• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل- جلال‌اباد لویه لار له تړل کېدو وروسته بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل – جلال‌اباد لویه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده. دا لاره تېره شپه د سختو ورښتونو او غر ښویېدنې له امله د ورېښمو تنګي په سیمه کې تړل شوې وه.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د تلې پر ۲۰مه وویل، چې د کابل او جلال‌اباد لویه لاره، چې د تېرې شپې د سختو ورښتونو او غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، دا لویه لاره د تېرې شپې د شدیدو بارانونو او د غره ښویېدو له امله د ورېښمو تنګي په سیمه کې بنده شوې وه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، عملیاتي ډلې تر پرله‌پسې هڅو او کار وروسته وتوانېدې چې دغه لار بېرته د موټرو او مسافرو پر مخ پرانیزي.

وزارت څرګنده کړې چې که څه هم لار پرانیستل شوې، خو په یاده سیمه کې د سړک له مخ څخه د پاتې شویو خاورو او ډبرو د بشپړ پاکولو چارې لا هم دوام لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

•
•
•

نور خبرونه

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
په دغه راپور کې چې د سپټمبر له لسمې د اکټوبر تر لسمې موده رانغاړي راغلي، چې په دې موده کې د خبریالانو پر وړاندې د مستقیم تاوتریخوالي پېښې د تېرو میاشتو پرتله لږې وې؛ خو پر ځای یې قانوني ابهام، د واک ناوړه کارول، فکري فشارونه او د انځورونو او ویډیوګانو سانسور پراخ شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون د ختیځو ولایتونو ځايي طالب چارواکو له خبریالانو غوښتي، چې له پاکستان سره د ترینګلتیاوو پرمهال بې‌طرفي پرېږدي او د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد مطالب خپاره کړي. د راپور د ارزونې له مخې، دغه ډول غوښتنې د خبریالانو مسلکي بې‌طرفي زیانمنوي.

په بدخشان کې بیا د طالبانو د ۲۱۹ عمري قول اردو مرستیال غلام‌الله احمدي د خبریالانو او د رسنیو د استازو په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې مبارزه یوازې د جګړې تر ډګر محدوده نه‌ده. راپور وايي، دغه ډول پوځي څرګندونې خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کولای شي.

د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرکز او شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو لپاره د «فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې» په نوم سیمینارونه هم جوړ کړي دي. راپور دغه پروګرامونه د خبریالانو پر خپلواکۍ د فشار یوه بڼه بللې او ویلي یې دي، چې له دې لارې هڅه کېږي خبریالان د واکمنو له اېډیالوژۍ او غوښتنو سره سم کار وکړي.

په سوېلي ولایتونو کې هم د انځورونو او ویډیوګانو پر اخیستلو محدودیتونه راپور شوي دي. د راپور له مخې، د سپټمبر په ۸مه په کندهار کې یو خبریال د تصویر اخیستلو له امله د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شو. د سپټمبر په ۲۳مه د کندهار د سوداګرۍ خونې په یوه رسمي غونډه کې هم طالب محتسبینو خبریالان ګواښلي او د تصویر او ویډیو اخیستلو مخه یې نیولې ده.

راپور وايي، د اکټوبر په ۴مه د کندهار د امر بالمعروف ریاست ولایتونو ته په یوه رسمي لیک کې لارښوونه کړې چې په هېڅ خبري ناسته او لیدنه کې خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه ورنه کړي.

د امسو د راپور له مخې، په پکتیا کې هم یو سیمه‌ییز خبریال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله په اړه د څرګندونو پرمهال د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د یوې ورځې لپاره نیول شوی و. د راپور له مخې، دغه خبریال د نیول کېدو پرمهال وهل شوی او تر خوشې کېدو وروسته ترې د ورته موضوعاتو د نه څېړلو په اړه لیکلې ژمنه اخیستل شوې ده.

د راپور په بله برخه کې ویل شوي، چې په هلمند، زابل او روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکو د ځايي راډیوګانو پر خپرونو څار زیات کړی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپرونو منځپانګه د طالبانو له اصولو سره برابره کړي. همداراز د اکتوبر په ۲مه په زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له یوه سیمه‌ییز خبریال سره د مرکې پرمهال لفظي سپکاوی او ناوړه چلند کړی دی.

راپور معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې ته هم اشاره کړې او وايي، چې په ختیځو ولایتونو کې ځايي طالب چارواکي تازه معلومات لومړی خپلو تبلیغاتي شبکو ته ورکوي او وروسته یې له خپلواکو رسنیو سره شریکوي. د راپور له مخې، خبریالانو څو ځله دغه ستونزه له سیمه‌ییزو مسوولانو سره شریکه کړې؛ خو د حل لپاره یې عملي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

په پای کې د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل راپور کې خبرداری ورکوي، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
رضا فرزام
100%

د انارو د حاصلاتو موسم رارسېدلی، خو د یوه افغان بڼوال اصلي اندېښنه د انارو راټولول نه؛ بلکې د پېرودونکو موندل دي. هغه افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلې ویډیو کې خپل د انارو بڼ ښيي او وايي، ان د محصولاتو د بیې پوښتنې لپاره هم څوک نه ورځي.

د دغه بڼوال په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدل پاکستان ته د انارو د صادراتو لاره بنده کړې او هغه ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بڼوال کیسه د هغه ناورین د پایلو انځور وړاندې کوي، چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ګډوډه کړې او اغېزې یې له ډیورنډ کرښې تر بڼونو، بازارونو او د کورنیو تر ژوند پورې رسېدلې دي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال (د تلې پر ۲۰مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او د سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډې په لارو کې هم سوداګریز فعالیتونه ګډوډ شول.

اټکلونه ښيي، چې له کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیون ډالره وه؛ هغه شمېره چې په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو اوړي.

د یوه کال په تېرېدو سره امنیتي اختلافات لاهم د سوداګرۍ د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. په دې موده کې افغانستان د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده؛ خو د صادراتو کمښت، د ټرانزیټي سوداګرۍ راټیټېدل او د لېږد رالېږد لګښتونو زیاتوالی ښيي، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل موندل هم ډېر لګښت لري.

د ورځې ۶.۴۵ مېلیون ډالره سوداګري؛ په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو رسېږي

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲۲۶ مېلیون ډالره و. که دغه موده نږدې ۱۵۰ ورځې وګڼل شي؛ نو پاکستان ته د افغانستان د ورځنیو صادراتو منځنۍ کچه نږدې ۱.۵ مېلیون ډالرو ته رسېده.

د دغه راپور له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د ټولو وارداتو ارزښت شاوخوا ۵.۳ مېلیارد ډالره و چې ۱۴ سلنه یې له پاکستان نه تامینېدل. له دغه هېواده د وارداتو ارزښت شاوخوا ۷۴۲ مېلیون ډالره و، چې د ورځنۍ منځنۍ کچه یې ۴.۹۵ مېلیون ډالره محاسبه کېږي.

له همدې امله، د لارو تر تړل کېدو مخکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ ورځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیونه ډالر اټکل شوې ده. که دغه اندازه د ۳۶۵ ورځو لپاره محاسبه شي، نو په یوه کال کې نږدې ۲.۳۵ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. په دې کې له افغانستان نه د شاوخوا ۵۵۰ مېلیونه ډالرو صادرات او له پاکستان نه د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.

دغه شمېره یوازې د دواړو هېوادونو مستقیمه سوداګري رانغاړي او ټرانزیټي راکړې ورکړې په‌کې نه‌دي شاملې شوې. که د ټرانزیټي توکو ارزښت هم ورسره حساب شي؛ نو د لارو د تړل کېدو له امله اغېزمنه شوې سوداګري ښايي تر دې کچې ډېره لوړه وي.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه د بدیلو لارو له لارې ترسره شوې، یوه برخه یې درېدلې او بله برخه یې د لېږد رالېږد په لوړو لګښتونو ترسره شوې ده.

