زرداري په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د مستقیمې ادارې سند لاسلیک کړ

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د فدرالي کابینې له پرېکړې وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت او د والي د مستقیمې ادارې د نافذولو سند لاسلیک کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د فدرالي کابینې له پرېکړې وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت او د والي د مستقیمې ادارې د نافذولو سند لاسلیک کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د لومړي وزیر شهباز شریف د سپارښتنې پر بنسټ د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې دغه اقدام منظور کړی دی.
د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د فدرالي کابینې د فیصلې، د امنیتي ادارو د راپورونو او د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته شوې ده.
په ولسمشر فرمان کې ویل شوي چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی او د امنیتي وضعیت خرابېدو د خلکو ژوند، دولتي تاسیسات، بنسټیزې زیربناوې او امنیتي ادارې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
فدرالي حکومت ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ او بېقانونۍ د مهار لپاره لازم اقدامات نه دي کړي او په اوسنیو شرایطو کې ایالتي چارې د اساسي قانون له مخې نه شي اداره کېدای.
د فرمان له مخې، د خیبر پښتونخوا والي به د فدرالي حکومت په استازیتوب د ایالتي حکومت ټول یا ځینې واکونه پر مخ وړي او د ایالتي اسمبلۍ له واکونو پرته به د نورو ادارو او چارواکو واکونه هم د والي له لارې عملي کېږي.
اعلامیه زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ واکونه به پارلمان یا د پارلمان تر واک لاندې ادارې کاروي.
له دې پرېکړې سره سم، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي، ایالتي وزیران، سلاکاران، ځانګړي مرستیالان او لوی څارنوال به له خپلو دندو ګوښه کېږي.
تر دې مخکې د شهباز شریف په مشرۍ د فدرالي کابینې ځانګړې غونډه شوې وه، چې پکې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د دفاع وزیر خواجه اصف، رانا ثناءالله، سالک حسین او عطاالله تارړ ګډون کړی و.
کابینې ته د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د پېښو په اړه معلومات وړاندې شول او وروسته یې لومړي وزیر ته سپارښتنه وکړه چې له ولسمشر څخه د بېړني حالت د اعلان غوښتنه وکړي.
د حکومتي سرچینو په وینا، حکومت د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمن له لارې د خبرو اترو وروستۍ هڅه هم کړې وه، خو دا هڅه ناکامه شوه او وروسته د بېړني حالت د نافذولو پرېکړه وشوه.
په همدې حال کې، په اسلاماباد کې د لومړي وزیر د دفتر شاوخوا امنیتي تدابیر سخت شوي او د اساسي قانون پر سړک د پولیسو اضافي ځواکونه او زغروال موټر ځای پر ځای شوي دي.
د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي وايي، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نوې پالیسي بېاسناده افغان محصلین اړ باسي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له دغه هېواده ووځي، او د طب په برخه کې د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، د زدهکړو او عملي دورو پر دوام هم محدودیتونه لګوي.
په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې د افغان طبي او غیرطبي محصلینو د زدهکړو د دوام لپاره نوي شرایط ټاکل شوي دي.
شریعتي وايي، د خبرتیا له مخې، هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې او قانوني اسناد لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو هغه محصلین چې معتبره ویزه یا اړین اسناد نه لري، اړ دي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د نوموړي په وینا، د معتبر اسنادو لرونکو محصلینو لپاره هم ځینې شرایط ټاکل شوي، چې د پولیسو د تصفیې سند، پاسپورټ او نور اړین اسناد پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د طبي محصلینو د زدهکړو د دوام لپاره د پوهنتونونو او طبي زدهکړو د اړوندو ادارو د ثبت او تایید شرایط هم مطرح شوي دي.
شریعتي وویل، په خبرتیا کې راغلي چې هغه افغان محصلین چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې په طبي کالجونو کې داخله اخیستې، کولی شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو د نوموړي په وینا، له دې نېټې وروسته افغان محصلینو ته په پاکستان کې د طب په برخه کې د زدهکړو د پیل اجازه نه ورکول کېږي.
هغه د دې پالیسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د محصلینو په وینا، د زدهکړو له بهیر سره د سیاسي مسایلو تړل او د دوی پر زدهکړو محدودیتونه لګول له افغان محصلینو سره تبعیضي چلند دی. شریعتي ادعا وکړه چې د نورو هېوادونو محصلین له ورته چلند سره نه مخ کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د محصلینو په سیاسي مسایلو کې ښکېلول او د داسې پالیسیو پلي کول چې د هغوی زدهکړې له خنډ سره مخ کوي، د دوی پر حقونو تېری دی.
شریعتي وویل، په دې پرېکړه کې نه یوازې نارینه، بلکې ګڼې افغانې محصلینې هم اغېزمنې شوې دي چې په پاکستان کې د طب او نورو طبي څانګو په برخه کې زدهکړې کوي. هغه پوښتنه وکړه چې که دغه محصلینې افغانستان ته ستنې شي، څوک به ډاډ ورکوي چې هلته به وکولی شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي؟
د افغان محصلینو د اتحادیې مشر همداراز وویل، د ځینو افغان ډاکټرانو لپاره چې د طب اړوند سندونه یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې د روغتونونو د عملي زدهکړو یا سټېج دورې د بشپړولو پر وړاندې هم محدودیتونه رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، له پنجاب ایالت څخه هم ځینو محصلینو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې نور نه شي کولی خپلې عملي دورې بشپړې کړي او باید افغانستان ته ستانه شي.
شریعتي زیاته کړه چې افغان محصلینو د پاکستان بېلابېلو محکمو ته مراجعه کړې او اوس د دې موضوع په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپره شوې خبرتیا به په محکمه کې وننګول شي او که د دې ستونزې لپاره به بله قانوني لاره پیدا شي.
نوموړي له حقوقي بنسټونو او په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت څخه وغوښتل چې د افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی میکانېزم جوړ کړي، څو ټول محصلین وکولی شي په مناسب ډول خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
شریعتي وویل ، چې پاکستان شپاړس میاشتې کیږي د افغان محصلینو ویزې تړلې دي خو بل لور ته وايی چې څوک ویزې لري هغه زدکړو ته ادامه ورکولی شي د ده په وینا دا ښکاره د پاکستان تګلاره ده چې افغان محصلین بیرته افغانستان ته ستانه شي.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغان محصلین له سیاسي مسایلو لرې وساتي او اجازه ورکړي چې د نورو هېوادونو د محصلینو په څېر خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، ډزو، وژنو او تښتونو په جلا جلا پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور تښتول شوي دي. په ورته وخت کې، د پنجګور محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، وسلهوالو بریدونو، وژنو او تښتونو راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خضدار ولسوالۍ د چکلکو په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي کوچ او شخصي موټر د ټکر له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د چټک تګ له امله رامنځته شوې ده.
همداراز، د خضدار د نال په سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله دوه ځوانان مړه شوي دي. په واشک ولسوالۍ کې هم د ګره ګۍ سیمې ته نږدې د تېلو یو ټانکر د ټایر د چاودېدو له امله اوښتی او اور یې اخیستی دی. د روغتون سرچینو ویلي، په دې پېښه کې یو کس سوځېدلی او مړ شوی او بل ټپي شوی دی.
د وژنو او ډزو په پېښو کې، د خضدار د وډه اورناچ په سیمه کې د پیسو پر سر د شخړې له امله ډزې شوي چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په اوسته محمد ولسوالۍ کې هم یوه سړي د «ناموس» په نوم خپله مېرمن او یو بل کس، چې شیردل نومېده، په ډزو وژلي دي.
په خضدار او قلات ولسوالیو کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي هم موندل شوي دي. د چارواکو په وینا، د قلات د چپر سیمې د مړي پر بدن د شکنجې نښې لیدل شوې دي او د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
بل خوا، په چاغي ولسوالۍ کې وسلهوالو د چارسار په سیمه کې له یوه مسافر وړونکي بس څخه د ګمرک د کارکوونکي محمد ابراهیم په ګډون څلور کسان تښتولي دي.
