د سعودي پر پلازمېنې ریاض د یمني یاغیانو د کروز توغندیو برید کې څلور کسان ټپیان شوي

سعودي عربستان اعلان کړی چې د یمني یاغیانو د دوو کروز توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله د ریاض په استوګنیزو سیمو کې څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ کورونه زیانمن شوي دي.

سعودي عربستان اعلان کړی چې د یمني یاغیانو د دوو کروز توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله د ریاض په استوګنیزو سیمو کې څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ کورونه زیانمن شوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په وینا، د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم توغندي تر خپلو موخو له رسېدو مخکې کشف او له منځه وړي وو.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویاند ویلي، په ټپیانو کې دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم شامل دي. د هغه په وینا، له پېښې وروسته د مرستې او ژغورنې ډلې سیمې ته لېږل شوې وې.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د سېشنبې په ماښام د دغه هېواد په ختیځ کې د ظهران ښار د دولتي تېلو شرکت، ارامکو، د اداري ودانیو له ډلې یوه ودانۍ هم د برید هدف ګرځېدلې ده. د برید له امله کوچنۍ اورلګېدنه رامنځته شوې، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یو بالستیک توغندی د ارامکو پر مرکزي ودانیزه ټولګه لګېدلی او د دې شرکت د یوې اداري ودانۍ درې پوړونو ته یې زیان اړولی دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو حوثیانو تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که پر یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام وکړي، د دغه هېواد د تېلو تاسیسات به په نښه کړي. په دغو احتمالي موخو کې د ظهران په ښار کې د ارامکو مرکزي ودانۍ او په ریاض کې د تېلو یو چاڼځای هم شامل وو.
د حوثیانو بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې سعودي عربستان د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا د په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي دي.
د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن پلازمېنې صنعا ته څېرمه د تېلو پر یوه تاسیسات هوايي برید کړی دی.
سعودي ائتلاف تر برید مخکې ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د صنعا په شاوخوا کې د سونتوکو له یوه زېرمتون څخه لیرې پاتې شي.
د یمن د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید پر مهال په یاد تاسیسات کې د سونتوکو زېرمه نه وه او دغه برید نه د تېلو پر زېرمو او نه هم د سونتوکو د رسولو پر بهیر اغېز کړی دی.
د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیی سریع تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې پر صنعا بریدونو ته به «سخت او دردناک» ځواب ورکړل شي.
په مقابل کې، د سعودي عربستان کابینې، چې مشري یې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان کوي، اعلان کړی چې حوثیان به د سعودي پر خاوره د پرلهپسې بریدونو له امله له جدي پایلو سره مخ شي.
په یمن کې د جګړې نوې څپه وروسته له هغې شدیده شوه چې حوثیانو تېره میاشت د دغه هېواد د ځینو ستراتیژیکو سیمو کنټرول ترلاسه کړ. سعودي عربستان د حوثیانو د شاتګ او د بایللو سیمو د بېرته نیولو لپاره خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي دي.
د امریکا او ترکیې غبرګون
د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، محمد بن سلمان د سېشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې.
اردوغان له سعودي ولیعهد سره په ټیلیفوني خبرو کې اعلان وکړ چې ترکیه به د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.
ټرمپ هم له محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته د حوثیانو پر کړنو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ښايي له اردوغان څخه وغواړي چې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.
خو امریکا تر اوسه د حوثیانو پر ضد په جګړه کې د مستقیم ګډون لپاره د سعودي عربستان غوښتنې نه دي منلې.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تهران چمتو دی د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
په یمن کې نښتې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم د سیمې نورو هېوادونو ته غځېدلې ده. وروستیو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو، د انساني تلفاتو ترڅنګ، د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو فعالیت او د تېلو د تاسیساتو امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی.