د اکټوبر ۱۳مه هر کال په نړۍ کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي چې هممهاله سږ کال هم نړیوال بنسټونه افغانستان هغه هېواد ګڼي چې مخ پر زیاتیدونکي طبیعي ناورینونو سره مخ دی.
د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اکټوبر پورې طبیعي پېښې د خلکو د ژوند دایمي برخه ګرځېدلې دي. دغو پېښو د کورنیو ثبات له منځه وړی او اقتصادي ستونزې یې لا پسې ژورې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د کډوالۍ نړیوال سازمان، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیوناو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانساحوي راپورونو ته منسوب شوي معلومات په دې پنځه کلنه موده کې د بشري زیانونو پراخوالی ښيي:
- مرګژوبله: د زلزلو، ناڅاپي سېلابونو، د ژمي د سختې یخنۍ او د ځمکې ښویېدنې له امله تر ۶ زره او ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
- ټپیان: تر ۱۱ زره او ۵۰۰ ډېر کسان سخت ټپیان شوي دي.
- اغېزمن شوي خلک:شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۵۰۰ زره کسان، چې د افغانستان د نفوس له څلورمې برخې څخه زیات دي، په مستقیم ډول له طبیعي پېښو زیانمن شوي او بېړنیو مرستو یا اوږدمهاله خوراکي ملاتړ ته اړتیا پیدا کړې ده.
- په هېواد کې دننه بېځایه کېدل: د کورونو د ویجاړېدو، د کرنیزو ځمکو د له منځه تلو یا د اوبو د سرچینو د وچېدو له امله تر یو میلیون او ۸۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو پلرنیو کلیو بېځایه شوي دي.
- د کورونو ویجاړېدل: تر ۱۴۵ زرو ډېر کورونه زیانمن شوي یا په بشپړ ډول نړېدلي دي.
- د عاید او روزګار لهمنځه تل: تر ۴۲۰ زره هکټاره ډېره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله ویجاړه شوې یا د کرنې لپاره له کاره لوېدلې ده. همدارنګه، سلګونه زره څاروي هم دغو ناورینونو کې لهمنځه تللي دي.
د پکتیکا او خوست زلزلې؛
د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲مه، د افغانستان د سوېل ختیځ په ناهموارو غرنیو سیمو کې د رېښتر په کچه ۵،۹ درجې زلزله وشوه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د بېړنیو راپورونو له مخې، دې زلزلې تر یو زرو او ۳۰ ډېر کسان مړه کړل او تر یو زرو او ۵۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
د پکتیکا او خوست ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو کې هغه کلیوالي خټین کورونه په پراخه کچه ونړېدل چې ډېری یې له خامو خښتو او کمزورو ډبرو جوړ شوي وو. ځینې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شول.
د راپور له مخې، تر ۱۰ زرو ډېر کورونه په څو ثانیو کې په کنډوالو بدل شول او زرګونه کورنۍ اړې شوې چې د موسمي بارانونو پر مهال شپې په ازاده فضا او بېسرپناه سیمو کې تېرې کړي.
د هرات زلزلې؛ زرګونه کورنۍ په لنډمهالو خېمو کې
د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د افغانستان لوېدیځ د رېښتر په کچه د ۶.۳ درجې څلورو زلزلو ولړزاوه، چې مرکزونه یې په هرات ولایت کې وو.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ارزونو له مخې، دغو زلزلو کې یو زرو او ۴۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یو زرو او ۹۵۰ نور ټپیان شول.
د زندهجان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو تر ۲۷۵ زرو ډېر کسان د دغو زلزلو له اغېزو سره مخ شول. لسګونه کلي ویجاړ شول او له خامو خښتو جوړ کلیوالي کورونه ونړېدل.
له دې ناورین وروسته، زرګونه کسان اړ شول چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو سخت ژمی په موقتي خېمو کې تېر کړي.
د کونړ زلزله؛ د کورونو ویجاړېدل او پراخه مرګ ژوبله
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، د شپې په ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو، د کونړ او ننګرهار ولایتو پولې ته نږدې د رېښتر په کچه د ۶ درجې زلزله وشوه.
