• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یمن پر یوه روزنیز مرکز د حوثیانو په برید کې ۱۸ کسان وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د یمن څلورو حکومتي او طبي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ د یمن د شبوه ولایت پر یوه پوځي روزنیز کمپ د ایران پلوه حوثيانو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۳

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۴

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۵

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

•
•
•

نور خبرونه

د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ پراخې څپې؛ خلک ان د سل افغانۍ لاس‌باړې په بدل کې هم کار نه مومي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
100%

په کندهار کې د ګڼو کورنیو لپاره اوس‌مهال د بې‌کارۍ ترڅنګ لویه ستونزه د سبا لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي. زرګونه ځوانان هر سهار د کار په تمه له کوره وځي؛ خو ډېری یې ماښام تش لاس بېرته ستنېږي او ان د سل افغانۍ لاس‌باړې په بدل کې هم ورته په ورځو، ورځو کار نه پیدا کېږي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې له څو هغو کسانو سره خبرې کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دولتي او شخصي ادارو کې د کار په لټه کې دي او ځینې یې ان په څلور لارو کې هم د کار پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي.

د ۱۱ کسیزې کورنۍ ۲۷ کلن سرپرست نور احمد اغا چې پلار او مشر ورور یې درې کاله مخکې په یوه ترافیکي پېښې کې مړه شوي وايي، بازارونه له خلکو ډک دي خو د خلکو په جېبونو کې پیسې نه‌شته او د کار غوښتونکو لپاره کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي.

هغه وایي: «سهار له کوره ووځم چې کار پیدا کړم، ماښام بېرته تش لاس راګرځم، کورنۍ مې ماته سترګې په لار وي؛ خو زه نه پوهېږم سبا به د کور خرڅ له کومه کوم دا زما لپاره ډېر سخت حالت دی».

له باغیس نه راغلې کورنۍ چې شاوخوا لس کاله کېږي په کندهار کې ژوند کوي سرپرست یې پر شهیدانو څلور لاري د مزدورۍ په تمه ورځ تېروي. هغه وایي، طالبانو خلک په دې تېر اېستلي چې امنیت دی؛ خو کله چې انسان ډوډۍ ونه لري او له لوږې سره مخ وي نو امنیت به څه کړي.

هغه زیاتوي: « په تېرو لسو ورځو کې یوازې درې ورځې د یو کور د رنګولو لپاره ورته ویل شوي، ټوله مزدوي ۵۰۰ افغانۍ وه، اوس نو د ټول کور لګښت په دغه پیسو چلېږي، ژوند ورځ تر بلې سختېږي».

شمس الحق په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ادارې ته د کار ترلاسه کولو لپاره ورغلی او هلته یې خپله ستونزه هم ورسره شریکه کړې. نوموړی زیاتوي: «چې ورته ووایي کار نه‌شته له لوږې سره مخ یو وايي، امنیت دی شکر وکاږه، دا منیت نو زه څه کړم چې زه له لوږې مرم».

اقتصادي ستونزې یوازې د بازار تر دروازو محدودې نه‌دي؛ بلکې د بې‌کارۍ، کم عاید او د کورنیو لګښتونو د زیاتوالي فشار د ښار او لرو پرتو سیمو اوسېدونکو پر ورځني ژوند هم اغېز کړی.

د کندهار یوشمېر سوداګر هم وایي، د بې‌روزګارۍ له امله یې کاروبار پېکه شوی او د بازارونو د ځوړ اغېز یې کاروبار مستقیم اغېرمن کړی دی.

100%

په افغانستان کې د پراخې بې‌وزلۍ او خوراکي ناامنۍ ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي؛ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د مېلیونونو افغانانو د مرستو او خوراکي خوندیتوب اړتیاوې ثبت شوې دي.

د دغه اړمنو او وزګارو خلکو لپاره پوښتنه یوازې دا نه ده، چې نن به څه خوري بلکې دا هم ده چې سبا به د کار او عاید کومه لاره ومومي. خلک وايي، که د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره عملي او پراخ پروګرامونه ونه‌موندل شي؛ نو وېره شته چې اقتصادي ستونزې په راتلونکي کې پر یوې ژورې ټولنیزې ستونزې بدلې شي.

