• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او روسیې د سایبري جرمونو او امنیتي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱

پاکستان او روسیې د سایبري جرمونو پر ضد د مبارزې، د پولیسو د روزنې او د امنیتي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده. دغه هوکړه د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوې غونډه کې شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دواړه خواوو هوکړه کړې چې د پاکستان د ملي پولیسو اکاډمۍ او د روسیې د پولیسو اکاډمۍ ترمنځ به همکاري پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو کاري ډلې به ډېر ژر دغه دوو هېواونو ته سفرونه وکړي.
محسن نقوي ویلي، پاکستان غواړي د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روسیې له تجربو ګټه واخلي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دواړه خواوو د جرمونو، ترهګرۍ، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالۍ پرضد د ګډو همکاریو د زیاتولو په اړه هم هوکړه کړې ده.
په غونډه کې د جرمونو پرضد د همکارۍ او د معلوماتو د تبادلې لپاره د تفاهم‌لیک لاسلیکولو، د مجرمانو د سپارلو او د بندیانو د تبادلې تړونونو د وروستي کولو او د بېرته ستنولو تړون د چټک پلي کېدو په اړه هم هوکړه شوې ده.
د روسیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د ترهګرۍ، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات اړین دي. نوموړي ادعا کړې، چې روسیې د اغېزمنو اقداماتو له لارې په سایبري جرمونو کې ۳۳ سلنه کموالی راوستی دی.
محسن نقوي همداراز ویلي، چې د ویزو د ترلاسه کولو پروسې اسانه کول به د پاکستان او روسیې د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي. د هغه په وینا، دامهال شاوخوا ۱۳۰۰ پاکستاني محصلان په روسیه کې زده‌کړې کوي او اسلام‌اباد غواړي چې د زده‌کړو لپاره روسیې ته د تلونکو پاکستانیانو شمېر نور هم زیات شي.

•
•
•

نور خبرونه

ډونالډ ټرمپ: باور نه لرم چې چین او روسیه دې له ایران سره پوځي مرستې کوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، باور نه لري چې چین او روسیه له امریکا او اسراییل سره په جګړه کې له ایران سره مرسته کوي. خو د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونو له مخې، دغو دواړو هېوادونو ایران ته د سپوږمکۍ انځورونو او پوځي تجهیزاتو په ورکولو سره ملاتړ رسولی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۰مه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروټ سوشل» کې ولیکل چې د ایران په ملاتړ کې د چین او روسیې د مرستې په اړه یې د خپلو منتقدانو او مخالفانو څرګندونې لیدلې دي، خو پر دغو ادعاوو باور نه لري.

ټرمپ لیکلي: «که دوی مرسته هم کوي، نو په ډېره کمه کچه ده، خو زه هېڅ باور نه لرم چې دوی دا کار کوي. دوی د له لاسه ورکولو لپاره ډېر څه لري او که یې مرسته کوله، موږ به ډېر ژر ترې خبر شوي وای».

خو رویټرز د دوو هغو سرچینو له قوله، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو په اړه معلومات لري، راپور ورکړی چې چین او روسیې په وروستیو میاشتو کې د پوځي مورچو د پېژندلو او په نښه کولو لپاره د سپوږمکۍ انځورونه او د وسلو اړینې پرزې ایران ته برابرې کړې دي.

ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو چې پر چین او روسیې باور لري او تمه نه لري چې دغه دواړه هېوادونه دې په جګړه کې له ایران سره مرسته وکړي. هغه د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې که مسکو او بېجینګ د تهران په ملاتړ جګړې ته داخل شي، له خورا ناوړه پایلو سره به مخ شي.

د امریکا ولسمشر په خپلو پخوانیو څرګندونو کې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ایران په جګړه کې بې‌طرفه بللي وو.

د ایران لپاره د چین د پوځي مرستو په اړه راپورونه

په وروستیو میاشتو کې د ایران لپاره د چین د پوځي او استخباراتي مرستو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، چین ایران ته پر اوږه د لېږد وړ د هوايي دفاع توغندیز سیستمونه ورکړي او له تهران سره یې د تېلو پر صادراتو د لګېدلو بندیزونو په مخنیوي او له هغو څخه د تېښتې په لارو چارو کې مرسته کړې ده.

همدارنګه، د سپټمبر په میاشت کې یو راپور خپور شو چې ښودله یې ایران په اردن کې پر یوه امریکايي پوځي اډه تر برید مخکې، د چینایي شرکتونو او ادارو له لارې د هغې اډې د سپوږمکۍ انځورونه ترلاسه کړي وو.

په هغه برید کې، چې د جولای په میاشت کې ترسره شو، درې امریکايي سرتېري ووژل شول. خو ټرمپ په دغه برید کې د چین د استخباراتي مرستې اړوند راپور بې‌اهمیته وباله.

