په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو کسانو له ۲۰ څخه زیات کسان تښتولي دي

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلهوالو د انډس پر لویه لار له ۲۰ زیات کسان برمته کړي دي. د پولیسو په وینا، په تښتول شویو کې د بورې د یوې کارخانې کارکوونکي او حکومتي مامورین شامل دي چې د وسلهوالو له لوري نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، پېښه د ډېره اسماعیل خان ښار شاوخوا ۳۵ کیلومترۍ کې د پاراوا پولیسو حوزې اړوند سیمه کې شوې، چې ۱۵ تر ۲۰ پورې وسلهوالو کسانو پر سړک خنډونه جوړ کړي او دوه موټر یې درولي دي.
د پاراوا پولیسو چارواکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، په یوه موټر کې د بورې د کارخانو کارکوونکي سپاره وو چې د کار له پای ته رسېدو وروسته کورونو ته روان وو، خو بل موټر له پنجاب ایالت څخه راغلی و او حکومتي چارواکي یې لېږدول.
د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته، پولیسو سیمه محاصره کړې او د تښتول شویو کسانو د موندلو او خوشې کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. د پولیسو د مرستې لپاره له ډېره اسماعیل خان څخه د پوځ سرتېري هم سیمې ته استول شوي دي.
ځايي خبریالان وايي، ښايي د بورې د کارخانو د کارکوونکو تښتول د باج غوښتنې له موضوع سره تړاو ولري. د دوی په وینا، د بورې د کارخانو مالک له څه مودې راهیسې د ځینو منع شویو سازمانونو له لوري د باج غوښتنې او ګواښونو سره مخ دی؛ خو د دې اړیکې په اړه تر اوسه رسمي تایید نه دی خپور شوی.
بلخوا، د تښتول شویو کارکوونکو خپلوانو د چودهوان مور په سیمه کې د انډس لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې او د خپلو عزیزانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د دوی لاریون د لویې لارې پر دواړو غاړو د موټرو اوږده کتارونه رامنځته کړي او د مسافرو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
لاریونوالو له چارواکو غوښتي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو او خوشې کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. تر اوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
