• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي رسنۍ: موټرسایکل سپرو وسله‌والو په ممبيي کې پر ټایګر شروف ډزې کړې

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی چې په ممبيي ښار کې پر موټرسایکل سپرو درېیو وسله‌والو د بالیووډ د سینما پر نامتو ستوري ټایګر شروف ډزې کړې دي، خو نوموړی له دې بریده روغ رمټ وتلی دی.

د ممبيي پولیسو ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام د جوهو په سیمه او پوشپا پارک ته څېرمه شوې چې په ترڅ کې یې د ټایګر شروف موټرچلوونکی په کیڼ لاس لګېدلی او یو بل ریکشا چلوونکی هم ټپي شوی دی.

له پېښې لږ وروسته، د لارنس بشنوی جرمي ډلې په ټولنیزو شبکو کې د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه وسله‌وال برید مسوولیت ومانه. د ممبيي د پولیسو چارواکو څرګنده کړې چې د پېښې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې ۱۵ ځانګړې پلټونکې ډلې جوړې کړې دي. د مهاراشترا ایالت اعلی وزیر دیویندرا فادناویس هم د ممبيي د پولیسو له کمیشنر سره په ټلیفوني خبرو کې امر وکړ چې ژر تر ژره دې پېښه وڅېړي او پر وړاندې یې سخت قانوني ګامونه پورته کړي.

دغه ډزې په ممبيي کې له پراخو سیاسي او ټولنیزو غبرګونونو سره مخ شوې دي. د هند د کانګرس ګوند یوه مشر سچن ساونت او همدارنګه د یاد ګوند د پارلمان غړې ورشا ګایکواډ پر ایالتي حکومت سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په ممبيي کې د قانون او نظم وضعیت په بشپړ ډول ګډوډ شوی دی. هغوی زیاته کړې چې په مالي پلازمېنه کې د بابا صدیق وژل کېدل، د سلمان خان د کور مخې ته ډزې او اوس پر ټایګر شروف برید ښيي چې مجرمین نور له قانونه هېڅ وېره نه لري.

د پېښې عیني شاهد او د هند د تلوېزیوني پروګرامونو لوبغاړي کرن ویر مهرا، چې موټر یې د ټایګر شروف تر موټر شاته و، رسنیو ته وویل چې د ډزو له اواز وروسته یې د پېښې په ځای کې وینه لیدلې ده. هغه وویل چې خوشحاله دی ټایګر شروف ته زیان نه دی رسېدلی، خو د ټپي شوي موټرچلوونکي روغتیا ته اندېښمن دی. پولیسو ویلي چې په خپره شوې ویډیو کې لږ تر لږه د څلورو ډزو غږونه اورېدل کېږي او د برید د ټولو اړخونو څېړنې لاهم دوام لري.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۳

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۴

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۵

۷ میاشتې وروسته ندیم ته د قیصاري خبرداری؛ د ازبک محصل د وهلو غچ به درڅخه واخلو

•
•
•

نور خبرونه

ګارډین: د حوثیانو پر ضد د امارات او عربستان پوځي همکاري بیا پیلېږي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د ګارډين د راپور له مخې، سعودي او امارات په يمن کې د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثيانو پر ضد د پوځي همکاریو پر بيا پيل هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، امارات به په سویل کې د عمالقه ځواکونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او رياض به د هغوی لپاره هوايي ملاتړ چمتو کړي.