په دغو معلوماتو کې راغلي چې د زلزلې له امله تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، له ۳۶۰۰ څخه ډېر ټپیان شوي او د غرنیو سیمو، په ځانګړي ډول د نورګل او څوکۍ ولسوالیو، له ۶۷۰۰ څخه ډېر خټین کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
د زلزلې له امله زرګونو کورنیو خپل کورونه، څاروي او زېرمه شوي کرنیز محصولات له لاسه ورکړي دي.
په نورستان کې ویجاړوونکي سېلابونه
د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸مه، د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په میاردېش کلي کې د شپې سختو ورښتونو ناڅاپي سېلابونه او د خټو بهیرونه رامنځته کړل. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ۱۱۳ ډېر کسان ووژل شول، له ۱۷۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شول او مهمې مواصلاتي لارې له منځه ولاړې.
همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۰مه، د نورستان ولایت په مرکز پارون او د منډول ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سخت سېلابونه راوتلي دي. د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي، ۱۲۵ نور ټپیان شوي او ۹۲ کورونه ویجاړ شوي دي. سېلابونو روغتیايي مرکزونو، پلونو او سیمهییزو بازارونو ته هم زیان اړولی دی.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ویجاړوونکي پسرلني سېلابونه
د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په پسرلیو کې ناڅاپي او سختو بارانونو، له غرونو څخه د واورو د چټک ویلې کېدو ترڅنګ، د افغانستان په شمالي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې ویجاړوونکي سېلابونه راوپارول.
یوازې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د هغه راپور له مخې چې په اصلي متن کې نقل شوی، سېلابونو په بغلان، بدخشان، غور او ننګرهار ولایتونو کې په څو ورځو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه کړل.
چټکو اوبو زرګونه کورونه ویجاړ کړل، لویې لارې یې خرابې کړې، پلونه یې ونړول او د څارویو ټولې رمې یې ډوبې کړې.
د سېلابونو چټکتیا او شدت، د اوبو د مهار لپاره د کافي بنسټیزو تاسیساتو د نشتوالي له کبله زیانمنو ټولنو ته پراخ انساني او اقتصادي زیانونه واړول.
څو کلنه وچکالي؛ په ۲۵ ولایتونو کې د اوبو کړکېچ
د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ اوږدمهالې وچکالۍ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه اغېزمن کړي دي. دغه اقلیمي پړاونو ته د لا نینیا نوم ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د کریستیان میکلسن انسټیټیوټڅېړنې ښيي چې وچکالۍ د افغانستان تر ۶۴ سلنې پورې کورنۍ اغېزمنې کړې دي. د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د تاریخي کاریزونو وچېدل او د کرنیزو محصولاتو د تولید پراخ کمښت د دې وضعیت له پایلو څخه بلل شوي دي.
د هغو کورنیو لپاره چې ژوند او عاید یې پر کرنه ولاړ دی، د اوبو کمښت د حاصلاتو د کمېدو، د عاید د له منځه تلو او د لوږې د خطر د زیاتېدو معنا لري.
د ژمي سخته یخني؛ د انسانانو مړینه او د څارویو له منځه تلل
د ۲۰۲۳ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د سختې یخنۍ څپو د افغانستان په لوړو او کلیوالو سیمو کې د هوا تودوخه تر منفي ۳۰ سانتيګراد درجو ټیټه کړه.
د طالبانو تر ولکې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارېاو نړیوالو مرستندویو بنسټونو د راپورونو له مخې، سختې یخنۍ تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه کړل او تر ۲۶۰ زرو ډېر څاروي یې له منځه یووړل.
دې زیانونو زیانمنې مالدارې کورنۍ د غوښې، شیدو او عاید له مهمو سرچینو محرومې کړې او د ژوند د دوام او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا یې راکمه کړه.
