• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: له افغانستان سره پر ګډه پوله د صنعتي نشه‌يي توکو کشف څلور برابره زیات شوی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، له افغانستان سره د دغه ولایت پر ګډه پوله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د صنعتي نشه‌يي توکو، په ځانګړې توګه د «شیشې» کشف څلور برابره زیات شوی دی.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع د دوشنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان سره پر ګډه پوله یو نیم ټن نشه‌يي توکي کشف او نیولي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو نشه‌يي توکو کې تریاک، هیرویین او صنعتي نشه‌يي توکي شامل دي.

شجاع زیاته کړې، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د خراسان رضوي ولایت په سرحدي سیمو کې د نشه‌يي توکو ټولیز کشف دوه برابره زیات شوی دی.

هغه څرګنده کړې، چې د کشف شویو نشه‌يي توکو ډېره برخه تریاک او د هغو مشتقات، لکه هیرویین او مورفین دي؛ خو صنعتي نشه‌يي توکي د ټولو کشف شویو موادو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان ویلي، که څه هم صنعتي نشه‌يي توکي د ټولو کشفیاتو ۳۰ سلنه جوړوي، خو د شیشې او نورو صنعتي نشه‌يي توکو د کشف کچه د تېر کال په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.

نوموړي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو د تولید زیاتوالی او د دغو توکو د بیو لوړېدل له هغو لاملونو څخه دي، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله یې د شیشې د کشف کچه لوړه کړې ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران خراسان رضوي ولایت له افغانستان او ترکمنستان سره ټولټال ۸۳۵ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ۵۳۵ کیلومتره یې له ترکمنستان او ۳۰۰ کیلومتره یې له افغانستان سره ده.

د معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د دغه ولایت د ګډې پولې ۲۹۷ کیلومتره برخه د تایباد د سرحدي ځواکونو تر څارنې لاندې ده.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

•
•
•

نور خبرونه

پر سعودي د یمني یاغیانو بریدونه؛ د ریاض هوايي ډګر لا هم تړلی دی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

سعودي عربستان وايي، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له ګواښ سره مخ شوی او د ریاض هوايي ډګر به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د دغه هوايي ډګر پر یوه ترمینل توغندیز برید وشو، چې یمني یاغیانو یې مسولیت منلی و.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف، چې په یمن کې د حکومت له ځواکونو ملاتړ کوي، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د راتلونکو بریدونو خبر ورکړی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه بریدونه شنډ شوي که نه.

د راپور له مخې، حوثیانو له تېرې اوونۍ راهیسې د سعودي پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د پراخې سیمه‌ییزې جګړې د پراخېدو په ترڅ کې شوي او د سعودي د هوايي حریم ځینې برخې یې تړلې دي. په ریاض کې د الوتنو د ځنډېدو له امله د سعودي پلازمېنې پر اسمان هم د الوتکو تګ راتګ د پام وړ کم شوی دی.

سعودي عربستان اوس یو پېچلی امنیتي وضعیت تجربه کوي؛ ځکه یې په باب‌المندب تنګي کې د حوثیانو د پرمختګ د مخنیوي او له دې مهمې سمندري لارې څخه د تېلو د لېږد د خوندي کولو لپاره یو ځل بیا د یمن په کورنۍ جګړه کې پوځي ښکېلتیا زیاته کړې ده. د یمن پوځي سرچینې وايي، د سعودي په ملاتړ ځواکونو په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی، خو په نورو جبهو کې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د حوثیانو پر وړاندې د فشار پایلې ښايي وخت ونیسي.

په همدې حال کې، د سعودي سیمه‌ییز سیال ایران د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي: «موږ څو ځله چمتووالی ښودلی چې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اسانه کولو کې مرسته وکړو.»

متحده عربي امارات د خلیجي هېوادونو د ګډ امنیت غوښتنه کوي

متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ د سعودي پر ضد د بریدونو په غبرګون کې د خلیجي هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي او دفاعي اقداماتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي، پر سعودي بریدونه د ټولو خلیجي هېوادونو امنیت زیانمنوي. هغه زیاته کړې چې د خلیج د ګډ امنیت له پامه غورځول «نور یې زړور کړي چې د سیمې پر هېوادونو له خپلو حدودو واوړي».

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د کلونو لپاره په یمن کې متحدان وو، خو د یمن د حکومت په ملاتړ پوځي ایتلاف کې یې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کاوه او تېر ژمی یې اړیکې ترینګلې شوې.

د سعودي د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان بیا په یوه کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې د اقتصادي پراختیا د موخو لپاره د پانګونې راجلبولو ته ژمن پاتې کېږي. هغه زیاته کړې: «زموږ د انرژۍ د نظام او صنعتي وړتیا پراختیا دوام لري.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن له حوثیانو سره پر بریدونو کې له سعودي عربستان سره د یوځای کېدو احتمال ارزوي، خو تر اوسه د امریکا له لوري د پوځي اقدام نښه نه ده څرګنده شوې.

حوثیانو، سره له دې چې د سعودي هوايي بریدونه پرې زیات شوي، د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو د بریدونو د درولو نښه نه ده ښودلې. دوی ګواښ کړی چې هوايي ډګرونه، هوايي حریم او د تېلو تاسیسات به په نښه کړي؛ هغه تاسیسات چې د سعودي د اقتصاد او پراختیايي پلانونو مهمه برخه جوړوي.

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کونړ کې د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې پروګرام جوړ کړی؛ خو پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د عقیدې د روزنې اړتیا څنګه تشخیص شوې او دا پروګرام د ژورنالېزم د پیاوړتیا لپاره دی، که د خبریالانو د فکر د یوې ټاکلې تګلارې له مخې برابرولو لپاره؟

کونړ کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکو په دغه پروګرام کې د تېرو شلو کلونو د رسنیزو محتواوو پر څرنګوالي نیوکه کړې او له خبریالانو یې غوښتي چې د دوی په وینا، د «دښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې فرهنګي او فکري مبارزه وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان د پروګرام په پرانیسته کې ویلي: «دښمن په نظامي جګړه کې ماته خوړلې ده، اوس د فرهنګي او فکري مبارزې وخت دی، باید په دې برخه کې هم کلکه مبارزه وکړو او دښمن ته په دې ډګر کې هم ماته ورکړو.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سلاکار مولوي خالقیار احمدزي هم د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال د رسنیو پر محتوا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې خپرونې د افغانانو له عقیدې او ارزښتونو سره په ټکر کې وې او پر خلکو تحمیل شوې وې.

خو د وزارت په خبرپاڼه کې د دغو خپرونو مشخص مثالونه نه دي وړاندې شوي او نه هم روښانه شوې چې د خبریالانو د عقیدوي روزنې اړتیا د کومو ارزونو یا شواهدو پر بنسټ ټاکل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي بیا ویلي چې رسنۍ د ټولنې مهم ځواک دی او باید د هېواد د پرمختګ، ابادۍ، ملي یووالي او د ځوانانو د هڅونې لپاره وکارول شي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د نظام مخالفان قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي او جعلي خبرونه او تبلیغات خپروي. هغه له خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي چې د دغو تبلیغاتو مخه ونیسي.

د جعلي خبرونو د مخنیوي او د معلوماتو د کره‌والي غوښتنه د ژورنالېزم له مسلکي مسولیتونو سره تړاو لري؛ خو د دې مسولیت د عملي کولو لپاره د سرچینو تایید، د شواهدو ارزونه، د بېلابېلو نظرونو انعکاس او د مسلکي اخلاقو مراعات اساسي معیارونه دي. له همدې امله، د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې د محتوا او موخو روښانتیا مهمه ده، څو څرګنده شي چې دا روزنه د مسلکي معیارونو د لوړولو لپاره ده، که له خبریالانو څخه د یوې ټاکلې سیاسي او فکري تګلارې د ملاتړ تمه هم کېږي.

مهاجر فراهي له خبریالانو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او کاري ننګونې هم اورېدلې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي: «د خبریالانو د ستونزو حل او د هغوی د کاري چارو اسانتیا د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه دي.»

خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د خبریالانو د مشخصو ستونزو، د حل لپاره د شویو پرېکړو او د فکري او عقیدوي روزنې د درسي موادو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ددغه د پروګرام په اړه اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې خبریالان روزنې ته اړتیا لري که نه؛ بلکې دا ده چې د هغوی د روزنې معیارونه څوک ټاکي، د عقیدوي روزنې اړتیا څنګه ارزول کېږي او د دې پروګرام په پایله کې به د خبریالانو مسلکي خپلواکي او د معلوماتو د بې‌ طرفه خپرولو اصول څنګه خوندي پاتې کېږي.

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، «د تحریک طالبان پاکستان غړي او مشران په افغانستان کې له وسلو سره ازاد ګرځي». دراني افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي.

د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به تر ټولو ډېر پر عامو خلکو اغېز وکړي.

دراني زیاته کړې، چې ښايي د نوموړي څرګندونې د طالبانو خوښې نه شي، خو د ده په وینا، «په افغانستان کې هېڅکله تلپاتې ثبات نه دی رامنځته شوی او طالبان حتمي او دایمي واکمنان نه دي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال له اصف دراني څخه وپوښتل، چې طالبان ادعا کوي مخالفې ډلې یې د چترال له لارې د ورانکارو فعالیتونو لپاره افغانستان ته اوړي، په دې اړه د نوموړي دریځ څه دی؟ دراني په ځواب کې وویل، چې طالبان دا خبرې د خلکو د پوښتنو د ځوابولو لپاره کوي.

د دراني په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړو ته اجازه ورکړل شوې چې له وسلو سره په ازاد ډول وګرځي او د دې ډلې مشران هم په افغانستان کې دي.

کله چې خبریال ورته وویل چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په نوم کومه ډله نشته، دراني په ځواب کې وویل، «طالبان دروغ وایي، طالبان د کلمې تر څنګ درواغ هم وایي».

هغه زیاته کړې، چې دی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، طالبانو به ورته ویل چې «د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پاکستان دوی ته پیسې ورکړي».

دراني ویلي، چې د طالبانو او پاکستان د ستونزې د حل لپاره اوس منځګړي نشته او خبرې بې‌پایلې پاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې اختلاف د حل لپاره د دواړو هېوادونو خلک او ولسونه مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال له دراني وپوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه، د ویزو محدودیتونه او د لارو بندول ایا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دي؟ دراني په ځواب کې وویل، « تر یو بریده هو، خو طالبان فشار نه مني، ځکه خپلو خلکو ته وایي چې پاکستان له دوی سره بد کړي دي او که څوک په دې وضعیت کې مړ شي، دا د خدای رضا ده».

کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال ترې وپوښتل، چې طالبان بیا ادعا کوی چې د پاکستان وضعیت خراب دی، دراني ځواب ورکړ: «که وضعیت خراب وي، طالبان دې راشي او مرسته دې وکړي».

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی. د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو یوڅه وخت باید ورکړل شي.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو او ترلاسه شویو اسنادو له مخې، طالبانو په کابل کې د اماراتو (شیخ زاید) ښارګوټي د یو شمېر اپارتمانونو د بېرته ترلاسه کولو بهیر پیل کړی او د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی لېست یې صادر کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې ټول ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخیستو له خطر سره مخ دي.

د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې ښکاري چې د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډله‌ییزې عریضې له لارې د طالبانو د ښارجوړولو او کور جوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او د ریاست‌الوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې ده.

د اوسېدونکو په وینا، دوی چمتو دي چې د اپارتمانونو لپاره د خپلو ورکړل شویو قسطونو کچه له ۵۰ سلنې لوړه کړي، خو د دوی غوښتنو ته تر اوسه رسیده ګي نه ده شوې.

دوی وایي، د قسطونو په ورکولو کې ځنډ د مالي ژمنو د نه منلو یا قصدي سرغړونې له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو، د عوایدو د کمېدو او بېکارۍ له کبله رامنځته شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، ځینو کسانو د معلوماتو د نشتوالي او ناسمو برداشتونو له امله هم ګومان کاوه چې ښایي په راتلونکي کې قسطونه وبښل شي یا یې اندازه راکمه شي.

د ښارګوټي اوسېدونکي څوک دي؟

د اوسېدونکو په وینا، داسې برداشت هم رامنځته شوی چې ګواکې د شیخ زاید ښارګوټي اپارتمانونه د پخواني جمهوري حکومت د سیاستوالو، وکیلانو او وزیرانو دي، چې په تېرو وختونو کې یې قسطونه نه دي ورکړي او اوس هم د پیسو د ور کولو اراده نه لري.

خو د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، دغه ښارګوټی د یوه کوچني افغانستان په څېر دی، چې د بېلابېلو قومونو، ژبو او ټولنیزو قشرونو خلک پکې ژوند کوي. د دوی په وینا، د ښارګوټي ډېری اپارتمانونه د کلونو په اوږدو کې څو ځله پېرل شوي او پلورل شوي او اوسني مالکان یې تر ډېره عادي خلک او په ځینو مواردو کې بې‌وزله کورنۍ دي.

دوی ټینګار کوي چې د قسطونو د ور کولو په برخه کې ستونزې باید د هرې کورنۍ د اقتصادي وضعیت او شرایطو په پام کې نیولو سره وارزول شي.

د ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له امله اړ شوي یو، چې د لګښتونو په منلو سره د خپلو خلکو له منځه یو پلاوی کندهار ته واستوو، څو د قسطونو د ورکولو لپاره یو ځل بیا د مهلت غوښتنه وکړي».

د دوی په وینا، دوی د پورونو د بښلو، معافیت یا د قسطونو د کمولو غوښتنه نه کوي، بلکې یوازې د پاتې پیسو د ورکولو لپاره اضافي وخت غواړي.

اوسېدونکي وایي، «موږ دا ادعا هم نه کوو، چې د شیخ زاید ښارګوټی د شیخ زاید ډالۍ وه، نه دا غوښتنه کوو چې دغه اپارتمانونه دې ونه پلورل شي او نه هم دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې ښارګوټی لا هم د کلینیک، ښوونځي او شنو ساحو په څېر له ډېرو بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دی».