برتانوۍ ورځپاڼه: بهرني سېلانیان د طالبانو مثبت او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کوي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

یوشمېر بهرني سېلانیان او د خواله رسنۍ چلوونکي افغانستان ته په سفر له وسله‌والو طالبانو سره تصویرونه کاږي او په خواله رسنۍ کې له سېلانیانو سره د یادې ډلې د مثبت چلند ویډیوګانې خپروي، چې له دې سره د طالبانو مثبت انځور وړاندې کوي.

برتانوۍ ورځپاڼې «سن» په یوه راپور کې لیکلي، چې یوشمېر بهرني سېلانیان افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو له قوماندانانو او جنګیالیو سره ویني، ګډ تصویرونه کاږي او ان د دغه ډلې له غړو سره د چای څښلو ویډیوګانې هم خپروي.

۳۲ کلنه برتانوۍ سېلانۍ کرن براون د دغه کسانو له ډلې ده. هغې افغانستان ته د خپل سفر ویډیو خپره کړې او له خپلو مخاطبانو یې غوښتي، چې دغه هېواد ته د سفر پلان جوړ کړي.

براون «سن» ورځپاڼې ته ویلي، چې له طالبانو سره یې ډېرې لیدنې او تعاملات ارام او دوستانه وو. هغې له طالبانو سره د خپلې لومړنۍ لیدنې په اړه ویلي: «هغوی زما هرکلی وکړ، راسره کښېناستل او چای یې راوړ. دا یوه عجیبه تجربه وه؛ خو ډېر ژر مې د راحت احساس وکړ». خو براون ټینګار کړی، چې موخه یې د طالبانو تبلیغ یا د یادې ډلې د سیاستونو ملاتړ نه‌دی؛ بلکې غواړي د خپلو سفرونو تجربې له نورو سره شریکې کړي.
بل برتانوی سېلاني اولي هارګریوز چې له برېتانیا نه اسټرالیا ته او بیا افغانستان ته پر بایسکل سفر کړی، هم د ځینو خلکو او طالب وسله‌والو د دوستانه چلند خبره کړې ده. خو د هغه ټولې تجربې مثبتې نه وې.
هارګریوز ویلي، چې په ځینو امنیتي پوستو کې طالب جنګیالیو خپلې وسلې د ده خواته نیولې وې. هغه زیاته کړې، یوه شپه وروسته له هغه اړ شو له طالب جنګیالیو سره په یوې هټۍ کې ویده شي چې په سیمه کې د خېمې درولو اجازه ورنه کړل شوه. د هغه په وینا، د طالبانو ځینو جنګیالیو ورته د جګړو او ځانمرګو بریدونو ویډیوګانې ښودلې دي چې زړه راښکوونکی نه وو.
امریکايي سېلاني برېنټ ټیم چې په انسټاګرام کې تر ۵۸۰زره ډېر څارونکي لري، هم افغانستان ته د سفر پرمهال له طالب جنګیالیو سره تصویرونه اخیستي دي. هغه واک ته د طالبانو واک د بېرته ستنېدو پنځمې کلیزې په مناسبت له کابل نه یوه ویډیو خپره کړه او د طالبانو د بري مراسم نمانځنه یې «د ډېرو خلکو لپاره د کال له تر ټولو خوښیو ډکو ورځو څخه یوه» وبلله.

خو ټیم وروسته ومنله، چې د خپلو خبرو پرمهال یې باید ډېر احتیاط کړی وای. هغه وویل: «هغه کسان چې زه ورسره وم جشن یې نمانځه؛ خو ښايي مېلیونونه نور افغانان په بشپړ ډول بېل ژوند تجربه کوي».

دغه امریکايي سېلاني ویلي، چې د خپل سفر پرمهال یې د طالبانو له لسګونه جنګیالیو سره لیدلي او یوه طالب پنځه ورځې ورسره ملګرتیا کړې ده. د ټیم په وینا، دغه جنګیالي ورسره د جګړې د کلونو او هغه څه په اړه خبرې کړې دي چې ده «جهاد» باله.

