• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناسا: د ارتمیس پروګرام بدلونونه سپوږمۍ ته د ستورمزلو د ستنېدو لپاره د ۲۰۲۸ کال چانس زیاتوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) چارواکي وايي، د ارتمیس سپوږمیز پروګرام په پلانونو کې بدلونونه به دې ادارې ته زمینه برابره کړي چې په ۲۰۲۸ کال کې ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. دا ماموریت به د سپېس‌اېکس یا د بلو اوریجن له خوا د جوړ شوي د سپوږمۍ د ناستې وسیلې له لارې ترسره شي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، ناسا غواړي د دواړو شرکتونو د تخنیکي وړتیاوو او ازموینو پر بنسټ وروستۍ پرېکړه وکړي. د دې بدلونونو موخه دا هم ده چې که له یوه شرکت سره د توکو د برابرولو ستونزې، تخنیکي نیمګړتیاوې یا نور خنډونه رامنځته شي، د ماموریت لپاره بله لاره موجوده وي.

د ارتمیس پروګرام مشر جېرمي پارسنز، ویلي چې ناسا او قراردادي شرکتونه هڅه کوي راتلونکی کال د ارتمیس درېیم ماموریت ترسره کړي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د ځمکې مدار ته ولېږل شي، څو له دواړو شرکتونو سره د سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلو د نښلېدو او اړینو سیستمونو ازموینې وکړي.

پارسنز ویلي: «موږ غواړو د امکان تر وروستۍ شېبې پورې انتظار وکړو، څو پرېکړه وکړو چې کوم شرکت به په ۲۰۲۸ کال کې لومړني امریکايي ستورمزلي بېرته سپوږمۍ ته ولېږدوي.» هغه زیاته کړې چې د ناسا ډلې له دواړو شرکتونو سره نږدې کار کوي او دواړه د ۲۰۲۸ کال سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلې ماموریتونو ته چمتووالی نیسي.

د ارتمیس درېیم ماموریت به د نړۍ د درېیو پیاوړو توغندیو همغږو توغولو ته اړتیا ولري: د بلو اوریجن «نیو ګلېن»، د سپېس‌اېکس «سوپر هېوي ـ سټارشېپ» او د ناسا «فضايي توغولو سیستم». په دې ماموریت کې به د ناسا «اورین» فضايي کپسول هم له دواړو شرکتونو د ازمایښتي وسایلو سره ونښلول شي.

ناسا غواړي د دغو ازموینو له لارې مهم تخنیکي پړاوونه د ځمکې په مدار کې وازمويي، مخکې له دې چې بې‌پیلوټه سپوږمۍ‌ناوونه (سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیله) د سپوږمۍ پر سطحه د ازمایښتي ناستې لپاره ولېږي. د ستورمزلو له لېږلو مخکې به دواړه شرکتونه اړ وي چې د سپوږمۍ پر سطحه بریالۍ بې‌پیلوټه ناسته ترسره کړي.

د ناسا مشر، جېرډ ایزاکمن، د دې پروګرام د ستونزمنتیا په اړه ویلي: «هغه څه چې موږ یې ترسره کوو، ډېر لوی هدف دی او په فوق‌العاده توګه ستونزمن دي. د دې ادارې دننه او بهر کلونو پرېکړو هغه وخت او سرچینې رانه اخیستې چې د ضایع کولو لپاره یې نه لرو.»

ناسا غواړي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ستورمزلي ولېږي؛ ځکه اټکل کېږي چې هلته د یخ زېرمې شته او په راتلونکي کې ترې د توغندیو د سون توکو، هوا او اوبو د برابرولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي. دغه اداره همداراز غواړي په ۲۰۳۰مو کلونو کې پر سپوږمۍ د اوږدمهاله ماموریتونو لپاره اډه جوړه کړي.

د امریکا دا پروګرام په داسې حال کې پر مخ ځي چې چین هم غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. насا هڅه کوي تر چین مخکې دې هدف ته ورسېږي، خو د ۲۰۲۸ کال مهالویش د درنو توغندیو پرله‌پسې توغولو، په فضايي مدار کې د سون توکو د لېږد او ډکولو، او د سپوږمۍ پر نااشنا سطحه د خوندي ناستې په بریالیتوب پورې تړلی دی.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۵

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

•
•
•

نور خبرونه

تازه څېړنه: د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر اولاد راوړلو اغېز وکړي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د بریتانیا د دوو پوهنتونونو نوې څېړنه ښيي، چې د سګرټو له لوګي سره مخ کېدل ښايي د هغو جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د ښځو د تخم‌دانونو له فعالیت او د نارینه‌وو د سپرم له تولید سره تړاو لري.

