• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ: د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړي ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه‌ورکوو

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوهایو ایالت په ینګسټاون ښار کې د وینا پرمهال د ایران جګړې ته په اشارې ویلي، هېڅکله به ایران ته چې د ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی دی د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ بېلابېل داسې اقدامات کړي، چې تراوسه بل هېواد نه‌دي کړي. اړ شوم چې د ایران پر وړاندې خپل مسیر لږ بدل کړم؛ ځکه موږ اجازه نه‌شو ورکولای چې هغوی اټومي وسلې ترلاسه کړي».

د هغه په وینا، هغوی به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي او دغه موضوع به ډېر ژر پای ته ورسېږي. ټرمپ وایي: «کله چې دغه موضوع پای ته ورسېږي، د پټرولو بیې به راټیټې شي. خو د پټرولو په ګډون د توکو بیې د جوبایډن د ولسمشرۍ دورې پرتله اوس ټیټې دي».

هغه د امریکا پر پخواني ولسمشر جوبایډن نیوکه وکړه، چې د ایران په اړه یې «هېڅ اقدام ونه کړ». دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اوونیو کې د سون‌توکو بیو له لوړېدو وروسته د ټرمپ پر حکومت پراخې نیوکې شوې دي.

ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې پر هغو پخوانیو امریکايي ولسمشرانو هم نیوکه وکړه، چې د ایران پر وړاندې یې اقدام نه‌و کړی. هغه وویل: «بارک اوباما مېلیاردونه ډالر ورکړل. فکر یې کاوه چې د پیسو په ورکړه به هغوی خپل کړي؛ خو دغه لاره بریالۍ نه‌شوه. بایډن وېرېده. نور ټول همداسې وو. نه غواړم د ټولو هغه ولسمشرانو جزییات بیان کړم، چې زموږ په څېر ورته اقدام یې کولای شوای».

ټرمپ زیاته کړه، ایران اوس سمندري ځواک، هوايي ځواک او د هوايي دفاع سیستم نه‌لري؛ هغوی د نړۍ هېوادونو له ډلې له تر ټولو لوړ انفلاسیون سره مخ دي او پیسې هم نه‌لري.
د ټرمپ په خبره، ایران غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو نه پوهېږي چې څنګه. ټرمپ وویل: «موږ په هغه جګړو کې ښکېل وو، چې اته، نهه، لس، ۱۲ او ان ۲۱ کاله یې دوام کړی. موږ له ایران سره جګړې ته داخل شو؛ داسې هېواد چې ډېر پیاوړی و، البته پخوا پیاوړی و، اوس پیاوړی نه‌دی».

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۳

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی

۴
تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته پخوانی اعلی وزیر نیول شوی

۵

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

•
•
•

نور خبرونه

پر سعودي د یمني یاغیانو بریدونه؛ د ریاض هوايي ډګر لا هم تړلی دی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

سعودي عربستان وايي، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له ګواښ سره مخ شوی او د ریاض هوايي ډګر به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د دغه هوايي ډګر پر یوه ترمینل توغندیز برید وشو، چې یمني یاغیانو یې مسولیت منلی و.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف، چې په یمن کې د حکومت له ځواکونو ملاتړ کوي، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د راتلونکو بریدونو خبر ورکړی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه بریدونه شنډ شوي که نه.

د راپور له مخې، حوثیانو له تېرې اوونۍ راهیسې د سعودي پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د پراخې سیمه‌ییزې جګړې د پراخېدو په ترڅ کې شوي او د سعودي د هوايي حریم ځینې برخې یې تړلې دي. په ریاض کې د الوتنو د ځنډېدو له امله د سعودي پلازمېنې پر اسمان هم د الوتکو تګ راتګ د پام وړ کم شوی دی.

