• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۳ کسان مړه شوي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د بلوچستان د کچي ولسوالۍ په اېن-۶۵ ملي لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۳ کسان مړه او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه د مچ په سیمه کې د دوو لاریو او یوه مساپر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

تر ټکر وروسته مساپر وړونکی موټر له پله لاندې کندې ته لوېدلې، چې له امله یې نهه کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دویمه پېښه د کچي ولسوالۍ ډهاډر دربي په سیمه کې شوې، چې په‌کې یو الټو موټر له مزدا لارۍ سره ټکر کړی دی. د یادې پېښې له امله د یوې کورنۍ د غړو په ګډون څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

ځايي اوسېدونکو ویلي، د لومړۍ پېښې ټپیان د امبولانسونو د کمښت له امله په شخصي موټرونو کې کوټې ته لېږدول شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۳

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی

۴
تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته پخوانی اعلی وزیر نیول شوی

۵

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

•
•
•

نور خبرونه

پر سعودي د یمني یاغیانو بریدونه؛ د ریاض هوايي ډګر لا هم تړلی دی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

سعودي عربستان وايي، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له ګواښ سره مخ شوی او د ریاض هوايي ډګر به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د دغه هوايي ډګر پر یوه ترمینل توغندیز برید وشو، چې یمني یاغیانو یې مسولیت منلی و.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف، چې په یمن کې د حکومت له ځواکونو ملاتړ کوي، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د راتلونکو بریدونو خبر ورکړی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه بریدونه شنډ شوي که نه.

د راپور له مخې، حوثیانو له تېرې اوونۍ راهیسې د سعودي پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د پراخې سیمه‌ییزې جګړې د پراخېدو په ترڅ کې شوي او د سعودي د هوايي حریم ځینې برخې یې تړلې دي. په ریاض کې د الوتنو د ځنډېدو له امله د سعودي پلازمېنې پر اسمان هم د الوتکو تګ راتګ د پام وړ کم شوی دی.

سعودي عربستان اوس یو پېچلی امنیتي وضعیت تجربه کوي؛ ځکه یې په باب‌المندب تنګي کې د حوثیانو د پرمختګ د مخنیوي او له دې مهمې سمندري لارې څخه د تېلو د لېږد د خوندي کولو لپاره یو ځل بیا د یمن په کورنۍ جګړه کې پوځي ښکېلتیا زیاته کړې ده. د یمن پوځي سرچینې وايي، د سعودي په ملاتړ ځواکونو په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی، خو په نورو جبهو کې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د حوثیانو پر وړاندې د فشار پایلې ښايي وخت ونیسي.

په همدې حال کې، د سعودي سیمه‌ییز سیال ایران د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي: «موږ څو ځله چمتووالی ښودلی چې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اسانه کولو کې مرسته وکړو.»

متحده عربي امارات د خلیجي هېوادونو د ګډ امنیت غوښتنه کوي

متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ د سعودي پر ضد د بریدونو په غبرګون کې د خلیجي هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي او دفاعي اقداماتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي، پر سعودي بریدونه د ټولو خلیجي هېوادونو امنیت زیانمنوي. هغه زیاته کړې چې د خلیج د ګډ امنیت له پامه غورځول «نور یې زړور کړي چې د سیمې پر هېوادونو له خپلو حدودو واوړي».

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د کلونو لپاره په یمن کې متحدان وو، خو د یمن د حکومت په ملاتړ پوځي ایتلاف کې یې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کاوه او تېر ژمی یې اړیکې ترینګلې شوې.

د سعودي د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان بیا په یوه کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې د اقتصادي پراختیا د موخو لپاره د پانګونې راجلبولو ته ژمن پاتې کېږي. هغه زیاته کړې: «زموږ د انرژۍ د نظام او صنعتي وړتیا پراختیا دوام لري.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن له حوثیانو سره پر بریدونو کې له سعودي عربستان سره د یوځای کېدو احتمال ارزوي، خو تر اوسه د امریکا له لوري د پوځي اقدام نښه نه ده څرګنده شوې.