د امریکا ولسمشر تېره میاشت په واشنګټن کې له شي جین‌پینګ سره د لیدنې پر مهال هم ایران ته د چین د هر ډول مرستې په اړه خبرداری ورکړی و.

په بېجینګ کې د امریکا سفیر له دغې لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د چین ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په جګړه کې د ایران ملاتړ ونه کړي.

د ایران د جګړې په اړه د چین او روسیې دریځ

چین او روسیه له ایران سره نږدې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري، خو د جګړې په اړه د دوی رسمي دریځ د امریکا له دریځ سره توپیر لري.

بېجینګ پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

روسیې هم خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام ښايي په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د نوې سیالۍ لامل شي.

اوسنۍ جګړه د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په ۹مه، پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو په پایله کې پیل شوه. تهران په ځواب کې پر اسراییلو او د خلیج پر هغو هېوادونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې د امریکا پوځي اډې پکې مېشتې دي.

دغې جګړې تر اوسه زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي. پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو او لبنان ته د جګړې پراخېدو هم د پراخو ځاني زیانونو او ویجاړیو لامل شوي دي.

د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران لپاره د چین او روسیې د مرستو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو راپورونه د دغه هېواد د ولسمشر له ښکاره ارزونې سره سمون نه لري.

د سعودي پر پلازمېنې ریاض د یمني یاغیانو د کروز توغندیو برید کې څلور کسان ټپیان شوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

سعودي عربستان اعلان کړی چې د یمني یاغیانو د دوو کروز توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله د ریاض په استوګنیزو سیمو کې څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ کورونه زیانمن شوي دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په وینا، د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم توغندي تر خپلو موخو له رسېدو مخکې کشف او له منځه وړي وو.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویاند ویلي، په ټپیانو کې دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم شامل دي. د هغه په وینا، له پېښې وروسته د مرستې او ژغورنې ډلې سیمې ته لېږل شوې وې.

په همدې حال کې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د سې‌شنبې په ماښام د دغه هېواد په ختیځ کې د ظهران ښار د دولتي تېلو شرکت، ارامکو، د اداري ودانیو له ډلې یوه ودانۍ هم د برید هدف ګرځېدلې ده. د برید له امله کوچنۍ اورلګېدنه رامنځته شوې، خو چا ته پکې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یو بالستیک توغندی د ارامکو پر مرکزي ودانیزه ټولګه لګېدلی او د دې شرکت د یوې اداري ودانۍ درې پوړونو ته یې زیان اړولی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو حوثیانو تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که پر یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام وکړي، د دغه هېواد د تېلو تاسیسات به په نښه کړي. په دغو احتمالي موخو کې د ظهران په ښار کې د ارامکو مرکزي ودانۍ او په ریاض کې د تېلو یو چاڼځای هم شامل وو.

پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو دوام

د حوثیانو بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې سعودي عربستان د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا د په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي دي.

د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن پلازمېنې صنعا ته څېرمه د تېلو پر یوه تاسیسات هوايي برید کړی دی.

سعودي ائتلاف تر برید مخکې ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د صنعا په شاوخوا کې د سون‌توکو له یوه زېرمتون څخه لیرې پاتې شي.

د یمن د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید پر مهال په یاد تاسیسات کې د سون‌توکو زېرمه نه وه او دغه برید نه د تېلو پر زېرمو او نه هم د سون‌توکو د رسولو پر بهیر اغېز کړی دی.

د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیی سریع تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې پر صنعا بریدونو ته به «سخت او دردناک» ځواب ورکړل شي.

په مقابل کې، د سعودي عربستان کابینې، چې مشري یې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان کوي، اعلان کړی چې حوثیان به د سعودي پر خاوره د پرله‌پسې بریدونو له امله له جدي پایلو سره مخ شي.

په یمن کې د جګړې نوې څپه وروسته له هغې شدیده شوه چې حوثیانو تېره میاشت د دغه هېواد د ځینو ستراتیژیکو سیمو کنټرول ترلاسه کړ. سعودي عربستان د حوثیانو د شاتګ او د بایللو سیمو د بېرته نیولو لپاره خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي دي.

د امریکا او ترکیې غبرګون

د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، محمد بن سلمان د سې‌شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې.

اردوغان له سعودي ولیعهد سره په ټیلیفوني خبرو کې اعلان وکړ چې ترکیه به د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.

ټرمپ هم له محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته د حوثیانو پر کړنو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ښايي له اردوغان څخه وغواړي چې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

خو امریکا تر اوسه د حوثیانو پر ضد په جګړه کې د مستقیم ګډون لپاره د سعودي عربستان غوښتنې نه دي منلې.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تهران چمتو دی د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

په یمن کې نښتې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم د سیمې نورو هېوادونو ته غځېدلې ده. وروستیو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو، د انساني تلفاتو ترڅنګ، د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو فعالیت او د تېلو د تاسیساتو امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله رامنځته شوي سوداګریز زیانونه د بدیلو لارو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا له لارې جبران کړي.

مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو په ولکه کې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړې توګه تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې او افغان سوداګر اړ شول چې خپل توکي له بدیلو لارو ولېږدوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته یې صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د دې زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د پولو له تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۲۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. له دې ډلې یو میلیارد او ۲۰۴ میلیونه ډالر واردات او ۷۴ میلیونه ډالر صادرات وو.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د روان کال د زمري په میاشت کې د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له لارې او ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راکمه شوې وه.

د شمېرو له مخې، د افغانستان هغه صادرات چې د واګه له لارې او د پاکستان له بندرونو نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، د ۲۰۲۵ مالي کال له ۴۵۴ میلیونو ډالرو څخه د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو مخکې، د دواړو هېوادونو د مستقیمې سوداګرۍ ورځنی ارزښت لږ تر لږه ۶.۴۵ میلیونه ډالر اټکل شوی و چې په کلني حساب شاوخوا ۲.۳۵ میلیارده ډالرو ته رسېده.

نړیوال بانک وايي، د پاکستان د سرحدي لارو تړل کېدو د افغانستان د خوراکي توکو صادرات کم کړي او د سکرو صادرات یې نږدې په بشپړه توګه درولي دي.

خو د راپور له مخې، د ټوکرانو صادرات زیات شوي او د دغو توکو یوه برخه د منځنۍ اسیا له لارې چین ته لېږدول شوې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، د ایران او منځنۍ اسیا له لارې یې د سوداګرۍ د دوام لپاره بدیلې لارې موندلې دي، خو د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو د صادراتو پر ځینو برخو منفي اغېز کړی دی.

واتیکان اعلان کړی چې د کاتولیکانو مشر پاپ لېو د سږو په سرطان اخته شوی

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱
100%

واتیکان د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډاکټرانو د نړۍ د کاتولیکانو د ۷۱ کلن مشر پاپ لېو د سږو سرطان تایید کړی دی. ډاکټرانو د ایټالیا د پلازمېنې روم په یوه روغتون کې د جراحۍ پر مهال د پاپ د ښي سږي لاندینۍ برخه لرې کړې ده.

د واتیکان په وینا، دغه عملیات بریالي وو او کومه ستونزه پکې نه ده رامنځته شوې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډاکټرانو په وروستیو طبي معایناتو کې د پاپ په سږو کې یوه غوټه موندلې وه او نوموړی د سې‌شنبې په ورځ د جراحۍ لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

واتیکان د پاپ د روغتیا په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د جراحۍ پر مهال د سږو د نسج د لابراتواري ازموینې پایلې د هغه د «سږو اډینوکارسینوما» ناروغي تاییدوي. دا د سږو د سرطان له تر ټولو عامو ډولونو څخه یوه ده.

په روم کې د جېمېلي روغتون د سینې د جراحۍ څانګې مشر، سټېفانو مارګارېتورا، ویلي چې ډاکټرانو د ناروغۍ د درملنې لپاره د کمرې په مرسته د جراحۍ له لارې د پاپ د ښي سږي لاندینۍ برخه لرې کړې ده.

د واتیکان په وینا، دغه عملیات شاوخوا ۹۰ دقیقې وخت ونیو او پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېدل. پاپ له جراحۍ وروسته بېرته په هوش راغلی او اوس د روغتون په خپله خونه کې استراحت کوي.

تمه ده چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر به شاوخوا یوه اوونۍ په روغتون کې پاتې شي. د هغه ټولې عامه غونډې او پروګرامونه هم د اکتوبر تر ۲۰مې نېټې پورې لغوه شوي دي.

پاپ لېو د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، د پاپ فرانسیس تر مړینې وروسته، د کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د امریکا لومړنی پاپ دی. هغه تر دې مقام ته تر رسېدو وړاندې د ډېرو کلونو لپاره د پېرو په هېواد کې د کشیش او اسقف په توګه دنده ترسره کړې وه.

پاپ لېو د خپل مخکیني مشر، پاپ فرانسیس، برعکس تر اوسه کومه جدي او پېژندل شوې روغتیايي ستونزه نه لرله. هغه ورزش، په ځانګړې توګه ټینس، خوښوي او د رویټرز د راپور له مخې، داسې راپورونه نشته چې نوموړي دې د سګرټو څکولو سابقه لرلې وي.

د نړۍ د کاتولیکانو پخوانی مشر، پاپ فرانسیس، د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې څو ځله په روغتون کې بستر شوی و او بالاخره د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

ټاکل شوې ده چې پاپ لېو د نومبر له شپږمې تر اوولسمې نېټې پورې د ۱۱ ورځني سفر په ترڅ کې یوروګوای، ارجنټاین او پېرو ته ولاړ شي. خو لا څرګنده نه ده چې د هغه وروستۍ ناروغي او جراحي به پر دغه سفر څه اغېز ولري.

