خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.
سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول
د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمهییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نهدي جبران کړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمهییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي.
د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني.
هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته رسېدل. د نوموړي په وینا، له دې سوداګرۍ به د پاکستان سوداګرو او هم د افغانستان سوداګرو او کروندګرو ګټه ترلاسه کوله.
عبدالله وايي، که څه هم اوس افغان پیاز کوټې ته راځي، خو سوداګر پخوانۍ ګټه نه شي ترلاسه کولی، ځکه د غیر رسمي لارو له امله لګښتونه زیات شوي او د پیازو د واردېدو کچه هم کمه شوې ده.
نوموړی وايي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه وه، د کوټې سوداګرو به د پیازو د فصل تر رسېدو مخکې له افغان کروندګرو سره قراردادونه کول او په دې توګه به پیاز پر وخت منډۍ ته رسېدل.
عبدالله وايي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي، ځکه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېر خلک له کرنې او کروندګرۍ سره تړلي او کرنیز کاروبار د سیمې د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده.
د هغه په وینا، که سوداګري همداسې بنده پاتې شي، ډېر خلک به زیانمن شي.