حوثیانو، سره له دې چې د سعودي هوايي بریدونه پرې زیات شوي، د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو د بریدونو د درولو نښه نه ده ښودلې. دوی ګواښ کړی چې هوايي ډګرونه، هوايي حریم او د تېلو تاسیسات به په نښه کړي؛ هغه تاسیسات چې د سعودي د اقتصاد او پراختیايي پلانونو مهمه برخه جوړوي.

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
رضا فرزام
100%

د انارو د حاصلاتو موسم رارسېدلی، خو د یوه افغان بڼوال اصلي اندېښنه د انارو راټولول نه؛ بلکې د پېرودونکو موندل دي. هغه افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلې ویډیو کې خپل د انارو بڼ ښيي او وايي، ان د محصولاتو د بیې پوښتنې لپاره هم څوک نه ورځي.

د دغه بڼوال په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدل پاکستان ته د انارو د صادراتو لاره بنده کړې او هغه ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بڼوال کیسه د هغه ناورین د پایلو انځور وړاندې کوي، چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ګډوډه کړې او اغېزې یې له ډیورنډ کرښې تر بڼونو، بازارونو او د کورنیو تر ژوند پورې رسېدلې دي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال (د تلې پر ۲۰مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او د سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډې په لارو کې هم سوداګریز فعالیتونه ګډوډ شول.

اټکلونه ښيي، چې له کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیون ډالره وه؛ هغه شمېره چې په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو اوړي.

د یوه کال په تېرېدو سره امنیتي اختلافات لاهم د سوداګرۍ د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. په دې موده کې افغانستان د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده؛ خو د صادراتو کمښت، د ټرانزیټي سوداګرۍ راټیټېدل او د لېږد رالېږد لګښتونو زیاتوالی ښيي، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل موندل هم ډېر لګښت لري.

د ورځې ۶.۴۵ مېلیون ډالره سوداګري؛ په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو رسېږي

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲۲۶ مېلیون ډالره و. که دغه موده نږدې ۱۵۰ ورځې وګڼل شي؛ نو پاکستان ته د افغانستان د ورځنیو صادراتو منځنۍ کچه نږدې ۱.۵ مېلیون ډالرو ته رسېده.

د دغه راپور له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د ټولو وارداتو ارزښت شاوخوا ۵.۳ مېلیارد ډالره و چې ۱۴ سلنه یې له پاکستان نه تامینېدل. له دغه هېواده د وارداتو ارزښت شاوخوا ۷۴۲ مېلیون ډالره و، چې د ورځنۍ منځنۍ کچه یې ۴.۹۵ مېلیون ډالره محاسبه کېږي.

له همدې امله، د لارو تر تړل کېدو مخکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ ورځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیونه ډالر اټکل شوې ده. که دغه اندازه د ۳۶۵ ورځو لپاره محاسبه شي، نو په یوه کال کې نږدې ۲.۳۵ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. په دې کې له افغانستان نه د شاوخوا ۵۵۰ مېلیونه ډالرو صادرات او له پاکستان نه د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.

دغه شمېره یوازې د دواړو هېوادونو مستقیمه سوداګري رانغاړي او ټرانزیټي راکړې ورکړې په‌کې نه‌دي شاملې شوې. که د ټرانزیټي توکو ارزښت هم ورسره حساب شي؛ نو د لارو د تړل کېدو له امله اغېزمنه شوې سوداګري ښايي تر دې کچې ډېره لوړه وي.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه د بدیلو لارو له لارې ترسره شوې، یوه برخه یې درېدلې او بله برخه یې د لېږد رالېږد په لوړو لګښتونو ترسره شوې ده.

د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټ صفر ته رسېدلی

د پاکستان د ګمرکي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمېدو بهیر په څرګنده توګه لیدل کېږي. د ۲۰۲۳ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۱۰۲زره او ۸۸۶ ته رسېده. دغه شمېر په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴زره او ۱۱۴ کانټینرونو او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راکم شو.

خو په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونه ثبت شوي، چې ارزښت یې ۳۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېده. دغه سوداګریز کانټینرونه د لارو تر تړل کېدو مخکې پاکستان ته داخل شوي وو او د لارو له تړل کېدو وروسته له افغانستان نه پاکستان ته د نویو سوداګریزو کانټینرونو لېږد درېدلی دی.

