سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده.
نوموړي ویلي، اسلاماباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.
د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلاماباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.
هغه زیاته کړې چې که د ټيټيپي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلاماباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي.
ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلاماباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې.
نوموړي د روان کړکېچ د حل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزناک او عملي ګامونه نه دي پورته کړي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د حضور په اړه اندېښنې یوازې په پاکستان پورې محدودې نه دي، بلکې نور هېوادونه هم په دې برخه کې اندېښنې لري.
د ابرار حسین په وینا، د دغو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو، چین او روسیې امنیت هم ګواښلی شي.
سید ابرار حسین له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د لارو تړل کېدو اقتصادي او بشري پایلې
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي اختلافونو دوام د دواړو هېوادونو پر عامو وګړو مستقیمې اغېزې کړې دي.
د نوموړي په وینا، سوداګریز محدودیتونه، د سرحدي لارو تړل کېدل او د ویزو د ترلاسه کولو ستونزې د افغانستان او پاکستان پر وګړو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې د سرحدي نښتو له امله د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلې پاتې دي.
د دغو لارو تړل کېدو د سوداګرو، موټرچلوونکو او هغو کارګرانو فعالیتونه اغېزمن کړي چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.
دغه وضعیت د پولې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.
ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.