• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مرستیال وزیر: د بهرنیانو پر ځای له خپلو ملایانو مشورې او ملاتړ غواړو

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، جوزجان کې له خپلو ملاتړو ملایانو سره د غونډې پر مهال ادعا کړې، چې طالب واکمني د بهرنیو پر ځای د دوی مشورې او ملاتړ غواړي. هغه له دغو ملایانو غوښتي، چې له منبرونو د طالب واکمنۍ په ملاتړ خبرې وکړي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جوزجان له لسګونه ملایانو سره دا غونډه یې د سې شنبې په ورځ( د تلې ۲۱مه) د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر کړې ده.
په دې غونډه کې د یاد شوي وزارت مرستیال محمد حامد حسیب ویلي، چې طالبان د خپلو چارو د سمون لپاره د بهرنیانو د لارښوونو پر ځای د کورنیو عالمانو مشورو او همکاروۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، چې د دوی حکومت د هېڅ لوري ډالۍ نه ده، بلکې د جګړې او قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او ساتنه یې تر ټولو ډېره د دیني عالمانو مسوولیت دی.
د دغه وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام مرستیال، عبدالسلام سعادت بیا له ملایانو غوښتي، چې له خلکو سره د دوی د حکومت اړیکې پیاوړې کړي او د ده په وینا، د تبلیغاتو او ناسمو اوازو په وړاندې ودرېږي.

طالب چارواکو، یو ځل بیا له ملایانو دا هم غوښتي چې خلک د دوی د فرمانونو اطاعت ته را وبولي.

طالب چارواکي په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د دوی په واکمنۍ کې بیا- بیا د یو شمېر منتقدو دیني عالمانو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي.

څارونکي باور لري، چې طالبان له دیني عالمانو او ملایانو څخه یوازې د ابزاري او تبلیغاتي ګټې اخیستو په تکل کې دي او له دې اخوا ورته په ارزښت او مشورو قایل نه دي. طالب چارواکي بیا دا څرګندونې نه مني.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۳

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۴

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۵

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

•
•
•

نور خبرونه

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د سوداګرۍ خونه وایي چې د یونیسف استازو ته یې په یوه انلاین ناسته کې د افغان مېرمنو، ځوانانو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو لپاره د کار موندنې ځینې طرحې سپارلې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونېسف له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې یې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې شریکې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د هغه مرستیالانو، په دې ناسته کې د یونېسف د مسلکي زده‌کړو له چارواکو کریسټیبل موسوندا او لطف‌الله لطیف سره پر عملي همکارۍ بحث کړی. د سوداګرۍ خونې مشرتابه په خپلو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، او د خوراکي او روغتیايي توکو تولید ته اشاره کړې ده.
د یونېسف استازو هم په دې کتنه کې د خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی او د کار بازار له اړتیاوو سره سم یې د مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی. هغوی څرګنده کړه چې د نویو کاري فرصتونو د موندلو لپاره له سوداګریز بنسټ سره ګډ کار اغېزمن تمامېدای شي.
د غونډې په دوام، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یوه سهامي شرکت رامنځته کولو طرحه او د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز تخصصي روغتون جوړولو وړاندیز هم شوی.

د غالیو اوبدل، لاسي صنایع او د خوراکي توکو او نورو توکو تولید تر ډېره هغه کارونه دي، چې په دودیزه توګه یې نالوستې افغان مېرمنې په خپلو کورونو کې ترسره کوي.

د طالبانو تر واک لاندې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې که څه هم په خپله طرحه کې، په کورونو کې د ښځو لپاره د کار موندلو یادونه نه ده کړې، خو باور دا دی چې دا طرحه پر همدې مسلې تمرکز لري.
دا طرحې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي. د یونېسف د شمېرو له مخې، پر نجونو دغه لګول شوی بندیز هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د زرګونو مسلکي ښځینه کارکوونکو د کمښت لامل کېږي.

یو شمېر څارونکي، د سوداګرۍ خونې او نورو لوریو ورته طرحې د نجونو او ښځو پر ضد د طالبانو د بندیزونو له عادي کولو سره مرسته ګڼي او ټینګار کوي، چې ټول افغان قشرونه او نړیوال باید له دغه وضعیت سره د خلکو د عادي کولو پر ځای، د دغه وضعیت پر وړاندې ودریږي او پرې نه ږدي، چې طالبان د افغان ښځو په منزوي کولو او ځپلو بریالي شي.

پنځه کلن ناورین؛ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان له مرګونو زلزلو او وچکالۍ سره مخ شوی

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱
100%

افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له یو لړ طبیعي او بشري ناورینونو سره مخ شوی چې د میلیونونو خلکو ورځنی ژوند یې د بقا پر دوامداره ازموینه بدل کړی دی. دغه هېواد د نړۍ د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د لوړ زیان‌منېدو، پېچلې ځمک‌پوهنې، پراخې بېوزلۍ او نړیوالې سیاسي انزوا تر اغېز لاندې دی.

د اکټوبر ۱۳مه هر کال په نړۍ کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي چې هم‌مهاله سږ کال هم نړیوال بنسټونه افغانستان هغه هېواد ګڼي چې مخ پر زیاتیدونکي طبیعي ناورینونو سره مخ دی.

د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اکټوبر پورې طبیعي پېښې د خلکو د ژوند دایمي برخه ګرځېدلې دي. دغو پېښو د کورنیو ثبات له منځه وړی او اقتصادي ستونزې یې لا پسې ژورې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د کډوالۍ نړیوال سازمان، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیوناو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانساحوي راپورونو ته منسوب شوي معلومات په دې پنځه کلنه موده کې د بشري زیانونو پراخوالی ښيي:

  • مرګ‌ژوبله: د زلزلو، ناڅاپي سېلابونو، د ژمي د سختې یخنۍ او د ځمکې ښویېدنې له امله تر ۶ زره او ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
  • ټپیان: تر ۱۱ زره او ۵۰۰ ډېر کسان سخت ټپیان شوي دي.
  • اغېزمن شوي خلک:شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۵۰۰ زره کسان، چې د افغانستان د نفوس له څلورمې برخې څخه زیات دي، په مستقیم ډول له طبیعي پېښو زیانمن شوي او بېړنیو مرستو یا اوږدمهاله خوراکي ملاتړ ته اړتیا پیدا کړې ده.
  • په هېواد کې دننه بې‌ځایه کېدل: د کورونو د ویجاړېدو، د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو یا د اوبو د سرچینو د وچېدو له امله تر یو میلیون او ۸۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو پلرنیو کلیو بې‌ځایه شوي دي.
  • د کورونو ویجاړېدل: تر ۱۴۵ زرو ډېر کورونه زیانمن شوي یا په بشپړ ډول نړېدلي دي.
  • د عاید او روزګار له‌منځه تل: تر ۴۲۰ زره هکټاره ډېره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله ویجاړه شوې یا د کرنې لپاره له کاره لوېدلې ده. همدارنګه، سلګونه زره څاروي هم دغو ناورینونو کې له‌منځه تللي دي.