د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټ صفر ته رسېدلی

د پاکستان د ګمرکي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمېدو بهیر په څرګنده توګه لیدل کېږي. د ۲۰۲۳ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۱۰۲زره او ۸۸۶ ته رسېده. دغه شمېر په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴زره او ۱۱۴ کانټینرونو او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راکم شو.

خو په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونه ثبت شوي، چې ارزښت یې ۳۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېده. دغه سوداګریز کانټینرونه د لارو تر تړل کېدو مخکې پاکستان ته داخل شوي وو او د لارو له تړل کېدو وروسته له افغانستان نه پاکستان ته د نویو سوداګریزو کانټینرونو لېږد درېدلی دی.

په دې توګه د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر د ۲۰۲۵ مالي کال پرتله شاوخوا ۷۳ سلنه او د ۲۰۲۳ مالي کال پرتله ۸۸.۷ سلنه کم شوی دی.

100%

که څه هم د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمښت بهیر پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له رامنځته کېدو مخکې پیل شوی و؛ خو د لارو اوږدمهاله تړل کېدو دغه بهیر لا پسې چټک کړی دی.

د پاکستان له خاورې د درېیمګړو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر کمښت ثبت شوی دی. د هغو صادراتو ارزښت چې د واګه او د پاکستان د بندرونو له لارې لېږدول کېدل په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی، چې نږدې ۹۸.۵ سلنه کمښت ښيي.

د دغه ناورین اغېزې یوازې له افغانستان سره د پاکستان پر مستقیمې سوداګرۍ محدودې نه‌دي. د پاکستان د حکومت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت د تېرکال پرتله ۵۰.۶ سلنه کم شوی او له ۴۴۳.۷ مېلیون ډالرو څخه ۲۱۹.۱ مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

په دې موده کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۱ سلنه او له دغه هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۸۸.۳ سلنه کم شوي دي. خو د دغه کمښت یوه برخه د لارو له تړل کېدو سره تړاو لري. پاکستان په همدې موده کې هڅه کړې، چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو تمرکز زیات کړي.

100%

د افغانستان صادرات ۱۸ سلنه کم شوي دي

د نړۍوال بانک د تازه راپور له مخې، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۱۴۵.۶ مېلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم د صادراتو د نږدې ۱۸سلنه کمښت راپور ورکړی دی.

خوراکي توکي چې د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۸ سلنه جوړوي تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د دغه توکو د صادراتو ارزښت په اګست میاشت کې ۹۸.۵ مېلیون ډالرو ته رسېدلی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۶ سلنه کم شوی دی.

د ډبرو سکرو صادرات هم د ۲۰۲۶کال په اګست کې صفر ته رسېدلي دي؛ پاکستان په تېرو کلونو کې د دغه توکو له مهمو بازارونو څخه و. په مقابل کې د نساجۍ صادرات ۲۲.۳ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي او د تېرکال د اګست پرتله ۲۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه توپیر څرګندوي، چې د صادراتو د لارو او بازارونو بدلون پر ټولو توکو یو شان اغېز نه‌دی کړی.

د بڼوالو ستونزې یوازې د صادراتو تر شمېرو محدودې نه‌دي. په کابل کې یوه بڼوال په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اوبو کمښت یې د مڼو حاصلات زیانمن کړي او د مناسبو بازارونو نشتوالي د محصولاتو پلور ستونزمن کړی دی.

پاکستان ته د صادراتو محدودیتونو، د لېږد لوړو لګښتونو او د سړو خونو او بسته‌بندۍ د امکاناتو کمښت د بڼوالو د محصولاتو د زیان کچه لوړه کړې ده. د ژر خوسا کېدونکو توکو لپاره د لېږد د مودې اوږدېدل د کیفیت د ټیټېدو، د پېرودونکو له لاسه ورکولو او تولیدوونکو ته د مستقیم مالي زیان د اوښتو لامل کېدای شي.

ایران او منځنۍ اسیا د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو لارو کنټرول په لاس کې اخیستی

د تېر یوه کال پرمهال د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې یو له مهمو بدلونونو څخه د سوداګرۍ د لارو او جغرافیې بدلون دی. پاکستان چې پخوا د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، اوس یې دغه ځای له لاسه ورکړی او نور د افغانستان د صادراتو په مهمو بازارونو کې نه راځي.

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د اګست د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتو ۵۶.۶ سلنه د ایران او ۳۸.۹ سلنه د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې لېږدول شوي دي. د وارداتو د سرچینو په منځ کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنه ونډې په لرلو سره افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و.

دغه بدلون ښيي، چې افغانستان توانېدلی له پاکستان پرته د خپلو وارداتو لویه برخه برابره کړي؛ خو بدیلو لارو لاهم د پخوانۍ لارې ټولې اقتصادي او ترانزیټي ګټې نه‌دي جبران کړې.

د ایران له لارې د سیمه‌ییزو ناڅرګندتیاوو، د شمالي لارو د محدود ظرفیت او د لېږد د لوړو لګښتونو له امله د افغانستان سوداګري لا هم زیان‌منېدونکې ده. د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو توکو پر دغه دوو لارو تکیه، پر نویو ترانزیټي لارو د افغانستان تمرکز رامنځته کړی دی.

د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د افغانستان واردات شاوخوا ۱.۱۹ مېلیارد ډالرو ته رسېدلي او د بهرني سوداګرۍ کسر ۱.۰۵ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی و. دغه کسر د تېر کال د ورته مودې پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه شمېرې څرګندوي، چې د وارداتو د لارو له بدلون سره سره، د افغانستان د اقتصاد اساسي ستونزه یعنې پر بهرنیو توکو پراخه تکیه او د صادراتو محدود ظرفیت لاهم پر خپل ځای پاتې دی.

۷.۶ سلنه انفلاسیون؛ د ګډوډې سوداګرۍ لګښتونه کورني بازار ته هم رسېدلي

د لارو او دروازو د تړل کېدو اغېزې یوازې تر بهرنۍ سوداګرۍ نه‌دي محدودې؛ بلکې کورني بازار او د خلکو پر ژوند یې هم اغېز کړی دی. د وارداتي توکو لېږد اوږدو او زیاتو لګښت لرونکو لارو، په ځانګړي ډول شمالي مسیرونو، ته په بدلېدو سره د توکو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي او پر پېرودونکو یې لا ډېر اقتصادي فشار راوستی دی.

د نړۍوال بانک د تازه اټکل له مخې، د افغانستان کلنی انفلاسیون د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۶.۷ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د جولای په میاشت کې ۷.۵ سلنه و. د خوراکي توکو انفلاسیون اووه سلنه او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۶.۴ سلنه ثبت شوی دی.

100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې هم پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له پیل وروسته میاشتو کې د انفلاسیون د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. د ۱۴۰۴کال په تلې میاشت کې په ټول هېواد کې کلنی انفلاسیون ۲.۹ سلنه او په کابل کې ۵.۱ سلنه و؛ خو د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي میاشتې پورې دغه کچه په ټول هېواد کې ۷.۶ سلنې او په کابل کې ۸.۶ سلنې ته لوړې شوې.

خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.

سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.

سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول

د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمه‌ییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نه‌دي جبران کړې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمه‌ییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې ۴زره او ۵۸۲ پېښې ثبت شوې دي. راپور په دې موده کې د ۱۴۱۵ ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا ته وړاندې کړی، دوشنبه ( د تلې ۲۰مه) خپور شوی او د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې موده رانغاړي.
په راپور کې راغلي، چې ناامنۍ، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، چاپېریالي ستونزو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د راپور له مخې، که څه هم د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې پېښې د تېر راپور پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي؛ خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه کمښت افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه‌دی.

