د دغه بڼوال په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدل پاکستان ته د انارو د صادراتو لاره بنده کړې او هغه ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بڼوال کیسه د هغه ناورین د پایلو انځور وړاندې کوي، چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ګډوډه کړې او اغېزې یې له ډیورنډ کرښې تر بڼونو، بازارونو او د کورنیو تر ژوند پورې رسېدلې دي.
د ۱۴۰۴ لمریز کال (د تلې پر ۲۰مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او د سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډې په لارو کې هم سوداګریز فعالیتونه ګډوډ شول.
اټکلونه ښيي، چې له کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیون ډالره وه؛ هغه شمېره چې په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو اوړي.
د یوه کال په تېرېدو سره امنیتي اختلافات لاهم د سوداګرۍ د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. په دې موده کې افغانستان د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده؛ خو د صادراتو کمښت، د ټرانزیټي سوداګرۍ راټیټېدل او د لېږد رالېږد لګښتونو زیاتوالی ښيي، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل موندل هم ډېر لګښت لري.
د ورځې ۶.۴۵ مېلیون ډالره سوداګري؛ په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو رسېږي
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲۲۶ مېلیون ډالره و. که دغه موده نږدې ۱۵۰ ورځې وګڼل شي؛ نو پاکستان ته د افغانستان د ورځنیو صادراتو منځنۍ کچه نږدې ۱.۵ مېلیون ډالرو ته رسېده.
د دغه راپور له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د ټولو وارداتو ارزښت شاوخوا ۵.۳ مېلیارد ډالره و چې ۱۴ سلنه یې له پاکستان نه تامینېدل. له دغه هېواده د وارداتو ارزښت شاوخوا ۷۴۲ مېلیون ډالره و، چې د ورځنۍ منځنۍ کچه یې ۴.۹۵ مېلیون ډالره محاسبه کېږي.
له همدې امله، د لارو تر تړل کېدو مخکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ ورځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیونه ډالر اټکل شوې ده. که دغه اندازه د ۳۶۵ ورځو لپاره محاسبه شي، نو په یوه کال کې نږدې ۲.۳۵ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. په دې کې له افغانستان نه د شاوخوا ۵۵۰ مېلیونه ډالرو صادرات او له پاکستان نه د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.
دغه شمېره یوازې د دواړو هېوادونو مستقیمه سوداګري رانغاړي او ټرانزیټي راکړې ورکړې پهکې نهدي شاملې شوې. که د ټرانزیټي توکو ارزښت هم ورسره حساب شي؛ نو د لارو د تړل کېدو له امله اغېزمنه شوې سوداګري ښايي تر دې کچې ډېره لوړه وي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه د بدیلو لارو له لارې ترسره شوې، یوه برخه یې درېدلې او بله برخه یې د لېږد رالېږد په لوړو لګښتونو ترسره شوې ده.
د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټ صفر ته رسېدلی
د پاکستان د ګمرکي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمېدو بهیر په څرګنده توګه لیدل کېږي. د ۲۰۲۳ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۱۰۲زره او ۸۸۶ ته رسېده. دغه شمېر په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴زره او ۱۱۴ کانټینرونو او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راکم شو.
خو په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونه ثبت شوي، چې ارزښت یې ۳۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېده. دغه سوداګریز کانټینرونه د لارو تر تړل کېدو مخکې پاکستان ته داخل شوي وو او د لارو له تړل کېدو وروسته له افغانستان نه پاکستان ته د نویو سوداګریزو کانټینرونو لېږد درېدلی دی.
په دې توګه د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر د ۲۰۲۵ مالي کال پرتله شاوخوا ۷۳ سلنه او د ۲۰۲۳ مالي کال پرتله ۸۸.۷ سلنه کم شوی دی.
که څه هم د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمښت بهیر پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له رامنځته کېدو مخکې پیل شوی و؛ خو د لارو اوږدمهاله تړل کېدو دغه بهیر لا پسې چټک کړی دی.
د پاکستان له خاورې د درېیمګړو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر کمښت ثبت شوی دی. د هغو صادراتو ارزښت چې د واګه او د پاکستان د بندرونو له لارې لېږدول کېدل په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی، چې نږدې ۹۸.۵ سلنه کمښت ښيي.
د دغه ناورین اغېزې یوازې له افغانستان سره د پاکستان پر مستقیمې سوداګرۍ محدودې نهدي. د پاکستان د حکومت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت د تېرکال پرتله ۵۰.۶ سلنه کم شوی او له ۴۴۳.۷ مېلیون ډالرو څخه ۲۱۹.۱ مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
په دې موده کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۱ سلنه او له دغه هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۸۸.۳ سلنه کم شوي دي. خو د دغه کمښت یوه برخه د لارو له تړل کېدو سره تړاو لري. پاکستان په همدې موده کې هڅه کړې، چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو تمرکز زیات کړي.
د افغانستان صادرات ۱۸ سلنه کم شوي دي
د نړۍوال بانک د تازه راپور له مخې، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۱۴۵.۶ مېلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم د صادراتو د نږدې ۱۸سلنه کمښت راپور ورکړی دی.