دا بدلونونه ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز وکړي. دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو شپږو کسانو څخه یو کس د خپل ژوند په تناسلي پړاو کې له شنډوالي سره مخ کېږي. خو کوم لاملونه د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز کولی شي او د شنډوالي خطر زیاتولی شي؟

د ناټینګهم او شیفیلډ پوهنتونونو څېړونکو پر هغو نارینه او ښځینه موږکانو څېړنه کړې چې د سګرټو له لوګي سره مخ شوي وو. د څېړنې پایلو د بدن په هغو بیولوژیکي بهیرونو کې بدلونونه په ګوته کړي چې د تخمدانونو له زړېدو او د خصیو له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه موندنې د تناسلي روغتیا پر وړاندې د سګرټو د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته کوي، خو د دې لپاره چې څرګنده شي دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څه اغېز لري، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

په دې څېړنه کې څېړونکو د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د بېلابېلو کچو اغېزې د موږکانو پر تخمدانونو او خصیو څېړلې دي. هغوی د تناسلي غړو په نسجونو کې د بدلونونو تر څنګ د هغو جینونو فعالیتونه هم څېړلي، چې د دغو غړو په عادي فعالیتونو کې ونډه لري.

د څېړنې پایلو وښوده، چې په ښځینه موږکانو کې د تخمدانونو د فولیکولونو په بڼه او شمېر کې د پام وړ بدلون نه‌وو راغلی. فولیکولونه هغه جوړښتونه دي چې هګۍ په‌کې وده کوي، خو د ځینو جینونو فعالیتونه بدل شوي وو.

له دې سره سم، د هغو جینونو فعالیتونه کم شوي وو، چې د حجرو په وېش او د بدن د موادو په بدلون او مصرف کې ونډه لري، خو د هغو جینونو فعالیتونه زیات شوي وو، چې د پروټینونو له تولید سره تړاو لري. د څېړونکو په وینا، دغه بدلونونه له هغو بیولوژیکي بهیرونو سره ورته والی لري چې د تخمدانونو له زړېدو او د هغوی د فعالیتونو له کمېدو سره تړاو لري.

په نارینه موږکانو کې د جینونو د فعالیتونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه لیدل شوي وو. د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د کچې په زیاتېدو سره، د خصیو دننه هغه نلۍ غټې شوې وې چې سپرم په‌کې تولیدېږي. همدارنګه، د هغو جینونو فعالیتونه هم بدل شوی وو، چې د سپرم له تولید او د بدن د دفاعي سیستم له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه پایلې ښيي چې د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي سیستم په بېلابېلو بڼو اغېز وکړي.

په ښځو کې تر ډېره د تخمدانونو د جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه لیدل شوي، خو په نارینه‌وو کې د جینونو د فعالیتونو د بدلونونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شوي وو.

دا څېړنه پر موږکانو ترسره شوې او تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څومره او څه ډول اغېز لري. څېړونکي ټینګار کوي، چې په ښځو او نارینه‌وو کې د دغو بیولوژیکي بدلونونو او شنډوالي ترمنځ د اړیکو د روښانولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

اېکس خواله رسنۍ تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
100%

اېکس خواله رسنۍ خبر ورکړی، چې له ایران، روسیې او چین سره اړوند د درېیو بهرنیو نفوذي عملیاتو په تړاو یې تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي. د یادې شبکې په وینا، دغه جعلي حسابونو د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې د امریکا سیاسي خبرې په نښه کړې وې.

اېکس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶کال د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو پرمهال د سیاسي خبرو اترو فضا د خوندیتوب لپاره د خپلو اقداماتو په اړه ویلي، چې دغه حسابونه یې د څار او مخکېنیو څېړنو پرمهال پېژندلي دي.

د دغه شرکت په وینا، پېژندل شویو شبکو سیاسي مطالب خپرول، پراخول او د سیاسي ډګر په بېلابېلو برخو کې یې ټاکنیز نوماندان او پېژندل شوي شخصیتونه په نښه کول. اېکس د ایران، روسیې او چین اړوندو حسابونو شمېر په جلا توګه نه‌دی اعلان کړی. تر ۱۳زره ډېر حسابونه د ټولو درېیو نفوذي عملیاتو په تړاو د ځنډول شویو حسابونو ګډ شمېر دی.