په دې توګه د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر د ۲۰۲۵ مالي کال پرتله شاوخوا ۷۳ سلنه او د ۲۰۲۳ مالي کال پرتله ۸۸.۷ سلنه کم شوی دی.

100%

که څه هم د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمښت بهیر پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له رامنځته کېدو مخکې پیل شوی و؛ خو د لارو اوږدمهاله تړل کېدو دغه بهیر لا پسې چټک کړی دی.

د پاکستان له خاورې د درېیمګړو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر کمښت ثبت شوی دی. د هغو صادراتو ارزښت چې د واګه او د پاکستان د بندرونو له لارې لېږدول کېدل په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی، چې نږدې ۹۸.۵ سلنه کمښت ښيي.

د دغه ناورین اغېزې یوازې له افغانستان سره د پاکستان پر مستقیمې سوداګرۍ محدودې نه‌دي. د پاکستان د حکومت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت د تېرکال پرتله ۵۰.۶ سلنه کم شوی او له ۴۴۳.۷ مېلیون ډالرو څخه ۲۱۹.۱ مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

په دې موده کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۱ سلنه او له دغه هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۸۸.۳ سلنه کم شوي دي. خو د دغه کمښت یوه برخه د لارو له تړل کېدو سره تړاو لري. پاکستان په همدې موده کې هڅه کړې، چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو تمرکز زیات کړي.

100%

د افغانستان صادرات ۱۸ سلنه کم شوي دي

د نړۍوال بانک د تازه راپور له مخې، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۱۴۵.۶ مېلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم د صادراتو د نږدې ۱۸سلنه کمښت راپور ورکړی دی.

خوراکي توکي چې د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۸ سلنه جوړوي تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د دغه توکو د صادراتو ارزښت په اګست میاشت کې ۹۸.۵ مېلیون ډالرو ته رسېدلی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۶ سلنه کم شوی دی.

د ډبرو سکرو صادرات هم د ۲۰۲۶کال په اګست کې صفر ته رسېدلي دي؛ پاکستان په تېرو کلونو کې د دغه توکو له مهمو بازارونو څخه و. په مقابل کې د نساجۍ صادرات ۲۲.۳ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي او د تېرکال د اګست پرتله ۲۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه توپیر څرګندوي، چې د صادراتو د لارو او بازارونو بدلون پر ټولو توکو یو شان اغېز نه‌دی کړی.

د بڼوالو ستونزې یوازې د صادراتو تر شمېرو محدودې نه‌دي. په کابل کې یوه بڼوال په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اوبو کمښت یې د مڼو حاصلات زیانمن کړي او د مناسبو بازارونو نشتوالي د محصولاتو پلور ستونزمن کړی دی.

پاکستان ته د صادراتو محدودیتونو، د لېږد لوړو لګښتونو او د سړو خونو او بسته‌بندۍ د امکاناتو کمښت د بڼوالو د محصولاتو د زیان کچه لوړه کړې ده. د ژر خوسا کېدونکو توکو لپاره د لېږد د مودې اوږدېدل د کیفیت د ټیټېدو، د پېرودونکو له لاسه ورکولو او تولیدوونکو ته د مستقیم مالي زیان د اوښتو لامل کېدای شي.

ایران او منځنۍ اسیا د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو لارو کنټرول په لاس کې اخیستی

د تېر یوه کال پرمهال د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې یو له مهمو بدلونونو څخه د سوداګرۍ د لارو او جغرافیې بدلون دی. پاکستان چې پخوا د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، اوس یې دغه ځای له لاسه ورکړی او نور د افغانستان د صادراتو په مهمو بازارونو کې نه راځي.

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د اګست د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتو ۵۶.۶ سلنه د ایران او ۳۸.۹ سلنه د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې لېږدول شوي دي. د وارداتو د سرچینو په منځ کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنه ونډې په لرلو سره افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و.

دغه بدلون ښيي، چې افغانستان توانېدلی له پاکستان پرته د خپلو وارداتو لویه برخه برابره کړي؛ خو بدیلو لارو لاهم د پخوانۍ لارې ټولې اقتصادي او ترانزیټي ګټې نه‌دي جبران کړې.