د پکتیکا او خوست زلزلې؛

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲مه، د افغانستان د سوېل ختیځ په ناهموارو غرنیو سیمو کې د رېښتر په کچه ۵،۹ درجې زلزله وشوه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د بېړنیو راپورونو له مخې، دې زلزلې تر یو زرو او ۳۰ ډېر کسان مړه کړل او تر یو زرو او ۵۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

د پکتیکا او خوست ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو کې هغه کلیوالي خټین کورونه په پراخه کچه ونړېدل چې ډېری یې له خامو خښتو او کمزورو ډبرو جوړ شوي وو. ځینې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شول.

د راپور له مخې، تر ۱۰ زرو ډېر کورونه په څو ثانیو کې په کنډوالو بدل شول او زرګونه کورنۍ اړې شوې چې د موسمي بارانونو پر مهال شپې په ازاده فضا او بې‌سرپناه سیمو کې تېرې کړي.

د هرات زلزلې؛ زرګونه کورنۍ په لنډمهالو خېمو کې

د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د افغانستان لوېدیځ د رېښتر په کچه د ۶.۳ درجې څلورو زلزلو ولړزاوه، چې مرکزونه یې په هرات ولایت کې وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ارزونو له مخې، دغو زلزلو کې یو زرو او ۴۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یو زرو او ۹۵۰ نور ټپیان شول.

د زنده‌جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو تر ۲۷۵ زرو ډېر کسان د دغو زلزلو له اغېزو سره مخ شول. لسګونه کلي ویجاړ شول او له خامو خښتو جوړ کلیوالي کورونه ونړېدل.

له دې ناورین وروسته، زرګونه کسان اړ شول چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو سخت ژمی په موقتي خېمو کې تېر کړي.

د کونړ زلزله؛ د کورونو ویجاړېدل او پراخه مرګ ژوبله

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، د شپې په ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو، د کونړ او ننګرهار ولایتو پولې ته نږدې د رېښتر په کچه د ۶ درجې زلزله وشوه.

په دغو معلوماتو کې راغلي چې د زلزلې له امله تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان شوي او د غرنیو سیمو، په ځانګړي ډول د نورګل او څوکۍ ولسوالیو، له ۶۷۰۰ څخه ډېر خټین کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

د زلزلې له امله زرګونو کورنیو خپل کورونه، څاروي او زېرمه شوي کرنیز محصولات له لاسه ورکړي دي.

په نورستان کې ویجاړوونکي سېلابونه

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸مه، د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په میاردېش کلي کې د شپې سختو ورښتونو ناڅاپي سېلابونه او د خټو بهیرونه رامنځته کړل. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ۱۱۳ ډېر کسان ووژل شول، له ۱۷۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شول او مهمې مواصلاتي لارې له منځه ولاړې.

همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۰مه، د نورستان ولایت په مرکز پارون او د منډول ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سخت سېلابونه راوتلي دي. د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي، ۱۲۵ نور ټپیان شوي او ۹۲ کورونه ویجاړ شوي دي. سېلابونو روغتیايي مرکزونو، پلونو او سیمه‌ییزو بازارونو ته هم زیان اړولی دی.

په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ویجاړوونکي پسرلني سېلابونه

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په پسرلیو کې ناڅاپي او سختو بارانونو، له غرونو څخه د واورو د چټک ویلې کېدو ترڅنګ، د افغانستان په شمالي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې ویجاړوونکي سېلابونه راوپارول.

یوازې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د هغه راپور له مخې چې په اصلي متن کې نقل شوی، سېلابونو په بغلان، بدخشان، غور او ننګرهار ولایتونو کې په څو ورځو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه کړل.

چټکو اوبو زرګونه کورونه ویجاړ کړل، لویې لارې یې خرابې کړې، پلونه یې ونړول او د څارویو ټولې رمې یې ډوبې کړې.

د سېلابونو چټکتیا او شدت، د اوبو د مهار لپاره د کافي بنسټیزو تاسیساتو د نشتوالي له کبله زیان‌منو ټولنو ته پراخ انساني او اقتصادي زیانونه واړول.

څو کلنه وچکالي؛ په ۲۵ ولایتونو کې د اوبو کړکېچ

د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ اوږدمهالې وچکالۍ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه اغېزمن کړي دي. دغه اقلیمي پړاونو ته د لا نینیا نوم ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د کریستیان میکلسن انسټیټیوټڅېړنې ښيي چې وچکالۍ د افغانستان تر ۶۴ سلنې پورې کورنۍ اغېزمنې کړې دي. د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د تاریخي کاریزونو وچېدل او د کرنیزو محصولاتو د تولید پراخ کمښت د دې وضعیت له پایلو څخه بلل شوي دي.

د هغو کورنیو لپاره چې ژوند او عاید یې پر کرنه ولاړ دی، د اوبو کمښت د حاصلاتو د کمېدو، د عاید د له منځه تلو او د لوږې د خطر د زیاتېدو معنا لري.

د ژمي سخته یخني؛ د انسانانو مړینه او د څارویو له منځه تلل

د ۲۰۲۳ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د سختې یخنۍ څپو د افغانستان په لوړو او کلیوالو سیمو کې د هوا تودوخه تر منفي ۳۰ سانتي‌ګراد درجو ټیټه کړه.

د طالبانو تر ولکې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارېاو نړیوالو مرستندویو بنسټونو د راپورونو له مخې، سختې یخنۍ تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه کړل او تر ۲۶۰ زرو ډېر څاروي یې له منځه یووړل.

دې زیانونو زیان‌منې مالدارې کورنۍ د غوښې، شیدو او عاید له مهمو سرچینو محرومې کړې او د ژوند د دوام او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا یې راکمه کړه.

د افغانستان کومې سیمې تر ټولو ډېرې له خطر سره مخ دي؟

په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطر د سیمې له جغرافیې، هوا، ځمکنیو شرایطو او د بنسټیزو تاسیساتو د چمتووالي له کچې سره تړاو لري.