د ښارګوټي د اوسېدونکو په وینا، دوی یوازې دا غواړي، چې د قسطونو د تادیې لپاره یو بل فرصت ورکړل شي.

د اپارتمانونو اوسېدونکي وايي، چې که دغه کورونه بېرته واخیستل شي او نورو کسانو ته وسپارل شي، هغوی به هم اړ وي چې قسطونه ورکړي، نو ولې لومړی اوسنیو مالکینو ته فرصت نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د کورونو د بیې یوه برخه یې ورکړې او د پاتې پیسو د تادیې لپاره هم چمتو دي.

د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د قسطونو د ورکولو لپاره د اضافي مهلت غوښتنه مو د دې لپاره ده چې خپلې مالي ژمنې پوره کړای شو او له خپلو کورنیو سره په خپلو کورونو کې پاتې شو».

د اوسېدونکو په وینا، د دوی غوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي او د همدې وضعیت دوام یې اندېښنې او ناهیلي زیاتې کړې دي.

ددغه رپوټ تر خپرېدو پورې طالب چارواکو د ښارګوټي د اوسېدونکو د ادعاوو او غوښتنو په اړه په علني توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
په دغه راپور کې چې د سپټمبر له لسمې د اکټوبر تر لسمې موده رانغاړي راغلي، چې په دې موده کې د خبریالانو پر وړاندې د مستقیم تاوتریخوالي پېښې د تېرو میاشتو پرتله لږې وې؛ خو پر ځای یې قانوني ابهام، د واک ناوړه کارول، فکري فشارونه او د انځورونو او ویډیوګانو سانسور پراخ شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون د ختیځو ولایتونو ځايي طالب چارواکو له خبریالانو غوښتي، چې له پاکستان سره د ترینګلتیاوو پرمهال بې‌طرفي پرېږدي او د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد مطالب خپاره کړي. د راپور د ارزونې له مخې، دغه ډول غوښتنې د خبریالانو مسلکي بې‌طرفي زیانمنوي.

په بدخشان کې بیا د طالبانو د ۲۱۹ عمري قول اردو مرستیال غلام‌الله احمدي د خبریالانو او د رسنیو د استازو په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې مبارزه یوازې د جګړې تر ډګر محدوده نه‌ده. راپور وايي، دغه ډول پوځي څرګندونې خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کولای شي.

د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرکز او شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو لپاره د «فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې» په نوم سیمینارونه هم جوړ کړي دي. راپور دغه پروګرامونه د خبریالانو پر خپلواکۍ د فشار یوه بڼه بللې او ویلي یې دي، چې له دې لارې هڅه کېږي خبریالان د واکمنو له اېډیالوژۍ او غوښتنو سره سم کار وکړي.

په سوېلي ولایتونو کې هم د انځورونو او ویډیوګانو پر اخیستلو محدودیتونه راپور شوي دي. د راپور له مخې، د سپټمبر په ۸مه په کندهار کې یو خبریال د تصویر اخیستلو له امله د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شو. د سپټمبر په ۲۳مه د کندهار د سوداګرۍ خونې په یوه رسمي غونډه کې هم طالب محتسبینو خبریالان ګواښلي او د تصویر او ویډیو اخیستلو مخه یې نیولې ده.

راپور وايي، د اکټوبر په ۴مه د کندهار د امر بالمعروف ریاست ولایتونو ته په یوه رسمي لیک کې لارښوونه کړې چې په هېڅ خبري ناسته او لیدنه کې خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه ورنه کړي.

د امسو د راپور له مخې، په پکتیا کې هم یو سیمه‌ییز خبریال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله په اړه د څرګندونو پرمهال د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د یوې ورځې لپاره نیول شوی و. د راپور له مخې، دغه خبریال د نیول کېدو پرمهال وهل شوی او تر خوشې کېدو وروسته ترې د ورته موضوعاتو د نه څېړلو په اړه لیکلې ژمنه اخیستل شوې ده.

د راپور په بله برخه کې ویل شوي، چې په هلمند، زابل او روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکو د ځايي راډیوګانو پر خپرونو څار زیات کړی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپرونو منځپانګه د طالبانو له اصولو سره برابره کړي. همداراز د اکتوبر په ۲مه په زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له یوه سیمه‌ییز خبریال سره د مرکې پرمهال لفظي سپکاوی او ناوړه چلند کړی دی.

راپور معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې ته هم اشاره کړې او وايي، چې په ختیځو ولایتونو کې ځايي طالب چارواکي تازه معلومات لومړی خپلو تبلیغاتي شبکو ته ورکوي او وروسته یې له خپلواکو رسنیو سره شریکوي. د راپور له مخې، خبریالانو څو ځله دغه ستونزه له سیمه‌ییزو مسوولانو سره شریکه کړې؛ خو د حل لپاره یې عملي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

په پای کې د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل راپور کې خبرداری ورکوي، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.