د افغانستان کومې سیمې تر ټولو ډېرې له خطر سره مخ دي؟
په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطر د سیمې له جغرافیې، هوا، ځمکنیو شرایطو او د بنسټیزو تاسیساتو د چمتووالي له کچې سره تړاو لري.
د شمال او شمال ختیځ غرني ولایتونه؛ بغلان، بدخشان او تخار دا هغه سیمې دې چې د پسرلنیو ناڅاپي سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې پر وړاندې ډېرې زیانمنې دي. د غرونو هغه توندې لمنې چې ځنګلي پوښښ یې له منځه تللی، د سختو بارانونو پر مهال اوبه په چټکۍ د سیندونو، کرنیزو ځمکو او د درو د مېشتو سیمو پر لور لېږي.
د لوېدیځ وچې دښتې؛ هرات او فراه بیا هغه سیمې دې چې د زلزلو د فعالو درزونو، اوږدمهالې وچکالۍ او سختو بادونو او دوړو له ګډ خطر سره مخ دي. د اوبو د دودیزو سرچینو وچېدل کلیوالې کورنۍ اړ باسي چې د هرات ښار په څنډو کې غیررسمي او بېوزلو مېشتځایونو ته کډه شي.
د سوېل ختیځ غرني ولایتونه؛ پکتیکا، خوست او کونړ کې د زلزلو فعالیت لوړ او د غرونو لمنې توندې او ناثابتې دي. هغه کلي چې د غرونو پر لمنو جوړ شوي، د زلزلې او سختو بارانونو پر مهال د پراخې ویجاړۍ له خطر سره مخ دي.
مرکزي لوړې سیمې؛ غور، دایکندي او بامیان:د سړکونو کمزوري بنسټونه د دغو لوړو سیمو خلکو ته خدمتونو او بازارونو ته د اسانه لاسرسي مخه نیسي. سخت ژمي، په پرلهپسې څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د واورو د چټک ویلې کېدو له امله موسمي سېلابونه د خلکو ستونزې زیاتوي.
ولې افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې دومره زیانمن دی؟
د طبیعي پېښو پر وړاندې د افغانستان د ټولنو لوړ زیانمن کېدل د چاپېریالي عواملو، فزیکي بنسټونو او ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ګډ اغېز پایله ده.
اقلیمي بېثباتي: د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرامد ارزونو او د نړۍ د اقلیم د څېړنو له مخې، افغانستان سره له دې چې د نړۍ په کچه د کاربن په خپرولو کې ډېر لږ ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له ډېر زیانمنو هېوادونو څخه دی.
په تېرو شپږو لسیزو کې د تودوخې زیاتوالي د بارانونو بڼې بدلې کړې دي. په ځینو سیمو کې نسبتاً منظمې واورې د سختو او نامنظمو بارانونو ځای نیولی دی. د دایمي یخچالونو د حجم کمېدل او د اوبو ته د موسمي لاسرسي د بڼو ګډوډېدل هم د دغو بدلونونو له پایلو څخه بلل شوي دي.
د ځنګلونو له منځه تلل او د ځمکې ویجاړېدل:د سون توکو د برابرولو، د کرنیزو ځمکو د پراخولو او د څارویو د زیات څرولو لپاره د لسیزو په اوږدو کې د ونو بېرویه پرې کولو د غرونو د لمنو سطحي خاوره او نباتي پوښښ له منځه وړی دی.
کله چې نباتي پوښښ د باران اوبه جذب نه کړي، اوبه په چټکۍ ټیټو سیمو ته بهېږي او سخت بارانونه په ناڅاپي او ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي.
غیرمعیاري ودانۍ:د کلیوالو سیمو ډېری کورونه له هغو خښتو جوړ شوي چې په لمر کې وچې شوې وي، له کمزور ډبرو او درنو خټینو چتونو جوړ وي او د ودانیو د پیاوړتیا معیارونه نه لري.