«سن» ورځپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۲۱کال کې واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د بهرنیو سېلانیانو د جذبولو هڅې کړې دي. د یادي ورځپاڼې په وینا، یوشمېر د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري چې د بهرنیو سېلانیانو له‌خوا له طالبانو سره د دوستانه چلند انځورونو او ویډیوګانو خپرول ښايي د دغه ډلې د نړۍوال انځور په ښه کولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو څخه د خلکو پام واړوي.

«سن» په خپل راپور کې پر عامه فضا کې د ښځو پر حضور او غږ د طالبانو محدودیتونو او همدارنګه د کورني تاوتریخوالي اړوند راپورونو ته هم اشاره کړې ده؛ خو هغه سېلانیانو چې له یادې ورځپاڼې سره یې خبرې کړې ویلي، چې د سفرونو د مثبتو تجربو شریکول د طالبانو د سیاستونو د ملاتړ په معنا نه‌دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت لاهم خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي، چې افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي. دغه وزارت د افغانستان امنیتي وضعیت بې‌ثباته او خورا خطرناک بللی او د برتانوي وګړو د اوږدمهاله نیول کېدو احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

شپږ څنګ په څنګ قبرونه؛ په کونړ کې د پاکستاني بمبارۍ د قرباني شوې شپنې کورنۍ کیسه

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
100%

د کونړ په یوه هدیره کې شپږ تازه قبرونه د هغې کورنۍ یادګار دی چې د تلې پر نهمه، د پاکستان په هوایي برید کې یې خپل شپږ غړي له لاسه ورکړل. ۶۵ کلن شپون، محمد یوسف له خپلو څلورو اولادونو او یوه وراره سره په دې برید کې ووژل شو. تر ټولو کشرۍ قرباني يوه درې میاشتنۍ نجلۍ وه.

فرانسوۍ ورځپاڼې «لومونډ» د شنبې ورځې( د تلې ۲۵مې) په یوه خپاره شوي راپور کې، د دې کورنۍ کیسه کړې ده.

د دغې ورځپاڼې خبریاله غزال ګشېري د راپور چمتو کولو لپاره، کونړ ته تللې او د قربانیانو له خپلوانو او د طالبانو له ځايي چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

ګلشېري د راپور په پیل کې د افغانستان د ختیځو غرونو په غېږ کې د پشد په نوم هغه هدیره انځوروي، چې په یوه څنډه کې یې شپږ څنګ په څنګ تازه قبرونه ښکاري.

د قبرونو پر سر خاورې او وړې تیږې غوړېدلې دي او د دفن شویو کسانو هېڅ نوم او نښان پرې نه ښکاري.

یوازې د هر قبر په سر، دوې وړې تیږې اېښودل شوې دي.

تر ټولو لوی قبر د ۶۵ کلن شپون، محمد یوسف دی چې د تلې پر نهمه په چوګان دره کې د پاکستان په هوایي برید کې ووژل شو.

د هغه څلور اولادونه او یو وراره هم په نورو پينځو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د محمد یوسف د تره زوی عبدالرووف شاهد، د تلې پر ۱۳مه د لومونډخبریالې ته وویل چې د کاکا زوی یې یوازې مالداري/شپني کوله او له هېڅ ډول وسله‌والو او ملېشو ډلو سره یې تړاو نه درلود.

د هغه په وینا، محمد یوسف د خپلو څارویو د څرولو لپاره، ډیورنډ کرښې ته نږدې په چوګان دره کې یوه څړ ځای ته تللی و او د هوا تر یخېدو وړاندې بېرته راستنېدونکی و.

د لومونډخبریاله لیکي چې د دې کورنۍ کور په بمبارۍ کې، له خاورو سره خاورې شوی دی.

د کنډواله شوي کور په منځ کې، د لرګیو ټوټې، څو جوړه زنانه جامې او یوه توشکه تر سترګو کېږي.

د کور شاوخوا، د هغو پسونو جسدونه هم لا پر ځمکه پراته دي چې په برید کې وژل شوي او په ټوله سیمه کې بد بوی خپور شوی دی.

برید د سهار شاوخوا درې نيمې بجې وشو.

ګاونډیان چې کورونه یې د غره په لمن کې له یو بل څخه لیرې ودان شوي، د چاودنې په اورېدو د دې کورنۍ مرستې ته ورمنډه کړه.

محمد یوسف، د هغه څلور اولادونه او یو وراره په دې برید کې ووژل شول.

د هغه دوې مېرمنې او یوه لور ژوندۍ پاتې شوې او اوس په بلې سیمه کې له خپلو خپلوانو سره اوسي.

په کونړ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند فریدالله سالارزي لومونډ ته وویل چې محمد یوسف شاوخوا ۸۰ څاروي لرل چې ډېری یې په دغه بمبارۍ کې له منځه لاړل.

د سالارزي په وینا، د محمد یوسف درې لورګانې او یو زوی د وژل شویو کسانو په منځ کې وو.

تر ټولو وړه قرباني يوه درې میاشتنۍ نجلۍ وه.

سالارزی چې د برید په سهار سیمې ته تللی و، وویل کله چې دی ورسېد، د مړو جسدونه او ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي وو.

هغه زیاته کړه چې یوه جنګي جټ د دې کورنۍ کور بمبار کړی و.

د پاکستان حکومت تر برید څو ساعته وروسته د برید مسوولیت ومانه او اعلان یې وکړ چې د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي دي.

اسلام‌آباد ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک ۲۲جنګیالي وژل شوي او د وسلو او مهماتو ډېپوګانې یې له منځه وړل شوې دي.

پاکستان له ډېرې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته یې پناه ورکړې او اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد کار واخلي.

د پاکستان پوځ په تېر یوه کال کې څو څو ځلې د افغانستان بېلابېل کلي او سیمې بمبار کړې او هر ځل یې ویلي چې د بریدونو موخه یې د پاکستاني طالبانو د تحریک مهم مرکزونه او پټنځایونه وو.

 له دې سره، د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې په دغو نښتو کې خورا زیات عام او ملکی وګړي هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د یوناما د بشري حقونو څانګې د سرحدي پېښو له ارزونې وروسته اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (سرطان) تر نهمې نېټې پورې په افغانستان کې د سرحدي نښتو او بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ژوبل شوي دي.

دا ارقام په هغه راپور کې چې د چنګاښ میاشتې په پای کې خپور شو، راغلي وو.

پاکستان د یوناما دا شمېرې رد کړې او زیاته کړې یې ده چې ځواکونه یې یوازې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالي او کمپونه په نښه کوي.

پاکستاني چارواکو همدا راز ملګري ملتونه په دوه‌ګوني چلند تورن کړي دي.

هغوی وایي یوناما په خپل راپور کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو او د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د عملیاتو قربانیان نه دي راخېستي.

یوناما په ځواب کې ویلي چې د دې بنسټ ماموریت یوازې افغانستان رانغاړي او له همدې امله، د هغوی راپور یوازې د افغانستان د خاورې پر قربانیانو را څرخي.

د افغانستان د شنونکو شبکې یوې مدیرې «کېټ کلارک» له لومونډسره په خبرو کې وویل، چې پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه د دوو موخو لپاره دي:.

لومړی د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو او قومندانانو وژل، او دویم د طالبانو اړ ایستل، څو د دې ډلې ملاتړ پریږدي او په افغانستان کې د یې د پناه اخیستلو مخه ونیسي.

له دې سره، کلارک په دې باور ده چې پاکستان تر اوسه له دغو دوو موخو څخه هېڅ یوې ته هم نه دی رسېدلی.

د هغې په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک لا هم د پاکستان په خاوره کې د بریدونو پوره وړتیا لري.

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشال سادات په یوه تازه مرکه کې ویلي، بلوچستان او پښتونخوا به خامخا له پاکستان څخه «ازادي» واخلي. هغه طالبانو ته په اسلام اباد او کراچۍ کې د پوځ پر ځینو اقتصادي سرچینو د بریدونو او تعرضي دریځ غوره کولو مشورې هم ورکړې.

خوشال سادات، د طالبانو له یوې اړوندې رسنۍ سره د انلاین مرکې پر مهال د پاکستان پر وړاندې د دوی دریځ وستایه او ادعا یې وکړه، چې پاکستان په اقتصادي، سیاسي، تسلیحاتي او هره برخه کې له ژور ناورین سره مخ دی.

د هغه د ادعا له مخې، د بلوچستان ۹۰ سلنه د پاکستان له کنټروله وتلی او پښتونخوا به هم د ده په ټکیو، د بلوچستان په دوام، له دغه هېواد څخه« ازادي» واخلي.

دغه پخواني افغان جنرال، د یو شمېر بلوڅ ډلو هغه ادعا تایید کړه، چې ګواکې د تېر افغان جمهوري نظام یو شمېر پاکستان ته تللي پوځیان، د پاکستان په پلوۍ د بلوڅ ډلو پر وړاندې جنګیږي.

خوشال سادات، دا ادعا شوی عمل« شرموونکی» یاد کړ.

هغه په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ اعلان او د تحریک انصاف ګوند د ایالتي حکومت ړنګول، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د پښتنو د یو ځای کېدو طبیعي لامل وباله او ادعا یې وکړه، چې د پښتونخوا خلک به د پاکستان پر وړاندې له ځایي طالبانو سره ملګري شي.

خوشال سادات، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت د لوی ریاست اوپراتیفي مرستیال پاتې شوی و؛ په دې مرکه کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو په پلوۍ او د هغوی د وسله والو مخالفانو پر ضد هم توندې څرګندونې وکړې.

دغه پخواني جنرال، د خپلې مرکې په یوه برخه کې وویل، پوهیږي چې له دې مرکې وروسته به په ټولنیزو رسنیو کې ورته زرګونه کسان« ښکنځلې» وکړي، خو د ده په وینا، بیا هم دا خبرې د واقعیت له مخې کوي.

جنرال سادات، د پاکستان او خپلو وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې طالبان« پياوړي او ځپونکي» یاد کړل او د دوی پر وړاندې، د وسله‌والو ‌ډلو فعالیت یې« غیر شرعي» وګاڼه.

هغه، پرته له دې چې له طالب واکمنۍ د پاکستان د اوږدمهاله ملاتړ ادعاوو ته اشاره وکړي، د دوی وسله‌وال مخالفان له پاکستان څخه « خړوبیدونکي او امر منونکي» وګڼل او په توندو ټکیو یې نیوکې پرې وکړې.

سرچینې، د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو جګړه، له سیاسي ملاحظو سره- سره، د « پياوړې عقیدوي انګېزې» لرونکې وګڼله. له دې سره هم مهاله، په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په اړه د خوشال سادات د پخوانیو څرګندونو یوه ویډیو هم لاس په لاس کیږي، چې هغه پکې طالبان په توندو ټکیو یاد کړي.

نوموړي ، له طالبانو وغوښتل چې پاکستان سره د « بشپړې جګړې» وړاندوېنه ولري او د دې لپاره دې په خپل استخباراتي تشکیل کې یو ځانګړی ریاست رامنځته کړي.

د افغانستان دغه پخواني امنیتي او استخباراتي چارواکي، د پاکستان په اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې د دغه هېواد پوځ ته د منسوبو یو شمېر لویو تولیدي کمپنیو له نوم اخیستو سره، له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د دفاعي چلند پر ځای« تعرضي دریځ» غوره او یاد شوې کمپنۍ په نښه کړي.

د خوشال سادات دا څرګندونې د طالبانو د یو شمېر پلویانو له هرکلي، خو د مخالفانو له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۱
100%

د جرمني حکومت د هغو افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم چې پخوا یې دغه هېواد ته د لېږد ژمنې ترلاسه کړې وې، هېچا ته د ویزې ورکولو پرېکړه نه ده کړې.

د جرمني فرانکفورتر روندشاو ورځپاڼې ویلي، چې حکومت د اساسي قانون د فدرالي محکمې له حکم سره سره، د ۳۲ افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته ټولې رد کړې دي.

د راپور له مخې، د جرمني د اساسي قانون فدرالي محکمې د روان کال په جولای کې حکم وکړ چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت نه شي کولای د ۲۰۲۵ کال په پای کې د افغانانو د منلو پخوانۍ ژمنې په ډله‌ییز ډول لغوه کړي، بلکې اړ دی چې د هر غوښتونکي شخصي شرایط او د احتمالي ګواښونو کچه په جلا توګه وارزوي.