ګارډین ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات او سعودي عربستان په یمن کې د حوثيانو پر ضد د خپلو ګډو پوځي همکاریو د بیا پیلولو په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په یمن کې پر حساسو سیمو د حوثیانو بریدونه زیات شوي او دغه وسله واله ډله د ایران له پراخ ملاتړه برخمنه ده.
د ګارډین د راپور له مخې، په نوې هوکړه کې څرګنده شوې، چې متحده عربي امارات به د یمن د دولتي ځواکونو د یوې برخې او په ځانګړي ډول په سویل کې د «عمالقه لواګانو» مالي ملاتړ بېرته پر غاړه واخلي. په مقابل کې سعودي عربستان ژمنه کړې، چې د دغو ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره به ټول اړین هوايي ملاتړ چمتو کړي او پر حوثي سنګرونو به بمبارۍ وکړي.
دغه نوې هوکړه لا په رسمي ډول نه‌ده اعلان شوې، خو شنونکي یې د ریاض او ابوظبۍ ترمنځ د ژورو پخوانیو اختلافاتو د کمېدو لومړنۍ څرګنده نښه بولي.

پر سعودي عربستان د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو دوام او همدارنګه په ځینو سیمو کې د دوی وروستیو پرمختګونو، دواړه ګاونډي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
متحده عربي امارات د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې په یمن کې خپل پوځي حضور او مالي مرستې وځنډولې چې د دوی او سعودي عربستان ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل. دا تر هغې وروسته وو، چې د سعودي جنګي الوتکو په سویل کې د بېلتونپالو ځواکونو لپاره د امارات د وسلو پر استول شویو جوپو بریدونه وکړل.

دا نوې همکاري په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د سعودي ملاتړ لرونکو ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا او د مارب په ولایت کې د حوثیانو د شاتمبولو لپاره نوي پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د حوثي وسله والو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ په تېرو میاشتو کې ډېره پراخه شوې ده. د یمن حوثیانو د سعودي پر ضد سمندري کلابندي اعلان کړې او د دغه هېواد د ارامکو تېلو پر تاسیساتو، په تېره بیا په جازان، بقیق، نجران او خمیس‌مشیط کې پر نفتي مرکزونو او نفت وړونکو بېړیو بریدونه کړي چې له امله یې جازان کې د ۴۰۰ زره بېرلو تصفیه‌خونه هم له فعالیت څخه لوېدلې وه. سعودي عربستان هم په صعده، الحدیده او مارب کې د حوثیانو پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

امریکا پر روسیې لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول خو اوکراین دا چاره «تېروتنه» بولي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړي، چې له‌مخې یې پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو او تعرفو لګول وځنډول شول. ټرمپ بیا ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي.

ولادیمیر زیلېنسکي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) وویل، چې د بندیزونو بېرته اخیستل او درول یوه لویه «تېروتنه» ده او دا پرېکړه یوازې له روسیې سره مرسته کوي او د مسکو تېري لا زیاتوي. د ټرمپ دغه اجراییوي فرمان داسې مهال صادر شوی، چې ټاکل شوې وه نوي بندیزونه راتلونکې اونۍ پلي شي.

د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک شوي فرمان له‌مخې، پر هغو هېوادونو او شرکتونو لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول شول چې د روسیې تېل او ګاز پېري او یا هم له دغه هېواده توکي واردوي. ټرمپ ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي، خو زیلېنسکي بیا ویلي، چې دغه اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړور کوي او مسکو نور هم د خلکو وژلو ته هڅوي، په داسې حال کې چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین د برېښنا د تولید او لېږد پر پنځلسو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف د ټرمپ دا پرېکړه «یو ریښتینی تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې د بندیزونو په عملي کېدو سره به د واشنګټن او مسکو ترمنځ ټولې اقتصادي همکارۍ په بشپړه توګه درېدلې وای.

له بلې‌خوا د امریکا د ډیموکرات ګوند استازي ډان بایر پر ولسمشر ټرمپ په نیوکو سره ویلي، چې ټرمپ یو ځل بیا د پوتین پر وړاندې «تسلیم» شو او د اوکراین له ملګرو سره یې «جفا» وکړه. چین او هند هم تر دې مخکې د امریکا له لوري د پراخو تعرفو د لګول کېدو په تړاو خبرداری ورکړی وو.

