د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۰مه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروټ سوشل» کې ولیکل چې د ایران په ملاتړ کې د چین او روسیې د مرستې په اړه یې د خپلو منتقدانو او مخالفانو څرګندونې لیدلې دي، خو پر دغو ادعاوو باور نه لري.
ټرمپ لیکلي: «که دوی مرسته هم کوي، نو په ډېره کمه کچه ده، خو زه هېڅ باور نه لرم چې دوی دا کار کوي. دوی د له لاسه ورکولو لپاره ډېر څه لري او که یې مرسته کوله، موږ به ډېر ژر ترې خبر شوي وای».
خو رویټرز د دوو هغو سرچینو له قوله، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو په اړه معلومات لري، راپور ورکړی چې چین او روسیې په وروستیو میاشتو کې د پوځي مورچو د پېژندلو او په نښه کولو لپاره د سپوږمکۍ انځورونه او د وسلو اړینې پرزې ایران ته برابرې کړې دي.
ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو چې پر چین او روسیې باور لري او تمه نه لري چې دغه دواړه هېوادونه دې په جګړه کې له ایران سره مرسته وکړي. هغه د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې که مسکو او بېجینګ د تهران په ملاتړ جګړې ته داخل شي، له خورا ناوړه پایلو سره به مخ شي.
د امریکا ولسمشر په خپلو پخوانیو څرګندونو کې د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ایران په جګړه کې بېطرفه بللي وو.
د ایران لپاره د چین د پوځي مرستو په اړه راپورونه
په وروستیو میاشتو کې د ایران لپاره د چین د پوځي او استخباراتي مرستو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، چین ایران ته پر اوږه د لېږد وړ د هوايي دفاع توغندیز سیستمونه ورکړي او له تهران سره یې د تېلو پر صادراتو د لګېدلو بندیزونو په مخنیوي او له هغو څخه د تېښتې په لارو چارو کې مرسته کړې ده.
همدارنګه، د سپټمبر په میاشت کې یو راپور خپور شو چې ښودله یې ایران په اردن کې پر یوه امریکايي پوځي اډه تر برید مخکې، د چینایي شرکتونو او ادارو له لارې د هغې اډې د سپوږمکۍ انځورونه ترلاسه کړي وو.
په هغه برید کې، چې د جولای په میاشت کې ترسره شو، درې امریکايي سرتېري ووژل شول. خو ټرمپ په دغه برید کې د چین د استخباراتي مرستې اړوند راپور بېاهمیته وباله.
د امریکا ولسمشر تېره میاشت په واشنګټن کې له شي جینپینګ سره د لیدنې پر مهال هم ایران ته د چین د هر ډول مرستې په اړه خبرداری ورکړی و.
په بېجینګ کې د امریکا سفیر له دغې لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د چین ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په جګړه کې د ایران ملاتړ ونه کړي.
د ایران د جګړې په اړه د چین او روسیې دریځ
چین او روسیه له ایران سره نږدې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري، خو د جګړې په اړه د دوی رسمي دریځ د امریکا له دریځ سره توپیر لري.
بېجینګ پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
روسیې هم خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام ښايي په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د نوې سیالۍ لامل شي.
اوسنۍ جګړه د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په ۹مه، پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو په پایله کې پیل شوه. تهران په ځواب کې پر اسراییلو او د خلیج پر هغو هېوادونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې د امریکا پوځي اډې پکې مېشتې دي.
دغې جګړې تر اوسه زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېځایه کړي دي. پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو او لبنان ته د جګړې پراخېدو هم د پراخو ځاني زیانونو او ویجاړیو لامل شوي دي.
د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران لپاره د چین او روسیې د مرستو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو راپورونه د دغه هېواد د ولسمشر له ښکاره ارزونې سره سمون نه لري.