ورځپاڼې لیکلي چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پارلمان د کورنیو چارو کمېټې ته تېره اونۍ ویلي، چې له حکم وروسته یې ۳۲ قضیې ارزولې، خو ټولې یې رد کړې دي. وزارت ټینګار کړی چې د محکمې حکم یې عملي کړی او د غوښتونکو انفرادي شرایط یې په پام کې نیولي دي.

خو د جرمني د چپ ګوند د پارلمان غړې کلارا بینګر د دغو ټولو قضیو ردول د محکمې له حکم سره په ټکر کې بللي دي.

هغې فرانکفورتر روندشاو ته ویلي، چې د ټولو قضیو سل سلنه ردول ښيي چې د انفرادي ارزونې بهیر ښايي یوازې په ظاهري بڼه ترسره شوی وي.

د راپور له مخې، په دغو افغانانو کې پخواني خبریالان، د ښځو د حقونو فعالانې، قاضیان او د جرمني له ادارو سره پخواني همکاران شامل دي. دغو کسانو د طالبانو تر واکمنېدو مخکې په بېلابېلو برخو کې کار کړی و او د خپلو پخوانیو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ دي.

د جرمني حکومت په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د منلو پخوانۍ ژمنې لغوه کړې وې او دلیل یې دا ښودلی و چې د دغو کسانو د منلو لپاره نور سیاسي لېوالتیا نه لري. خو د اساسي قانون فدرالي محکمې وروسته ټینګار وکړ چې حکومت باید د هرې قضیې شرایط په جلا توګه وارزوي.

په پاکستان کې شاوخوا ۵۰۰ افغانان لا هم د لېږد په تمه دي

د فرانکفورتر روندشاو د راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۸۰ افغانې کورنۍ، چې نږدې ۵۰۰ کسان کېږي، د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) په خوندي استوګنځایونو کې ژوند کوي او د لومړنیو اړتیاوو مرستې ترلاسه کوي.

د «کابل لوفټ‌بروکه» په نوم د مرستندویه ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې شاوخوا ۱۵۰ ښځې او ۲۰۰ ماشومان شامل دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي.

راپور زیاتوي چې د جرمني حکومت هغو افغانانو ته چې د منلو غوښتنې یې رد شوې دي، پنځه ورځې وخت ورکوي چې د بېرته ستنېدو لپاره د مالي مرستې وړاندیز ومني او له قانوني اعتراضونو تېر شي. که په اوو ورځو کې دا وړاندیز ونه مني، د مرستې بهیر یې درول کېږي.

د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا هم تایید کړې چې د بېرته ستنېدو د مالي مرستې وړاندیز له قانوني اعتراضونو څخه د تېرېدو له شرط سره تړلی دی.

د ښځو د حقونو فعالانې او پخواني قاضیان هم له خطر سره مخ دي

په راپور کې د یوې ۴۶ کلنې پخوانۍ افغانې خبریالې قضیه هم یاده شوې چې د طالبانو له خوا شکنجه شوې او د «بې پولې خبریالانو» د ادارې په وینا، له سختو رواني ستونزو سره مخ ده. د راپور له مخې، دغه ښځه له جرمني څخه د منلو د غوښتنې له رد کېدو وروسته د بېرته ستنېدو مالي مرستې منلو په تړاو تر فشار لاندې راغلې ده.

همدارنګه، یوه پخوانۍ افغانه وکیله چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې کار کړی و او یو پخوانی افغان قاضي چې طالبانو یې د نیولو حکم صادر کړی و، له هغو کسانو څخه دي چې د جرمني د منلو پخوانۍ ژمنې یې لغوه شوې دي.

د راپور له مخې، لس افغانې کورنۍ لا له وړاندې د جرمني ویزې ترلاسه کړې وې، خو د منلو د ژمنو له لغوه کېدو وروسته یې دغه هېواد ته د تګ برخلیک نامعلوم پاتې شوی دی.

د جرمني د حقوقي ټولنو په وینا، حکومت مکلف دی چې د هر غوښتونکي د شخصي وضعیت او خطرونو پر بنسټ واقعي او جلا پرېکړه وکړي. د چپ ګوند غړې کلارا بینګر هم له حکومت څخه غوښتي چې هغه افغانان ژر ومني چې د پخواني حکومت له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې.