خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.
سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول
د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمهییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نهدي جبران کړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمهییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د نوو لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت شوي نه دي، یا یې زدهکړې له قانوني تشریفاتو پرته روانې دي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي. همداراز، هغه افغان ډاکټران چې د تخصص زدهکړې کوي، په روغتونونو او نورو بنسټونو کې دنده لري یا په شخصي کلینیکونو کې طبابت کوي، هم باید تر همدې نېټې له پاکستان نه ووځي.
د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت یا د لوړو زدهکړو کمېسیون د بورسونو په ګډون د رسمي دولتي پروګرامونو له لارې د طب لومړنۍ زدهکړې کوي، کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبره ویزه ولري، د کډوالۍ قانوني شرایط یې پوره کړي وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه ترلاسه کړي. طبي کالجونه او پوهنتونونه هم مکلف دي چې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دغه محصلین د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت کړي.
په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د اجازې غوښتنه له هغو افغانانو سره توپیر لرونکی چلند دی چې په وینا یې، په قانوني ویزو په پاکستان کې زدهکړې کوي.
هغې وویل: «که موږ ویزه لرو او په دې هېواد کې په بشپړ ډول قانوني یو، نو ولې باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازهلیک هم واخلو، په داسې حال کې چې نور بهرني محصلین دې ته اړتیا نه لري؟»
دغې محصلې د پاکستان د امنیتي وضعیت او د تګ راتګ د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو تړل کېدل او د اعتراضونو له امله د تګ راتګ محدودیتونه د هغو محصلینو لپاره ستونزې جوړوي چې باید د اکتوبر تر ۱۵مې اړین اسناد برابر کړي. هغې زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د ویزې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا یې ویزې نه دي ترلاسه کړې؛ له همدې امله نه شي کولای د اجازې غوښتنه بشپړه کړي.
د عملي روزنې د بندېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغو افغانانو ته به د روغتونونو عملي روزنه یا «هاوس جاب» نه ورکول کېږي چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړې وي. دغه عملي روزنه د طبي زدهکړو د بشپړولو او مسلکي تجربې د ترلاسه کولو مهم پړاو دی.
افغان محصله وايي، د عملي روزنې له بشپړولو پرته د طب د زدهکړو اسناد او مسلکي وړتیا له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغې پوښتنه وکړه: «که نارینه محصلین افغانستان ته ستانه شي او هلته یو کال عملي روزنه بشپړه کړي، نو د نجونو برخلیک به څه وي؟ موږ خو په افغانستان کې هم دا کار نه شو کولای.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. د ښځو پر زدهکړو دغه محدودیتونه په دې مانا دي چې افغان ښځینه محصلینې، که له بهرنیو پوهنتونونو او طبي مرکزونو هم وایستل شي، په خپل هېواد کې د خپلو زدهکړو د بشپړولو او مسلکي پرمختګ لپاره له جدي خنډونو سره مخ کېږي.
د یوه کال زدهکړې د ضایع کېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین هم باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې په یوه تعلیمي بنسټ کې داخله نه وه بشپړه شوې.
د پاکستان د حکومت د دغو لارښوونو له مخې، تر بلې خبرتیا پورې به افغان محصلین په طبي او غیرطبي کالجونو او پوهنتونونو کې نوې داخلې نه شي ترلاسه کولای، مګر دا چې د پاکستان له رسمي پالیسۍ سره سم وي.
د دې پرېکړې اغېزې یوازې د هغو افغانانو تر برخلیک محدودې نه دي چې باید پاکستان پرېږدي؛ بلکې د ښځینه طبي محصلینو لپاره، چې په افغانستان کې د زدهکړو او مسلکي روزنې له محدودیتونو سره مخ دي، د خپلو زدهکړو د بشپړولو راتلونکې لا نوره هم نامعلوموي.