د «ایشیا ټایمز» په یوه تحلیل کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو مهمه ادعا د امنیت ټینګښت دی، خو د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې له پخوا ډېر جغرافیایي پراخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سپټمبر په راپور کې ویل شوي چې د مې له لومړۍ تر جولای ۳۱مې پورې په ۲۱ ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفو ډلو له لوري د ۸۸ بریدونو ادعا شوې، چې ملګرو ملتونو یې ۵۵ تایید کړي دي. د راپور له مخې، دغه بریدونه تر اوسه د طالبانو ځمکنی کنټرول په پام وړ ډول نه دی ګواښلی.
د تحلیل له مخې، د اګست او سپټمبر د شمېرو پر بنسټ مقاومت کوونکو ډلو په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. سرچینه ټینګار کوي چې دغه شمېرې د وسلهوالو ډلو خپلې ادعاوې دي او له همدې امله یې د مرګژوبلې شمېرې باید له احتیاط سره وکتل شي، خو د بریدونو پراخ جغرافیایي حضور د پام وړ بدلون بلل شوی دی.
د طالبانو په پخواني نفوذي کمربند کې هم د مقاومت ادعاوې
په تحلیل کې د افغانستان متحدې جبهې د مقاومت د فعالیتونو تر ټولو لویه برخه یاده شوې او ویل شوي چې دغې ډلې په هلمند، کندهار، نیمروز، غور، بادغیس او فاریاب کې د عملیاتو ادعا کړې ده.
د سرچینې په وینا، د افغانستان متحدې جبهې مشري د افغان ملي اردو پخوانی ډګر جنرال سمیع سادات کوي او دغې ډلې د روان کال په اګست کې خپل وسلهوال فعالیت پیل کړی دی. په تحلیل کې ویل شوي چې د دغې ډلې د فعالیتونو ادعا په داسې سیمو کې ده چې د طالبانو د سیاسي او پوځي نفوذ له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
سرچینه البته ټینګار کوي چې دا وضعیت د پښتنو د یوه پراخ پاڅون معنا نه لري او طالبان هم تر اوسه له کندهار یا هلمند څخه د خپل کنټرول د له لاسه ورکولو له جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي.
د مقاومت ډلې سره نه دي متحدې
د تحلیل له مخې، د طالبانو پر وړاندې وسلهوالې ډلې په یوه واحده جبهه کې نه دي راټولې شوې او د مشرۍ، قومي جوړښت، موخو او پوځي وړتیاوو له پلوه د پام وړ توپیرونه لري.
په دغو ډلو کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهه، د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې او څو نورې ډلې شاملې دي.
د سرچینې په وینا، د دغو ډلو ټوټهټوټه جوړښت ښايي د یوه بدیل حکومت د رامنځته کېدو مخه ونیسي، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی له ستراتیژیک پلوه بېاهمیته دي. د تحلیل له مخې، افغانستان ښايي له داسې غیرمتمرکز وسلهوال مقاومت سره مخ شي چې بېلابېلې ډلې په څو ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو، تاسیساتو او اداري مرکزونو بریدونه کوي، خو هېڅ یوه یې د حکومت د نسکورولو لپاره کافي پوځي ځواک ونه لري.
د بښنې د اعلان ماتېدل او د پخوانیو امنیتي ځواکونو بیا تنظیم
تحلیل وايي چې طالبان ښايي په خپله د مقاومت د بشري ځواک په رامنځته کولو کې ونډه ولري. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی مشرانو د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو لپاره د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو وروسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په راپورونو کې د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سلګونو سرغړونو، له قضایي پروسې پرته وژنو، خپلسرو نیونو، شکنجې او جبري ورکېدو موارد ثبت شوي دي.
د تحلیل له مخې، پخواني سرتېري، کومانډوګان، پولیس او استخباراتي کارکوونکي هغه څه لري چې نوې وسلهوالې ډلې ورته اړتیا لري؛ پوځي روزنه، د جګړې تجربه، د سیمې پېژندنه، استخباراتي اړیکې او د قوماندې وړتیا.
سرچینه استدلال کوي چې که د بښنې ژمنه عملي شوې وای، ښايي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د بېوسلې کولو او له جګړې څخه د هغوی د لرې ساتلو زمینه برابره شوې وای؛ خو د دوی پر وړاندې د دوامداره فشار له امله ځینې پخواني امنیتي کسان د مقاومت له ډلو سره یوځای شوي یا یې ملاتړ کوي.
طالبان لا هم له سقوط سره نه دي مخ
سره له دې، تحلیل وايي چې طالبان د سقوط تر درشل نه دي رسېدلي. هېڅ مخالفه ډله د افغانستان کوم لوی ښار نه کنټرولوي او هېڅ یوه ډله دومره دودیز پوځي ځواک نه لري چې کابل ونیسي. ملګري ملتونه هم لا هم ارزوي چې وسلهوال مخالفت د طالبانو ځمکنی کنټرول په پام وړ ډول نه ګواښي.
خو د تحلیل په وینا، یوازې ځمکنی کنټرول د ثبات یوازینی معیار نه شي کېدای. د مقاومت د بریدونو پراخېدل، د نویو وسلهوالو ډلو رامنځته کېدل، هغو سیمو ته د مخالفو فعالیتونو رسېدل چې مخکې خوندي بلل کېدې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو بیا وسلهوال کېدل هغه موارد دي چې باید وڅارل شي.
په همدې حال کې، طالبان د داعش خراسان څانګې له جلا امنیتي ګواښ سره هم مخ دي. د تحلیل له مخې، داعش خراسان او د طالبانو نور وسلهوال مخالفین باید یو له بل سره ونه ګډېږي، ځکه د دواړو ډلو ایډیالوژي او موخې توپیر لري.
د تحلیل وروستۍ پایله دا ده چې تر اوسه شواهد نه ښيي چې افغانستان د یوې بلې پراخې کورنۍ جګړې پر لور روان دی؛ خو د طالبانو پر وړاندې د وسلهوال مقاومت جغرافیه پراخېږي، نوې ډلې رامنځته کېږي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي بېرته د مخالفو ډلو په لیکو کې د قوماندانانو او جنګیالیو په توګه راڅرګندېږي.