د شمال او شمال ختیځ غرني ولایتونه؛ بغلان، بدخشان او تخار دا هغه سیمې دې چې د پسرلنیو ناڅاپي سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې پر وړاندې ډېرې زیان‌منې دي. د غرونو هغه توندې لمنې چې ځنګلي پوښښ یې له منځه تللی، د سختو بارانونو پر مهال اوبه په چټکۍ د سیندونو، کرنیزو ځمکو او د درو د مېشتو سیمو پر لور لېږي.

د لوېدیځ وچې دښتې؛ هرات او فراه بیا هغه سیمې دې چې د زلزلو د فعالو درزونو، اوږدمهالې وچکالۍ او سختو بادونو او دوړو له ګډ خطر سره مخ دي. د اوبو د دودیزو سرچینو وچېدل کلیوالې کورنۍ اړ باسي چې د هرات ښار په څنډو کې غیررسمي او بېوزلو مېشت‌ځایونو ته کډه شي.

د سوېل ختیځ غرني ولایتونه؛ پکتیکا، خوست او کونړ کې د زلزلو فعالیت لوړ او د غرونو لمنې توندې او ناثابتې دي. هغه کلي چې د غرونو پر لمنو جوړ شوي، د زلزلې او سختو بارانونو پر مهال د پراخې ویجاړۍ له خطر سره مخ دي.

مرکزي لوړې سیمې؛ غور، دایکندي او بامیان:د سړکونو کمزوري بنسټونه د دغو لوړو سیمو خلکو ته خدمتونو او بازارونو ته د اسانه لاسرسي مخه نیسي. سخت ژمي، په پرله‌پسې څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د واورو د چټک ویلې کېدو له امله موسمي سېلابونه د خلکو ستونزې زیاتوي.

ولې افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې دومره زیان‌من دی؟

د طبیعي پېښو پر وړاندې د افغانستان د ټولنو لوړ زیان‌من کېدل د چاپېریالي عواملو، فزیکي بنسټونو او ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ګډ اغېز پایله ده.

اقلیمي بې‌ثباتي: د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرامد ارزونو او د نړۍ د اقلیم د څېړنو له مخې، افغانستان سره له دې چې د نړۍ په کچه د کاربن په خپرولو کې ډېر لږ ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له ډېر زیان‌منو هېوادونو څخه دی.

په تېرو شپږو لسیزو کې د تودوخې زیاتوالي د بارانونو بڼې بدلې کړې دي. په ځینو سیمو کې نسبتاً منظمې واورې د سختو او نامنظمو بارانونو ځای نیولی دی. د دایمي یخچالونو د حجم کمېدل او د اوبو ته د موسمي لاسرسي د بڼو ګډوډېدل هم د دغو بدلونونو له پایلو څخه بلل شوي دي.

د ځنګلونو له منځه تلل او د ځمکې ویجاړېدل:د سون توکو د برابرولو، د کرنیزو ځمکو د پراخولو او د څارویو د زیات څرولو لپاره د لسیزو په اوږدو کې د ونو بې‌رویه پرې کولو د غرونو د لمنو سطحي خاوره او نباتي پوښښ له منځه وړی دی.

کله چې نباتي پوښښ د باران اوبه جذب نه کړي، اوبه په چټکۍ ټیټو سیمو ته بهېږي او سخت بارانونه په ناڅاپي او ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي.

غیرمعیاري ودانۍ:د کلیوالو سیمو ډېری کورونه له هغو خښتو جوړ شوي چې په لمر کې وچې شوې وي، له کمزور ډبرو او درنو خټینو چتونو جوړ وي او د ودانیو د پیاوړتیا معیارونه نه لري.

دا دودیزې ودانۍ د زلزلې پر وړاندې کافي مقاومت نه لري او د سېلابونو پر مهال په اسانۍ نړېږي. د ملګرو ملتونو په یو راپور کې دا وضعیت د طبیعي پېښو پر مهال د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو له لاملونو څخه بلل شوی دی.

د طبیعي پېښو څېړونکي وایي، د افغانستان په کلیوالو درو کې په ډېرو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو بندونه، د اوبو ایستلو سیستمونه، د سېلابونو د مهار کوچني بندونه او د سیندونو محافظتي دېوالونه یا نشته او یا هم کافي نه دي. له همدې امله کله چې غرنۍ اوبه له خپلو لارو ووځي، اوبه بې له خنډه استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو ته ننوځي.

پراخې بېوزلۍ کورنۍ له مالي سپما، بېړنیو زېرمو او د کرنیزو محصولاتو له بیمې محرومې کړې دي.

له یوې طبیعي پېښې وروسته زیان‌منې کورنۍ ډېری وخت اړ کېږي چې د کار وسایل یا پاتې څاروي وپلوري او دا کار د دوی اوږدمهاله بېوزلي لا ژوروي.

طبیعي پېښې د خلکو ورځنی ژوند څنګه ګډوډوي؟

طبیعي پېښې د افغانستان د خلکو پر ورځني ژوند، خوړو ته پر لاسرسي او رواني روغتیا مستقیمې اغېزې لري. په کلیوالو ټولنو کې کرنه او مالداري د ۷۰ سلنې څخه د ډېرو خلکو د ژوند ملاتړ کوي، یو سېلاب یا زلزله کولای شي د یوې کورنۍ د ټول عمر سپما له منځه یوسي.

کارپوهان زیاتوي،‌ناڅاپي سېلابونه حاصل‌خېزه خاوره وړي، د خړوبولو کانالونه له رسوباتو ډکوي او د غنمو، وریجو او جوارو په څېر هغه محصولات له منځه وړي چې د راټولولو وخت یې رارسېدلی وي.

د کریستیان میکلسن انسټیټیوټ د یوې څېړنې له مخې، د اوبو اوږدمهالې کمښت ډېر کوچني کروندګر دې ته اړ کړي چې د ګټې وټې لپاره کرنه په بشپړه توګه پرېږدي او خپل کرنیز فعالیتونه یوازې تر کوچنیو کورنیو باغچو پورې محدود کړي.

ملګرو ملتونه وایي،‌ په افغانستان کې د کورنیو خوراکي توکو د تولید کمښت په بازارونو کې بیې لوړوي او تر ۷۰ سلنې ډېرې کورنۍ له دې ستونزې سره مخ کوي چې هره ورځ کافي خواړه ترلاسه نه کړي.

طبیعي پېښې د څښاک د اوبو څاه‌ګانې ویجاړوي، د اوبو پرانیستې ویالې ککړوي او دودیزې تر ځمکې لاندې کاریزونه او کانالونه له منځه وړي.

روغتیایي سازمانونه اندېښنه لري چې په سېلاب‌ځپلو ولایتونو کې کورنۍ کله ناکله اړ کېږي، څو ککړې سطحې اوبه وکاروي. دا حالت د ککړو اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو، لکه کولرا، حادې اوبلنې نس‌ناستې او د پوستکي د انتانونو خطر زیاتوي.

په ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان هره ورځ څو ساعته پلي مزل کوي، څو له لرې څاه‌ګانو څخه لږې پاکې اوبه ترلاسه کړي. طبیعي پېښې ډېر ځله د کلیوالو روغتیايي کلینیکونو او لومړنیو ښوونځیو د اوږدې مودې لپاره د تړل کېدو لامل کېږي.

د پسرلنیو سېلابونو او زلزلو وروسته د سړکونو ویجاړېدل کولای شي لرې پراته کلي د څو اوونیو لپاره له سیمه‌ییزو بازارونو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو څخه جلا کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د ساحوي ارزونو له مخې، د افغانستان په زیان‌منو سیمو کې د رواني روغتیا ستونزې زیاتې شوې دي. هغه کسان چې د کورنۍ غړي یا کورونه یې له لاسه ورکړي، د خپګان او رواني صدمو له لوړ خطر سره مخ دي.

ښځې او ځوانې نجونې د دې کړکېچ دروند بار پر اوږو وړي. پر ښځینه مرستندویو کارکوونکو د فعالیت محدودیتونه کولای شي ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو، د میندو روغتیايي خدمتونو او بېړنیو سرپناه‌ځایونو لاسرسی محدود کړي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو غبرګون

د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بېلابېل وختونو کې د طبیعي افتونو‌ پر مهال د خپلو هڅو خبرونه ورکړي، خو د دغه ادارې فعالیتونه چندان د پام وړ نه دي بلل شوي.

د لویو طبیعي پېښو پر مهال د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د لټون او ژغورنې د بېړنیو عملیاتو لپاره له چورلکو کار اخیستی، تړل شوي سړکونه یې بېرته پرانیستي او زیانمنو کورنیو ته یې د مستقیمو نغدي مرستو د وېشلو ادعاوې کړې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد په بېلابېلو وختونو کې د طبیعي افتونو پر مهال د ملګرو ملتونو په ګډون له ګڼو نړۍوالو مرستندویه سازمونونو څخه غوښتي چې د دوی بودجه کمه ده او د پېښو پر مهال دې له زیان‌منو کورنیو سره مرستې وکړي.

د مالوماتو له مخې، په نورستان، کونړ، هرات، پکتیکا، خوست او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر مهال طالبانو چندان مرستې نه دي کړي او ټوله تکیه د ملګرو ملتونو پر اړوند سازمانونو وه چې ډېری برخه دوی کړې دي. خو لا هم په تېرو پنځو کلونو کې د طبیعي پېښو قربانیان له سختو ستونزو سره مخ دي‌او د ډېری کورنیو چې سرپناوې یې له‌منځه تللې دي او لا یې بېرته کورونه نه دي رغول شوي.

هغه کسان چې د افغانستان دغه طبیعي ناورینونه یې له نږدې څارلي وایي، د درنو ماشینونو او د وړاندوینې د تخنیکي وسایلو کمښت، او همدارنګه د ښځینه مرستندویو کارکوونکو د حضور محدودیتونه، په کلیوالو سیمو کې ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

د بشري مرستو د ادارو فعالیتونه

نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍاو د ژغورنې نړیوالې کمېټېپه ګډون، د لویو کړکېچونو پر مهال حیاتي مرستې وړاندې کړې دي.

په بېړنیو مرستو کې موقتي خېمې، د څښاک اوبو د پاکولو ګولۍ، د لوړ غذایي ارزښت لرونکي خوراکي توکي، ګرځنده روغتیايي ډلې او بېړنۍ نغدي مرستې شاملې وې.

خو بشري مرستندویو عملیاتو څو ځله د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د مالي اړتیاوو یوازې یوه برخه پوره شوې ده.

د بودجې دغه کمښت مرستندوی بنسټونه اړ کړي چې د لومړنیو خوراکي توکو اندازه راکمه او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا پروګرامونه محدود کړي.

ولې د طبیعي پېښو کره شمېرې راټولول ستونزمن دي؟

په افغانستان کې د طبیعي پېښو په اړه د کره شمېرو راټولول له یو شمېر ځانګړو ستونزو سره مخ دي.

سیمو ته فزیکي لاسرسی ستونزمن دی، لکه په غور، بدخشان او نورستان ولایتونو کې لرې پرتې غرنۍ درې ډېری وخت د ځمکې د ښویېدنې یا د پلونو د ویجاړېدو له امله د څو ورځو لپاره له لاسرسي وځي. دا حالت د لومړنیو زیانونو ارزونه ځنډوي.

د مرګ‌ژوبلې لومړنۍ شمېرې چې د کلیو مشران یا سیمه‌ییز چارواکي یې وړاندې کوي، ښايي د کور په کور له هغو کره ارزونو سره توپیر ولري چې د ملګرو ملتونو ادارې یې څو اوونۍ وروسته ترسره کوي.

د طبیعي پېښو څارونکي زیاتوي،‌که څه هم د پېښو سملاسي مړینې، ټپیان او نړېدلي کورونه ثبتېږي، خو اوږدمهاله اقتصادي زیانونه، لکه د راتلونکو حاصلاتو کمښت، د عاید له لاسه ورکول او د خاورې تخریب، ډېر لږ په بشپړ ډول په رسمي شمېرو کې منعکس کېږي.

له همدې امله، وروستۍ شمېرې باید د لاسرسي محدودیتونو، د ارزونې د بېلابېلو لارو او د ځینو زیانونو د نه ثبتېدو د احتمال په پام کې نیولو سره وڅېړل شي.

نړیوالې غونډې او اقلیمي ډیپلوماسي

د افغانستان د طبیعي خطرونو د مدیریت پر وړاندې یو مهم خنډ د اقلیمي تمویل نړیوالو میکانیزمونو ته د دغه هېواد محدود لاسرسی بلل شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته، د نړیوالو پرمختیايي مرستو میلیاردونه ډالر، د نړیوال چاپېریالي اسانتیا صندوقاو د زرغون اقلیم صندوقاړوند سرچینې هم پکې شاملې وې، وځنډول شول.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په کنفرانسونو کې، د ۲۰۲۳ کال په دوبۍ کې د کاپ ۲۸، د ۲۰۲۴ کال په باکو کې د کاپ ۲۹ او د ۲۰۲۵ کال په بلیم، برازیل کې د کاپ ۳۰ په ګډون، ډیپلوماټانو او د چاپېریال متخصصانو د هغو هېوادونو وضعیت ته پام اړولی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیان‌من دي او له نړیوالې سیاسي انزوا سره مخ دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د کاپ ۲۹ په کنفرانس کې په باکو کې نړیوالو نادولتي سازمانونو او تخنیکي استازو استدلال وکړ چې د اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدو بودجه باید د حکومتونو د سیاسي رسمیت پېژندنې له مسئلې جلا وي.

د مدني ټولنې استازو، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټېاو د غرنیو سیمو د هر اړخیز پرمختګ نړیوال مرکزپه ګډون، څنګ‌غونډې جوړې کړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټولنې د نړیوالو اقلیمي مالي سرچینو له ترلاسه کولو محرومې پاتې کېدل، د میلیونونو زیان‌منو ملکي وګړو لپاره د طبیعي پېښو خطر زیاتوي.

د طالبانو تخنیکي پلاوو هم د اقلیم او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په ځینو سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون کړی دی. په دغو غونډو کې چې د سیمه‌ییزو شریکانو او د مدني ټولنې د شبکو په کوربه‌توب جوړې شوې، د هندوکش او همالیا په سیمه کې د چاپېریالي بنسټونو د درول شویو پروژو د بیا پیل غوښتنه شوې ده.

د خطرونو د کمولو او د ناورینونو د تکرار د مخنیوي لارې چارې

کارپوهان وایي، د لنډمهاله مرستو څخه د طبیعي پېښو د خطرونو د دوامدار کمولو پر لور د تګ لپاره، نړیوال سازمانونه، سیمه‌ییز چارواکي، مدني ټولنه او د ټولنو مشران باید یو لړ موخې‌لرونکې او پر شواهدو ولاړې لارې چارې تعقیب کړي.

همدا راز زیاته شوې، نړیوال مرستندوی بنسټونه او تخنیکي سازمانونه باید د مهمو سیندیزو حوزو، لکه د پنجشېر، هریرود او هلمند سیندونو په حوزو کې، د سیندونو د اوبو د کچې د اندازه کولو اتومات وسایل، د هوا پېژندنې مخابراتي سټېشنونه او د هوا پېژندنې رادارونه نصب کړي.

د دغو وسایلو نښلول له سیمه‌ییزو خبرتیايي سیستمونو سره، لکه د لمریزې برېښنا په وسیله چلېدونکي کلیوالي لوډسپیکرونه او د ګرځنده ټیلیفونونو خبرتیاوې، کولای شي د ناڅاپي سېلابونو پر مهال د سیندونو په ښکته سیمو کې کلیو ته څو ساعته مخکې خبرداری ورکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د چاپیریال خوندیتوب کارپوهان باور لري چې سیمه‌ییز چارواکي، تخنیکي نادولتي بنسټونه او پرمختیايي شوراګانې باید د ارزانه او زلزله‌مقاومو ودانیو لارښودونه تصویب او پلي کول یې لازمي کړي.

د خټینو دېوالونو پر ځای باید کلیوالو ودانیزو کارکوونکو ته د کورونو د قوي کېدو ساده لارې وروښودل شي. په دغو لارو کې د لرګیو یا کانکریټو د پیاوړتیا کمربندونه، د بامبو کارول، سپک چتونه او د تثبیت شوې خاورې بلاکونه شاملېدای شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په څېر بنسټونو په ملاتړ د سیمه‌ییزو ټولنو پر ګډون ولاړ د عامه کارونو پروګرامونه باید د ویجاړو شویو غرنیو اوبو‌حوزو پر چاپېریالي بیا رغونه تمرکز وکړي.

د کارپوهانو په خبره، د کرنیزو ځمکو د پوړونو جوړول، د سېلابونو د مهار لپاره د کوچنیو ډبریز بندونو جوړول او د غرونو پر لمنو د ژورو ریښو لرونکو سیمه‌ییزو ونو کرل کولای شي د اوبو د بهېدو چټکتیا راکمه کړي، د خاورې د تخریب مخه ونیسي او د ځمکې د ښویېدنې خطر کم کړي.

مرسته کوونکي هېوادونه او نړیوال اقلیمي بنسټونه، د زرغون اقلیم صندوق په ګډون، باید د اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدو پروژو د تمویل لپاره مستقیم او له سیاسي ملاحظاتو خپلواک میکانیزمونه رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو تخصصي ادارو، نادولتي سازمانونو او سیمه‌ییزو ټولنو کمېټو ته د مالي سرچینو په لېږدولو سره، د سېلابونو د مخنیوي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو د سیستمونو ترمیم او د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو پمپونو نصبولو په څېر اړینې پروژې تمویل کېدای شي؛ پرته له دې چې پیسې د مرکزي سیاسي جوړښتونو له لارې ولېږدول شي.

دغه میکانیزمونه باید داسې طرحه شي چې مالي روڼتیا، د لګښتونو څارنه او زیان‌منو خلکو ته د مرستو عادلانه لاسرسی تضمین کړي.

د پېښو د مدیریت په چوکاټونو کې باید د سیمه‌ییزو ټولنو په کچه د چمتووالي کمېټو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي. د دغو کمېټو غړي باید د لټون او ژغورنې، لومړنیو روغتیايي مرستو او د بېړنیو خوراکي توکو د زېرمه کولو په برخو کې وروزل شي.

د ښځینه مرستندویو کارکوونکو او سیمه‌ییزو مشرانو د بشپړ ګډون تضمین اړین دی، څو بېړنۍ مرستې، روغتیايي خدمتونه او د بیارغونې ملاتړ په عادلانه توګه ښځو، ماشومانو او زیان‌منو کورنیو ته ورسېږي.

افغانستان د یو لړ طبیعي او بشري کړکېچونو په لومړۍ کرښه کې دی. په دغو کړکېچونو کې اقلیمي بدلونونه، زلزلې، سېلابونه، وچکالي، بېوزلي او کمزوري بنسټونه یو له بل سره تړلي دي.

