اندېشه د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران او پاکستان څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو دوو هېوادونو له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
هغه دغه راز د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا له هغو هڅو ستاینه کړې چې له مخې یې سلګونه زره زیانمنونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خوندي هېوادونو ته لېږدول شوي او د بیا مېشتېدو زمینه ورته برابره شوې ده.
خو نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالو د کوربهتوب مسوولیت باید یوازې د هغو هېوادونو پر اوږو پاتې نه شي چې اقتصادي امکانات یې محدود دي، بلکې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې افغانستان ته د هغوی تګ او له راستنېدونکو کډوالو او ځايي خلکو سره لیدنو افغانانو ته هیلې ورکړې دي.
هغه د کابل د یوې ځوانې نجلۍ هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ته یې ویلي وو، وړتیاوې یې تر هغو محدودیتونو ډېرې دي چې پرې لګول شوي دي.
اندېشه ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په نړۍ کې بېساري دي او افغانستان یې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو ناوړه ځای بدل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د افغان ښځو وضعیت له جنسیتي اپارتاید سره ورته بللی او د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له اقتصادي او ټولنیز ژوند څخه د ښځو محرومولو د افغانستان اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان اړولی دی.
هغه ټینګار کړی چې تر هغو د افغانستان د ستونزو لپاره د تلپاتې حللارو خبرې ناشونې دي چې د دغه هېواد نیمايي نفوس له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محروم وي.
د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د بشري مرستو رسولو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام پر بهیر هم مستقیم اغېز لري.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بودیجې کمښت ته هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغې ادارې د روان کال د مالي اړتیاوو یوازې ۳۵ سلنه پوره کړې ده.
نوموړي له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان لپاره خپلې بشري مرستې کمې نه کړي، ځکه د بشري مرستو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام له پروګرامونو څخه د بودیجې کمول به په راتلونکي کې د لا ډېرې بېثباتۍ لامل شي.
لا څرګنده نه ده چې دا ویډیو څه وخت او چېرته ثبت شوې ده او تر اوسه داسې شواهد هم په لاس کې نشته چې وښيي د ۵۹۵ شمېرې چورلکې په تولک کې له لوېدو وروسته بېرته الوتنه کړې او که نه.
د تولک موقعیت او د چورلکې د خدمت مخینه
د ۱۳۸۹ کال انځورونه ښيي چې د ۵۹۵ شمېرې چورلکې د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت کاوه او د بار لېږدولو پر مهال د شینډنډ په هوايي اډه کې لیدل شوې وه. په ۱۴۰۱ کال کې همدا چورلکه د طالبانو له نښان او بیرغ سره ښکاره شوه.
د ۱۳۸۹ کال له انځورونو څخه د ۱۴۰۴ کال د وږي تر ۱۹مې نېټې، چې چورلکه پکې وغورځېده، د هغې د انځوریزې مخینې په پام کې نیولو سره، چورلکې تر سقوط مخکې شاوخوا ۱۵ کاله خدمت کړی و.
د ۱۴۰۵ کال په تلې میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د ۵۹۵ شمېرې لرونکې زیانمنې شوې چورلکې د تنې د لېږد یوه ویډیو خپره شوه. د دې ویډیو د ثبت وخت او ځای لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نږدې ۱۰ چورلکو لوېدل
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۰ چورلکې لوېدلې یا له پېښو سره مخ شوې دي.
په دغو پېښو کې څلور روسي اېمای ۱۷، دوه اېمډي ۵۳۰ او یوه امریکايي بلکهاک چورلکه شاملې دي. په دغو پېښو کې په ټولیزه توګه لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
تر اوسه د افغانستان د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي، په کابل، بدخشان، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، کندهار او غور کې لوېدلې دي.