اېکس بیان ازادي د یوې اغېزمنې ډیموکراسۍ بنسټ بللی او ویلي یې دي، چې دنده یې د بحث او خبرو اترو لپاره د یوې رښتینې، ازادې او خوندي فضا ساتل دي. دغه شرکت خپله شبکه د «نړۍ عامه ډګر» بللی، چې خلک په‌کې د ټاکنو په ګډون د بېلابېلو پېښو په اړه بحثونه کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د اېکس خوندیتوب ډله په بېلابېلو لارو هغه فعالیتونه څاري چې د یادې شبکې له مقرراتو سرغړونه کوي. اېکس د «اصالت» تګلاره د سپم او نفوذي عملیاتو پر وړاندې د مبارزې له مهمو وسیلو بللې او ټینګار یې کړی، چې د هغه همغږو او جعلي فعالیتونو د پېژندلو او درولو هڅه کوي چې د دغه پلاټفورم اعتبار او فعالیت زیانمنوي.

د ټاکنیزو بهیرونو په اړه د ناسمو مطالبو پر وړاندې مبارزه

د اېکس خواله رسنۍ د خبرپاڼې یوه بله برخه د «مدني بهیرونو د سلامتیا» تګلارې ته ځانګړې شوې ده. دغه تګلاره هغه ګمراه کوونکي مطالب رانغاړي، چې په ټاکنو یا نورو مدني بهیرونو کې د خلکو پر ګډون اغېز کوي؛ لکه هغه خپرونې چې خلک د ګډون د وخت، ځای یا څرنګوالي په اړه مغشوشوي، یا د دې لپاره خپرېږي چې خلک په ټاکنو او نورو مدني بهیرونو کې له ګډون څخه زړه‌ توري کړي.

اېکس ویلي، چې د مطالبو د څار ترڅنګ، د «کاروونکو یادښتونو» له ځانګړتیا څخه هم کار اخلي؛ څو په خپرو شویو مطالبو کې نور وضاحتونه او باوري سرچینې ور زیاتې کړي. د خبرپاڼې له مخې، کاروونکي کولای شي په اپلکېشن کې د یوه مطلب د راپور ورکولو پرمهال د «مدني بهیرونو سلامتیا» انتخاب کړي؛ څو راپور یې د کاروونکو د یادښتونو غوښتنې اړوند بهیر ته ولېږدول شي.

دغه شرکت همدارنګه ویلي، په هغه حساسو مواردو کې چې ځانګړې څېړنې او پاملرنې ته اړتیا لري ښايي د مقرراتو خلاف خپرونو باندې د «مدني بهیرونو سلامتیا» نښه هم ولګوي.

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱
100%

که د وزن کمولو هڅه کوئ، ښايي سهار له ځانه وپوښتئ چې څه وخورم څو ژر بیا وږی یا وږې نه‌شم؟ هګۍ یو اسانه انتخاب دی. پروټین لري او له سبزیو او لږې ډوډۍ سره ترې مړوونکی سهارنی جوړېږي. خو ایا د هګیو خوړل رښتیا هم وزن کموي؟

په اسپانیا کې یوې څېړنې د هګیو د خوړلو او د بدن د وزن ترمنځ اړیکه ارزولې ده. څېړونکو د ۱۸ تر ۳۰ کلونو د ۳۵۵ محصلانو د خوړو عادتونه او د بدن جوړښت څېړلی دی. هغوی ګډونوال د هګیو د مصرف له‌مخې پرتله کړي، هغه کسان چې په اونۍ کې یې یوه هګۍ خوړله، هغه چې له یوې تر څلورو هګۍ یې خوړلې او هغه چې لږ تر لږه پنځه هګۍ یې خوړلې.

پایلو وښودله چې د ډېرې هګۍ خوړونکې ډلې د بدن د وزن شاخص او د بدن د وازګې کچه، په منځنۍ توګه، د لږې هګۍ خوړونکې ډلې پرتله ټیټه وه. څېړونکو دا هم وموندله چې د هګیو ډېر مصرف د پروټین له ډېر مصرف سره تړاو لري. د هغوی په باور، پروټین ښايي د هګیو د مصرف او د بدن د جوړښت ترمنځ د لیدل شوې اړیکې یوه برخه روښانه کړي.

خو د دې پایلې په لوستلو کې احتیاط په‌کار دی. څېړونکو ګډونوالو ته د وزن کمولو لپاره هګۍ نه‌وې ورکړې او نه یې د وخت په تېرېدو کې د هغوی وزن کمېدل اندازه کړي وو. هغوی د ګډونوالو شته عادتونه او د بدن وضعیت په یوه وخت کې ارزولي وو؛ ځکه نو څېړنه دا نه ثابتوي، چې د هګیو خوړلو د دغو کسانو وزن کم کړی وو. د هغوی نور خواړه، فعالیتونه او د ژوند عادتونه هم په پایلو کې ونډه لرلای شي.