د دغو کړکېچونو د خطرونو کمول یوازې له ناورین وروسته د مرستو په رسولو نه شي شوني کېدای. د کارپوهانو په خبره، د وختي خبرتیا د سیستمونو جوړول، د مقاومو کورونو رغول، د ځنګلونو ساتنه، د اوبو د سرچینو مدیریت، د دوامدارې بودجې برابرول او د سیمه‌ییزو ټولنو ګډون هغه ګامونه دي چې د راتلونکو زیانونو کچه راکمولای شي.

طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو د ځینو خیاطانو دوکانونه تړلي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
100%

طالبانو په کندهار ښار کې نارینه خیاطان د ښځو د جامو له ګنډلو منع کړي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له دغه بندیز نه د سرغړونې په تور د طالبانو امر بالمعروف د ځینو خیاطانو دوکانونه تړلي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په کندهار ښار کې خیاطانو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته د ښځو جامې ونه ګنډي.

د سرچینو په وینا، ځینو خیاطانو د طالبانو له خبرداري سره سره د ښځو جامې ګنډلې، خو وروسته یې طالبانو دوکانونه تړلي دي.

په کندهار کې ځینو خیاطانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښځو د جامو پر ګنډلو د بندیز له امله بې‌کاره شوي او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي.

اسلم، چې له پېښوره افغانستان ته اخراج شوی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کورنۍ لګښتونه یې د خیاطۍ له لارې پوره کېدل، خو اوس د طالبانو د دې پرېکړې له امله د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دی.

پیرمحمد، چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د کندهار ښار د خیاطانو په کوڅه کې خیاطي کوي، وايي، نه پوهېږي چې د کور کرایه او د اولادونو نفقه به له کومه کړي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د خیاطانو ستونزو ته پام وکړي.

هغه وايي،« د تېرو لسو کلونو ګراکان مې د کورنۍ د مشرانو له لارې ټوکر رالیږي، زه ورته جامې ګنډم او په بدل کې یې اجوره اخلم».

پیرمحمد زیاتوي، چې دا کار د اسلام او شریعت خلاف نه دی او دی د خپلې حلالې روزۍ د ګټلو لپاره خیاطي کوي.

بلخوا، یو شمېر ښځې وايي، د تیارو جامو د اخیستلو وس نه لري او ارزانه ټوکر اخلي، چې د دوو تر دوه نیمو سوو افغانیو په بدل کې یې خیاطان ورته ګنډي.

رقیه، چې د دریو لوڼو مور ده، وايي، د بازار ټوکران اخلي او خواښې یې خیاطانو ته وړي. د هغې په وینا، که د جامو اندازه له خیاط سره نه وي، نو یوه جوړه پخوانۍ ګنډل شوې جامې ورسره وړي، څو ورته جامې ورته جوړې کړي.

رقیه وايي، اوس چې طالبانو د ښځو د جامو پر ګنډلو بندیز لګولی، نه پوهېږي چې دوی به خپلې جامې چا ته د ګنډلو لپاره ورکړي. د هغې په وینا، په کندهار ښار کې ښځینه خیاطانې ډېرې کمې دي او که وي هم، په کلیو او ولسوالیو کې دي.

زرلښته چې په تیر نظام کې د کندهار د هیواد ټلویزون ویانده وه، وایي، یوازینی څه چې دا یې خوشالوله، هغه د نویو کالیو جوړول و، خو هغه خوښي هم طالبانو ترې واخیسته.

زرلښته وایي، « د دفتر دروازې راباندی وتړل شوې، د ښونځي دروازی وتړل شوې، د پارکونو وتړل شوې، هره خوښي چې له ښځو سره تړلي وي، طالبان هغه راباندی تړي او بندیز پری لګوي».

د هغې په وینا، په تیرو څلویښتو کلنو کې په هرهورانکاري کې د نارینه لاس وو نو بندیزونه ولې پر ښځو پلي کیږي.

په کندهار ښار کې د خیاطانو په کوڅه او ورته بازارونو کې لسګونه دوکانونه شته.

دا سیمه د جامو ګنډلو او ګلدوزۍ له پلوه مشهوره ده او ګڼ شمېر خیاطان او ګلدوزان پکې پر کار بوخت دي.

100%
دکندهار ښار د رنګ ریزانو بازار کې د خیاطانو کوڅه

روچي کومار: لا هم ځان د کابل لور بولم خو افغانستان ته نوره نه شم تللی

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
•
طاهر قادري
100%

هندۍ خبریاله روچي کومار، چې تر شپږو کلونو ډیر وخت یې په افغانستان کې ژوند کړی، وايي، نوره د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته د راپور جوړولو لپاره نه شي تللی. نوموړې وايي، د خبري سرچینو کمېدو د پېښو ثبتول او تاییدول هم ستونزمن کړي دي.

روچي کومار د ګارډین، الجزیرې، فارن پالیسي او ډیپلومات په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی او له کابل، هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو یې راپورونه چمتو کړي دي. نوموړې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو پېښې هم له نږدې پوښلې دي.

خو نوموړې اوس نه شي کولای هغه افغانستان ته بېرته ستنه شي چې کلونه یې خپل کور باله.

روچي وايي: «که افغانستان ته بېرته ولاړه شم، یوازې زه به له خطر سره نه مخ کېږم، بلکې هغه کسان به هم په خطر کې وي چې له ما سره کار کوي، ان هغه موټرچلوونکی هم چې د تګ راتګ لپاره یې په دنده ګومارم.»

په دې وضعیت کې هغه خبریاله چې یو وخت یې د افغانستان پېښې له نږدې روایتولې، اوس اړه ده چې له هېواده بهر او د هغو سرچینو په مرسته د افغانستان کیسې تعقیب کړي چې هره ورځ یې شمېر کمېږي.

هغې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول په هرات، مزارشریف او کابل کې له خپلو ملګرو او ګاونډیانو سره د اړیکو یادونه کړې او وايي، په کابل کې خلکو هغه پېژندله.

هغه وايي، د افغانستان په یاد پسې خپه ده خو تر ودانیو او کوڅو ډېر د هغو خلکو یادونه کوي چې د جګړو، چاودنو او کړکېچونو باوجود یې لا هم باور درلود چې خپل هېواد مخ پر وړاندې بیولای شي.

100%
روچي کومار په مزار کې

روچي لا هم په کابل کې د خپل ژوند د ورځو په اړه له احساساتو ډکې خبرې کوي.