د کاتولیکې کلیسا مشر په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۱.۴ میلیارده کاتولیکانو تر ټولو لوړ مذهبي مرجع ګڼل کېږي. د واتیکان په اداري جوړښت کې د پاپ د ناروغۍ پر مهال د هغه د لنډمهاله ځایناستي لپاره کوم ځانګړی مقام نشته. په داسې حالت کې د واتیکان اداري چارې روانې وي، خو هغه پرېکړې چې د پاپ شخصي تایید ته اړتیا لري، ځنډول کېږي.

د پاپ لېو اصلي نوم رابرټ پریووست دی. هغه په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا د شیکاګو په ښار کې زېږېدلی دی. نوموړی په ۱۹۸۵ کال کې، هغه مهال چې په پېرو کې یو ځوان کشیش و، د ټایفایډ په ناروغۍ اخته شو او د یوې مودې لپاره په روغتون کې بستر و.

هغه وروسته په یوه مرکه کې ویلي وو چې د دغې ناروغۍ درد دومره سخت و چې له خدایه یې غوښتي وو، ژوند یې پای ته ورسوي. خو له ناروغۍ څخه خپل ژوندي پاتې کېدل یې د دې نښه بللې وه چې لا هم په نړۍ کې د ترسره کولو لپاره یو ماموریت لري.

پاکستان د پوروړوهېوادونو د پلاټفورم د حاکمې شورا مشر ټاکل شوی

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱
100%

پاکستان د پور اخیستونکو هېوادونو د ډلې، چې د «پور اخیستونکو هېوادونو پلاتفورم یادېږي، د حاکمې شورا مشر ټاکل شوی دی. د پاکستان د بهرنیو پورونو اندازه نږدې ۸۷ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د پاکستان مالیې وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي، چې د دغې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د مالیې وزیر سناتور محمد اورنګزیب د پور اخیستونکو هېوادونو د پلاتفورم د حاکمې شورا مشري ومنله.

نوموړي په دې تړاو وویل چې دغه پلاتفورم باید د ګډې زده‌کړې او تخنیکي همکارۍ د پیاوړتیا وسیله وي.

د پاکستان د مالیې وزارت په وینا، محمد اورنګزیب د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کلونو لپاره د دغه پلاتفورم په چوکاټ کې د پاکستان لومړیتوبونه هم بیان کړل. هغه د پورونو د مدیریت د کړنلارو پر پیاوړتیا، د اصلاحاتو په برخه کې د تجربو پر تبادلې او د پراختیایي پروژو لپاره د تمویل د نویو لارو پر موندلو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر وویل چې پور باید د پرمختګ پر وړاندې د خنډ پر ځای د پرمختګ وسیله وي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا ادارې هم د پور اخیستونکو هېوادونو د پلاتفورم د حاکمې شورا د لومړۍ غونډې په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د دغې ادارې د اعلامیې له مخې، دغه غونډه د اکتوبر په ۱۲مه وشوه، چې د مخ پر ودې هېوادونو د مالیې وزیرانو، د مرکزي بانکونو د رییسانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

د ۲۰۲۶ کال د اګست تر پایه د پاکستان د فدرالي حکومت ټول پورونه ۸۲ زره او ۹۵۳ میلیارده پاکستاني روپیو ته رسېدلي وو. دا اندازه د ۲۰۲۵ کال د اګست په پای کې ۷۷ زره او ۴۵۸ میلیارده روپۍ وه.

په دې ټولیز پور کې کورني او بهرني پورونه دواړه شامل دي. د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو پورونو اندازه نږدې ۸۷ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو له مخې، د اوږدې مودې په بهرنیو پورونو کې د پاریس کلب د غړو هېوادونو ۵،۲ میلیارده ډالره، د نړیوالو مالي بنسټونو ۴۳،۵ میلیارده ډالره او له بېلابېلو هېوادونو څخه اخیستل شوي ۱۴ میلیارده ډالره پورونه شامل دي.

سربېره پر دې، پاکستان له نورو مالي بانډونو هم شاوخوا ۶ میلیارده ډالره ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا ادارې په وینا، د پور اخیستونکو هېوادونو پلاتفورم یو نړیوال فورم دی چې موخه یې مخ پر ودې هېوادونو ته د پورونو او مالي ستونزو په اړه د ګډې زده‌کړې، د تجربو د تبادلې او تخنیکي همکارۍ فرصت برابرول دي.

دغه پلاتفورم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۵مه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې پرانیستل شو. د هغه مهال په اعلامیه کې مصر د پلاتفورم د لنډمهالي مشر په توګه ټاکل شوی و.

ډېر لیدل شوي

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي
۱

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۳

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۴

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي