فرانسوۍ ورځپاڼې «لومونډ» د شنبې ورځې( د تلې ۲۵مې) په یوه خپاره شوي راپور کې، د دې کورنۍ کیسه کړې ده.
د دغې ورځپاڼې خبریاله غزال ګشېري د راپور چمتو کولو لپاره، کونړ ته تللې او د قربانیانو له خپلوانو او د طالبانو له ځايي چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
ګلشېري د راپور په پیل کې د افغانستان د ختیځو غرونو په غېږ کې د پشد په نوم هغه هدیره انځوروي، چې په یوه څنډه کې یې شپږ څنګ په څنګ تازه قبرونه ښکاري.
د قبرونو پر سر خاورې او وړې تیږې غوړېدلې دي او د دفن شویو کسانو هېڅ نوم او نښان پرې نه ښکاري.
یوازې د هر قبر په سر، دوې وړې تیږې اېښودل شوې دي.
تر ټولو لوی قبر د ۶۵ کلن شپون، محمد یوسف دی چې د تلې پر نهمه په چوګان دره کې د پاکستان په هوایي برید کې ووژل شو.
د هغه څلور اولادونه او یو وراره هم په نورو پينځو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د محمد یوسف د تره زوی عبدالرووف شاهد، د تلې پر ۱۳مه د لومونډخبریالې ته وویل چې د کاکا زوی یې یوازې مالداري/شپني کوله او له هېڅ ډول وسلهوالو او ملېشو ډلو سره یې تړاو نه درلود.
د هغه په وینا، محمد یوسف د خپلو څارویو د څرولو لپاره، ډیورنډ کرښې ته نږدې په چوګان دره کې یوه څړ ځای ته تللی و او د هوا تر یخېدو وړاندې بېرته راستنېدونکی و.
د لومونډخبریاله لیکي چې د دې کورنۍ کور په بمبارۍ کې، له خاورو سره خاورې شوی دی.
د کنډواله شوي کور په منځ کې، د لرګیو ټوټې، څو جوړه زنانه جامې او یوه توشکه تر سترګو کېږي.
د کور شاوخوا، د هغو پسونو جسدونه هم لا پر ځمکه پراته دي چې په برید کې وژل شوي او په ټوله سیمه کې بد بوی خپور شوی دی.
برید د سهار شاوخوا درې نيمې بجې وشو.
ګاونډیان چې کورونه یې د غره په لمن کې له یو بل څخه لیرې ودان شوي، د چاودنې په اورېدو د دې کورنۍ مرستې ته ورمنډه کړه.
محمد یوسف، د هغه څلور اولادونه او یو وراره په دې برید کې ووژل شول.
د هغه دوې مېرمنې او یوه لور ژوندۍ پاتې شوې او اوس په بلې سیمه کې له خپلو خپلوانو سره اوسي.
په کونړ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند فریدالله سالارزي لومونډ ته وویل چې محمد یوسف شاوخوا ۸۰ څاروي لرل چې ډېری یې په دغه بمبارۍ کې له منځه لاړل.
د سالارزي په وینا، د محمد یوسف درې لورګانې او یو زوی د وژل شویو کسانو په منځ کې وو.
تر ټولو وړه قرباني يوه درې میاشتنۍ نجلۍ وه.
سالارزی چې د برید په سهار سیمې ته تللی و، وویل کله چې دی ورسېد، د مړو جسدونه او ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي وو.
هغه زیاته کړه چې یوه جنګي جټ د دې کورنۍ کور بمبار کړی و.
د پاکستان حکومت تر برید څو ساعته وروسته د برید مسوولیت ومانه او اعلان یې وکړ چې د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي دي.
اسلامآباد ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک ۲۲جنګیالي وژل شوي او د وسلو او مهماتو ډېپوګانې یې له منځه وړل شوې دي.
پاکستان له ډېرې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته یې پناه ورکړې او اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد کار واخلي.
د پاکستان پوځ په تېر یوه کال کې څو څو ځلې د افغانستان بېلابېل کلي او سیمې بمبار کړې او هر ځل یې ویلي چې د بریدونو موخه یې د پاکستاني طالبانو د تحریک مهم مرکزونه او پټنځایونه وو.
له دې سره، د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې په دغو نښتو کې خورا زیات عام او ملکی وګړي هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې د سرحدي پېښو له ارزونې وروسته اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (سرطان) تر نهمې نېټې پورې په افغانستان کې د سرحدي نښتو او بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ژوبل شوي دي.
دا ارقام په هغه راپور کې چې د چنګاښ میاشتې په پای کې خپور شو، راغلي وو.
پاکستان د یوناما دا شمېرې رد کړې او زیاته کړې یې ده چې ځواکونه یې یوازې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالي او کمپونه په نښه کوي.
پاکستاني چارواکو همدا راز ملګري ملتونه په دوهګوني چلند تورن کړي دي.
هغوی وایي یوناما په خپل راپور کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو او د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د عملیاتو قربانیان نه دي راخېستي.
یوناما په ځواب کې ویلي چې د دې بنسټ ماموریت یوازې افغانستان رانغاړي او له همدې امله، د هغوی راپور یوازې د افغانستان د خاورې پر قربانیانو را څرخي.
د افغانستان د شنونکو شبکې یوې مدیرې «کېټ کلارک» له لومونډسره په خبرو کې وویل، چې پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه د دوو موخو لپاره دي:.
لومړی د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو او قومندانانو وژل، او دویم د طالبانو اړ ایستل، څو د دې ډلې ملاتړ پریږدي او په افغانستان کې د یې د پناه اخیستلو مخه ونیسي.
له دې سره، کلارک په دې باور ده چې پاکستان تر اوسه له دغو دوو موخو څخه هېڅ یوې ته هم نه دی رسېدلی.
د هغې په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک لا هم د پاکستان په خاوره کې د بریدونو پوره وړتیا لري.