هغه وايي، په کابل کې ملګرو او ګاونډیانو یې پېژندله او ځان یې د دغه ښار د ورځني ژوند یوه برخه ګڼله.

د نوموړې په وینا، هغه ملګري چې لا هم افغانستان ته سفر کوي، کله ناکله د هغې د پخوانۍ استوګنې د کوڅې او سیمې انځورونه ورته لېږي.

خو یوه جمله ده چې هغې څو ځله له خپلو ملګرو اورېدلې ده: «هغه کابل چې ته یې یادوې، نور نشته، ان که بېرته هم ولاړه شې، هغه څه به پیدا نه کړې چې په لټه کې یې یې.»

روچي وايي، د ژوند لومړنۍ (ټټو) یې په کابل کې یوې افغانې نجلۍ، چې د ټټو هنرمنده وه، پر بدن نقش کړی و. دا یادګار لا هم په افغانستان کې د هغې د ژوند او کار د کلونو خاطرې ورژوندۍ کوي.

هغه وایي ښايي له همدې امله وي چې کله هغه د افغانستان په اړه خبرې کوي، د یوې بهرنۍ خبریالې په پرتله د داسې چا په څېر ښکاري چې خپل کور یې له لاسه ورکړی وي.

کله چې خبري سرچینې چوپې شي

په تېرو پنځو کلونو کې د روچي د خبري سرچینو د شبکې لویه برخه له منځه تللې ده. ځینې کسان کډوال شوي او ځینې نور لا هم په افغانستان کې دي، خو د وېرې له امله خبرو ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي، د افغانستان ستونزه د خبرونو نشتوالی نه دی.

روچي وايي: «په افغانستان کې لا هم ډېرې پېښې کېږي ستونزه دا ده چې نور د دغو کیسو د روایتولو لپاره لاره نشته.»

د هغې په وینا، اوس ان د تر ټولو ساده معلوماتو ارزول او تاییدول هم ستونزمن شوي دي.

هغه وايي، د معلوماتو راټولول، د نویو سرچینو موندل او ان د یوې پېښې په اړه د بېلابېلو روایتونو اورېدل د تېرو کلونو په پرتله ډېر ستونزمن شوي دي. له همدې امله، د افغانستان د پېښو یوه برخه هېڅکله نه ثبتېږي او نه مستندېږي.

100%

د طالبانو بیا واکمنېدل د رسنیو د ازادۍ د «مرګ زنګ»

هغه څه چې روچي یې بیانوي، د رسنیو د ازادۍ په نړیوالو شمېرو کې هم څرګند دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۷۵م ځای کې راوستی، چې په نړۍ کې له تر ټولو ټیټو مقامونو څخه دی. دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو بېرته رسېدل په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د «مرګ زنګ» و.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د بېرته واکمنېدو په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنۍ تړل شوې دي. د افغانستان له شاوخوا ۱۲ زرو فعالو خبریالانو څخه تر دوو پر دریو ډېرو خپل مسلک پرېښی یا له هېواده وتلي دي.

همدارنګه، له هرو لسو خبریالانو څخه اته ښځینه خبریالانې نورې په رسنیو کې فعالیت نه کوي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان همدارنګه وايي، خپلسري نیول، امنیتي فشارونه، سانسور او د رسنیو پر وړاندې نوي محدودیتونه د خبریالانو کاري چاپېریال ورځ تر بلې ستونزمنوي.

«دا رښتیا هم د خندا وړ ده»

طالبان تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ فعالیت کوي، خو روچي دا ادعا نه مني.

هغې ویلي: «دا رښتیا هم زما لپاره د خندا وړ ده چې طالبان فکر کوي، یوازې په یوه هېواد کې د څو خبریالانو شتون د رسنیو د ازادۍ معنا لري.»

د هغې په وینا، اوس خبریالان د هېواد ډېرو ولایتونو ته د سفر لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا لري او ان دا اجازې هم هر وخت لغوه کېدای شي.

هغه زیاتوي: «که په ازاد ډول سفر نه شې کولای، په ازاد ډول راپور نه شې چمتو کولای او ستا خبري سرچینې له خبرو کولو وېره ولري، نو نور یې خپلواکې رسنۍ نه شو بللای.»

ولې نړۍ له افغانستان نه لرې شوه؟

د روچي په باور، د افغانستان د غږ د چوپېدو پړه یوازې پر طالبانو نه ده. نړۍ هم په تدریجي ډول له افغانستان لرې شوې ده.

هغې ویلي، چې د کابل له سقوط وروسته په لومړي یوه یا دوو کلونو کې د طالبانو بېرته واک ته رسېدل لا هم د نړۍ لپاره ټکان ورکوونکې پېښه وه او افغانستان د خبرونو په سر کې ځای درلود.

خو له څه مودې وروسته، د اوکراین جګړې، غزې، په منځني ختیځ کې کړکېچونو او نورو بحرانونو د رسنیو او مخاطبانو پام ځان ته واړاوه.

د مرکې پر مهال له روچي وپوښتل شول که نن د یوه رسنیز مدیر پر مېز د راپور جوړولو درې وړاندیزونه کېښودل شي یو له افغانستان نه، بل له ایران نه او درېیم له غزې، نو د کوم راپور د خپرېدو چانس به ډېر وي؟

هغې وویل، چې دې پوښتنې ته ځواب ورکول اسانه نه دي، ځکه د مخاطبانو د پام رااړولو سیالي تر پخوا ډېره سخته شوې ده.

هغه زیاتوي: «نن یوازې افغانستان نه دی چې د لیدل کېدو لپاره مبارزه کوي. ان اوکراین هم هغومره پام نه ترلاسه کوي، څومره چې باید یې ترلاسه کړي، او غزه هم په ځینو وختونو کې د خبرونو له سرلیکونو لرې شوې ده. خو حقیقت دا دی چې افغانستان ورو ورو د نړۍ د پام له مرکز څخه وتلی دی. هغه څه چې نن په افغانستان کې پېښېږي، د ډېرو مخاطبانو لپاره په یوه عادي واقعیت بدل شوي دي. همدا لامل شوی چې افغانستان لا هم یوه مهمه کیسه وي، خو نور هغه لوی خبر نه دی چې سملاسي د ټولو پام ځان ته واړوي.»

