په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړنیو میاشتو کې ایران ۵ افغانان اعدام کړل.
دا لړۍ، په ۲۰۲۲ کې ۱۶، په ۲۰۲۳ کې ۲۵، په ۲۰۲۴ کې ۸۰ او په ۲۰۲۵ کې ۸۴ تنو ته ورسېد.
یاد شوي سازمان، د روان زېږیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۲۳ نورو افغانانو اعدام هم ثبت کړی دی.
د دې شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۶ مواردو څخه د افغانانو د اعدام شمېر په ۲۰۲۵ کې ۸۴ ته پورته شوی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ثبت شوې دا پېښې د تېر کال پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د بشري حقونو سازمان خبرداری ورکړی، چې دغه مستند شوي ارقام ښایي د ټولو اعدامونو شمېر نهوي، ځکه ایراني چارواکي ډېر اعدامونه په رسمي ډول نهاعلانوي. دغه سازمان وایي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانانو د اعدامونو یوه برخه د ایران رسمي سرچینو اعلان کړې ده.
ایران په ټولیز ډول افغانان د وژنو او د نشه یي توکو اړوندو جرمونو په تور اعدام کړي دي. د روان کال په سپټمبر کې د ایران د بشري حقونو سازمان وویل، چې ایران د تورات محمدي په نوم یو افغان د جاسوسۍ په تور اعدام کړ. دغه سازمان ویلي وو، چې هغه په پټه اعدام شوی او ایراني چارواکو یې له اعدام مخکې، کورنۍ ته خبر نهوو ورکړی.
د طالبانو غبرګون
د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې طالب چارواکو له ایران څخه وغوښتل چې پر اعدام د محکومو افغان بندیانو نوملړ ورسره شریک او هم د اعدام سزا پر ځای دغو محکوم شویو ته بدیلې سزاوې وټاکي.
دا غوښتنه تهران ته د طالبانو د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر پر مهال وشوه. د طالبانو سترې محکمې ویلي وو، چې دا غوښتنه یې پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو او بشري حقونو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره شریکه کړې وه.
عبدالمالک حقاني له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې د اسلامي اصولو او هغه څه لهمخې، چې دوی «اسلامي ورورولي» ګڼلې وه، د اعدامېدونکو افغانانو په مجازاتو کې نرمښت وکړي. طالب چارواکو دغه راز، د قصاص کېدونکو افغانانو نوملړ هم غوښتی وو.
د طالب چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې ایراني چارواکو افغانستان ته د ۱۵۰۰ بندیانو د لېږد خبره کړې وه. له هغې نېټې تر اوسه، ایراني چارواکو نهدي ویلي، چې د اعدام سزا د بدیل په تړاو یې د طالبانو غوښتنه منلې او که نه.
د قربانیانو کورنۍ له طالبانو او تهران څخه ځواب غواړي
په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان عبدالله تاجیک د ورور روح الله حمیدي روایت ښيي، چې افغان کورنۍ په ایران کې د خپلو محکوم شویو غړو د دوسیو په څارلو کې ګڼې ستونزې لري.
حمیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ورور یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور شاوخوا څلور نیم کاله وړاندې نیول شوی وو؛ هغه ادعا چې ده رد کړې ده. د حمیدي په وینا، ایراني چارواکو ترې د ورور د خوشې کولو لپاره، د ۱۰۰ میلیارده تومان په ارزښت وثیقه غوښتې وه، هغه پیسې چې د ده کورنۍ یې وس نهدرلود.
حمیدي دغه راز وویل، چې ورور یې مدافع وکیل ته لاسرسی نهدرلود. د هغه په وینا، په تهران کې د طالبانو سفارت ته له ورتلو وروسته ورته ویل شوي وو، چې افغانستان ته یې د ورور د لېږد په تړاو غوښتنلیک استول شوی دی. له دې سره سره، عبدالله تاجیک بیا هم په ایران کې اعدام شو.
په یوه بله قضیه کې محمد یوسف هم په ایران کې له ژونده بې برخې شوی. د هغه خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوسف په یوې ایراني کارخونه کې کارکاوه. نوموړی پر خپلې کارخونې د ځینو کسانو له برید او ورسره له شخړې وروسته نیول شوی وو.
د یوسف د کورنۍ په وینا، هغه له یوه بل افغان کارګر سره یو ځای نیول شوی وو.
د یوسف کورنۍ دغه راز ویلي، چې د هغه د مړینې په اړه یې روښانه ځواب نهدی ترلاسه کړی. دا کورنۍ، د هغه د نیول کېدو او مرګ دواړو په اړه ځواب غواړي.
ایراني چارواکو هم په دغه راپور کې د شویو ادعاوو په تړاو ځواب نهدی ویلی.
د عادلانه لاسرسي په تړاو اندېښنې
د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د اعدام د قضیو په تړاو عدالت ته له نهلاسرسي اندېښنه ښودلې ده. خپلواکو مدافع وکیلانو ته لږ لاسرسی، له تورنو کسانو جبري اعتراف او د کورنۍ ملاتړ او کونسلي خدمتونو ته د بهرنیو بندیانو نهلاسرسی د دغو اندېښنو مهمې برخې دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې ډېری محکوم شوي افغانان، د کورني ملاتړ شبکې او مدافع وکیل ته لاسرسی نهلري.
له دې سره هم مهاله؛ د «هرانا» په نوم د ایران د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې په یوه راپور کې چې پرون (جمعه د تلې ۱۷مه) یې خپور کړ اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰ مې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۸ مې، په ایران کې لږ ترلږه ۲۰۰۳ تنه اعدام شوي، چې د تېر کال پرتله، شاوخوا ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
هرانا زیاتوي، چې د ثبت شویو اعدامونو شاوخوا ۹۵ سلنه یې د رسمي سرچینو له لوري نهدي اعلان شوي.
د اکتوبر ۱۰ مه، د اعدام سزا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په ایران کې د افغانانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د سازمانونو شمېرې په داسې مهال خپرېږي، چې د ګڼو بندیانو کورنۍ د خپلو غړو د قضیو په اړه معلوماتو ته محدود لاسرسی لري او ډېری یې د خپلو خپلوانو د اعدام له مهالوېشه نهخبریږي.