د کرسچن ساینس مانټر د راپور له مخې، په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې یو شمېر حرفوي مرکزونه او کورني ټولګي په ظاهره د خیاطۍ او لاسي صنایعو زدهکړې وړاندې کوي، خو په پټو خونو کې پکې انګلیسي، ریاضي، کیمیا، فزیک او کمپیوټر هم تدریسېږي.
ارغوان، چې اوس ۲۳ کلنه ده، وایي باید دا مهال د طب پوهنځي وروستي کلونه يې بشپړ کړي وای، خو د نجونو د زدهکړو تر بندېدو وروسته اړ شوې چې په یوه زیرزمینې ټولګي کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
هغې ویلي: «کله چې دې ټولګۍ ته ځم، داسې احساس کوم لکه بېرته ښوونځي ته ستنه شوې یم. داسې احساس کوم چې بیا ژوندۍ شوې یم.»
راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵ کال سروې ته اشاره کوي چې له مخې یې ۹۲ سلنه افغانانو د نجونو زدهکړې مهمې بللې دي.
د راپور له مخې، طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پر منځنیو زدهکړو او په ۲۰۲۲ کال کې یې پر لوړو زدهکړو بندیز ولګاوه.
ارغوان وایي، هغه ورځ یې لا هم په یاد ده چې ښوونځي ته ورسېده او د طالبانو موټرونه یې د ښوونځي مخې ته ولاړ ول. د هغې په وینا، طالبان نجونې له ښوونځي وایستلې او هغو زدهکوونکو ته چې مقاومت یې کاوه، د لرګیو په وسیله ګوزارونه وشول.
په راپور کې د فضیلې په نوم د یوې پخوانۍ ښوونکې کیسه هم راغلې چې اوس په خپل کور کې یوولسو نجونو ته په پټه درس ورکوي.
نوموړې وایي، نجونې د خیاطۍ د زدهکړو په نوم راځي، خو ریاضي، انګلیسي، کیمیا او فزیک هم لولي.
فضیله وایي، له مخکې یې یو بل تعلیمي مرکز درلود، خو طالبان پرې خبر شول، تر پوښتنو لاندې راغله او ورته خبرداری ورکړل شو چې د تکرار په صورت کې به زنداني شي.
د راپور له مخې، رڼا نومې یوې بلې ځوانې ښځې، چې د انجنیرۍ زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې، اوس د خیاطۍ په یوه مرکز کې نجونو ته په پټه ریاضي او نور مضامین تدریسوي.
هغې ویلي، یو ځل طالبانو پر مرکز چاپه وهلې وه، خو د مرکز کارکوونکو کمپیوټرونه او کتابونه پټ کړي وو او یوازې د خیاطۍ توکي یې پرې ایښي وو.
راپور زیاتوي چې د دغو پټو ټولګیو ګډونوالې د نیولو او سزا له وېرې له سختو محدودیتونو سره ژوند کوي.
ارغوان وایي، کله چې کور پرېږدي، خپلې کورنۍ ته وایي چې د قران زدهکړو ته ځي. نوموړې د تور حجاب، نقاب او دستکشو په اغوستو اړ ده او د نیول کېدو له وېرې ژوند کوي.
د راپور له مخې، ډېری ګډونوالې د اوږدمهالې نا امیدۍ، رواني فشار او ان خپګان سره مخ دي.
فضیله خبرداری ورکوي چې که د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
هغې ویلي: «که د نجونو زدهکړې همداسې محدودې پاتې شي، ټولنه به له منځه ولاړه شي. افغانستان ښځینه ډاکټرانو، قاضیانو او انجنیرانو ته اړتیا لري.»
راپور وایي، سره له محدودیتونو او خطرونو، په افغانستان کې د پټو تعلیمي شبکو دوام ښيي چې ګڼې افغانې نجونې او ښځې لا هم د زدهکړو او د یو بل ډول راتلونکي هیله له لاسه نه ده ورکړې.