دا دودیزې ودانۍ د زلزلې پر وړاندې کافي مقاومت نه لري او د سېلابونو پر مهال په اسانۍ نړېږي. د ملګرو ملتونو په یو راپور کې دا وضعیت د طبیعي پېښو پر مهال د مرګژوبلې د زیاتېدو له لاملونو څخه بلل شوی دی.
د طبیعي پېښو څېړونکي وایي، د افغانستان په کلیوالو درو کې په ډېرو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو بندونه، د اوبو ایستلو سیستمونه، د سېلابونو د مهار کوچني بندونه او د سیندونو محافظتي دېوالونه یا نشته او یا هم کافي نه دي. له همدې امله کله چې غرنۍ اوبه له خپلو لارو ووځي، اوبه بې له خنډه استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو ته ننوځي.
پراخې بېوزلۍ کورنۍ له مالي سپما، بېړنیو زېرمو او د کرنیزو محصولاتو له بیمې محرومې کړې دي.
له یوې طبیعي پېښې وروسته زیانمنې کورنۍ ډېری وخت اړ کېږي چې د کار وسایل یا پاتې څاروي وپلوري او دا کار د دوی اوږدمهاله بېوزلي لا ژوروي.
طبیعي پېښې د خلکو ورځنی ژوند څنګه ګډوډوي؟
طبیعي پېښې د افغانستان د خلکو پر ورځني ژوند، خوړو ته پر لاسرسي او رواني روغتیا مستقیمې اغېزې لري. په کلیوالو ټولنو کې کرنه او مالداري د ۷۰ سلنې څخه د ډېرو خلکو د ژوند ملاتړ کوي، یو سېلاب یا زلزله کولای شي د یوې کورنۍ د ټول عمر سپما له منځه یوسي.
کارپوهان زیاتوي،ناڅاپي سېلابونه حاصلخېزه خاوره وړي، د خړوبولو کانالونه له رسوباتو ډکوي او د غنمو، وریجو او جوارو په څېر هغه محصولات له منځه وړي چې د راټولولو وخت یې رارسېدلی وي.
د کریستیان میکلسن انسټیټیوټ د یوې څېړنې له مخې، د اوبو اوږدمهالې کمښت ډېر کوچني کروندګر دې ته اړ کړي چې د ګټې وټې لپاره کرنه په بشپړه توګه پرېږدي او خپل کرنیز فعالیتونه یوازې تر کوچنیو کورنیو باغچو پورې محدود کړي.
ملګرو ملتونه وایي، په افغانستان کې د کورنیو خوراکي توکو د تولید کمښت په بازارونو کې بیې لوړوي او تر ۷۰ سلنې ډېرې کورنۍ له دې ستونزې سره مخ کوي چې هره ورځ کافي خواړه ترلاسه نه کړي.
طبیعي پېښې د څښاک د اوبو څاهګانې ویجاړوي، د اوبو پرانیستې ویالې ککړوي او دودیزې تر ځمکې لاندې کاریزونه او کانالونه له منځه وړي.
روغتیایي سازمانونه اندېښنه لري چې په سېلابځپلو ولایتونو کې کورنۍ کله ناکله اړ کېږي، څو ککړې سطحې اوبه وکاروي. دا حالت د ککړو اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو، لکه کولرا، حادې اوبلنې نسناستې او د پوستکي د انتانونو خطر زیاتوي.
په ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان هره ورځ څو ساعته پلي مزل کوي، څو له لرې څاهګانو څخه لږې پاکې اوبه ترلاسه کړي. طبیعي پېښې ډېر ځله د کلیوالو روغتیايي کلینیکونو او لومړنیو ښوونځیو د اوږدې مودې لپاره د تړل کېدو لامل کېږي.
د پسرلنیو سېلابونو او زلزلو وروسته د سړکونو ویجاړېدل کولای شي لرې پراته کلي د څو اوونیو لپاره له سیمهییزو بازارونو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو څخه جلا کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د ساحوي ارزونو له مخې، د افغانستان په زیانمنو سیمو کې د رواني روغتیا ستونزې زیاتې شوې دي. هغه کسان چې د کورنۍ غړي یا کورونه یې له لاسه ورکړي، د خپګان او رواني صدمو له لوړ خطر سره مخ دي.
ښځې او ځوانې نجونې د دې کړکېچ دروند بار پر اوږو وړي. پر ښځینه مرستندویو کارکوونکو د فعالیت محدودیتونه کولای شي ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو، د میندو روغتیايي خدمتونو او بېړنیو سرپناهځایونو لاسرسی محدود کړي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو غبرګون
د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بېلابېل وختونو کې د طبیعي افتونو پر مهال د خپلو هڅو خبرونه ورکړي، خو د دغه ادارې فعالیتونه چندان د پام وړ نه دي بلل شوي.
د لویو طبیعي پېښو پر مهال د طالبانو سیمهییزو چارواکو د لټون او ژغورنې د بېړنیو عملیاتو لپاره له چورلکو کار اخیستی، تړل شوي سړکونه یې بېرته پرانیستي او زیانمنو کورنیو ته یې د مستقیمو نغدي مرستو د وېشلو ادعاوې کړې دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد په بېلابېلو وختونو کې د طبیعي افتونو پر مهال د ملګرو ملتونو په ګډون له ګڼو نړۍوالو مرستندویه سازمونونو څخه غوښتي چې د دوی بودجه کمه ده او د پېښو پر مهال دې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
د مالوماتو له مخې، په نورستان، کونړ، هرات، پکتیکا، خوست او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر مهال طالبانو چندان مرستې نه دي کړي او ټوله تکیه د ملګرو ملتونو پر اړوند سازمانونو وه چې ډېری برخه دوی کړې دي. خو لا هم په تېرو پنځو کلونو کې د طبیعي پېښو قربانیان له سختو ستونزو سره مخ دياو د ډېری کورنیو چې سرپناوې یې لهمنځه تللې دي او لا یې بېرته کورونه نه دي رغول شوي.
هغه کسان چې د افغانستان دغه طبیعي ناورینونه یې له نږدې څارلي وایي، د درنو ماشینونو او د وړاندوینې د تخنیکي وسایلو کمښت، او همدارنګه د ښځینه مرستندویو کارکوونکو د حضور محدودیتونه، په کلیوالو سیمو کې ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
د بشري مرستو د ادارو فعالیتونه
نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍاو د ژغورنې نړیوالې کمېټېپه ګډون، د لویو کړکېچونو پر مهال حیاتي مرستې وړاندې کړې دي.
په بېړنیو مرستو کې موقتي خېمې، د څښاک اوبو د پاکولو ګولۍ، د لوړ غذایي ارزښت لرونکي خوراکي توکي، ګرځنده روغتیايي ډلې او بېړنۍ نغدي مرستې شاملې وې.
خو بشري مرستندویو عملیاتو څو ځله د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د مالي اړتیاوو یوازې یوه برخه پوره شوې ده.
د بودجې دغه کمښت مرستندوی بنسټونه اړ کړي چې د لومړنیو خوراکي توکو اندازه راکمه او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا پروګرامونه محدود کړي.
ولې د طبیعي پېښو کره شمېرې راټولول ستونزمن دي؟
په افغانستان کې د طبیعي پېښو په اړه د کره شمېرو راټولول له یو شمېر ځانګړو ستونزو سره مخ دي.
سیمو ته فزیکي لاسرسی ستونزمن دی، لکه په غور، بدخشان او نورستان ولایتونو کې لرې پرتې غرنۍ درې ډېری وخت د ځمکې د ښویېدنې یا د پلونو د ویجاړېدو له امله د څو ورځو لپاره له لاسرسي وځي. دا حالت د لومړنیو زیانونو ارزونه ځنډوي.
د مرګژوبلې لومړنۍ شمېرې چې د کلیو مشران یا سیمهییز چارواکي یې وړاندې کوي، ښايي د کور په کور له هغو کره ارزونو سره توپیر ولري چې د ملګرو ملتونو ادارې یې څو اوونۍ وروسته ترسره کوي.
