لاوروف دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د بحرین په پلازمېنه منامه کې د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د ستراتیژیکو خبرو اترو د وزیرانو د نهمې ګډې غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.
هغه ویلي: «موږ یوازې یوې پایلې ته رسېدای شو: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي.» د لاوروف په وینا، د اوکراین ولسمشر څو ځله د خبرو اترو بهیر له خنډ سره مخ کړی، ځکه په باور یې، داسې هوکړه چې روسیه او امریکا یې ومني، ښايي د زیلینسکي د واکمنۍ او د هغه د سیاسي راتلونکي پای ته رسېدو لامل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ادعا کړې چې په تېرو څو مواردو کې، په ځانګړي ډول کله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیزونو مسکو او کییف د خبرو اترو د بیا پیل په اړه یوې ګډې زمینې ته نږدې کړي وو، اوکراین بله ورځ داسې کړنې ترسره کړې چې د هغه په وینا، د منلو وړ نه وې؛ په دغو مواردو کې یې پر ملکي اهدافو بریدونه یاد کړي دي.
لاوروف د هرمز تنګي په شاوخوا کې د کړکېچ په اړه ویلي چې د وضعیت د حل لپاره باید د ستونزې اصلي لاملونه په نښه شي. هغه د امریکا او ایران ترمنځ د «اسلاماباد یادښت» په نوم هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند لا هم د پراخې جګړې د بیا پیل د مخنیوي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو د بېرته پیل لپاره اړین عناصر لري.
هغه زیاته کړې چې روسیه د خلیج د امنیت لپاره د یوې پراخې او ټولشموله سیمهییزې تګلارې ملاتړ کوي، چې عربي خلیجي هېوادونه، ایران او د سیمې ګاونډیان، په ځانګړي ډول عراق او اردن، پکې شامل وي.
د لاوروف په وینا، د سیمې د امنیت په اړه پرېکړې باید تر ډېره د همدغو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي، نه دا چې بهرني لوبغاړي خپلې جیوپولیټیکې موخې پرې وتپي.
هغه ویلي، روسیه له څو لسیزو راهیسې د فارس خلیج لپاره د ګډ امنیت د یوه چوکاټ د جوړولو هڅې کوي او چمتو ده خپله طرحه د چین، ایران او د خلیج د همکارۍ شورا له نوښتونو سره همغږې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په غونډه کې د فلسطین پر مسله هم پراخ بحث شوی او دواړو لورو د فلسطیني دولت د جوړېدو د امکان د له منځه وړلو له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی.
لاوروف د اوکراین په اړه د خلیجي هېوادونو دریځ «متوازن او عیني» بللی او ویلي یې دي چې روسیې د دغو هېوادونو له هڅو مننه کړې، چې د بشري مسلو په حل کې منځګړیتوب کوي. د هغه په وینا، په دغو هڅو کې له خپلو کورنیو سره د ماشومانو یوځای کول، د جنګي بندیانو تبادله او د وژل شویو کسانو د جسدونو بېرته سپارل شامل دي.
لاوروف د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ډیزلو د معاملې په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، دا موضوع د روسیې او امریکا ترمنځ ده او د اروپايي ټولنې او زیلینسکي له نیوکو سره یې مخالفت کړی دی.
هغه د اروپايي ټولنې هغه دریځ ته په اشارې چې دغه معامله یې د اوکراین پر وړاندې خیانت بللې، او د زیلینسکي هغې ادعا ته چې د روسیې د ډیزلو صادرات باید د ده له اجازې سره تړلي وي، ویلي چې دا نور د انرژۍ د امنیت موضوع نه ده، بلکې د ځان مطرح کولو هڅه او «یو بل مسخره نندار» دی.
لاوروف د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري ۴۵ سلنه زیاته شوې او نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه ویلي چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه شته.