سهارنی څنګه برابر کړو؟

که هګۍ مو خوښېږي، یوه جوش شوې هګۍ له رومیانو، بادرنګو او له یوې مناسبې اندازې ډوډۍ سره خوړلای شئ. هګۍ له پالک، پیاز یا نورو سبزیو سره هم پخولای شئ. سبزي سهارنۍ ته حجم او غذایي ارزښت ورزیاتوي، په ځانګړي ډول که د ډېرو غوړو او پنیر پر ځای وکارول شي.

هګۍ د هر چا لپاره اړین انتخاب نه‌دی. مستې، نخود او لوبیا هم د پروټین سرچینې دي. له بې‌بورې مستو سره مېوه یا له نخودو سره سبزي د سهارنۍ نور انتخابونه کېدای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وزن د کنټرول لپاره په خوړو کې د مېوو او سبزیو پر زیاتولو ټینګار کوي او سپارښتنه کوي، چې په سهارنۍ کې له هګۍ سره هم باید سبزي یو ځای شي.

د پخولو طریقه او ورسره نور خوراکونه هم مهم دي. جوش شوې هګۍ او هغه هګۍ چې په لږ غوړ کې پخه شوې وي، له داسې سهارنۍ سره توپیر لري چې ډېر غوړ، خواږه او بوره په‌کې وي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، سالم خوراک باید متنوع او متوازن وي. مېوې، سبزي او د پروټین بېلابېلې سرچینې په‌کې ځای ولري او د بورې او ناسالمو غوړو مصرف محدود شي.

ایا د وزن کمولو لپاره باید هر سهار هګۍ وخورو؟

د اسپانیا څېړنې دا نه‌ده ارزولې، چې په سهار کې د هګۍ خوړل د ورځې په بل وخت کې تر خوړلو غوره دي که نه. له همدې امله د هغې له پایلو دا سپارښتنه نه‌شي اېستل کېدای چې د وزن کمولو لپاره دې هر څوک هر سهار هګۍ وخوري. څېړنه یوازې ښيي چې د ګډونوالو په دې ډله کې د هګیو ډېر مصرف د بدن له ځینو ټیټو وزني او وازګینو اندازو سره تړلی وو.

که مو موخه وزن کمول وي، داسې سهارنی غوره کړئ چې ستاسو د خوښې وي، مناسبه اندازه ولري او د ورځې له پاتې خوړو سره برابره وي. هګۍ په‌کې ځای لرلای شي، خو د وزن د کنټرول پایله د ورځې په ټول خوراک، خوځښت او دوامدارو عادتونو پورې تړلې ده.

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې د اوبو کیفیت د کبانو د روزنې پر وده او تولید مستقیم اغېز لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

«بایو انجینیر» وېب‌پاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، د کابل د قرغې د کبانو په فارم کې شوې لومړنۍ منظمه څېړنه ښيي چې د اوبو کیمیاوي کیفیت د «رېنبو ټراوټ» کبانو پر روغتیا او وده مستقیم اغېز لري.

راپور کاږي، د قرغې په فارم کې د کبانو تولید روان دی؛ خو په پسرلي کې د اوبو د اکسیجن کچه په خطرناکه کچه ټیټېږي او په هغه حوضونو کې چې کبان ساتل کېږي، امونیا او ځینې اوسپنیز توکي زیاتېږي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کبانو د روزنې برخه د څو لسیزو جګړو سربېره په تدریجي ډول پراخه شوې ده. د هېواد د کبانو تولید په ۱۹۸۰کال کې یوازې ۸۷۰ ټنه و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې ۱۱زره او ۱۰۷ ټنو ته رسېدلی و.
سره له دې په افغانستان کې د هر وګړي د کب کلنی مصرف څه باندې دوه کیلوګرامه دی، چې د نړۍ په کچه له ټیټو کچو بلل شوې ده.
دغه څېړنه د کابل پوهنتون د څېړونکو له‌خوا د مالیزیا د پوترا پوهنتون د یوه څېړونکي په همکارۍ شوې ده. څېړونکو د اپرېل له میاشتې تر ډسمبر پورې هره میاشت دوه ځایونه ارزولي دي؛ لومړی د قرغې له زېرمتونه فارم ته راتلونکې اوبه او دویم هغه حوض چې کبان په‌کې روزل کېږي.
څېړونکو د اوبو تودوخه، منحل اکسیجن، تیزابي او القلي کچه، په اوبو کې حل شوي توکي، امونیا، نایټرایټ، نایټرېټ، فاسفېټ، سلفېټ، اوسپنه او زېنک ارزولي دي. موندنې ښيي، چې د کبانو د روزنې حوض اوبه د فارم د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۳،۰۲ درجې سانتي‌ګراده سړې وې. په جون میاشت کې دغه توپیر ۵،۸ درجو ته رسېدلی و.
خو د کبانو په حوض کې د امونیا اندازه په منځنۍ توګه ۱۱۰،۸ سلنه زیاته وه او په جون میاشت کې دغه زیاتوالی ۲۷۵ سلنې ته رسېدلی و. همداراز، په حوض کې د زېنک اندازه په منځنۍ توګه ۳۸،۴ سلنه او د اوسپنې اندازه ۳۱،۲ سلنه لوړه شوې وه. برعکس، د فاسفېټ اندازه ۶۱،۵ سلنه کمه شوې وه.
د څېړنې له مخې، د اوبو د اکسیجن کمښت د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه وه.
په اپرېل میاشت کې په دواړو څارل شویو ځایونو کې په هر لیټر اوبو کې د اکسیجن کچه د ۳،۲۴ او ۳،۳۰ ملي ګرامو ترمنځ وه، په داسې حال کې چې د ټراوټ کبانو د روزنې لپاره لږ تر لږه د شپږ ملي ګرامه اکسیجنو سپارښتنه کېږي.
د څېړنې په ټوله موده کې د کبانو په حوض کې د منحل اکسیجن اندازه د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۱۵،۱ سلنه کمه وه. څېړونکو ویلي، د اکسیجن دغه کمښت د کبانو وده او د ناروغیو پر وړاندې د هغوی مقاومت زیانمنولی شي.
سره له دې، څېړل شویو کبانو د پام وړ وده کړې ده. د ۶۰ کبانو د څېړنې پایلې ښيي، چې د هغوی منځنی وزن په اپرېل کې ۷۰،۳۱ ګرامه و؛ خو په ډسمبر کې ۲۱۲،۴۵ ګرامو ته ورسېده، چې ۲۰۲،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کبانو د بدن اوږدوالی هم په همدې موده کې ۴۴،۱ سلنه زیات شوی دی. راپور زیاتوي، د کبانو تر ټولو ښه وده د کال په وروستیو میاشتو کې وه چې د تودوخې شرایط مناسب وو.
څېړونکو منلې، چې څېړنه یوازې په یوه فارم کې شوې، د کال ټولې ۱۲ میاشتې یې نه‌دي پوښلې او د کبانو د خوراک اندازه، په حوضونو کې د کبانو شمېر، د رسوباتو کیمیاوي حالت او د مېکروبونو جوړښت په مستقیم ډول نه‌دي ارزول شوي.
د څېړنې له مخې، اپرېل او مئ د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو خطرناکې میاشتې وې ځکه د تودوخې له لوړېدو سره د اکسیجن کمښت ستونزه هم وه. په مني او د ژمي په لومړیو کې بیا اوبه سړې شوې؛ خو خوراکي توکي په‌کې زیات شول.
څېړونکو د اکسیجن د کمښت د مخنیوي لپاره د اوبو د هوا ورکولو سیستم پیاوړتیا، د ښځلو د اېستلو، د کبانو د شمېر د کره مدیریت، د اوبو د کیفیت د پرله‌پسې څار او د کبانو د مقاومت لپاره د مناسبو خوراکي توکو د کارولو سپارښتنه کړې ده.
راپور کاږي، د افغانستان لپاره چې د کبانو روزنه په‌کې د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې د یوې برخې په توګه په پراخېدو ده، دغه څېړنه د لومړي ځل لپاره د سیمه‌ییزو شرایطو پر بنسټ د اوبو د کیفیت او د کبانو د ودې ترمنځ کمیتي معلومات وړاندې کوي.
څېړونکي وايي، د قرغې په فارم کې د ټراوټ کبانو دوامداره تولید د اوبو د کیفیت فعال او پرله‌پسې مدیریت ته اړتیا لري.

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوس‌مهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.

محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.

«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.

محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.

هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.

محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نه‌دی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.

نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.

100%

د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.

هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.

دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.

د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.

د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.

«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.

«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.

حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.

هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.

100%