نوموړې وايي، «موږ معمولاً وایو چې کمرې له افغانستان لرې شوې دي، خو زما په اند مخاطبان هم له افغانستان لرې شوي دي. که ټوله نړۍ له دې وضعیت سره عادت شوې وي، نو د ډېرو مخاطبانو لپاره دا پوښتنه پیدا کېږي چې ولې باید لا هم په دې اړه اندېښنه ولري؟»

د تاریخ ثبتول چې ښايي یوه ورځ ډېر مهم شي

له ټولو دغو محدودیتونو سره سره، روچي لا هم په هغو راپورونو ویاړي چې له افغانستان یې چمتو کړي دي.

هغې ویلي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د یوې مودې لپاره داسې احساس کاوه چې د کلونو په اوږدو کې یې چمتو کړي ډېری راپورونه نور ارزښت نه لري.

د ښځینه سوداګرو په اړه راپورونه، د کابل د کافي‌خونو په اړه راپورونه، د ښاري کلتور په اړه راپورونه، د چرګانو د پلور د کوڅې په اړه راپورونه، د کابل د ژوبڼ په اړه راپورونه او د هغو ښځو په اړه راپورونه چې د حقوقو او قضايي چارو په برخو کې یې کار کاوه: «دا راپورونه د تاریخ یوه برخه ده. دغو راپورونو ثبت کړې ده چې افغانستان یوازې هغه څه نه و چې نن یې وینو.»

100%

افغانستان؛ هغه کیسه چې لا هم پای ته نه ده رسېدلې

افغانستان ته د روچي کومار وروستی سفر د جمهوري نظام له سقوط څخه یوازې څو ورځې مخکې و.

هغه په مزارشریف کې وه او لا هم یې په یاد دي چې د ټولو اندېښنو سربېره، خلکو ان په وروستیو ورځو کې هم خپله هیله له لاسه نه وه ورکړې.

هغه په یاد لري چې د کابل له سقوط څخه یوازې یوه اونۍ مخکې، خلک د کورونو پر بامونو راټولېدل او شعارونه یې ورکول.

همدا لامل دی چې هغه لا هم باور نه لري چې د افغانستان کیسه پای ته رسېدلې ده. د ټولو محدودیتونو سربېره، هغه لا هم په هېواد کې دننه له خلکو سره خبرې کوي له هغو خلکو سره چې د هغې په وینا، تسلیمېدو ته غاړه نه ږدي.

او ښايي د هغې خپله دا خبره تر بلې هرې جملې ښه د دې روایت پای وټاکي.

«په هغو ورځو کې هېچا فکر نه کاوه چې کیسه پای ته رسېدلې ده. او زه لا هم فکر نه کوم چې د افغانستان کیسه پای ته رسېدلې ده. یوازې باید د دې کیسې د بیانولو لپاره نوې لارې پیدا کړو.»

100%

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

په کندهار کې زده‌کوونکي وايي، چې له نوي ښوونیز کال څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ خو طالبان لاهم د درسي کتابونو او ښوونکو د کمښت د حل پرځای د هغوی پر ظاهري بڼه، لباس، ږیره او پګړۍ زیات تمرکز کوي. دوی وايي، د زده‌کړې بهیر ته هغومره پاملرنه نه‌کېږي لکه د دوی ظاهري بڼې ته.

د کندهار د بېلابېلو ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د پګړۍ نه تړلو یا د ږېرې د لنډولو پرمهال دوی ادارې ته غوښتل کېږي، پوښتنې ترې کېږي او ځینې وخت د درېدو یا له ټولګي څخه د اېستلو په څېر د سزا له ګواښ سره مخ کېږي.

د تیمور شاهي لېسې د یوولسم ټولګي یو زده‌کوونکی وايي، چې په ښوونځي کې زده‌کوونکي لاهم د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو د پګړۍ او ظاهري بڼې موضوع په جدي ډول څارل کېږي.

هغه وویل: «همدا اوس زموږ کتابونه کم دي؛ خو په اړه یې جدي کار نه‌کېږي، که څوک پګړۍ ونه لري ادارې ته غوښتل کېږي، پوښتنې ترې کېږي او د سزا په ډول یې دروي». د نوموړي په وینا، که د زده‌کوونکو ږیره او پګړۍ دومره په جدي توګه څارل کېږي؛ نو باید د ښوونې بنسټیزې اړتیاوې لکه کتابونه، ښوونکي او منظم تدریس هم په همدې کچه جدي ونیول شي.

د ظاهر شاهي لېسې د دولسم ټولګي یو بل زده‌کوونکی وايي، د ده ږیره مکمله نه‌ده راغلې؛ خو بیاهم د ږیرې د خرېلو په تور څو ځله ادارې ته غوښتل شوی دی. دی وایي: «زما ږیره لاتراوسه نه‌شته لږ لږ راغلې ده؛ خو ماته هر وخت وايي چې ږیره دې کوچنۍ کړې ده. هر وخت مې ادارې ته غواړي بیا مې دروي او یا ګواښ کوي چې له ټولګي دې باسو».

زده‌کوونکي وايي، له هغوی څخه مخکې د ږیرې پرېښودلو، پګړۍ تړلو او د ټاکلي لباس د مراعاتولو په اړه لیکلې ژمنې اخیستل شوې دي. د دوی په وینا، که کوم زده‌کوونکی بیا لونګۍ ونه تړي یا د ږیرې په اړه له ټاکل شوو اصولو سرغړونه وکړي له اداري فشار او سزا سره مخ کېږي.

ځینې زده‌کوونکي وايي، د دغه فشارونو دوام د دې لامل شوی چې یوشمېر زده‌کوونکي د زده‌کړو پرېښودو په اړه فکر وکړي. د زده‌کوونکو په وینا، د ظاهري بڼې په اړه یوازې زده‌کوونکي نه؛ بلکې ښوونکي هم تر فشار لاندې دي.
د دوی په خبره، د امر بالمعروف اړوند چارواکو ښوونکو ته خبرداری ورکړی؛ که زده‌کوونکي پګړۍ ونه لري یا یې ږیره لنډه کړې وي، ښوونکي به هم له دندې ګوښه شي. د زده‌کوونکو اصلي غوښتنه دا ده، چې ښوونځی باید تر هر څه وړاندې د زده‌کړې، علمي پرمختګ او مسلکي روزنې ځای وي.

د دوی په وینا، د درسي کتابونو کمښت، د ښوونکو اړتیا او د تدریس کیفیت باید د ښوونیزو ادارو له لومړیتوبونو څخه وي. په کندهار کې د ږیرې، پګړۍ او لباس په اړه د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سخت مقررات او د هغوی د عملي کېدو څرنګوالی له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده.