د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې له یوه ځایي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، له پاکستان سره د دوی د اړیکو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.
عبداللطیف منصور پر افغان خاورې د پاکستان پرله پسې بمباریو ته په اشارې وویل، چې اسلاماباد یو ځل هم په دغو بمباریو کې د خپل کوم مخالف د وژلو ادعا ثابته نهکړای شوه.
دغه طالب وزیر د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کنډي هغه څرګندونې حیرانوونکې وګڼلې، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند ړنګ شوی ایالتي حکومت یې له جلال اباد څخه «امر اخیستونکی» ګڼلی وو.
سرچینې، د طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو بېلابېلو تورونو ته په اشارې وویل، که بله ورځ پاکستان کې زلزلې او طبیعي پېښې کورونه ویجاړ او تاوانونه پېښ کړي، چارواکي به یې بیا پړه پر افغانانو او دوی وراچوي.
د طالبانو دغه مهم چارواکي، یو ځل بیا د نورو طالب چارواکو په شان له پاکستان سره د دوی د ناندریو سرچینه په پاکستان کې «یوه ځانګړې کړۍ» وګڼله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو، چې د پاکستان په پوځ کې «یوه ځانګړې کړۍ» د دوی خلاف له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي.
عبداللطیف منصور هم په ورته یادونې سره، دغه « ځانګړې کړۍ» تورنه کړه، چې ګواکې نه یوازې له افغانانو، بلکې خپلو خلکو سره هم دښمني کوي او حقونه یې اخلي.
منصور په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت ړنګول، له ځایي خلکو څخه د «حقونو تروړل» وګڼل او ویې ویل، چې پاکستان د دغه ایالت د خلکو «خپل حکومت لرل» نهشي زغملای.
هغه په داسې مهال، پاکستان د خیبر پښتونخوا د خلکو د «حقونو په تروړلو» تورنوي، چې په خپله طالبان د ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول ښځو او نورو قشرونو د «اساسي حقونو په تروړلو او یرغملولو» تورن دي.
د طالبانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر په پښتونخوا کې د «والي واکمنۍ» په نوم حاکم شوی حالت په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ «بې اغېزې» وباله، خو ویې ویل، چې په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال به ترې اغېزمن شي، ځکه د ده په خبره، چې د دغو کډوالو ځورول پيل شوي دي.
عبداللطیف منصور په دې مرکه کې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره هم په «تېري» تورن کړ او ویې ویل، چې دغه ډله د پاکستان د بمبارۍ او ظلمونو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.
هغه له نوم اخیستو پرته وویل، چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم پر خپل حکومت له نیوکو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو مخالفانو د موجودیت ادعا کوي، خو د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې عملاً د ټي ټي پي حضور او فعالیت ورته نه ښکاري.
د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د دغې تازه مرکې پر مهال پاکستان له دوی سره په مذاکراتو کې هم په بد نیتۍ او پلمو تورن او زیاته کړه، چې د مذاکراتو پر مهال یې «غیر منطقي» غوښتنې او څرګندونې کړې دي.
هغه د طالبانو او پاکستان د روانو ناندریو د حل لپاره، د پاکستان په استازیتوب د ډیورند کرښې د پورې غاړې له دیني عالمانو سره خبرې اړینې وګڼلې او ویې ویل، چې پاکستان دې دغه عالمان د دوی له دیني عالمانو سره خبرو ته کېنوي.
پاکستاني چارواکو د دغه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بېشرطه نه وي او اسلاماباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.