نوموړي په خبره، په پاکستان کې د پښتنو او په ځانګړي ډول د بلوڅو لږکیو په څېر غیرپنجابي توکمونه له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو او نابرابرۍ سره مخامخ دي او د عمران خان نیول او د هغه د پلویانو ځپل هم تر ډېره د همدې پوځي جوړښتونو د واکمنۍ پایله ده.

د مقالې پر بنسټ، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي شبکو پورې تړلې رسنۍ او انټرنېټي فعالان د مسکو پر ضد څرګندونې کوي، څو عامه افکار له کورنیو سیاسي بحرانونو څخه بل لور ته واړوي. کوریبکو اشاره کړې، چې دا ډول څرګندونې ښایي د دې لپاره هم وي چې اسلام‌اباد له لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړي توګه له اوکراین سره خپلو همکاریو ته زمینه برابره کړي او عامه ذهنیت له دغه مسیر سره همغږی کړي.

له بلې خوا، یوې جاپانۍ رسنۍ نېکي اسیا هم په یوه مطلب کې راپور ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو دوام او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین د منځګړیتوب ناکامي، د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی. دې رسنۍ خبرداری ورکړی، چې د اوسني وضعیت دوام افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر زیاتولی شي.

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره د دوی اختلافات یوازې د بیانونو تر کلمو پورې محدود نه‌دي، بلکې بنسټیز او ژور ماهیت لري.

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل ویلي، طالبانو افغانستان له یوه ستر ناورین سره مخ کړی. هغه زیاتوي، که حامد کرزي او عبدالله عبدالله په کابل کې د دوی پر وړاندې سیاسي دریځ نه‌شي نیولای، د حکمتیار په شان دې له هېواده بهر او ورته دریځ ونیسي.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل د افغانستان پر ټولو پخوانیو سیاسي مشرانو، په ځانګړي ډول پر حامد کرزي او عبدالله عبدالله غږ کړی چې د طالبانو پر وړاندې له تشریفاتي دریځونو تېر شي او منظمه سیاسي مبارزه پیل کړي. هغه ټینګار کړی، چې یوازې د اندېښنو څرګندول او د اعلامیو خپرول د هېواد ستونزې نه حل کوي.
میاخېل د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، که پخواني مشران په هېواد کې دننه له محدودیتونو سره مخ وي، باید له افغانستان څخه بهر سره راټول شي او خپل تاریخي مسوولیت ادا کړي. هغه څرګنده کړې، چې کرزی او عبدالله باید د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په څېر، له دین څخه د طالبانو ناوړه ګټه اخیستنه او د واک انحصار په ښکاره وننګوي او د نوي اساسي قانون، ټاکنو او ولسي حاکمیت لپاره غږ پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له تېرو اختلافونو او تېروتنو سره سره، پخواني مشران لا هم کافي سیاسي تجربه، اړیکې او ظرفیت لري چې د یوه ګډ ملي هدف لپاره ولس متحد کړي. میاخېل یادونه کړې، چې په تېرو کلونو کې یې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې هم د طالبانو پر وړاندې د یوه روښانه ملي دریځ او ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی او دا دریځ یې لا هم پر ځای دی.
د ملي راډیو ټلوېزیون پخواني مشر ویلي، چې د طالبانو واکمني او د افغانستان برخلیک به په ابدي ډول د نن په شان نه‌وي، خو د ده په وینا، یوازې د دوی سقوط ته په تمه پاتې کېدل بدلون نه‌شي راوستلای.

د اسماعیل میاخېل په باور، طالبانو افغانستان له یوه لوی ملي ناورین سره مخ کړی او د دې وضعیت د بدلولو لپاره یوې منظمې، سراسري او فکري سیاسي مبارزې او روښانه سیاسي بدیل ته جدي اړتیا ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تلې په ۱۴ مه، له مالیزیا څخه د خپل ګوند له یو شمېر لوړپوړو غړو سره د انلاین ناستې پر مهال وویل، چې په اوسني حالت کې د طالبانو اداره دوام نه‌شي کولای او په افغانستان کې تغییر «نږدې او حتمي» دی.

یو شمېر افغان سیاستوالو د طالبانو پر وړاندې د هغه د وروستي دریځ هرکلی کړی او ټینګار لري، که نور غیر طالب سیاستوال هم د اوسني وضعیت په اړه پرېکنده دریځ غوره کړي، د دوی ترمنځ به همغږي اسانه او د طالبانو پر وړاندې پياوړی صف رامنځته کړي.