د طبیعي پېښو څارونکي زیاتوي،که څه هم د پېښو سملاسي مړینې، ټپیان او نړېدلي کورونه ثبتېږي، خو اوږدمهاله اقتصادي زیانونه، لکه د راتلونکو حاصلاتو کمښت، د عاید له لاسه ورکول او د خاورې تخریب، ډېر لږ په بشپړ ډول په رسمي شمېرو کې منعکس کېږي.
له همدې امله، وروستۍ شمېرې باید د لاسرسي محدودیتونو، د ارزونې د بېلابېلو لارو او د ځینو زیانونو د نه ثبتېدو د احتمال په پام کې نیولو سره وڅېړل شي.
نړیوالې غونډې او اقلیمي ډیپلوماسي
د افغانستان د طبیعي خطرونو د مدیریت پر وړاندې یو مهم خنډ د اقلیمي تمویل نړیوالو میکانیزمونو ته د دغه هېواد محدود لاسرسی بلل شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته، د نړیوالو پرمختیايي مرستو میلیاردونه ډالر، د نړیوال چاپېریالي اسانتیا صندوقاو د زرغون اقلیم صندوقاړوند سرچینې هم پکې شاملې وې، وځنډول شول.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په کنفرانسونو کې، د ۲۰۲۳ کال په دوبۍ کې د کاپ ۲۸، د ۲۰۲۴ کال په باکو کې د کاپ ۲۹ او د ۲۰۲۵ کال په بلیم، برازیل کې د کاپ ۳۰ په ګډون، ډیپلوماټانو او د چاپېریال متخصصانو د هغو هېوادونو وضعیت ته پام اړولی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن دي او له نړیوالې سیاسي انزوا سره مخ دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د کاپ ۲۹ په کنفرانس کې په باکو کې نړیوالو نادولتي سازمانونو او تخنیکي استازو استدلال وکړ چې د اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدو بودجه باید د حکومتونو د سیاسي رسمیت پېژندنې له مسئلې جلا وي.
د مدني ټولنې استازو، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټېاو د غرنیو سیمو د هر اړخیز پرمختګ نړیوال مرکزپه ګډون، څنګغونډې جوړې کړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټولنې د نړیوالو اقلیمي مالي سرچینو له ترلاسه کولو محرومې پاتې کېدل، د میلیونونو زیانمنو ملکي وګړو لپاره د طبیعي پېښو خطر زیاتوي.
د طالبانو تخنیکي پلاوو هم د اقلیم او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په ځینو سیمهییزو غونډو کې ګډون کړی دی. په دغو غونډو کې چې د سیمهییزو شریکانو او د مدني ټولنې د شبکو په کوربهتوب جوړې شوې، د هندوکش او همالیا په سیمه کې د چاپېریالي بنسټونو د درول شویو پروژو د بیا پیل غوښتنه شوې ده.
د خطرونو د کمولو او د ناورینونو د تکرار د مخنیوي لارې چارې
کارپوهان وایي، د لنډمهاله مرستو څخه د طبیعي پېښو د خطرونو د دوامدار کمولو پر لور د تګ لپاره، نړیوال سازمانونه، سیمهییز چارواکي، مدني ټولنه او د ټولنو مشران باید یو لړ موخېلرونکې او پر شواهدو ولاړې لارې چارې تعقیب کړي.
همدا راز زیاته شوې، نړیوال مرستندوی بنسټونه او تخنیکي سازمانونه باید د مهمو سیندیزو حوزو، لکه د پنجشېر، هریرود او هلمند سیندونو په حوزو کې، د سیندونو د اوبو د کچې د اندازه کولو اتومات وسایل، د هوا پېژندنې مخابراتي سټېشنونه او د هوا پېژندنې رادارونه نصب کړي.
د دغو وسایلو نښلول له سیمهییزو خبرتیايي سیستمونو سره، لکه د لمریزې برېښنا په وسیله چلېدونکي کلیوالي لوډسپیکرونه او د ګرځنده ټیلیفونونو خبرتیاوې، کولای شي د ناڅاپي سېلابونو پر مهال د سیندونو په ښکته سیمو کې کلیو ته څو ساعته مخکې خبرداری ورکړي او د خلکو ژوند وژغوري.
د چاپیریال خوندیتوب کارپوهان باور لري چې سیمهییز چارواکي، تخنیکي نادولتي بنسټونه او پرمختیايي شوراګانې باید د ارزانه او زلزلهمقاومو ودانیو لارښودونه تصویب او پلي کول یې لازمي کړي.
د خټینو دېوالونو پر ځای باید کلیوالو ودانیزو کارکوونکو ته د کورونو د قوي کېدو ساده لارې وروښودل شي. په دغو لارو کې د لرګیو یا کانکریټو د پیاوړتیا کمربندونه، د بامبو کارول، سپک چتونه او د تثبیت شوې خاورې بلاکونه شاملېدای شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په څېر بنسټونو په ملاتړ د سیمهییزو ټولنو پر ګډون ولاړ د عامه کارونو پروګرامونه باید د ویجاړو شویو غرنیو اوبوحوزو پر چاپېریالي بیا رغونه تمرکز وکړي.
د کارپوهانو په خبره، د کرنیزو ځمکو د پوړونو جوړول، د سېلابونو د مهار لپاره د کوچنیو ډبریز بندونو جوړول او د غرونو پر لمنو د ژورو ریښو لرونکو سیمهییزو ونو کرل کولای شي د اوبو د بهېدو چټکتیا راکمه کړي، د خاورې د تخریب مخه ونیسي او د ځمکې د ښویېدنې خطر کم کړي.
مرسته کوونکي هېوادونه او نړیوال اقلیمي بنسټونه، د زرغون اقلیم صندوق په ګډون، باید د اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدو پروژو د تمویل لپاره مستقیم او له سیاسي ملاحظاتو خپلواک میکانیزمونه رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو تخصصي ادارو، نادولتي سازمانونو او سیمهییزو ټولنو کمېټو ته د مالي سرچینو په لېږدولو سره، د سېلابونو د مخنیوي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو د سیستمونو ترمیم او د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو پمپونو نصبولو په څېر اړینې پروژې تمویل کېدای شي؛ پرته له دې چې پیسې د مرکزي سیاسي جوړښتونو له لارې ولېږدول شي.
دغه میکانیزمونه باید داسې طرحه شي چې مالي روڼتیا، د لګښتونو څارنه او زیانمنو خلکو ته د مرستو عادلانه لاسرسی تضمین کړي.
د پېښو د مدیریت په چوکاټونو کې باید د سیمهییزو ټولنو په کچه د چمتووالي کمېټو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي. د دغو کمېټو غړي باید د لټون او ژغورنې، لومړنیو روغتیايي مرستو او د بېړنیو خوراکي توکو د زېرمه کولو په برخو کې وروزل شي.
د ښځینه مرستندویو کارکوونکو او سیمهییزو مشرانو د بشپړ ګډون تضمین اړین دی، څو بېړنۍ مرستې، روغتیايي خدمتونه او د بیارغونې ملاتړ په عادلانه توګه ښځو، ماشومانو او زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.
افغانستان د یو لړ طبیعي او بشري کړکېچونو په لومړۍ کرښه کې دی. په دغو کړکېچونو کې اقلیمي بدلونونه، زلزلې، سېلابونه، وچکالي، بېوزلي او کمزوري بنسټونه یو له بل سره تړلي دي.
د دغو کړکېچونو د خطرونو کمول یوازې له ناورین وروسته د مرستو په رسولو نه شي شوني کېدای. د کارپوهانو په خبره، د وختي خبرتیا د سیستمونو جوړول، د مقاومو کورونو رغول، د ځنګلونو ساتنه، د اوبو د سرچینو مدیریت، د دوامدارې بودجې برابرول او د سیمهییزو ټولنو ګډون هغه ګامونه دي چې د راتلونکو زیانونو کچه راکمولای شي.