دا قانون چې د سناتور لینډسي ګراهام په نوم یادېږي ولسمشر ته دا واک ورکوي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره بندیزونه وځنډوي. زیلېنسکي د سناتور لینډسي ګراهام د مړینې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه له نشتوالي سره مبارزه خورا ستونزمنه شوې ده. د اوکراین ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښایي د ډیزل تر وروستي تړون او د ګراهام قانون تر ځنډولو وروسته هم له روسیې سره اقتصادي اسانتیاوو ته دوام ورکړي.

دغه پرمختګونه داسې مهال کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې او د امریکا سمندري کلابندي روانه ده، چې له امله یې د انرژۍ او تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي. کارپوهان وایي، چې د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې، د ټرمپ اداره اندېښمنه وه، چې پر روسي نفتو او ګازو نوې تعرفې به د تېلو بیې لا لوړې کړي او امریکایي وګړو ته به نور مالي زیانونه واړوي.

په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ‌ راتګ کم شوی

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
100%

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکزوايي، په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ‌راتګ د نښتو له پیل مخکې مودې پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه کم شوی دی. دغه مرکز په خپل نوي اوونیز راپور کې په هرمز او شاوخوا اوبو کې د ۱۲ بریدونو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د دغه مرکز تازه راپور چې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۴مه خپور شوی، ډېری ارقام یې د تلې تر ۲۲مې پورې معلومات رانغاړي. په دغه اووه ورځنۍ موده کې، په هرمز تنګي کې ۱۲۵ وتونکې او ۱۲۹ ننوتونکې کښتۍ ثبت شوې دي؛ هغه ارقام چې په تېره اوونۍ کې په ترتیب سره ۱۲۹ او ۱۴۶ وې.

دا شمېر د کښتیو د اتومات پېژندنې سیسټمد معلوماتو او د تسهیل شویو تګ‌ راتګونو په اړه د امریکا د اعلان شویو ارقامو له ترکیب څخه ترلاسه شوې ده. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې نه شي کولای د امریکا ارقام په مستقل ډول تایید کړي؛ هغه ارقام چې ممکن د الېکټرونیکي سېګنالنه لرونکې کښتۍ هم په کې شاملې وي.

په دغې اوبلاره کې د تګ ‌راتګ کموالی په داسې حال کې دوام لري چې تر جګړې وړاندې، د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له اصلي مسیرونو څخه و. رویټرز خبري اژانس د تلې په ۱۶مه په یوه راپور کې لیکلي وو چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۹مه د جګړې له پیلېدو وړاندې، هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې کښتۍ له هرمز تنګي تېرېدې او د خامو تیلو او مایع طبیعي ګازو د ټولنیز نړیوال عرضه کولو شاوخوا پنځمه برخه له دې لارې تېرېده. دغه خبري اژانس د کپلرد ډېټا تحلیلولو شرکت له قوله په تېرو دوو میاشتو کې د سوداګریزو کښتیو د تګ‌ راتګ د خورا ټیټې کچې خبر ورکړی و.

له دې سره سره، د کښتیو د تګ‌ راتګ کموالی باید د تیلو د صادراتو د حجم له کموالي سره برابر ونه ګڼل شي. رویټرز په همغې راپور کې د کپلر تحلیلګرانو له قوله لیکلي چې د عمان سمندرګي او سرې بحیرې له ساحلونو د صادراتو زیاتوالي د هرمز له تنګي څخه د تیلو د لېږد د کمښت یوه برخه جبیره کړې ده.