د ایران له لارې د سیمه‌ییزو ناڅرګندتیاوو، د شمالي لارو د محدود ظرفیت او د لېږد د لوړو لګښتونو له امله د افغانستان سوداګري لا هم زیان‌منېدونکې ده. د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو توکو پر دغه دوو لارو تکیه، پر نویو ترانزیټي لارو د افغانستان تمرکز رامنځته کړی دی.

د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د افغانستان واردات شاوخوا ۱.۱۹ مېلیارد ډالرو ته رسېدلي او د بهرني سوداګرۍ کسر ۱.۰۵ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی و. دغه کسر د تېر کال د ورته مودې پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه شمېرې څرګندوي، چې د وارداتو د لارو له بدلون سره سره، د افغانستان د اقتصاد اساسي ستونزه یعنې پر بهرنیو توکو پراخه تکیه او د صادراتو محدود ظرفیت لاهم پر خپل ځای پاتې دی.

۷.۶ سلنه انفلاسیون؛ د ګډوډې سوداګرۍ لګښتونه کورني بازار ته هم رسېدلي

د لارو او دروازو د تړل کېدو اغېزې یوازې تر بهرنۍ سوداګرۍ نه‌دي محدودې؛ بلکې کورني بازار او د خلکو پر ژوند یې هم اغېز کړی دی. د وارداتي توکو لېږد اوږدو او زیاتو لګښت لرونکو لارو، په ځانګړي ډول شمالي مسیرونو، ته په بدلېدو سره د توکو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي او پر پېرودونکو یې لا ډېر اقتصادي فشار راوستی دی.

د نړۍوال بانک د تازه اټکل له مخې، د افغانستان کلنی انفلاسیون د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۶.۷ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د جولای په میاشت کې ۷.۵ سلنه و. د خوراکي توکو انفلاسیون اووه سلنه او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۶.۴ سلنه ثبت شوی دی.

100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې هم پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له پیل وروسته میاشتو کې د انفلاسیون د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. د ۱۴۰۴کال په تلې میاشت کې په ټول هېواد کې کلنی انفلاسیون ۲.۹ سلنه او په کابل کې ۵.۱ سلنه و؛ خو د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي میاشتې پورې دغه کچه په ټول هېواد کې ۷.۶ سلنې او په کابل کې ۸.۶ سلنې ته لوړې شوې.

خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.

سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.

سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول

د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمه‌ییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نه‌دي جبران کړې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمه‌ییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي وايي، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نوې پالیسي بې‌اسناده افغان محصلین اړ باسي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له دغه هېواده ووځي، او د طب په برخه کې د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، د زده‌کړو او عملي دورو پر دوام هم محدودیتونه لګوي.


په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې د افغان طبي او غیرطبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره نوي شرایط ټاکل شوي دي.

شریعتي وايي، د خبرتیا له مخې، هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې او قانوني اسناد لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو هغه محصلین چې معتبره ویزه یا اړین اسناد نه لري، اړ دي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا، د معتبر اسنادو لرونکو محصلینو لپاره هم ځینې شرایط ټاکل شوي، چې د پولیسو د تصفیې سند، پاسپورټ او نور اړین اسناد پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره د پوهنتونونو او طبي زده‌کړو د اړوندو ادارو د ثبت او تایید شرایط هم مطرح شوي دي.

شریعتي وویل، په خبرتیا کې راغلي چې هغه افغان محصلین چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې په طبي کالجونو کې داخله اخیستې، کولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو د نوموړي په وینا، له دې نېټې وروسته افغان محصلینو ته په پاکستان کې د طب په برخه کې د زده‌کړو د پیل اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د دې پالیسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د محصلینو په وینا، د زده‌کړو له بهیر سره د سیاسي مسایلو تړل او د دوی پر زده‌کړو محدودیتونه لګول له افغان محصلینو سره تبعیضي چلند دی. شریعتي ادعا وکړه چې د نورو هېوادونو محصلین له ورته چلند سره نه مخ کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د محصلینو په سیاسي مسایلو کې ښکېلول او د داسې پالیسیو پلي کول چې د هغوی زده‌کړې له خنډ سره مخ کوي، د دوی پر حقونو تېری دی.

شریعتي وویل، په دې پرېکړه کې نه یوازې نارینه، بلکې ګڼې افغانې محصلینې هم اغېزمنې شوې دي چې په پاکستان کې د طب او نورو طبي څانګو په برخه کې زده‌کړې کوي. هغه پوښتنه وکړه چې که دغه محصلینې افغانستان ته ستنې شي، څوک به ډاډ ورکوي چې هلته به وکولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؟

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر همداراز وویل، د ځینو افغان ډاکټرانو لپاره چې د طب اړوند سندونه یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې د روغتونونو د عملي زده‌کړو یا سټېج دورې د بشپړولو پر وړاندې هم محدودیتونه رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، له پنجاب ایالت څخه هم ځینو محصلینو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې نور نه شي کولی خپلې عملي دورې بشپړې کړي او باید افغانستان ته ستانه شي.

شریعتي زیاته کړه چې افغان محصلینو د پاکستان بېلابېلو محکمو ته مراجعه کړې او اوس د دې موضوع په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپره شوې خبرتیا به په محکمه کې وننګول شي او که د دې ستونزې لپاره به بله قانوني لاره پیدا شي.

نوموړي له حقوقي بنسټونو او په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت څخه وغوښتل چې د افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی میکانېزم جوړ کړي، څو ټول محصلین وکولی شي په مناسب ډول خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شریعتي وویل ، چې پاکستان شپاړس میاشتې کیږي د افغان محصلینو ویزې تړلې دي خو بل لور ته وايی چې څوک ویزې لري هغه زدکړو ته ادامه ورکولی شي د ده په وینا دا ښکاره د پاکستان تګلاره ده چې افغان محصلین بیرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغان محصلین له سیاسي مسایلو لرې وساتي او اجازه ورکړي چې د نورو هېوادونو د محصلینو په څېر خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور تښتول شوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
100%

د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، ډزو، وژنو او تښتونو په جلا جلا پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور تښتول شوي دي. په ورته وخت کې، د پنجګور محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، وسله‌والو بریدونو، وژنو او تښتونو راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خضدار ولسوالۍ د چکلکو په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي کوچ او شخصي موټر د ټکر له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د چټک تګ له امله رامنځته شوې ده.

همداراز، د خضدار د نال په سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله دوه ځوانان مړه شوي دي. په واشک ولسوالۍ کې هم د ګره ګۍ سیمې ته نږدې د تېلو یو ټانکر د ټایر د چاودېدو له امله اوښتی او اور یې اخیستی دی. د روغتون سرچینو ویلي، په دې پېښه کې یو کس سوځېدلی او مړ شوی او بل ټپي شوی دی.

د وژنو او ډزو په پېښو کې، د خضدار د وډه اورناچ په سیمه کې د پیسو پر سر د شخړې له امله ډزې شوي چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په اوسته محمد ولسوالۍ کې هم یوه سړي د «ناموس» په نوم خپله مېرمن او یو بل کس، چې شیردل نومېده، په ډزو وژلي دي.

په خضدار او قلات ولسوالیو کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي هم موندل شوي دي. د چارواکو په وینا، د قلات د چپر سیمې د مړي پر بدن د شکنجې نښې لیدل شوې دي او د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل خوا، په چاغي ولسوالۍ کې وسله‌والو د چارسار په سیمه کې له یوه مسافر وړونکي بس څخه د ګمرک د کارکوونکي محمد ابراهیم په ګډون څلور کسان تښتولي دي.

د پولیسو په وینا، وسله‌والو د بس له خرابېدو وروسته د سپرلیو پېژندپاڼې کتلي او بیا یې څلور کسان له ځان سره بیولي دي. پولیس وايي، د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

په یوه بله پېښه کې، د هرنایي ولسوالۍ د سنځاوۍ ـ پنجاب پر لویه لار، د تورخام په سیمه کې وسله‌والو د پنجاب ایالت د مظفرګړه ولسوالۍ دوه لارۍ چلوونکي تښتولي دي. همداراز، د کچي ولسوالۍ د بالا ناړي په سیمه کې د یوه ښوونځي کارکوونکی نظام ماچهي هم تښتول شوی دی.

بل لور ته، د پنجګور ولسوالۍ محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې د اکتوبر په اوومه د بسیمې په سیمه کې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی. د نوموړي د کورنۍ په وینا، هغه د ګدر سیمې ته نږدې خوشې شوی دی.

په بلوچستان کې د دې پېښو په اړه د ټولو مسولو کسانو د هویت، د وژنو د انګېزې او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وژنو، تښتونو او ترافیکي پېښو پرله‌پسې راپورونه د امنیتي وضعیت او د لویو لارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.

د پېښور نرښځیانو د پولیسو له‌خوا له ځورونو شکایت کړی دی

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې یو شمېر نرښځیانو ادعا کړې، چې د کوتوالۍ پولیسو مرکز د کورونو پر مالکانو د فشار په راوړلو سره هڅې کوي، چې دوی له کرایي کورونو وباسي. دوی د پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د هویت پر بنسټ باید هېڅوک له خپل کور څخه ونه‌اېستل شي.

نرښځه زهره چې د پېښور اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
هر ځای کرایي کور ونیسي پولیس ورشي او د کور له مالک څخه وغواړي چې دوی له کوره وباسي.
هغه د پوښتنې په توګه وايي: «موږ چېرته لاړ شو؟ موږ ستاسو څه کړي دي؟ کله چې چا زموږ پر ضد شکایت هم نه‌وي کړی نو ولې مو له کورونو وباسئ».
د زهرې په وینا د پېښور د کوتوالۍ پولیسو مرکز یې ځوروي او د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کرایي کورونو وباسي.
نرښځې ریحانه او زهرا هم له ورته شکایتونو سره د پېښور عالي محکمې ته تللې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې دوی له سیمې واېستل شي، خو اوس د کورونو پر مالکانو د فشار له لارې هڅه کېږي چې له کرایي کورونو یې وباسي.
دوی وايي، د نورو وګړو په څېر غواړي په خوندي کورونو کې ژوند وکړي.
د دوی غوښتنه دا ده، چې له کوم قانوني دلیل پرته دې نه‌ځورول کېږي، شکایتونو ته دې یې غوږ ونیول شي او که د چا پر ضد شکایت موجود وي نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

100%

د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
دا ټولنه یوازې د استوګنې له ستونزو سره نه، بلکې له تاوتریخوالي، وژنو، له کورونو څخه اېستلو او د پولیسو له ناسم چلند سره هم مخ ده.
د هغې په وینا، د پېژندپاڼو په جوړولو کې ستونزې هم د دوی ورځنی ژوند ستونزمنوي. د پېژندپاڼو د نه لرلو یا د هغو د ترلاسه کولو پر مهال د خنډونو له امله د دوی ډېر بنسټیز کارونه اغېزمن کېږي.
فرزانه له اړوندو ادارو غواړي چې د نرښځیانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، څو دوی وکولای شي له وېرې پرته په عزت او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د عریضه کوونکو وکیل عمران خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
نرښځیان د پاکستان وګړي دي او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې بنسټیز حقونه لري.
د هغه په وینا، د اساسي قانون څوارلسمه ماده د انسان وقار او د کور شخصي ژوند ته درناوی او خوندیتوب ورکوي په داسې حال کې چې پنځه ویشتمه ماده د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري او مساوي قانوني خوندیتوب تضمینوي.
عمران وايي، که پولیس له قانوني دلیل یا شکایت پرته د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کورونو وباسي نو دا موضوع باید له قانوني پلوه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، چې اړوندې ادارې باید د نرښځیانو شکایتونه واوري او د پېژندپاڼو او نورو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.
زهره، ریحانه او زهرا غوښتنه کوي، چې هېڅوک دې یوازې د خپل هویت له امله له کور څخه وتلو ته نه اړ کېږي. د دوی په وینا، خوندي استوګنځی د هر انسان بنسټیزه اړتیا ده.

د پېښور پولیسو او په ځانګړې توګه د کوتوالۍ پولیسو مرکز د دغو نرښخیانو د ادعاوو په تړاو تر اوسه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

100%

د نرښځیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د نرښځیانو ستونزې یوازې تر استوګنې محدودې نه‌دي، بلکې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «۲۰۲۵ کال د بشري حقونو وضعیت» په نوم راپور له مخې، تېر کال په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹ نرښځې وژل شوي، پر دوو کسانو تېزاب شیندل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو وژنو څخه لس په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې وې چې د نورو ایالتونو پر تله تر ټولو د لوړ شمېر ښکارندويي کوي.