خوراکي توکي چې د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۸ سلنه جوړوي تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د دغه توکو د صادراتو ارزښت په اګست میاشت کې ۹۸.۵ مېلیون ډالرو ته رسېدلی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۶ سلنه کم شوی دی.
د ډبرو سکرو صادرات هم د ۲۰۲۶کال په اګست کې صفر ته رسېدلي دي؛ پاکستان په تېرو کلونو کې د دغه توکو له مهمو بازارونو څخه و. په مقابل کې د نساجۍ صادرات ۲۲.۳ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي او د تېرکال د اګست پرتله ۲۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه توپیر څرګندوي، چې د صادراتو د لارو او بازارونو بدلون پر ټولو توکو یو شان اغېز نهدی کړی.
د بڼوالو ستونزې یوازې د صادراتو تر شمېرو محدودې نهدي. په کابل کې یوه بڼوال په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اوبو کمښت یې د مڼو حاصلات زیانمن کړي او د مناسبو بازارونو نشتوالي د محصولاتو پلور ستونزمن کړی دی.
پاکستان ته د صادراتو محدودیتونو، د لېږد لوړو لګښتونو او د سړو خونو او بستهبندۍ د امکاناتو کمښت د بڼوالو د محصولاتو د زیان کچه لوړه کړې ده. د ژر خوسا کېدونکو توکو لپاره د لېږد د مودې اوږدېدل د کیفیت د ټیټېدو، د پېرودونکو له لاسه ورکولو او تولیدوونکو ته د مستقیم مالي زیان د اوښتو لامل کېدای شي.
ایران او منځنۍ اسیا د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو لارو کنټرول په لاس کې اخیستی
د تېر یوه کال پرمهال د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې یو له مهمو بدلونونو څخه د سوداګرۍ د لارو او جغرافیې بدلون دی. پاکستان چې پخوا د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، اوس یې دغه ځای له لاسه ورکړی او نور د افغانستان د صادراتو په مهمو بازارونو کې نه راځي.
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د اګست د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتو ۵۶.۶ سلنه د ایران او ۳۸.۹ سلنه د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې لېږدول شوي دي. د وارداتو د سرچینو په منځ کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنه ونډې په لرلو سره افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و.
دغه بدلون ښيي، چې افغانستان توانېدلی له پاکستان پرته د خپلو وارداتو لویه برخه برابره کړي؛ خو بدیلو لارو لاهم د پخوانۍ لارې ټولې اقتصادي او ترانزیټي ګټې نهدي جبران کړې.
د ایران له لارې د سیمهییزو ناڅرګندتیاوو، د شمالي لارو د محدود ظرفیت او د لېږد د لوړو لګښتونو له امله د افغانستان سوداګري لا هم زیانمنېدونکې ده. د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو توکو پر دغه دوو لارو تکیه، پر نویو ترانزیټي لارو د افغانستان تمرکز رامنځته کړی دی.
د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د افغانستان واردات شاوخوا ۱.۱۹ مېلیارد ډالرو ته رسېدلي او د بهرني سوداګرۍ کسر ۱.۰۵ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی و. دغه کسر د تېر کال د ورته مودې پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه شمېرې څرګندوي، چې د وارداتو د لارو له بدلون سره سره، د افغانستان د اقتصاد اساسي ستونزه یعنې پر بهرنیو توکو پراخه تکیه او د صادراتو محدود ظرفیت لاهم پر خپل ځای پاتې دی.
۷.۶ سلنه انفلاسیون؛ د ګډوډې سوداګرۍ لګښتونه کورني بازار ته هم رسېدلي
د لارو او دروازو د تړل کېدو اغېزې یوازې تر بهرنۍ سوداګرۍ نهدي محدودې؛ بلکې کورني بازار او د خلکو پر ژوند یې هم اغېز کړی دی. د وارداتي توکو لېږد اوږدو او زیاتو لګښت لرونکو لارو، په ځانګړي ډول شمالي مسیرونو، ته په بدلېدو سره د توکو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي او پر پېرودونکو یې لا ډېر اقتصادي فشار راوستی دی.
د نړۍوال بانک د تازه اټکل له مخې، د افغانستان کلنی انفلاسیون د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۶.۷ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د جولای په میاشت کې ۷.۵ سلنه و. د خوراکي توکو انفلاسیون اووه سلنه او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۶.۴ سلنه ثبت شوی دی.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې هم پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له پیل وروسته میاشتو کې د انفلاسیون د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. د ۱۴۰۴کال په تلې میاشت کې په ټول هېواد کې کلنی انفلاسیون ۲.۹ سلنه او په کابل کې ۵.۱ سلنه و؛ خو د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي میاشتې پورې دغه کچه په ټول هېواد کې ۷.۶ سلنې او په کابل کې ۸.۶ سلنې ته لوړې شوې.
خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.
سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول
د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمهییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نهدي جبران کړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمهییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.