• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، د کراچۍ ښار د جمالۍ کالونۍ په سیمه کې د پولیو د یوې نوې پېښې له ثبتېدو سره په روان ۲۰۲۶ کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۷ ته لوړ شوی دی. دا پېښه په یوه شپږ میاشتني ماشوم کې تایید شوې ده.

د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو د ملي بېړني مرکز د معلوماتو له مخې د پولیو د دې نوې پېښې په ثبتېدو سره په روان ۲۰۲۶ کال کې په پاکستان کې د دغې ناروغۍ د پېښو شمېر اوو ته رسېدلی دی. له دې ډلې پنځه پېښې په خېبر پښتونخوا او دوه په سند ایالت کې ثبت شوې دي.
د روان کال لومړۍ پېښه د مارچ په میاشت کې د سند ایالت په سجاول ولسوالۍ کې ثبت شوې وه. ورپسې د مې، سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې هم د پولیو نورې پېښې ثبت شوې دي.
د پولیو پروګرام چارواکي وايي، د واکسین د کمپاینونو له امله په پاکستان کې د پولیو پېښې د پام وړ کمې شوې دي. په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه اووه پېښې ثبت شوې دي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۳۱ او په ۲۰۲۴ کال کې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
دا شمېرې ښيي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله د پولیو پېښې کمې شوې دي خو د ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره د واکسین دوامداره تطبیق لا هم اړین دی.
په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه په ټول پاکستان کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې له ۴۵ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو ته څو ځله د پولیو واکسین ورکړل شوی دی.
د پولیو واکسین راتلونکی کمپاین به د نومبر له دویمې تر اتمې نېټې پورې د پاکستان په ۹۷ ولسوالیو کې ترسره شي چې د سند ایالت ټولې ولسوالۍ هم پکې شاملې دي. په دې کمپاین کې به شاوخوا ۲۴ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

ډېر لیدل شوي

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي
۱

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۲

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۳

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۴

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۵

حنیف اتمر: په افغانستان کې روان کړکېچ باید د سولې او مذاکراتو له لارې حل شي

•
•
•

نور خبرونه

میاں افتخار حسین: عوامي نشنل ګوند د چا سیاسي لارښوونې نه مني

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر میاں افتخار حسین وايي، ګوند به یې د هېچا سیاسي لارښوونې ونه مني او د پښتنو د حقونو، د ایالت د خپلواکۍ او د تلپاتې سولې لپاره به پر خپل اصولي دریځ ولاړ وي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي چې عوامي نېشنل ګوند یې د هېچا سیاسي لارښوونې او فشارونه نه مني او د واک، دولتي څوکیو یا امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره به له خپلو نظریاتو او اصولي دریځ څخه لاس وانخلي.
هغه څرګنده کړه چې د عوامي نېشنل ګوند د سیاست اساسي موخه د پښتنو د حقونو ساتنه، په خېبر پښتونخوا کې د تلپاتې سولې ټینګښت، د خلکو د عزت او درناوي بېرته راګرځول او د اساسي قانون له مخې د خپلواک واک دفاع ده.
میاں افتخار حسین ویلي، د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان څرګند دریځ د دغه ګوند د سل کلن تاریخ، فکري تګلاره او د پښتنو د حقونو لپاره د اوږدې مبارزې دوام دی.
د هغه په وینا، عوامي نېشنل ګوند تل د ولسواکۍ ارزښتونو، اصولو او ملي مسؤلیتونو ته لومړیتوب ورکړی او د فشارونو یا سیاسي ګټو لپاره یې په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ویلي هېڅوک باید دا تمه ونه لري چې دغه عوامي نېشنل ګوند به د نورو په لارښوونه خپله سیاسي تګلاره وټاکي.
هغه زیاته کړې عوامي نېشنل ګوند به د واک ترلاسه کولو یا د چا د خوشحالولو لپاره له خپلو سیاسي نظریاتو لاس وانخلي.
د نوموړي په وینا، د دغه ګوند د سیاسي مبارزې موخه د څوکۍ او امتیازاتو ترلاسه کول نه دي بلکې د خلکو د حقونو ساتنه ده.
میاں افتخار حسین وویل د عوامي نېشنل ګوند تاریخ له سیاسي قربانیو، زندانونو او ستونزو سره تړلی دی.
د هغه په وینا، په تېرو وختونو کې فشارونو، مخالفتونو او لالچونو هم دا ګوند له خپلو نظریاتو څخه نه دی اړولی.
هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند پر ولسواکۍ او د هغې پر اصولو باور لري او د څوکۍ یا امتیازاتو په بدل کې له خپلو ملي مسوولیتونو څخه تېرېدل ورته د منلو وړ نه دي.
د خېبر پښتونخوا د اساسي قانوني او مالي حقونو په اړه میاں افتخار حسین وویل د دې ایالت د اساسي قانون له مخې د واکونو ترلاسه کول د ملي مالي کمېسیون د پرېکړې له مخې د ایالت د پاتې پیسو ترلاسه کول د مالي حقونو تأمین او د تلپاتې سولې ټینګښت د پښتنو اساسي غوښتنې دي.
د هغه په وینا، دا حقونه د هېڅ حکومت یا ادارې احسان نه دی بلکې د خېبر پښتونخوا د ایالت او د خلکو قانوني او اساسي حقونه دي.
هغه وویل د دغو موضوعاتو په اړه د خبرو او همکارۍ لپاره د دوی دروازې پرانیستې دي خو خبرې اترې په دې معنا نه دي چې ګوند به له خپل اصولي دریځ څخه تېر شي.
نوموړي زیاته کړه عوامي نېشنل ګوند به د خېبر پښتونخوا د حقونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
هغه د خپل دریځ په بیا څرګندولو سره وویل، چې د باچا خان فکر د عوامي نېشنل ګوند سل کلنه سیاسي مبارزه او د ولسواکۍ اصول لا هم د دې ګوند د سیاست بنسټ جوړوي.

د پاکستان پخوانی سفیر: د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه د طالبانو او اسلام‌اباد د کړکېچ اصلي لامل دی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر سید ابرار حسین وایي، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ اصلي لامل دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو اندېښنو تر حل کېدو پورې به پاکستان خپلو اوسنیو سیاستونو ته دوام ورکړي.

سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده.

نوموړي ویلي، اسلام‌اباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلام‌اباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.

هغه زیاته کړې چې که د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي.

ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې.

نوموړي د روان کړکېچ د حل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزناک او عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې یوازې په پاکستان پورې محدودې نه دي، بلکې نور هېوادونه هم په دې برخه کې اندېښنې لري.

د ابرار حسین په وینا، د دغو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو، چین او روسیې امنیت هم ګواښلی شي.

سید ابرار حسین له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د لارو تړل کېدو اقتصادي او بشري پایلې

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي اختلافونو دوام د دواړو هېوادونو پر عامو وګړو مستقیمې اغېزې کړې دي.

د نوموړي په وینا، سوداګریز محدودیتونه، د سرحدي لارو تړل کېدل او د ویزو د ترلاسه کولو ستونزې د افغانستان او پاکستان پر وګړو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې د سرحدي نښتو له امله د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلې پاتې دي.

د دغو لارو تړل کېدو د سوداګرو، موټرچلوونکو او هغو کارګرانو فعالیتونه اغېزمن کړي چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

دغه وضعیت د پولې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.

ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.

بلاول بوټو زرداري: تحریک انصاف ګوند له افغانستان څخه پاکستان ته ترهګر راوستي دي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان په تحریک انصاف ګوند تور پورې کړی چې دغه ګوند له افغانستان څخه ترهګر پاکستان ته راوستي. هغه ویلي د پښتونخوا پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د ترهګرو پر وړاندې له مبارزې انکار کړی و او هغه د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته چمتو نه و.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د کراچۍ د کارساز پېښې د شهیدانو د یاد غونډې په څنډه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، پاکستان په تېرو وختونو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې ده.
نوموړي پر پاکستان تحریک انصاف ګوند تور پورې کړ چې له افغانستان څخه یې ترهګر پاکستان ته راوستي دي او له زندانونو یې خوشې کړي دي.
د هغه په وینا، پاکستان اوس د تحریک انصاف ګوند د دغو پرېکړو له امله د ترهګرۍ له ستونزې سره مخ دی.
هغه وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند د ترهګرو پر ضد جګړې ته چمتو نه وو. خو د خلکو ګوند د ترهګرو پر ضد جګړې ته چمتو دی.
بلاول بوټو زرداري زیاته کړه په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتېدو له امله اړ شول چې بېړنی حالت اعلان کړي.
د هغه په وینا، مولانا فضل الرحمان نه شي ردولای چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ترهګري روانه ده خو د خېبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي له مرکزي حکومت سره همکارۍ ته چمتو نه و.
بلاول بوټو زرداري له مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې د ترهګرو غندنه په ښکاره توګه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان په هېڅ برخه کې به چا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان ملي بیرغ ښکته کړي.
نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټول هېواد ګډ مسوولیت دی او حکومت او پاکستان اپوزېسیون باید په ګډه د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د پاکستان د امنیت لپاره قربانۍ ورکوي.
بلاول بوټو زرداري ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به روانه وي او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره به هڅې دوام وکړي.
بلاول بوټو زرداري ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان د خلکو ګوند لومړیتوب دی او حکومت او مخالف ګوندونه باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه زیاته کړې مولانا فضل الرحمان هم کولای شي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي له مخالفو ګوندونو غوښتي چې که په رښتیا د ترهګرۍ د پای ته رسولو او د بېړني حالت د لغوه کولو غوښتونکي وي نو له حکومت سره خبرو اترو ته دې چمتو شي.
بلاول بوټو زرداري ویلي، مولانا فضل الرحمان حق لري چې د حکومت پر تګلارو نیوکې وکړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان د خلکو ګوند تل د اساسي قانون او قانون له مخې د بېړني حالت د اعلان ملاتړ کړی دی.
نوموړي وویل، که څه هم د پاکستان د خلکو ګوند په حکومت کې نه دی خو د خپل ګوندي پروګرام له مخې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
د هغه په وینا، حکومت او مخالف ګوندونه ټول مولانا فضل الرحمان ته درناوی لري او نوموړی کولای شي د ترهګرۍ په له منځه وړلو او د خېبر پښتونخوا د والي واکمنۍ په اړه په خبرو او سیاسي هڅو کې مهم رول ولوبوي.

څېړنه: د پاکستان نږدې درېیمه برخه لویان له رواني ستونزو سره مخ دي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د رواني روغتیا د لومړۍ سراسري ملي سروې موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې نږدې له هرو درېیو لویانو یو تن له رواني ناروغۍ یا رواني ستونزو سره مخ دی.

د پاکستان د رواني روغتیا لومړنۍ سراسري ملي سروې، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، د دغه هېواد د رواني روغتیا تر ټولو پراخه څېړنه بلل کېږي. په دې څېړنه کې د پاکستان له څلورو واړو ایالتونو شاوخوا ۱۸ زره کسانو ګډون کړی دی.

د څېړنې موندنې ښيي چې د پاکستان ۳۲ سلنه لویان اوس مهال له رواني ناروغیو او چلندیزو ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه کسانو د خپل ژوند په یوه پړاو کې لږ تر لږه یوه رواني ناروغي تجربه کړې ده.

د راپور له مخې، له هرو پنځو کسانو یو تن د جګړو، تاوتریخوالي او نورو سختو پېښو له امله له روحي صدمې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوی دی. همدارنګه، له لسو کسانو څخه تر یوه زیات په خپګان اخته دي او شپږ سلنه ګډونوالو ویلي چې د سروې تر ترسره کېدو یوه میاشت مخکې یې د ځان‌وژنې فکر کړی و.

په څېړنه کې راغلي چې رواني ناروغۍ په ځانګړي ډول د عمر خوړلو کسانو، بې‌وزلو، لږو زده‌کړو لرونکو، بې‌کارو او هغو کسانو ترمنځ ډېرې دي چې کونډ شوي، طلاق شوي یا له خپل ژوند ملګري څخه جلا شوي دي.

څېړونکي وايي، رواني ناروغۍ د خلکو پر کورني ژوند، ټولنیزو اړیکو او کاري وړتیا مستقیم اغېز کوي او په پاکستان کې یې میلیونونه کسان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د څېړنې مشر، پروفیسور رضاالرحمن، ویلي چې دغه سروې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د رواني روغتیا د وضعیت په اړه یو کره ملي انځور وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، د څېړنې پایلې په ګوته کوي چې کومې ټولنیزې ډلې د رواني ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي او په کومو سیمو کې رواني روغتیايي خدمتونو ته ډېره اړتیا شته.

هغه زیاته کړې چې د سروې موندنې به له حکومت، روغتیايي ادارو او د پالیسۍ له جوړوونکو سره مرسته وکړي چې د رواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د رواني ناروغیو ټولنې مشر، پروفیسور وجید اخوندزاده، ویلي چې دغه هېواد د رواني روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی، ځکه متخصص ډاکټران او اړین روغتیايي خدمات په کافي اندازه نه شته.

څېړونکو سپارښتنه کړې چې رواني روغتیايي خدمتونه دې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو برخه وګرځول شي، د ټولنیز ملاتړ پروګرامونو ته دې زیاته پانګونه وشي او د رواني ناروغیو په اړه دې ټولنیز بدنامي او منفي نظرونه کم کړل شي. د دوی په باور، دغو ګامونو ته اړتیا ده، څو په پاکستان کې د رواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره د خلکو لاسرسی ښه شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، په تېره یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سوداګرۍ بندیز له سخت زیانمن شوي دي. سوداګر وايي، د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیمه‌ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.

خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».

همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».

د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون

د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.

دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.

خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.

په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې

د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بې‌کاره شوي دي.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.

د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بې‌روزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بې‌کاره دي».

د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.

د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.

د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې

خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.

د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیله‌من نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوال‌پوښتنې پورې محدودې پاتې دي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.