د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ټینګار کړی چې د اقدام لپاره فرصت محدود دی او په چټکۍ سره له لاسه وځي.
نوموړي ویلي: «د بېړني ملاتړ په ترلاسه کولو سره کورنۍ کولای شي ژمی په عزت تېر کړي، خو له مرستو پرته به ډېرې کورنۍ له داسې سختو انتخابونو سره مخ شي چې هېڅ مور او پلار باید ورته اړ نه شي».
د افغانستان بشري ناورین ولې پراخ شوی؟
افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له پراخ بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې له امله یې میلیونونه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنېدو، سختو وچکالیو، ناڅاپي سېلابونو، ویجاړوونکو زلزلو او د نړیوالو مرستو کمېدو دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.
سربېره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ګډوډیو هم د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت منفي اغېزې کړې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ژمي له رارسېدو مخکې بېړنۍ مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغانان به د لوږې، خوارځواکۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لا سختو ستونزو سره مخ شي.
قاضي وویل: «علي سروري څو ځله ایران ته سفر کړی او د علي حیدري او کاظم محمدي په ګډون د سپاه پاسداران امنیتي او استخباراتي چارواکو ورسره لیدلي او لارښوونې یې ترې ترلاسه کړې دي».
محکمې په پای کې اصلي تورن علي حسن سروري په اته کاله او شپږ میاشتې بند او تواب محسني په څلور کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.
د یادو جبهو د معلوماتو لهمخې، د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې دننه او یا هم په هغوی پورې تړلي بهرني «عناصر» په افغانستان کې پر نړیوالو ادارو او ګټو د بریدونو په طرحه کولو بوخت دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو احتمالي بریدونو عاملین د خپلو موخو او هویت پټولو په پار له داعش او یا هم نورو مستعارو نومونو استفاده کوي.
دوی غوښتنه کړې چې د یادو معلوماتو جزییات دې د خپلواکو او باوري امنیتي ادارو له خوا وڅېړل شي.
ازادۍ او مقاومت جبهو ویلي چې «د دغو بریدونو موخه د ویرې فضا رامنځته کول، د طالبانو امنیتي جوړښتونو ته د نړیوالې ټولنې د اړتیا روښانول، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي باج اخیستنه، له شته بحرانونو د عامه افکارو منحرفول او د ازادۍ، عدالت، بنسټیزو حقونو او د یوه ډیموکراټیک نظام جوړولو لپاره د افغانانو د مشروع مبارزې بدنامول دي».
یادو جبهو په خپله ګډه اعلامیه کې پر ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو پر دفترونو، بشردوستانه سازمانونو، د بشري حقونو پر ادارو او د هغوی پر ملکي کارکوونکو هر ډول برید یا ګواښ غندلی او له یادو ادارو یې غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر په جدي توګه و ارزوي او د احتمالي ګواښونو په اړه دې یوازې د طالبانو پر معلوماتو بسنه نه کوي.
دوی دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دا ډول بریدونو په طرحه کولو، سهولتکارۍ یا پلي کولو کې په طالبانو پورې د تړلو کسانو، شبکو لاس لرل ثابت شي، عاملان اوو مشران یې باید په فردي او سازماني توګه ځواب ویونکي واوسي.
ازادۍ او مقاومت جبهې یوځل بیا د افغانانو د مشروع مبارزې او ترهګریزو کړنو ترمنځ پر توپیر ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی د طالبانو پر وړاندې مبارزې په لار کې روښانه موخې او لارې چارې لري. یادو جبهو ویلي چې ملکي وګړي، ډیپلوماټیکې استازولۍ، بشري سازمانونه او د بشري حقونو ادارې د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.
یادو جبهو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هر ډول پیښې وړاندې دې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګواښونو د خپلواکې ارزونې او د خپلو ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ زرینه د ورځې کارونه هغه وخت پیلوي چې ددې په خپله وینا، «ملا لا اذان نه وي کړی».
هغه د شپږو ماشومانو مور ده او د چرګانو له بانګونو سره یوځای له خوبه پاڅیږي. د کورنۍ د پالنې تر څنګ د څارویو ساتنه کوي، شیدې لوېشي، د غوا شیدې پلوري او خامک ګنډي.
زرینه له څوارلس کلنۍ راهیسې خامک ګنډي. د کورنۍ د ژوند یوه برخه یې د باغونو پر حاصل ولاړه ده، خو د کور او ماشومانو د لګښتونو د پوره کولو لپاره د هغې خپل کار هم مهم دی.
سره له دې، زرینه وايي، د کلیوالو ښځو کار او زحمت ته په هغه کچه ارزښت نه ورکول کیږي، چې باید ورکړل شي. د هغې په اند، په ځینو کورنیو کې د ښځې پر ژوند، تګ راتګ او پرېکړو واک لا هم د نارینهوو په لاس کې دی.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « موږ ښځې یو ځل د پلار په کور، بیا د خاوند او وروسته د کلي او ماحول د مشرانو له خبرو سره مخ یو».
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زدهکړو او کار لګېدلو محدودیتونو دا وضعیت لا پېچلی کړی دی.
هغه ښځې چې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو له لارې د کورنیو د ژوند بار په اوږه وړي، له پخوا راهیسې له اقتصادي او ټولنیزو خنډونو سره مخ وې، خو اوس هغه ښځې هم د فرصتونو له کمي سره مخ دي چې لوړې زدهکړې، مسلکي وړتیاوې او د کار اوږده تجربه لري.
خو د دې کار لویه برخه په کورونو او شخصي چاپېریالونو کې کېږي. ډېرې ښځې د خپل کار په بدل کې منظم معاش نه لري، د کار رسمي قراردادونه ورسره نه وي او د هغوی د تولید اقتصادي ارزښت هم تل په سمه توګه نه حسابیږي.
د ګڼو ښځو په باور، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، کارګرې ښځې اقتصادي خپلواکي غواړي. ددوی په وینا، هغوی باید د خپل کار د عاید او محصول او تولید د قیمت په اړه پرېکړه وکړای شي، د شتمنۍ د مالکیت حق ولري، بازارونو ته لاسرسی ومومي او د خپلې کورنۍ او راتلونکي په اړه په پرېکړو کې وغږول شي.
ګلچهره د دایکندي ولایت د یوې لرې پرتې اوسېدونکې ده. هغه د لبنیاتو په تولید بوخته ده او د خپل کار له لارې د کورنۍ د ژوند په چارو کې ونډه اخلي.
د هغې په وینا، کلیوالي ژوند له ښاري ژوند سره توپیر لري. کله به چې ښار ته د خپلوانو لیدو ته تلله، د ښاري ژوند د ځینو فرصتونو په لیدلو به یې د خپل ژوند په اړه هم فکر کاوه.
خو ګلچهره د هغو لوستو ښځو او نجونو راتلونکي ته اندېښمنه ده چې پخوا یې په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه، خو اوس له محدودو کاري فرصتونو سره مخ دي او ځینې یې کلیو ته کوچېدلې دي.
ګلچهره وايي: «زه خو نالوستې یم او دا شاقه کار مخته وړم، خو لوستې ښځې دا نه شي کولی».
د هغې له نظره، لوستې ښځې باید د خپلو زدهکړو مطابق په ادارو کې کار وکړي او د ددې په څېر د کلیوالو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم لارې چارې پیدا کړي.
د هغې په وینا، ځینې ښځې ان د خپلو خپلوانو لیدو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي. د ښځو پر تګ راتګ او پرېکړو محدودیتونه د هغوی ټولنیزې اړیکې او د ملاتړ شبکې هم اغېزمنولی شي.
یو شمېر ښځې په یوه کارخونه کې وړۍ ورېښي
د دودونو تر سیوري لاندې حقوق
د افغانستان د کلیوالو ښځو وضعیت د ټولو سیمو او کورنیو لپاره یو شان نه دی.
د اقتصادي امکاناتو، د کورنۍ د جوړښت، د سیمې د دودونو او د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د شتون له مخې د ښځو تجربې توپیر لري.
خو په ګڼو کلیوالو ټولنو کې ځینې دودیز جوړښتونه د ښځو پر ژوند او انتخابونو ورته اغیز لري.
په کم عمر کې ودونه، د شخړو د حل لپاره په بدو کې د نجونو ورکول، د میراث له حق څخه محرومول او د کونډو پر شتمنۍ او ژوند د نارینه خپلوانو واک هغه ستونزې دي چې په ځینو کورنیو کې د ښځو اقتصادي او ټولنیزه خپلواکي محدودوي.
نوموړي زیاته کړه، « کله کله دا د شخړې باعث ګرځي، ځکه ځینې خلک پر خپلو ځمکو اوښي نه شي زغملی، خو دا عمومي مساله نه ده. په ځینو مواردو کې موږ بدیلې حل لارې موندلې دي، مثلا ځمکه د ښځې په ګټه د هغې پر ورور پلورل شوې ده او هغې ته خپل حق رسېدلی دی».
د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې ډېرې کلیوالې ښځې لا هم د خپلو کورنیو د اقتصاد د بار تر څنګ، له دودیزو بندیزونو، د زدهکړو، کار او اقتصادي خپلواکۍ له محدودیتونو سره مخ دي. دوی د کورنۍ د ژوند د دوام لپاره ستړیاوې ګالي، خو دغه ستړیاوې یې ډېرې کمې په کار کې حسابیږي.