راپور زیاتوي، د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو ډېرې سرغړونې د بشري مرستو په برخه کې ثبت شوې چې د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او شمېر یې ۲زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلی دی.

همدارنګه په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۸۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو او مهماتو له امله رامنځته شوې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی چې د ناچاوده توکو له امله په‌کې د خلکو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه ده.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وانسا فریزر ویلي، هېڅ ماشوم باید په دې وېره کې ژوند ونه کړي چې ښوونځی، سړک یا د لوبو ځای به یې د مرګ او ټپي کېدو پر ځای بدل شي.

وسله‌والو فعالیتونو ته د ماشومانو جذب ۸۱ سلنه زیات شوی

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د جذب او په وسله‌والو فعالیتونو کې د کارونې پېښې د تېر راپور پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې او ۵۵۷ ته رسېدلې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه ماشومان د طالبانو له‌خوا جذب شوي او په‌کې د ځینو عمر ان ۱۲ کاله ښودل شوی دی. همدارنګه په دې موده کې ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوند تورونو یا له وسله‌والو ډلو سره د تړاو په تور بندیان شوي او له خپلې ازادۍ محروم شوي دي.

راپور زیاتوي، دغه شمېر د ټولو زنداني ماشومانو بشپړ انځور نه وړاندې کوي؛ ځکه طالبانو په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې زندانونو او توقیف ځایونو ته د ملګرو ملتونو د لاسرسي او د پېښو د څېړلو او تایید بهیر له خنډ سره مخ کړی و.

وانسا فریزر له طالب چارواکو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو استازو ته له توقیف ځایونو د لیدنې او څېړنې زمینه برابره کړي.

د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه

راپور وړاندې کاږي، چې د نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو سره هغوی تر نورو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو محرومیت د هغو محدودیتونو له ډلې دی، چې د نجونو پر ژوند یې ژورې اغېزې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې د ښځینه بشري مرستندویانو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونو، د ښځو او ماشومانو لپاره د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده.

همدارنګه، د ۲۰۲۴کال په اګست کې د طالبانو له‌خوا د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون خپرېدل او پراخ محدودیتونه د ښځو او ماشومانو لپاره د مهمو خدمتونو پر وړاندې ستر خنډونو ګڼل شوي دي.

فریزر له طالب چارواکو غوښتي، هغه قوانین او تګلارې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو د بشپړ خوندیتوب او په ټولنه کې د هغوی د ګډون مخه نیسي. هغې په کورنیو او نړۍوالو نادولتي ادارو او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او د ښوونځیو د بریدونو پېښې

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او نورو جنسي تاوتریخوالو ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغه پېښو کې اته هلکان او ۱۶ نجونې قرباني شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د شرم، د غچ اخیستنې وېرې او نورو ټولنیزو ستونزو له امله د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ډېرې پېښې نه راپور کېږي. په راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د «بچه‌بازۍ» د منع کولو پر مسلې هم ټینګار شوی او ویل شوي، چې د دغه بندیز بشپړ عملي کېدل اړین دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې پر ښوونځیو او روغتونونو ۳۳۸ بریدونه تایید شوي چې ۱۶۳ یې پر ښوونځیو او ۱۷۵ نور یې پر روغتونونو شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې موده کې د افغانستان په شمال او شمال‌ختیځ کې ۵۷۶ هلکان د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

په راپور کې راغلي، دغه هلکان د طالبانو د دفاع وزارت د هغه فرمان له مخې خوشې شوي چې په وسله‌وال ځواک کې د ماشومانو جذب او کارول منع کوي. د ملګرو ملتونو استازې ویلي، چې د ماشومانو د حقونو د سرغړونو د مخنیوي او د اغېزمنو ماشومانو د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې مرستې مهمې دي.
د راپور له مخې، د بشري مرستو دوام، د ماشومانو د خوندیتوب پروګرامونو پیاوړتیا، له وسله‌والو فعالیتونو د جلا شویو ماشومانو بېرته ټولنې ته ورګډېدل، د ماینونو او ناچاوده توکو پاکول او د قربانیانو ملاتړ هغه برخې دي چې زیاتې مالي سرچینې او نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

وانسا فریزر ټینګار کړی، د هرې شمېرې تر شا د یوه ماشوم ژوند پروت دی چې د تاوتریخوالي او جګړې له امله د تل لپاره بدل شوی دی. ملګرو ملتونو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
•
فضل احمد معنوي
100%

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل‌احمد معنوي په دغه مقاله کې، چې افغانستان انټرنشنل ته یې لیکلې ده، پر دې بحث کوي چې ولې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکه له ملګرتیا څخه مقابلې ته رسېدلې ده او دا ناورین د ایران، هند او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه پایلې لري.

د پرونیو ملګرو نننۍ سیالي

د افغان طالبانو او پاکستان،اوسنی ټکر یوازې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر سر یوه عادي شخړه نه شو ګڼلی.

دا ناورین، په حقیقت کې د څو پخوانیو مسایلو د ټکر پایله ده: پر سیاسي نفوذ سیالي، امنیتي اندېښنې، د ډیورنډ کرښې پر سر اختلاف، د پښتني هویت مسله، د هند او پاکستان سیالي، اقتصادي ګټې او له اسلام‌آباد څخه په بهرنیو اړیکو کې د ځان خپلواک ښودلو لپاره د طالبانو هڅه..

پاکستان کلونه کلونه د طالبانو یو له تر ټولو مهمو ملاتړو څخه و او د دې غورځنګ په رامنځته کېدو او بقا کې یې مهم او بنسټیز رول درلود.

سره له دې، د ۱۴۰۰ کال په اسد (زمري) کې واک ته د طالبانو بېرته راستنېدو نه یوازې د پاکستان ټولې امنیتي اندېښنې حل نه کړې؛ بلکې هغه اختلافات یې روښانه کړل چې د ګډې جګړې او مبارزې په دوره کې د جمهوري حکومت له دښمنۍ او د نړیوالو ځواکونو له حضور څخه لاندې پټ پاتې وو.

په وروستیو کلونو کې، دا اختلافات له سیاسي او ډیپلوماټیکو شخړو وتلي او سرحدي نښتو او پوځي بریدونو ته هم رسېدلي دي.

د ۱۴۰۵ کال په میزان میاشت کې، د طالبانو مقاماتو یو ځل بیا د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار وکړ؛ هم‌مهاله، د مسکو سیمه ییزې ناستې د افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو په حضور کې وښودله چې د افغانستان مسله لا هم له امنیتي اندېښنو او پراخو سیمه ییزو سیالیو سره غوټه شوې ده.

اساسي پوښتنه دا ده: هغه اړیکه چې یو وخت پر ملاتړ او همکارۍ ولاړه وه، څنګه داسې یو مخامخ کېدو او مقابلې ته ورسېده؟

آیا پاکستان یوازې له یوې امنیتي ستونزې سره مخ دی، که د هغې تګلارې له پایلو سره مخ شوی چې په تېرو څو لسیزو کې یې پر افغانستان د نفوذ چلوولو لپاره تعقیب کړې وه؟

د دې پوښتنې ځواب باید د لاملونو په یوه ټولګه کې وپلټل شي؛ هغه لاملونه چې په ګډه سره، د ننني ناورین او د افغانستان او سیمې لپاره د هغې د احتمالي پایلو روښانه تصویر وړاندې کوي.

۱. د پاکستان د سیاست میراث؛ د نفوذ لپاره ملاتړ که د ثبات لپاره همکاري؟

د طالبانو د رامنځته کېدو تاریخ، د پاکستان د رول له ارزونې پرته په سمه توګه د درک وړ نه دی.

دا غورځنګ د لمریزې اوویايمې لسیزې په لومړۍ نیمایي (نوېمې میلادي لسیزې) کې د افغانستان په جنوب کې راڅرګند شو او په داسې یو چاپیریال کې وپالل شو چې کورنۍ جګړې، د دولتي بنسټونو کمزوري او د وسله‌والو ډلو سیالي پرې واکمنه وه.

د طالبانو ډېری رهبران او لومړني ځواکونه په پاکستان کې په دیني مدرسو کې روزل شوي وو او په هغه هېواد کې مېشتو شبکو د دې غورځنګ په اکمال، ملاتړ، روزنه او لوژستیکي امکاناتو کې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان په اړه ګڼو څېړنو او راپورونو په ۱۹۹۰ لسیزه او په ۲۰۰۱ کې د هغوی د لومړي رژیم له سقوط وروسته کلونو کې د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان رول څېړلی دی.

په حقیقت کې طالبانو د پاکستان له بې‌دریغه ملاتړ پرته له ځانه بېل تعریف نه درلود.

سره له دې، دې غورځنګ د وخت په تېرېدو سره خپل رهبري، محاسبات او ځانګړې ګټې هم رامنځته کړې دي.

داسې ښکاري چې د پاکستان له پخوانیو محاسبو، یو دا و چې د هغه هېواد تاریخي اړیکې او د نفوذ شبکې به واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته هم د افغانستان پر سیاست د پراخ اغېز زمینه برابره کړي.

خو د نفوذ لرلو او د یوه رژیم پر پرېکړو د واک لرلو ترمنځ بنسټیز توپیر شته.

طالبان اوس غواړي خپلې سیاسي، امنیتي او بهرنۍ پرېکړې د خپلو مشرانو د برداشت او ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.

په مقابل کې، پاکستان تمه لري چې د طالبانو رژیم لږ تر لږه په بنسټیزو امنیتي او سیمه ییزو مسایلو کې د اسلام‌آباد غوښتنې او اندېښنې جدي په پام کې ونیسي.

له همدې ځایه لومړی تناقض ښکاره کېږي: پاکستان د یوه داسې سیاسي او پوځي ځواک په رامنځته کولو کې رول درلود چې اوس حاضر نه دی د هغه هېواد ټولې غوښتنې ومني.

۲. د پاکستاني طالبانو تحریک؛ بېړنی او خونړی اختلاف

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د دواړو خواوو ترمنځ د ناو ین د سختېدو بېړنی او تر ټولو مهم لامل دی.

: دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوه او د افغانستان د طالبانو په الهام او د پاکستان د دولت پر ضد د وسله‌والې مبارزې په موخه فعالیت کوي.

که څه هم د افغانستان طالبان او پاکستاني طالبان تاریخي، مذهبي او ایډیالوژیکې اړیکې لري، خو دوه جلا سازمانونه دي چې بېلابېل مشران او سیاسي اهداف لري.

د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ټیم شپاړسم راپور په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د ځواکونو د پام وړ حضور او پر افغانستان له واکمن چاپیریال سره د دې ډلې اړیکو ته اشاره کړې ده.

دا راپور د ۱۴۰۴ کال په لیندۍ (ډسمبر ۲۰۲۵) کې خپور شو او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د څېړلو لپاره یو له مهمو سرچینو څخه شمیرل کېږي.

اسلام‌آباد له طالبانو غواړي چې د پاکستان پر ضد د بریدونو د سمبالولو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي او د پاکستان ضد وسله‌والو ځواکونو فعالیت مهار کړي.

دا غوښتنه د پاکستان د اتباعو د امنیت او د فرامرزي بریدونو د مخنیوي د مسؤلیت له زاویې یوه جدی مسله ده.

په مقابل کې، طالبان له یوې پېچلې اندېښنې او ستونزې سره مخ دي.

د دواړو جریانونو ترمنځ تاریخي اړیکې او انساني او ټولنیزې شبکې موجودې دي.

د هغوی یو شمېر غړي د افغانستان د جمهوري حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد د جګړې په کلونو کې په ګډو عملیاتوکې حاضر وو.

همدارنګه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او مذهبي اړیکې له دې مسلې سره چلند نور هم ستونزمن کوي.

دا اړیکې، البته، د افغانستان طالبان له دې مسؤلیت څخه نه معاف کوي چې د خپل تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو له کارولو منع وکړي.

هغه هم په هغه صورت کې چې د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ څخه د طالبانو دلیلونه، شواهد او قرائن شتون ولري.

خو لکه څنګه چې پاکستان حق لري د خپلو وګړو امنیت وغواړي، له پولې بهر پوځي اقدامات هم باید د نړیوالو حقوقو، ضرورت، تناسب او بشري پایلو له نظره وڅېړل شي.

اساسي ټکی دا دی چې د ټي‌ټي‌پي بحران یوازې د اړیکو په انکار، دوه اړخیزو تورونو لګولو یا پوځي بریدونو نه حل کېږي.

تلپاتې حل‌لاره، مشخصو ژمنو او د یوه مشروع او ځواب‌ویونکي حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا لري ترڅو د بریدونو مخه ونیسي، صادقانه امنیتي همکاري ولري او د لورو مشروع اندېښنې په پام کې ونیسي.

نو ځکه، ټي‌ټي‌پي د بحران بېړنی لامل دی، خو ټول لامل یې نه دی.

ان که دا مسله حل هم شي، د طالبانو او اسلام‌آباد ترمنځ نور اختلافات به لا هم پر خپل ځای پاتې وي.

۳. خپلواکي؛ له پاکستان سره په اړیکو کې نوې سره کرښه

پاکستان له لسیزو راهیسې هڅه کړې چې افغانستان تر خپل ستراتیژیک نفوذ لاندې وساتي.

د دې میتود، یوه برخه له هند سره پخوانۍ سیالۍ او د هغه هېواد په لویدیځه پوله کې د یوې دښمنانه سیاسي جبهې د رامنځته کېدو په اړه د اسلام‌آباد اندېښنې ته ورګرځي.

خو طالبانو واک ته له بېرته راستنېدو وروسته خپلې بهرنۍ اړیکې یوازې له پاکستان سره محدودې کړې نه دي.

هغوی له چین، ایران، روسیې، هند، د منځنۍ اسیا له هېوادونو او یو شمېر عربي دولتونو سره اړیکې ټینګې کړې دي او له بېلابېلو لوبغاړو سره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په لټه کې دي.

دا څو اړخیزه تګلاره طالبانو ته دا امکان ورکوي چې ډېر اختیارونه ولري؛ خو د پاکستان لپاره بیا په دې معنا ده چې د هغه هېواد تاریخی نفوذ نور، الزاماً د کابل په پرېکړو کې پر حاكم موقعیت نه بدلېږي.

په بهرني سیاست کې خپلواکي غوښتل، د کورني مشروعیت یا نړیوال منښت لرلو په معنا نه دي.

طالبان ممکن په خپلو سیمه ییزو اړیکو کې د عمل ډېره ازادي وغواړي، خو د دوي د رژیم سیاسي او حقوقي محدودیتونه، د مشروعیت له نظره؛په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو، د نجونو د زده‌کړې او سیاسي مشارکت، پر اتباعو د ظلم او تېري او د قانون د حاکمیت نشتوالي په برخو کې لا هم له نړۍ سره د دوی پر اړیکو اغېز کوي.

۴. هند؛ د سیالۍ حساس اړخ

د پاکستان لپاره، هند د ملي امنیت یو له تر ټولو مهمو او بدلیدونکو لاملونو څخه دی.

د افغانستان او هند اړیکې هم د همدې دلیل له امله، تل د اسلام‌آباد په ستراتیژیکو محاسبو کې ارزښتناکې دي.

پاکستان اندېښمن دی چې افغانستان د هند د سیاسي او اقتصادي نفوذ پر ډګر بدل نه شي؛ هغه اندېښنه چې د دواړو هېوادونو په پخوانۍ سیالۍ کې رېښه لري.

په مقابل کې، هند هم افغانستان له تاریخی، اقتصادي او ستراتیژیک نظره مهم بولي او په تېرو لسیزو کې یې په بېلابېلو برخو کې، له هغې ډلې له بشري مرستو او زیربنایي پروژو سره په هغه هېواد کې حضور لرلی دی.

د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې (۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵)، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

دواړو خواوو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

دا سفر د دې ډلې د ځان ګڼلي بهرنیو چارو وزیر په کچه، واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته د دواړو خواوو د اړیکو په پراختیا کې یو مهم ګام و.

دا بدلون د اسلام‌آباد لپاره خورا ارزښت لري، ځکه ښیي چې طالبان له هند سره د اړیکو د ساتلو او پراخولو په لټه کې دي، چې په باوري توګه به د پاکستان اندېښنه له ځانه سره ولري.

په حقیقت کې، طالبان غواړي د خپلو سیاسي او اقتصادي انتخابونو د پراخولو لپاره د سیمه ییزو قدرتونو له سیالۍ څخه بهره واخلي.

پاکستان غواړي، د هند د ستراتیژیک نفوذ په سیمې د افغانستان د بدلیدو مخه ونیسي..

دا وضعیت کولای شي افغانستان د دوو سیمه ییزو قدرتونو د نا مخامخې سیالۍ پر مرکز بدل کړي؛ هغه سیالي چې د چټکتیا په صورت کې به یې تر ټولو درنه بیه، افغانان پرې کړي.

۵. ډیورنډ؛ هغه کرښه چې لا هم له سیاسته نه ده جلا شوې

د ډیورنډ پر سر اختلاف د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تر ټولو پخوانیو مسایلو څخه دی.

پاکستان دا کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ نړیواله پوله بولي، په داسې حال کې چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې، د هغې منل او وروستی حالت تل د شخړې موضوع پاتې شوې ده.

طالبانو د کابینې غړو هم وخت پر وخت، د دې کرښې په نه منلو ټینګار کړی، چې د پاکستان د خپګان او غوسې سبب شوی دی.

د دې ترڅنګ، د اغزن تار غځولو، پر تګ‌راتګ محدودیت او د لارو د کنټرولې کړنې څو څو ځله د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ د نښتو او شخړو لامل شوي دي.

د پاکستان لپاره، د پولې تثبیت له ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره تړاو لري.

د افغان ټولنې ځینو برخو؛ په ځانګړې توګه د پولې دواړو غاړو پښتنو ته، دا مسله له تاریخ، کورنیو اړیکو او ټولنیز هویت سره غوټه شوې ده.

د «لر او بر» اصطلاح او د پښتونستان تاریخي مسله هم له همدې بحث سره تړاو لري.

د افغانستان د حکومتونو د بېلابېلو دورو تجربه، له هغې ډلې د ولسمشر محمد داود خان تګلارې ښیي چې د پښتنو مسله او له پاکستان سره اړیکې کولای شي په چټکۍ له سرحدي اختلاف څخه پر سیمه ییز سیاسي ناورین بدل شي.

تر هغې، چې دواړه هېوادونه ونه شي کړای د پولې د مدیریت، د خلکو د تګ‌راتګ او د نښتو د مخنیوي لپاره د منلو وړ تګلاره جوړه کړي، ډیورنډ به لا هم د دوی د اړیکو یو له زیانمنونکو ټکو څخه پاتې وي.

۶. د پاکستان د پښتنو مسله؛ امنیت، هویت او کورنی سیاست

د اختلاف بل اړخ چې د ټي‌ټي‌پي په پرتله لږ پام ورته کېږي، د پاکستان د پښتنو له ټولنیز او سیاسي وضعیت سره د افغانستان د سیاست تړاو دی.

په پاکستان کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) عموماً یو مدني او اعتراضي غورځنګ دی چې د پښتنو په سیمو کې پر حقوقو، امنیت، عدالت او ځواب ویلو ټینګار کوي.

دا غورځنګ له ټي‌ټي‌پي سره یو نه دی؛ ټي‌ټي‌پي یوه وسله‌واله ډله ده او اهداف او د فعالیت لارې چارې یې له یوه مدني غورځنګ سره بنسټیز توپیر لري.

سره له دې، دواړه په یوه پراخ ټولنیز چاپیریال کې فعالیت کوي چې په هغې کې د پښتون د هویت مسایل، تاوتریخوالی، امنیتي عملیات، د وګړو بې‌ځایه کېدل او له سرحدي سیمو سره د مرکزي دولت اړیکه سیاسي ارزښت لري.

د پاکستان دولت اندېښمن دی چې د افغانستان بدلونونه به د هغه هېواد د پښتنو سیمو پر سیاسي چاپېریال اغېز وکړي.

که طالبان ځان د ډیورنډ د دواړو غاړو پښتنو د ګټو د مدافع په توګه معرفي کړي، ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف له سرحدي امنیت څخه تېر او د پاکستان د کورني سیاست پر یوې موضوع بدل شي.

خو دا احتمال هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د قومي هویت له مسلې ابزاري ګټه اخیستنه، که د دولتونو له خوا وي او که د وسله‌والو ډلو له لوري، کولای شي ټولنیز درزونه نور هم ژور کړي.

د سرحدي سیمو د خلکو ګټې د هېڅ حکومت یا وسله‌وال سازمان له ګټو سره یو شان نه دي او باید د هغوی په نوم د هغوی د راتلونکي پر سر پرېکړه ونه شي.

۷. ایران؛ له لویدیځ ګاونډي څخه تر اقتصادي بدیلې لارې پورې

د پاکستان او طالبانو د سیالۍ په شننه کې، د ایران رول زیاتېدونکی ارزښت لري؛ نه یوازې د یوه سیمه ییز سیاسي لوبغاړي په توګه، بلکې د سوداګریز شریک او د افغانستان د بدیلې ترانزیتي لارې په توګه.

د طالبانو او ایران اړیکې، له مذهبي، سیاسي او امنیتي اختلافاتو سره سره، له ۱۴۰۰ کال راهیسې دوام موندلی دی.

دواړو خواوو په سوداګرۍ، تګ‌راتګ، ترانزیت او ځینو سرحدي مسایلو کې له یو بل سره تعامل کړی دی.

دا اړیکې د بشپړ ستراتیژیک یووالي په معنا نه دي؛ بلکې دا ښیي چې عملي ګټې کولای شي هغه خواوې او جریانات چې په مهمو مسایلو کې اختلاف لري، همکارۍ ته اړ باسي.

د دې بدلون یوه روښانه نښه، د افغانستان د سوداګرۍ په جغرافیه کې بدلون دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې- کب (فبروري ۲۰۲۶) په اوږدو کې، ایران د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د ۳۱.۱ سلنې په ونډې سره د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه وه.

د متحدو عربي اماراتو ونډه ۱۸.۱ سلنه، د چین ۸.۳ سلنه او د پاکستان ۸.۱ سلنه ښودل شوې ده.

نړیوال بانک هم د سوداګرۍ د شرایطو د بدلون او د پاکستان د پولې د بندېدو په تعقیب د ایران د لارې د رول زیاتوالی ثبت کړی دی.

دا شمېرې یو مهم بدلون ښیي: افغانستان نور د پخوا په څېر د پاکستان پر سوداګریزو لارو تکیه نه دی.

عباس او چابهار بندرونه، د منځنۍ اسیا د لارو او نورو سیمه ییزو شبکو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر ارزښت پيدا کړی دی.

د پاکستان لپاره، دا بدلون یوازې د ترانزیتي عوایدو د یوې برخې کمېدل نه دي؛ بلکې د اقتصادي فشار د یوې پخوانۍ دودیزې وسیلې کمېدل هم ګڼل کېږي.

څومره چې افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره ډېرې لارې ولري، د پاکستان د پولو د بندولو له لارې د فشار راوړلو امکانات محدودېږي.

د ایران لپاره، له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا کولای شي اقتصادي فرصت او سیمه ییز نفوذ رامنځته کړي.

سره له دې، د بازار لوړه ونډه په یوازې توګه د ایران د جیوپولیټیکې بریا، یا تهران سره د طالبانو د غوټه کېدو او تړاو په معنا نه ده.

ایران هم له اقتصادي محدودیتونو، زیربنایي اړتیاوو او له طالبانو سره له اختلافاتو، له هغې ډلې د اوبو او سرحدي مسایلو په اړه، مخ دی.

په افغانستان کې د شیعه ګانو د حقوقو له پامه غورځول، د ایران لپاره چې یو ایډیالوژیک او د تشیع د حقوقو ملاتړ ته ژمن دولت دی، د منلو وړ نه دی.

له همدې امله، د ایران ارزښت باید د افغانستان لپاره د بدیلو انتخابونو په رامنځته کولو او د پاکستاني سوداګریزو لارو د انحصار په کمولو کې وپلټل شي، نه د تهران او کابل د بې‌قید او شرطه اتحاد په فرضولو کې.

۸. اقتصاد او ترانزیت؛ د پاکستان د جغرافیایي انحصار پای؟

جغرافیه لا هم پاکستان ته دا موقع ورکوي، چې د افغانستان پرانیستو اوبو ته لاس رسی ولري..

سره له دې، جغرافیایي ارزښت هغه وخت په تلپاتې ځواک بدلېږي چې سوداګریز فرصتونه پکې باوري، اټکل شوي او د لګښت له مخې رقابتي وي.

د لارو پرله‌پسې بندېدل، د توکو ودرول ، د سوداګرو تاوان او د لګښت زیاتوالی، افغانستان د بدیلو لارو لټولو ته هڅولی دی.

په لنډمهال کې، داسې محدودیتونه کولای شي پر افغان بازار فشار راوړي؛ خو په اوږدمهال کې ښایي د هغو لارو په پرمختیا کې مرسته وکړي چې پر پاکستان د کابل تکیه کمه کړي.

البته د بدیلو لارو جوړول اسانه نه دي.

بندرونه، د اورګاډي پټلۍ، سړکونه، ګمرکونه، بانکي سیستم او پایداره سوداګریزې هوکړې پانګونې او سیمه ییزې همغږۍ ته اړتیا لري.

نو ځکه، نه باید د پاکستان د ونډې کمېدل د افغانستان لپاره د هغه هېواد د اقتصادي ارزښت د پای په معنا وګڼل شي.

د ترانزیت تر څنګ، د افغانستان طبیعي سرچینې هم د سیمه ییزې سیالۍ مسله ده.

کانونه، انرژي او د دې هېواد جغرافیایي موقعیت مهم ظرفیتونه ګڼل کېږي، خو بالقوه ظرفیت له حقیقي پانګونې، تلپاتې تولید او د لاسرسي وړ عوایدو سره یو شان نه دی.

پاکستان، ایران، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه هر یو کولای شي د افغانستان په اقتصادي برخو کې رول ولوبوي.

سره له دې، پر عامه ګټه د دې ظرفیتونو بدلول د مشروع حاکمیت لرونکي دولت، حقوقي امنیت (د منلو وړ قوانین او د اعتبار وړ محاکم)، د قراردادونو روڼتیا، زیربنا او د افغانستان د خلکو پر ګډون پورې تړلي دي.

که طبیعي سرچینې یوازې د دولتونو د سیالۍ وسیله یا سیاسي امتیاز ورکول وي، د افغانستان خلک به خامخا او په لازمه توګه ترې ګټه وانخلي.

۹. مذهبي نفوذ؛ کندهار ته د پرېکړې د مرکز لېږد

مذهبي شبکې او دیني مدرسې د څو لسیزو لپاره د افغان ټولنې پر ځینو برخو د پاکستان د اغېزمنولو یوه وسیله پاتې شوې دي.

په پاکستان کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو او ځواکونو دیني روزنه، د علماوو پیوندونه او د دواړو هېوادونو د مذهبي بنسټونو ترمنځ اړیکې، اسلام‌آباد ته دا زمینه برابره کړې وه چې د افغانستان پر فکري او مذهبي چاپیریال اغېز وکړي.

خو واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته، د دې غورځنګ د سیاسي او مذهبي پرېکړې اصلي مرکز، په ځانګړې توګه په کندهار کې، ډېر قوي ځای موندلی دی.

د طالبانو رهبرۍ په ډېرو اساسي مسایلو کې، له هغې ډلې د نجونو زده‌کړې او ټولنیزې تګلارې، پر شریعت د خپل ځانګړي برداشت ټینګار کړی دی او ان د خپلو نژدې هېوادونو د یو شمېر غوښتنو په وړاندې یې هم اساسي بدلونونه نه دي منلي.

دا وضعیت ښیي چې روزنیزې او مذهبي اړیکې، الزاماً د سیاسي تابعیت په معنا نه دي.

هغه شبکې چې یو وخت یې د پاکستان د نفوذ په پراختیا کې مرسته کړې وه، اوس ښایي د طالبانو د خپلواک واک جوړښت په چوکاټ کې عمل وکړي.

دلته، مسله یوازې د دیني مدرسو پر سر سیالي نه ده؛ بلکې پراخه موضوع، د مذهبي مشروعیت د تولید د بنسټونو کنټرول او پر سیاسي پرېکړو د هغې اغېز دی.

له همدې امله پاکستان له طالبانو غوښتي وو چې د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې د نه مشروعیت په اړه د هبت‌الله له لوري یوه فتوا صادره شي، چې طالبانو دې غوښتنې ته غاړه کېنه ښوده.

۱۰. د طالبانو تاریخي حافظه؛ پخوانۍ همکاري او نننۍ بې‌باوري

د پاکستان او طالبانو اړیکې یوازې د ملاتړ او همکارۍ تاریخ نه دی؛ د نیول کېدو، فشار او اختلاف تجربه هم په کې شته.

په ۱۳۸۸ لمریز کال (فبروري ۲۰۱۰ میلادي) کې په کراچۍ کې د عبدالغني برادر نیول کېدل یوه څرګنده بېلګه ده چې د هغې دورې په راپورونو او شننو کې منعکس شوی دی.

دې پېښې وښودله چې پاکستان، له طالبانو سره د نژدې اړیکو سره سره، په ځینو پړاوونو کې د جګړې د بهیر د مدیریت او سیاسي خبرو اترو لپاره، داسې ګامونه واخیستل، چې الزاماً د طالبانو د ټولو مشرانو له غوښتنې سره همغږي نه وو.

د طالبانو د ځینو نورو څېرو د برخلیک او په پاکستان کې له هغوی سره د فشار، شکنجه کولو، یا بد چلند اړوند ادعاوو په اړه هم جدي روایتونه مطرح شوي دي؛ چې هره ادعا باید په جلا توګه وڅېړل شي او د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان په اړیکو کې په جدي توګه د پام وړ ارزښت لري.

له همدې زاویې، د پاکستان له غوښتنو څخه د طالبانو واټن اخیستل، نه باید یوازې د یوه روان اختلاف په توګه ولیدل شي.

د سیاسي موقعیت بدلون، تاریخي تجربه او د کورني اقتدار د ټینګښت لپاره هڅه هم په دې بهیر کې رول لري.

۱۱. پاکستان د خپل تېر سیاست له تناقض سره مخ دی

په اوسني وضعیت کې د شننې په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان، د افغانستان له طالبانو سره د پخوانیو اړیکو سره سره، ونه توانېد چې واک ته د دې ډلې له بېرته راستنېدو وروسته خپلو امنیتي اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

ځواب باید په یوه سیاسي واقعیت کې وپلټل شي: ایډیالوژیکې ډلې، کله چې په خپلواک سیاسي او پوځي ځواک بدلېږي، په لازمه توګه د تل لپاره د خپلو پخوانیو ملاتړو له غوښتنې سره سم عمل نه کوي.