د دغه برېتانیايي مرکز په اوونیز راپور کې له ثبت شویو ۱۲ بریدونو څخه ۱۰ بېلګې په هرمز تنګي او دوې نورې په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې شوې دي. د دغه مرکز د راپور پر بنسټ، شپږ کښتیو خپل سفر ته دوام ورکړی یا بندر ته رسېدلي، یوه کښتۍ له منځه تللې، دوې کښتۍ له کاره لوېدلي یا یې د خپل حرکت د کنټرول وړتیا له لاسه ورکړې او د درېیو کښتیو د پرېوتلي زیان حالت یا برخلیک تر اوسه نه دی تایید شوی.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي چې ډېری نښه شوې کښتۍ دغه مرکز ته له راپور ورکولو ډډه کوي. دا نهاد له نورو سرچینو د ځینو پېښو خبر ترلاسه کوي، خو د خپلواک تایید د امکان نه شتون د دوی د معلوماتو خپرول محدودوي.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپور له مخې، د چنګاښ له ۱۵مې راهیسې، له ۷۴ بریدونو څخه ۵۵ بېلګې د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کې شوې دي. د ګډ سمندري استخباراتي مرکز ارزوني هم په هرمز تنګي کې د ګواښ کچه «سخته» او په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې «منځنۍ» ټاکلې ده. ډېری هغه کښتۍ چې خپلاطلاعات مخابره کوي، لا هم له هغه مسیر څخه تېرېږي چې راپور «د ایران مسیر» بللی دی.

د موقعیت موندلو په سیسټم کې اخلال هم د وضعیت ارزیابي پېچلې کړې ده. په AIS کې د ثبت شویو غيرنورمال موقعیتونو شمېر په اوو ورځو کې له ۱۸ زره او ۸۸۱ څخه ۲۳ زره او ۱۶۶ بېلګو ته رسېدلی دی؛ دا رقم د کښتیو شمېر نه دی. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز خبرداری ورکړی چې د راپورونو د شمېر بدلون الزامي نه ده چې د اخلال د شدت ښودنه وکړي، ځکه ډېټا د کښتیو په داوطلبانه همکارۍ او د هغوی د سېګنالونو په شتون پورې اړه لري.

په سره بحیره او د عدن خلیج کې، د څېړل شوې اوونۍ وضعیت جلا و: هېڅ نوی برید یا مشکوک فعالیت نه دی راپور شوی او د احصاییوي مودې تر پای ته رسېدو، د سمندري کښتۍ پر وړاندې له وروستي راپور شوي برید څخه ۵۱ ورځې تېرې شوې وې. له دې سره سره، په باب المندب کې تګ‌راتګ لا هم د چنګاښ په ۳۱مه د حوثیانو د محاصرې له اعلان مخکې مودې پرتله ۲۲ سلنه کم و او د سرې بحیرې په جنوب، باب المندب او د عدن خلیج کې د ګواښ کچه «د پام وړ» ارزیابي شوې ده.

د سمندري غلا په برخه کې هم نوې پېښه نه ده ثبت شوې، خو د «اسانا» کښتۍ چې د چنګاښ له ۲۶مې تښتول شوې، د تلې تر ۲۲مې لا هم د تښتونکو په واک کې وه.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې د ترلاسه شویو اطلاعاتو یوه برخه یو سرچینه ییزه ده او د خپلواک تایید امکان یې نشته. دغه مرکز په متعددو مواردو کې د برید عامل نه دی مشخص کړی او په راپور کې د پېښې ثبتول د یوه ټاکلي لوري پر غاړه د حقوقي مسولیت د اچولو په مانا نه ګڼي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کې پانګونه زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.»

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و.

خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل ته ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي او د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې دي.

د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی واټن د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو په ډله کې لیدل کېږي. په دې عمرونو کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینه‌وو په پرتله نږدې دوه سلنه ټکي لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې دغه ارقام ښايي د ښځو د بېوزلۍ بشپړ انځور وړاندې نه کړي، ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې د ټولو غړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي؛ خو په حقیقت کې د کورنۍ دننه د واک نابرابري او هغه ټولنیز دودونه چې نارینه‌وو ته د سرچینو د کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو وضعیت لا خرابولای شي.

د سازمان د اټکل له مخې، که اوسني بهیرونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خورا بېوزلۍ له منځه وړل ستونزمن وي. همداراز، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸،۳۰ ډالرو لوړ معیار په پام کې ونیول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې غوښتنه کړې چې حکومتونه او نړیوال بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې پانګونه زیاته کړي، څو ښځې او نجونې له بېوزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره لازم ملاتړ ولري.

