کاپیسا کې یو درمل پلورونکی: طالبانو د جواز او دفتر د کتنې لپاره رانه پیسې او درمل غوښتي

له کاپیسا نه یو درمل پلورونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو د درملو شرکت د فعالیت جواز لپاره ترې پیسې او درمل د بډې په توګه اخیستې دي؛ خو د هغه سربېره یې هم ورته د درملو شرکت تړلی دی.
نوموړي زیاته کړې، شاوخوا درې میاشتې مخکې یې په دغه ولایت کې د درملو د یوه شرکت څانګه پرانیستې چې د فعالیت له پیل وړاندې یې د جواز اخیستو لپاره طالبانو ته مراجعه کړې وه.
هغه همداراز ویلي، چې له څو ځله ورتګ وروسته یې کار لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ و او په پای کې طالب مسوولینو ترې ۸زره افغانۍ اخیستې او ورته یې ویلي چې د فعالیت جواز به ورکړي.
دغه درمل پلورونکي په خپل پیغام کې ویلي، د طالبانو لهخوا یو پلاوی وټاکل شو چې د دوی د کار ځای وګوري؛ خو د دوو اونیو له تېرېدو وروسته هم د کتنې لپاره څوک نهدي ورغلي.
هغه وایي، بیاهم ورغلی او غوښتنه یې کړې چې پلاوی دې یې د ځای لېدو ته ورشي. د هغه په وینا، طالبانو ورته ویلي چې د پلاوي راتګ لپاره باید ورته موټر برابر کړي. دغه کس وایي، موټر یې نیولی او د پلاوي غړي یې تر خپل دفتره د کتنې لپاره بیولي؛ خو دغه پلاوي د کتنې پرمهال د شیرینۍ په نوم ورڅخه پیسې غوښتي دي.
نوموړی وایي، د دومره پیسو د ورکړې وس یې نه لاره؛ نو هغوی د درملو د کیفیت د ارزونې په پلمه وغوښتل چې یو څه درمل ورکړي او هغوی ترې د څه باندې ۲۰زره افغانیو په ارزښت درمل اخیستي او له ځان سره یې وړي دي.
دغه درمل پلورونکی وایي، طالبانو له هغه وروسته ورته ویلي چې کولای شي خپل فعالیت پیل کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د کار له پیل شاوخوا څلور اوونۍ وروسته هغوی بیا ورغلي او د دوی دفتر یې مهر او لاک کړی دی.