د پولیسو په وینا، وسلهوالو د بس له خرابېدو وروسته د سپرلیو پېژندپاڼې کتلي او بیا یې څلور کسان له ځان سره بیولي دي. پولیس وايي، د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.
په یوه بله پېښه کې، د هرنایي ولسوالۍ د سنځاوۍ ـ پنجاب پر لویه لار، د تورخام په سیمه کې وسلهوالو د پنجاب ایالت د مظفرګړه ولسوالۍ دوه لارۍ چلوونکي تښتولي دي. همداراز، د کچي ولسوالۍ د بالا ناړي په سیمه کې د یوه ښوونځي کارکوونکی نظام ماچهي هم تښتول شوی دی.
بل لور ته، د پنجګور ولسوالۍ محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې د اکتوبر په اوومه د بسیمې په سیمه کې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی. د نوموړي د کورنۍ په وینا، هغه د ګدر سیمې ته نږدې خوشې شوی دی.
په بلوچستان کې د دې پېښو په اړه د ټولو مسولو کسانو د هویت، د وژنو د انګېزې او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وژنو، تښتونو او ترافیکي پېښو پرلهپسې راپورونه د امنیتي وضعیت او د لویو لارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.
په پېښور کې یو شمېر نرښځیانو ادعا کړې، چې د کوتوالۍ پولیسو مرکز د کورونو پر مالکانو د فشار په راوړلو سره هڅې کوي، چې دوی له کرایي کورونو وباسي. دوی د پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د هویت پر بنسټ باید هېڅوک له خپل کور څخه ونهاېستل شي.
نرښځه زهره چې د پېښور اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
هر ځای کرایي کور ونیسي پولیس ورشي او د کور له مالک څخه وغواړي چې دوی له کوره وباسي.
هغه د پوښتنې په توګه وايي: «موږ چېرته لاړ شو؟ موږ ستاسو څه کړي دي؟ کله چې چا زموږ پر ضد شکایت هم نهوي کړی نو ولې مو له کورونو وباسئ».
د زهرې په وینا د پېښور د کوتوالۍ پولیسو مرکز یې ځوروي او د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کرایي کورونو وباسي.
نرښځې ریحانه او زهرا هم له ورته شکایتونو سره د پېښور عالي محکمې ته تللې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې دوی له سیمې واېستل شي، خو اوس د کورونو پر مالکانو د فشار له لارې هڅه کېږي چې له کرایي کورونو یې وباسي.
دوی وايي، د نورو وګړو په څېر غواړي په خوندي کورونو کې ژوند وکړي.
د دوی غوښتنه دا ده، چې له کوم قانوني دلیل پرته دې نهځورول کېږي، شکایتونو ته دې یې غوږ ونیول شي او که د چا پر ضد شکایت موجود وي نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.
د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
دا ټولنه یوازې د استوګنې له ستونزو سره نه، بلکې له تاوتریخوالي، وژنو، له کورونو څخه اېستلو او د پولیسو له ناسم چلند سره هم مخ ده.
د هغې په وینا، د پېژندپاڼو په جوړولو کې ستونزې هم د دوی ورځنی ژوند ستونزمنوي. د پېژندپاڼو د نه لرلو یا د هغو د ترلاسه کولو پر مهال د خنډونو له امله د دوی ډېر بنسټیز کارونه اغېزمن کېږي.
فرزانه له اړوندو ادارو غواړي چې د نرښځیانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، څو دوی وکولای شي له وېرې پرته په عزت او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د عریضه کوونکو وکیل عمران خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
نرښځیان د پاکستان وګړي دي او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې بنسټیز حقونه لري.
د هغه په وینا، د اساسي قانون څوارلسمه ماده د انسان وقار او د کور شخصي ژوند ته درناوی او خوندیتوب ورکوي په داسې حال کې چې پنځه ویشتمه ماده د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري او مساوي قانوني خوندیتوب تضمینوي.
عمران وايي، که پولیس له قانوني دلیل یا شکایت پرته د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کورونو وباسي نو دا موضوع باید له قانوني پلوه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، چې اړوندې ادارې باید د نرښځیانو شکایتونه واوري او د پېژندپاڼو او نورو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.
زهره، ریحانه او زهرا غوښتنه کوي، چې هېڅوک دې یوازې د خپل هویت له امله له کور څخه وتلو ته نه اړ کېږي. د دوی په وینا، خوندي استوګنځی د هر انسان بنسټیزه اړتیا ده.
د پېښور پولیسو او په ځانګړې توګه د کوتوالۍ پولیسو مرکز د دغو نرښخیانو د ادعاوو په تړاو تر اوسه څه سپیناوی نهدی کړی.
د نرښځیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د نرښځیانو ستونزې یوازې تر استوګنې محدودې نهدي، بلکې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «۲۰۲۵ کال د بشري حقونو وضعیت» په نوم راپور له مخې، تېر کال په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹ نرښځې وژل شوي، پر دوو کسانو تېزاب شیندل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو وژنو څخه لس په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې وې چې د نورو ایالتونو پر تله تر ټولو د لوړ شمېر ښکارندويي کوي.
د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د نوو لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت شوي نه دي، یا یې زدهکړې له قانوني تشریفاتو پرته روانې دي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي. همداراز، هغه افغان ډاکټران چې د تخصص زدهکړې کوي، په روغتونونو او نورو بنسټونو کې دنده لري یا په شخصي کلینیکونو کې طبابت کوي، هم باید تر همدې نېټې له پاکستان نه ووځي.
د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت یا د لوړو زدهکړو کمېسیون د بورسونو په ګډون د رسمي دولتي پروګرامونو له لارې د طب لومړنۍ زدهکړې کوي، کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبره ویزه ولري، د کډوالۍ قانوني شرایط یې پوره کړي وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه ترلاسه کړي. طبي کالجونه او پوهنتونونه هم مکلف دي چې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دغه محصلین د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت کړي.
په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د اجازې غوښتنه له هغو افغانانو سره توپیر لرونکی چلند دی چې په وینا یې، په قانوني ویزو په پاکستان کې زدهکړې کوي.
هغې وویل: «که موږ ویزه لرو او په دې هېواد کې په بشپړ ډول قانوني یو، نو ولې باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازهلیک هم واخلو، په داسې حال کې چې نور بهرني محصلین دې ته اړتیا نه لري؟»
دغې محصلې د پاکستان د امنیتي وضعیت او د تګ راتګ د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو تړل کېدل او د اعتراضونو له امله د تګ راتګ محدودیتونه د هغو محصلینو لپاره ستونزې جوړوي چې باید د اکتوبر تر ۱۵مې اړین اسناد برابر کړي. هغې زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د ویزې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا یې ویزې نه دي ترلاسه کړې؛ له همدې امله نه شي کولای د اجازې غوښتنه بشپړه کړي.
د عملي روزنې د بندېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغو افغانانو ته به د روغتونونو عملي روزنه یا «هاوس جاب» نه ورکول کېږي چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړې وي. دغه عملي روزنه د طبي زدهکړو د بشپړولو او مسلکي تجربې د ترلاسه کولو مهم پړاو دی.
افغان محصله وايي، د عملي روزنې له بشپړولو پرته د طب د زدهکړو اسناد او مسلکي وړتیا له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغې پوښتنه وکړه: «که نارینه محصلین افغانستان ته ستانه شي او هلته یو کال عملي روزنه بشپړه کړي، نو د نجونو برخلیک به څه وي؟ موږ خو په افغانستان کې هم دا کار نه شو کولای.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. د ښځو پر زدهکړو دغه محدودیتونه په دې مانا دي چې افغان ښځینه محصلینې، که له بهرنیو پوهنتونونو او طبي مرکزونو هم وایستل شي، په خپل هېواد کې د خپلو زدهکړو د بشپړولو او مسلکي پرمختګ لپاره له جدي خنډونو سره مخ کېږي.
د یوه کال زدهکړې د ضایع کېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین هم باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې په یوه تعلیمي بنسټ کې داخله نه وه بشپړه شوې.
افغان محصله وايي، شاوخوا ۲۰ نوي افغان محصلین پېژني چې یو کال یې زدهکړې کړې دي، خو د داخلې رسمي چارې یې نه وې بشپړې شوې. د هغې په وینا، دغو محصلینو ته هر ځل ویل کېدل چې د داخلې چارې به یې ژر بشپړې شي، خو اوس ورته ویل کېږي چې هېواد پرېږدي.
هغې وویل: «اوس دوی وايي چې ستاسو د یوه کال زدهکړې ضایع شوې؛ نو خپل هېواد ته ولاړ شئ.»
د پاکستان د حکومت د دغو لارښوونو له مخې، تر بلې خبرتیا پورې به افغان محصلین په طبي او غیرطبي کالجونو او پوهنتونونو کې نوې داخلې نه شي ترلاسه کولای، مګر دا چې د پاکستان له رسمي پالیسۍ سره سم وي.
د دې پرېکړې اغېزې یوازې د هغو افغانانو تر برخلیک محدودې نه دي چې باید پاکستان پرېږدي؛ بلکې د ښځینه طبي محصلینو لپاره، چې په افغانستان کې د زدهکړو او مسلکي روزنې له محدودیتونو سره مخ دي، د خپلو زدهکړو د بشپړولو راتلونکې لا نوره هم نامعلوموي.
د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د جمعې په ماښام (د تلې ۱۷مه) چارسدې ولسوالۍ ته ورسېد. سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې د ټول پاکستان کاروانونه به د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون چې د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه پیل شوی تر اوسه یې څو ځلې خپله لاره بدله کړې ده.
د نوې اعلان شوې تګلارې لهمخې، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان او د اکتوبر پر ۱۳مه د پېښور، ملاکنډ، هزاره، کوهاټ، بنو او دېره اسماعیل خان د لاریون کاروانونه به په صوابۍ انټرچېنج کې سره یو ځای شي. سهېل اپریدي ادعا کړې، چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي راټولېدنه او لاریون وي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، له یوه ښاره بل ته د سفر پر مهال د خلکو په جوش او جذبې کې هېڅ کمی نهدی راغلی.
هغه زیاته کړه: «کېدای شي موږ له لږ ستړیا او سختۍ سره مخ شو خو دا سختۍ د هغه درد پرتله هېڅ نهدي چې عمران خان یې زموږ لپاره په زندان کې زغمي».
سهېل اپریدي د پاکستان پر نظام او واکمنو نیوکه وکړه او ویې ویل، د بندو دروازو تر شا د پرېکړو او «رژیم چېنج» عملیاتو له لارې د پاکستان د پرمختګ مخه ډب شوې او د ناامنیو مخ په زیاتېدونکي حالت ته په اشارې سره یې وویل، چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې په پاکستان کې ۱۴ زره استخباراتي او ۲۲ لوی پوځي عملیات شوي، خو موخه یې د ترهګرۍ ختمول نه، بلکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د هغه د بنسټګر عمران خان ځپل وو.
نوموړي تاریخي موضوعاتو ته په نغوتې سره زیاته کړه، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې په بلوچستان کې د ذوالفقار علي له دورې د پوځي عملیاتو ناپایله لړۍ پیل شوې ده.
د سهېل اپریدي په وینا، په پاکستان کې د وسلهوالو ۲۲۹ روزنیز کمپونه جوړ شوي وو چې ۲۱۹ یې په پنجاب کې وو په داسې حال کې چې هغه مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند نهوو جوړ شوی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دغې سیاسي او ټولنیزې مبارزې موخه هېواد ته د ثبات او خپلواکۍ راګرځول دي او له ټولو طبقو یې وغوښتل چې د دغه تحرک ملاتړ وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر څرګنده، چې هېڅکله یې له نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې پاکستان د یوې ناوړه لوبې برخه نهدی بللی، خو اوس په واک کې ناستو کسانو داسې څرګندونې کړې دي.
سهېل اپریدي ویلي، د انقلاب لپاره د میلیونونو خلکو حضور اړین نهدی. د چین په انقلاب کې لس زره، د ایران په انقلاب کې لس زره او د روسیې په انقلاب کې ۲۳ زره کسانو برخه اخیستې وه.