افغانستان هم د پراخې بېوزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، یعنې نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د راپور له مخې، د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ په څېر اقلیمي ستونزې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو یوازې ۲۴ سلنه په کاري ځواک کې برخه لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو ونډه ۸۹ سلنه وه. دغه ارزونه ښيي چې د ښځو له زده‌کړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومېدل د جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مخه هم نیسي.

تازه څېړنه: د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر اولاد راوړلو اغېز وکړي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د بریتانیا د دوو پوهنتونونو نوې څېړنه ښيي، چې د سګرټو له لوګي سره مخ کېدل ښايي د هغو جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د ښځو د تخم‌دانونو له فعالیت او د نارینه‌وو د سپرم له تولید سره تړاو لري.

دا بدلونونه ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز وکړي. دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو شپږو کسانو څخه یو کس د خپل ژوند په تناسلي پړاو کې له شنډوالي سره مخ کېږي. خو کوم لاملونه د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز کولی شي او د شنډوالي خطر زیاتولی شي؟

د ناټینګهم او شیفیلډ پوهنتونونو څېړونکو پر هغو نارینه او ښځینه موږکانو څېړنه کړې چې د سګرټو له لوګي سره مخ شوي وو. د څېړنې پایلو د بدن په هغو بیولوژیکي بهیرونو کې بدلونونه په ګوته کړي چې د تخمدانونو له زړېدو او د خصیو له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه موندنې د تناسلي روغتیا پر وړاندې د سګرټو د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته کوي، خو د دې لپاره چې څرګنده شي دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څه اغېز لري، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

په دې څېړنه کې څېړونکو د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د بېلابېلو کچو اغېزې د موږکانو پر تخمدانونو او خصیو څېړلې دي. هغوی د تناسلي غړو په نسجونو کې د بدلونونو تر څنګ د هغو جینونو فعالیتونه هم څېړلي، چې د دغو غړو په عادي فعالیتونو کې ونډه لري.

د څېړنې پایلو وښوده، چې په ښځینه موږکانو کې د تخمدانونو د فولیکولونو په بڼه او شمېر کې د پام وړ بدلون نه‌وو راغلی. فولیکولونه هغه جوړښتونه دي چې هګۍ په‌کې وده کوي، خو د ځینو جینونو فعالیتونه بدل شوي وو.

له دې سره سم، د هغو جینونو فعالیتونه کم شوي وو، چې د حجرو په وېش او د بدن د موادو په بدلون او مصرف کې ونډه لري، خو د هغو جینونو فعالیتونه زیات شوي وو، چې د پروټینونو له تولید سره تړاو لري. د څېړونکو په وینا، دغه بدلونونه له هغو بیولوژیکي بهیرونو سره ورته والی لري چې د تخمدانونو له زړېدو او د هغوی د فعالیتونو له کمېدو سره تړاو لري.

په نارینه موږکانو کې د جینونو د فعالیتونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه لیدل شوي وو. د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د کچې په زیاتېدو سره، د خصیو دننه هغه نلۍ غټې شوې وې چې سپرم په‌کې تولیدېږي. همدارنګه، د هغو جینونو فعالیتونه هم بدل شوی وو، چې د سپرم له تولید او د بدن د دفاعي سیستم له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه پایلې ښيي چې د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي سیستم په بېلابېلو بڼو اغېز وکړي.

په ښځو کې تر ډېره د تخمدانونو د جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه لیدل شوي، خو په نارینه‌وو کې د جینونو د فعالیتونو د بدلونونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شوي وو.

دا څېړنه پر موږکانو ترسره شوې او تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څومره او څه ډول اغېز لري. څېړونکي ټینګار کوي، چې په ښځو او نارینه‌وو کې د دغو بیولوژیکي بدلونونو او شنډوالي ترمنځ د اړیکو د روښانولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.