سعودي عربستان اوس یو پېچلی امنیتي وضعیت تجربه کوي؛ ځکه یې په باب‌المندب تنګي کې د حوثیانو د پرمختګ د مخنیوي او له دې مهمې سمندري لارې څخه د تېلو د لېږد د خوندي کولو لپاره یو ځل بیا د یمن په کورنۍ جګړه کې پوځي ښکېلتیا زیاته کړې ده. د یمن پوځي سرچینې وايي، د سعودي په ملاتړ ځواکونو په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی، خو په نورو جبهو کې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د حوثیانو پر وړاندې د فشار پایلې ښايي وخت ونیسي.

په همدې حال کې، د سعودي سیمه‌ییز سیال ایران د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي: «موږ څو ځله چمتووالی ښودلی چې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اسانه کولو کې مرسته وکړو.»

متحده عربي امارات د خلیجي هېوادونو د ګډ امنیت غوښتنه کوي

متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ د سعودي پر ضد د بریدونو په غبرګون کې د خلیجي هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي او دفاعي اقداماتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي، پر سعودي بریدونه د ټولو خلیجي هېوادونو امنیت زیانمنوي. هغه زیاته کړې چې د خلیج د ګډ امنیت له پامه غورځول «نور یې زړور کړي چې د سیمې پر هېوادونو له خپلو حدودو واوړي».

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د کلونو لپاره په یمن کې متحدان وو، خو د یمن د حکومت په ملاتړ پوځي ایتلاف کې یې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کاوه او تېر ژمی یې اړیکې ترینګلې شوې.

د سعودي د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان بیا په یوه کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې د اقتصادي پراختیا د موخو لپاره د پانګونې راجلبولو ته ژمن پاتې کېږي. هغه زیاته کړې: «زموږ د انرژۍ د نظام او صنعتي وړتیا پراختیا دوام لري.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن له حوثیانو سره پر بریدونو کې له سعودي عربستان سره د یوځای کېدو احتمال ارزوي، خو تر اوسه د امریکا له لوري د پوځي اقدام نښه نه ده څرګنده شوې.

حوثیانو، سره له دې چې د سعودي هوايي بریدونه پرې زیات شوي، د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو د بریدونو د درولو نښه نه ده ښودلې. دوی ګواښ کړی چې هوايي ډګرونه، هوايي حریم او د تېلو تاسیسات به په نښه کړي؛ هغه تاسیسات چې د سعودي د اقتصاد او پراختیايي پلانونو مهمه برخه جوړوي.

نوي ډیلي کې لاریونونه؛ پولیسو لسګونه لاریونوال نیولي دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
100%

د هند پولیسو په نوي ډیلي کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون د مشر پر ضد د پیل شویو پراخو لاریونو د مخنیوي په موخه د زرګونو امنیتي ځواکونه د ځای پر ځای کولو ترڅنګ لسګونه لاریونوال نیولي او پر ترانسپورټ او انټرنیټي خدماتو یې محدویتونه لګولي دي.

د «کاکروچ» د ځوانانو حرکت دا لاریون د ټاکنو د کمېشنر ګیانیش کومار پر ضد د زرګونو لاریون کوونکو د راټولولو په موخه ترسره شوی و. متقدین وایي چې د رايې ورکوونکو د لېسټونو بیابیاکتنه د لومړي وزیر نریندر مودي د «بهرتیا جنتا پارټۍ» په ګټه ده.

د رویټرز اژانس د یوه شاهد په وینا، د ډیلي په مرکز کې ځینو ځوانانو لاریون کوونکو چې پولیسو ورپسې منډې وهلې په هغې شېبه کې دا شعار وایه: «انقلاب دې ژوندی وي!» پولیسو و نیول.

د پولسو له لوري نیول شوي یوګیندرا سولنګي رویټرز ته وویل«دا د خلکو له حقونو د سرغړونې په مانا ده او هېواد به نور دا ونه زغمي.»

د «کاکروچ جنتا پارټۍ» په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو د دغه حرکت بنسټ‌ايښودونکی ابهیجیت ډیپکي او دوه نور مشران، ساوراو داس او اشوتوش رانکا هم هغمهال ونیول چې الوتکه یې له بمبی څخه ډیلي ته ورسېده.