دا قاعده یوازې د افغانستان طالبانو پورې محدوده نه ده.

د سیمې تجربو ښودلې چې دولتونه کله ناکله لنډمهالو اهدافو ته د رسېدو لپاره له هغو شبکو او ډلو ملاتړ کوي چې په دوام کې خپله کاري اجنډا او خپلې مستقلې ګټې جوړوي.

په داسې شرایطو کې، د نفوذ وسیله کولای شي د اندېښنې او ان ګواښ پر سرچینه بدله شي.

ټي‌ټي‌پي د پاکستان لپاره د همدې ستونزې یوه بېلګه ده.

اسلام‌آباد اوس له یوې داسې وسله‌والې ډلې سره مخ دی چې د افغانستان د طالبانو په نژدې ټولنیز او ایډیالوژیک چاپیریال کې یې فعالیت کاوه او له دې چاپیریال سره د هغې اړیکې، د دواړو خواوو د اختلاف یو له اصلي موضوعاتو څخه شوې ده.

البته د ټي‌ټي‌پي د بریدونو مسؤلیت تر ډېره پخپله دې ډلې او د دې ډلې رامنځته کوونکو ته ورګرځي؛ سره له دې، طالبان هم نه شي کولای د پاکستان امنیتي اندېښنې یوازې د هغه هېواد کورنۍ مسله وبولي، که چېرې د دوی تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د بریدونو د سمبالښت لپاره کار واخیستل شي.

په پایله کې، اوسنی ناورین د هغې تګلارې له ناغوښتل شویو پایلو څخه دی چې په هغې کې، پر وسله‌والو ډلو نفوذ د هغوی د راتلونکي چلند د کنټرول له وړتیا سره یو شان ګڼل شوی و.

۱۲. آیا پاکستان د باثباته افغانستان غوښتونکی دی؟

پاکستان، د هر بل هېواد په څېر، له يوه باثباته، د اټکل وړ او د منظمو اقتصادي اړیکو لرونکي ګاونډي څخه ګټه پورته کوي.

په افغانستان کې ناامني کولای شي له پولو د باندې تاوتریخوالي زیاتوالي، د نفوس بې‌ځایه کېدو، د سوداګرۍ ګډوډۍ او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پراختیا ته لار پرانیزي؛ هغه پایلې چې نېغ په نېغه، پر پاکستان هم اغېز کوي.

ثبات، د پاکستان لپاره یوازې تر دې برید، را ټوله مسله نه ده.

د افغانستان د سیاسي نظام ډول، له هند سره د هغه اړیکې، د ډیورنډ کرښې په اړه د هغه دریځ، د وسله‌والو ډلو وضعیت او له پاکستان سره د هغوی د اقتصادي وابستګۍ کچه هم د اسلام‌آباد په محاسبو کې اهمیت لري.

له دې زاویې، ویلای شو چې د پاکستان اندېښنه یوازې د ثبات د شتوالي یا نشتوالي په اړه نه ده؛ بلکې د هغو شرایطو په اړه ده چې ثبات په کې رامنځته کیږي او دا چې په افغانستان کې واکمنه ډله تر کومې کچې د پاکستان له امنیتي لومړیتوبونو سره همغږې وي.

په مقابل کې، طالبان هم غواړي د سیاسي پیوستون او اتکا منلو پرته، خپلې اړیکې له پاکستان سره وساتي.

۱۳. د طالبانو مخالفین؛ایا د طالبانو او اسلام‌آباد اختلاف سیالۍ او شخړې ته پراخېږي؟

د طالبانو او پاکستان د اختلاف زیاتېدل، یوازې د دواړو خواوو پر اړیکو اغېز نه کوي؛ بلکې کولای شي د طالبانو د مخالفینو سیاسي فضا هم بدله کړي.

د طالبانو د مخالفینو ځینو برخو په تېرو کلونو کې له پاکستان سره سړې یا ناندریزې اړیکې لرلې دي.

سره له دې، په داسې شرایطو کې چې سیاسي، پوځي او ډیپلوماټیک فعالیت له سیمه ییزو لوبغاړو سره له اړیکې پرته ستونزمن دی، ممکن د هغوی ځینې برخه له اسلام‌آباد سره د اړیکو رامنځته کولو یا پراخولو په لټه کې شي.

چې په ښکاره توګه دوي دا کار کړی دی او دا تماس د زیاتېدو په حال کې دی.

پاکستان هم، د طالبانو له مخالفو څېرو او جریانونو سره سیاسي اړیکې پراخوي.

خو وکتل شي چې سیاسي اړیکه، د خبرو اترو کوربتوب، ډیپلوماټیک ملاتړ او د وسله‌وال فعالیت ننداره او ملاتړ څنګه رامنځته کیږي؛ او له دې ملاتړونو څخه به هر یو بېلابېلې پایلې ولري.

د دواړو خواوو اختلاف به له امنیتي ناندرۍ څخه د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر پر یوې پراخې سیالۍ بدل شي، او هېواد به یو ځل بیا د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د سیالۍ پر ډګر بدل شي.

مهمه مسله دا ده چې د افغانستان راتلونکی نه باید یوازې د طالبانو، پاکستان او نورو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د هوکړې یا تقابل په پایله کې وټاکل شي.

د افغانستان خلک باید په هره معنا لرونکې سیاسي پروسه کې، ریښتینی ځای ولري.

۱۴. سیمه ییزې پایلې؛ افغانستان د څو بېلابېلو محاسبو ترمنځ

له ایران، هند، چین او روسیې سره د طالبانو د اړیکو له پراخېدو سره هم‌مهاله، د طالبانو او پاکستان مخامخ کېدو د افغانستان سیمه ییزه معادلې نورې هم پېچلې کړې دي.

ایران د سوداګرۍ د پراخولو او د خپلو ختیځو پولو د امنیت د ساتلو په لټه کې دی.

هند تاریخي اړیکو، اقتصادي حضور او په افغانستان کې د یوې بشپړې دښمنانه فضا د رامنځته کېدو مخنیوي ته پام کوي.

چین سیمه ییز امنیت، د اقتصادي لارو ثبات او د خپلو ګټو خوندیتوب په پام کې نیسي.

روسیه هم د افغانستان بدلونونه د منځنۍ اسیا له امنیت او د افراطي ډلو له ګواښ سره په تړاو کې څېړي.

په مقابل کې، پاکستان؛ افغانستان د لویدیځې پولې د امنیت، د ټي‌ټي‌پي د فعالیت، له هند سره د سیالۍ او پښتني هویت سره د اړوندو اندېښنو له زاویې هم ویني.

دا لومړیتوبونه په ځینو مواردو کې له یو بل سره ګډ تفاهم رامنځته کوي او په نورو مواردو کې ټکر سره لري.

له همدې امله، د څو سیمه ییزو قدرتونو شتون به، الزاماً د طالبانو په ملاتړ کې د بېلابېلو جبهو او د هغوی پر ضد د جبهو د بڼې نیولو معنا ولري.

د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د مسکو ناسته، چې د همغو هېوادونو د یو شمېر استازو په کې حضور درلود، د افغانستان په اړه د څو اړخیزو خبرو اترو د ارزښت یوه بېلګه ده.

سره له دې، د سیمه ییزې ناستې جوړېدل په یوازې توګه د افغانستان پر سیاسي راتلونکي د قدرتونو د هوکړې په معنا نه دي.

اصلي خطر هغه وخت راپیدا کېږي چې سیمه ییزه سیالي، د همکارۍ لپاره د انگیزې د رامنځته کولو پر ځای، افغانستان د متقابل فشار پر وسیله بدل کړي.

په هغه صورت کې، دوه اړخیز اختلافات کولای شي پر یوه پراخ بحران بدل شي چې مهارول به یې د ټولو خواوو لپاره ډېر ستونزمن وي.

پایله: مسله یوازې طالبان او پاکستان نه دي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ناورین باید د څو واقعیتونو د ټکر پایله وبلل شي: د طالبانو له تېر ملاتړ څخه د پاکستان د نفوذ میراث، د ټي‌ټي‌پي د فعالیت له امله امنیتي اندېښنې، د هند او پاکستان سیالي، د ډیورنډ کرښې پر سر اختلاف، قومي او ټولنیزې مسلې، د سوداګریزو لارو بدلون او د خپلواکو سیمه ییزو اړیکو د پراخولو لپاره د طالبانو هڅه.

په دې منځ کې، ایران د جغرافیایي موقعیت، ترانزیتي ظرفیت او د افغانستان په سوداګرۍ کې د مخ په زیاتېدونکې ونډې له امله ډېر ارزښت موندلی دی.

له تهران، نوي ډلي، بیجینګ او مسکو سره د کابل د اړیکو پراختیا هم ښیي چې طالبان کولای شي متنوع بهرني انتخابونه ولري؛ که څه هم دا تنوع، پخپله، د هېواد کورنۍ او اقتصادي ستونزې نه حل کوي.

پاکستان هم له یوه داسې واقعیت سره مخ دی چې په هغې کې، پر یوه سیاسي جریان تاریخي نفوذ، الزاماً واک ته له رسېدو وروسته د هغوی د پرېکړو د کنټرول د وړتیا په معنا نه دی.

په مقابل کې، طالیان باید روښانه کړي چې سیاسي خپلواکي به څنګه له پولې د باندې ګواښونو د مخنیوي له مسؤلیت او د ګاونډیانو د امنیت له تعهد سره یو ځای کړي.

د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده: آیا دا سیالۍ به د همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د یوه سیمه ییز نظم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، که به بیا هېواد د قدرتونو د حساب پر ډګر بدل کړي؟

هغه وخت کولای شي له خپل جغرافیایي موقعیت او متنوع اړیکو څخه د خپلو خلکو په ګټه استفاده وکړي چې یو ولسي، مشروع او ټول‌شموله حاکمیت ولري ترڅو د هېواد د ټولو ټولنیزو اقشارو او اصنافو استازیتوب وکړي.

پر یوه قدرت د انحصاري تکیې پر ځای، له ګاونډیانو او نړۍ سره متوازنې او د اټکل وړ اړیکې ولري؛ هغه اړیکې چې په هغو کې امنیت، سوداګري او سیمه ییزه همکاري پر سیاسي فشار بدلې نه شي.

د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې ده چې بهرنی نفوذ، د پایداره سیاسي هوکړې او د افغانستان د خلکو ګټو ته له درناوي پرته، تضمین شوی ثبات له ځانه سره نه راوړي.

له پاکستان سره اړیکه | افغانستان، پاکستان او د سیمې د راتلونکي پر سر سیالي

د طالبانو، د طالبانو د مخالفینو او پاکستان اړیکې، د هند او نورو سیمه ییزو لوبغاړو د رول تر څنګ، د افغانستان د راتلونکي په اړه پر یوې مهمې او بحث پاروونکې موضوع بدله شوې ده.

«له پاکستان سره اړیکه» ځانګړې پاڼه کې، موږ داسې فضا برابره کړې، چې د بېلابېلو برخو سیاسي څېرې، د طالبانو له ملاتړو او مخالفینو نیولې تر پاکستاني او هندي سیاستوالو او چارواکو پورې، د دې مناسباتو، اهدافو او پایلو په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.

زموږ موخه د بېلابېلو روایتونو د اورېدو لپاره د فرصت برابرول او د سیمې د بدلونونو په ښه درک کې مرسته کول دي.

د دې مقالو خپرول د هغو د محتوا د تایید په معنا نه دي او مطرح شوي لیدلوري، الزماً د افغانستان انټرنشنل او ایډیټرانو دریځ نه څرګندوي.

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې ګڼې نجونې او ښځې د طالبانو له لوري له زده‌کړو د محرومېدو له امله د خیاطۍ په ټولګیو کې په پټه زده‌کړې کوي، څو د رسمي تعلیمي بهیر د تشې یوه برخه ډکه کړي.

د کرسچن ساینس مانټر د راپور له مخې، په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې یو شمېر حرفوي مرکزونه او کورني ټولګي په ظاهره د خیاطۍ او لاسي صنایعو زده‌کړې وړاندې کوي، خو په پټو خونو کې پکې انګلیسي، ریاضي، کیمیا، فزیک او کمپیوټر هم تدریسېږي.

ارغوان، چې اوس ۲۳ کلنه ده، وایي باید دا مهال د طب پوهنځي وروستي کلونه يې بشپړ کړي وای، خو د نجونو د زده‌کړو تر بندېدو وروسته اړ شوې چې په یوه زیرزمینې ټولګي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغې ویلي: «کله چې دې ټولګۍ ته ځم، داسې احساس کوم لکه بېرته ښوونځي ته ستنه شوې یم. داسې احساس کوم چې بیا ژوندۍ شوې یم.»

راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵ کال سروې ته اشاره کوي چې له مخې یې ۹۲ سلنه افغانانو د نجونو زده‌کړې مهمې بللې دي.

د راپور له مخې، طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او په ۲۰۲۲ کال کې یې پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه.

ارغوان وایي، هغه ورځ یې لا هم په یاد ده چې ښوونځي ته ورسېده او د طالبانو موټرونه یې د ښوونځي مخې ته ولاړ ول. د هغې په وینا، طالبان نجونې له ښوونځي وایستلې او هغو زده‌کوونکو ته چې مقاومت یې کاوه، د لرګیو په وسیله ګوزارونه وشول.

په راپور کې د فضیلې په نوم د یوې پخوانۍ ښوونکې کیسه هم راغلې چې اوس په خپل کور کې یوولسو نجونو ته په پټه درس ورکوي.

نوموړې وایي، نجونې د خیاطۍ د زده‌کړو په نوم راځي، خو ریاضي، انګلیسي، کیمیا او فزیک هم لولي.

فضیله وایي، له مخکې یې یو بل تعلیمي مرکز درلود، خو طالبان پرې خبر شول، تر پوښتنو لاندې راغله او ورته خبرداری ورکړل شو چې د تکرار په صورت کې به زنداني شي.

د راپور له مخې، رڼا نومې یوې بلې ځوانې ښځې، چې د انجنیرۍ زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شوې، اوس د خیاطۍ په یوه مرکز کې نجونو ته په پټه ریاضي او نور مضامین تدریسوي.

هغې ویلي، یو ځل طالبانو پر مرکز چاپه وهلې وه، خو د مرکز کارکوونکو کمپیوټرونه او کتابونه پټ کړي وو او یوازې د خیاطۍ توکي یې پرې ایښي وو.

راپور زیاتوي چې د دغو پټو ټولګیو ګډونوالې د نیولو او سزا له وېرې له سختو محدودیتونو سره ژوند کوي.

ارغوان وایي، کله چې کور پرېږدي، خپلې کورنۍ ته وایي چې د قران زده‌کړو ته ځي. نوموړې د تور حجاب، نقاب او دستکشو په اغوستو اړ ده او د نیول کېدو له وېرې ژوند کوي.

د راپور له مخې، ډېری ګډونوالې د اوږدمهالې نا امیدۍ، رواني فشار او ان خپګان سره مخ دي.

فضیله خبرداری ورکوي چې که د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

هغې ویلي: «که د نجونو زده‌کړې همداسې محدودې پاتې شي، ټولنه به له منځه ولاړه شي. افغانستان ښځینه ډاکټرانو، قاضیانو او انجنیرانو ته اړتیا لري.»

راپور وایي، سره له محدودیتونو او خطرونو، په افغانستان کې د پټو تعلیمي شبکو دوام ښيي چې ګڼې افغانې نجونې او ښځې لا هم د زده‌کړو او د یو بل ډول راتلونکي هیله له لاسه نه ده ورکړې.