په یوه ویډیو کې ښکاري چې ډیپکي پولیسو ته وویل: «زه نیول کېدو ته راغلی یم، ما ونیسئ... زه له تاسو ویره نه لرم.» یوه پولیس ځواب ورکړ: «نه، دا نیول نه دي. مهرباني وکړئ همکاري وکړئ.»

د نوي ډیلي پولیس هڅه کوي چې د یاد لاریون مخه ونیسي او په دغه ښار کې یې پر انټرنیټي او ترانسپورټي خدماتو محدودیتونه لګولي دي.

د لاریونونو پرمهال یو شمېر خبریالان هم نیول شوي دي.

په ورته مهال د هند د سترې محکمې د وکيلانو د اتحاديې مشر پر اېکس لیکلي چې یو شمېر وکیلان هم چې د محکمې بهر یې لاریون کاوه، نیول شوي دي. پولیسو سمدستي د دغو نیونو په اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو رویټرز ته وویل چې پولیسو ښار ته د ننوتلو په لارو کې بسونه درولي وو او د لاریون کوونکو د پېژندنې لپاره یې لټول کول.

د مودي پر وړاندې نوې ننګونه

دا لاریون چې سي‌جې‌پي د «ډیموکراسۍ ژغورلو» هڅه بللې، د هغو اعتراضونو د پیل لړۍ تر ټولو لویه برخه ده چې تېره اونۍ وروسته له هغې پیل شول چې «انډین اېکسپرېس» ورځپاڼې راپور ورکړ چې د کومار مرستیالانو د شاوخوا ۱۳۰ میلیونه رایه ورکوونک د نومونو ایستلو په اړه اندېښنې ښودلې او له هغه سره یې اختلاف کړی و.

مخالف ګوندونه له اوږدې مودې راهیسې حکومت تورنوي چې د ټاکنو لیستونه د خپلې ګټې لپاره جوړوي او د دغه راپور له خپرېدو وروسته یې ژر تر ژره دا تورونه بیا تازه کړل.

کومار تر اوسه تبصره نه ده کړې، خو د ټاکنو کمېسیون او بی‌جی‌پي دا تورونه رد کړي دي.

بی‌جی‌پي وایي د مودي محبوبیت او د هند اقتصادي وده د هغوی د انتخاباتي برلاسۍ اصلي لاملونه دي او مخالف ګوندونه په دې تورنوي چې دا ځکه ولس بې لارې کوي چې په ټاکنو کې د بریا توان نه لري.

دا تحرکات د ۲۰۲۷ کال په پیل کې د مهمو ایالتي ټاکنو له پیلېدو څو میاشتې وړاندې رامنځته کېږي.

د جمعې پر ورځ د ډیلي پولیسو ویلي وو چې لاریون ته یې اجازه نه ده ورکړې او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي، خو سي‌جې‌پي د خپلو بنيادي حقونو د کارولو په توجیه پر خپل پلان ټینګار وکړ.

خرم: امریکا د لوېدیځ د تمدني هویت په نوم د نړۍ د بسیجولو هڅه کوي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستۍ څرګندونې د لوېدیځ د تمدني هویت پر محور د نړۍ د یوې برخې د بسیجولو هڅه ده.

خرم باور لري چې واشنګټن له چین، روسیې او ایران سره د سیالۍ په شرایطو کې غواړي د لوېدیځ د تمدن او کلتور پر بنسټ د خپلو متحدینو ملاتړ پیاوړی کړي.

خرم د اېکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې روبیو د چهارشنبې په ورځ په یونان کې د اکروپولیس غونډۍ او د پارتنون معبد مخې ته په وینا کې لوېدیځ تمدن د نړۍ ستن او امریکا د لوېدیځ ستن بللی دی. هغه د روبیو دغه وینا د امریکا د بهرني سیاست په اړه له پخوانیو څرګندونو سره ورته، خو لا ډېره تنده او افراطي بللې ده.

خرم لیکلي: «داسې وینا باید د یوه بهرنیو چارو وزیر له خولې نه، بلکې د ساموېل هنټینګټن په څېر د یوه نظریه‌پرداز له خولې راوتلې وای.»

هنټینګټن امریکايي سیاسي پوه و چې د «تمدنونو د ټکر» نظریه یې مطرح کړې وه؛ دا نظریه د نړیوال سیاست او د تمدنونو ترمنځ د اړیکو په اړه د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

د خرم په وینا، که څه هم د روبیو په وینا کې د لرغوني فارس د امپراتورۍ پر بریدونو یادونې د ایران او امریکا د کړکېچ له امله پام ځان ته اړولی، خو د هغه پیغام تر دې پراخ دی او اروپا او هغو هېوادونو ته بلنه ورکوي چې ځانونه د لرغوني یونان او روم د تمدن وارثان ګڼي، څو د تمدني شخړې لپاره چمتووالی ونیسي.

خرم دغه تګلاره د هغو قدرتونو له چلند سره ورته بللی چې د ده په باور، د زوال پر مهال د خلکو د بسیجولو لپاره پر ملتپالنې او هویتي احساساتو تکیه کوي. هغه د شوروي اتحاد د ړنګېدو تر مخه د مارکسیزم ـ لینینیزم د نظریې کمزوري کېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغې نظریې ځینو پلویانو ملتپالنه د نوي پناهځای په توګه غوره کړه.

هغه د افغانستان د کورنیو جګړو یادونه هم کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې ماتې خوړلو مارکسیستانو قومپالنه غوره کړه او په پایله کې یې د ده په باور، نوې فاجعه او کورنۍ جګړه رامنځته کړه.

خرم وايي، امریکا چې له چین، روسیې، ایران او په ټوله کې له ختیځ سره ځان په سیالۍ کې ویني، هڅه کوي د لوېدیځوالو د تمدني احساساتو په راپارولو سره د نړۍ یوه برخه له ځان سره ملګرې کړي.

هغه د ډونالډ ټرمپ، د هغه د مرستیال، مارکو روبیو او د دوی د ایډیالوژیکو متحدینو د فکر په اړه لیکلي چې د دوی په باور، د لوېدیځ او امریکا کمزوري له خپلو تاریخي ریښو، کلتور او هویت څخه د لرې کېدو پایله ده. خرم دا لیدلوری د هغو مسلمانانو له فکر سره پرتله کړی چې د اسلامي نړۍ د کمزورۍ د حل لپاره تېرو تاریخي دورو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د نړیوال عدالت او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو بې‌ساری برید بللی دی. دغې محکمې د ۴ طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د ملاتړو په وینا، موخه یې د امریکایي او اسراییلي چارواکو ژغورل او د عدالت غوښتنې د بهیر کمزوري کول دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولویون وویل، چې د امریکا دا اقدام نه یوازې خپله محکمه بلکې له فلسطین څخه نیولې تر اوکراین، میانمار، سوډان او افغانستان پورې د ټولو سرغړونو د قربانیانو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان لوړپوړې چارواکې اریکا ګویوارا روزاس ټینګار کړی، چې د ټرمپ بندیزونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د منحلولو او د هغې د منزوي کولو لپاره طرحه شوي او زیاته یې کړه، چې د نړۍ هېوادونه باید د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او جدي عملي ګامونه پورته کړي.

د امریکا له لوري دغه نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خپل اقدامات ګړندي کړي او تر اوسه یې د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې په واک کې دي، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

له دې وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۹مه صادر کړي او د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه یې علني کړل.

دا څلور طالب چارواکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د پراخ جنسیتي تبعیض، ځورونې او د بشریت ضد جرمونو په پلانولو او عملي کولو تورن شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې د پرېکړې له مخې، دغو طالب مشرانو د زده‌کړې د مخنیوي ترڅنګ د ښځو اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کړي او پر افغان ولس د هغوی تپل شوي سیاستونه د شکنجه کولو، نیولو او جبري ورکېدو لامل شوي دي.

د امریکا دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ترڅنګ د اروپا کمیسیون او لږ تر لږه لسو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د محکمې پر خپلواکۍ او د عدالت پر تامین ټینګار کړی دی. د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه د هغو نړیوالو هڅو مخه نیسي چې غواړي د جنګي جنایتونو، نسل‌‌وژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو عاملین، که هغه په هر موقف او قدرت کې وي، عدالت ته راکش کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم پر دغه بنسټ د امریکا له لوري لګول شوي نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د عدالت پر وړاندې ښکاره خنډ بللی دی. د محکمې مشرې توموکو اکانه څرګنده کړې، چې دا ډول فشارونه به د دوی پر کړنو هېڅ اغېز ونه‌کړي او محکمه به په پوره بې‌پرې او خپلواکه توګه د درنو جرمونو د قربانیانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان وکړ، چې د روسیې په تازه پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. د چارواکو په وینا، د چهارشنبې ورځې د دغو بریدونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې صنعتي او د برېښنا بنسټیز تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.

زېلنسکي دا بریدونه د مسکو له خوا تر ټولو ناوړه ګوزارونه وبلل او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایوان ویهیفسکي تایید کړه، چې د هېواد په کچه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله د چرنیهیف سیمې په پرلوکي ښار کې اوښتې، چې هلته د روسیې د یوه توغندي د لګېدو له امله د استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه او لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې پنځه پکې ماشومان وو، ووژل شول. همدارنګه د پرلوکي د ښاروال مرستیال دانیلو ساوینکو وویل، په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۵۵ کسان ټپیان شوي او ژغورونکو ډلو وتوانېدل چې تر خاورو لاندې ۱۵ ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

د اوکراین ولسمشر په خپله ویډیویي وینا کې وویل، مسکو پر اوکراین ټولټال ۷۰ توغندي، چې ډېری یې بالستیک وو، او لسګونه شاهد ډرونونه وتوغول. زېلنسکي زیاته کړه، دغه بریدونه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زوکړې له ورځې سره برابر وو او هغه دا د ځان لپاره یوه ترخه تحفه وګرځوله. د پلازمېنې کییف څارنوالانو هم خبر ورکړی، چې د ښار په یوه څنډه کې د نسکور شوي ډرون د پاتې شونو د راپرېوتلو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او په ورته وخت کې د الکساندریا او کرمنچوک په مرکزي ښارونو کې هم ملکي مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین هوایي ځواکونو اعلان وکړ، چې د روسیې له خوا د توغول شویو ۴۶ جیټ ډرونونو څه باندې ۸۰ سلنه یې په هوا کې ویشتي او شنډ کړي دي. بل خوا د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه، چې دوی د اوکراین په کییف، چرنیهیف او نورو سیمو کې پر پوځي او صنعتي مرکزونو، په ځانګړي ډول د فایر پواینټ پر وسله‌والو تاسیساتو، کره او ډله‌ییز بریدونه کړي دي. زلنسکي ټینګار وکړ چې بالستیک توغندي د هېواد د هوایي دفاع لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او دوی هره ورځ د پاتریوت دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د اوکراین لومړي وزیر سېرګي کورتسکي هم له اروپایي ټولنې څخه د ۱.۲ میلیارده یورو مالي مرستې د ترلاسه کولو پخلی کړی دی.

دا خونړي بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې په پرله‌پسې توغندیزو او ډرون بریدونو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ولودیمیر زلنسکي په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي وو، چې د روسیې په بریدونو کې د هېواد صنعتي او زیربنایي شبکې په نښه شوې دي او د ماشومانو په ګډون تر ۲۴ زیات کسان پکې وژل شوي وو. اوکرایني ځواکونو هم په دې وروستیو کې په سامارا او استراخان سیمو کې د روسیې پر تېلو او پوځي مرکزونو د ځوابي ګوزارونو خبر ورکړی دی.