• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د محصلانو ترمنځ د هبت‌الله د فرمانونو د حفظ سیالۍ پیل کړې

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰

طالبانو په بادغیس ولایت کې د هبت الله د فرمانونو د حفظ لپاره د محصلانو ترمنځ د یوې سیالۍ د ترسره کېدو خبر ورکړی دی. په بادغیس کې د طالبانو د والي د دفتر ویلي، چې ۹۴ محصلان د ګټونکو په توګه اعلان شول. له دې وړاندې طالبانو د امارت پېژندنې د سیالۍ یوه لړۍ پیل کړې وه.

په بادغیس کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لړم پر ۳مه اعلان وکړ، چې په بادغیس کې د دغې ډلې والي محمد ولي جان رحمت د دې سیالۍ د پایلو د اعلان په مراسمو کې ګډون کړی و.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، د دې ډلې مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور او عامه ژوند په برخه کې د فرمانونو او محدودیتونو یوه ټولګه صادر کړې ده.

په دغو پرېکړو کې د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو مخنیوی، د ۱۴۰۱ کال لیندۍ میاشت کې په پوهنتونونو کې د ښځو د زده‌کړو ځنډول، د ۱۴۰۱ لیندۍ میاشت کې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار محدودیت او د۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب شامل دي.

دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او د هغوی پر ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو همدارنګه د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې په طبي انستیتوتونو کې د ښځو زده‌کړې ودرولې.

دغو فرمانونو زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې حضور ته د ښځو او نجونو لاسرسی په کلکه محدود کړی دی.

طالبانو له دې وړاندې په ښوونځیو او لیسو کې د امارت پېژندنې په نامه د یوه کتاب سیالۍ هم پیل کړې وې، چې په ګڼو ولایتونو کې ترسره شوې او بریالیو کسانو ته یې جایزې ورکړې.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

•
•
•

نور خبرونه

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۰
100%

مادرن ډیپلوماسي په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د افغانستان د قوش‌تیپې کانال پروژه د کرنې او اقتصادي ودې لپاره مهمه بلل کېږي، خو په ورته وخت کې یې د امو سیند د اوبو پر سر د طالبانو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د احتمالي اختلافاتو بحث هم تود کړی دی.

د راپور له مخې، قوش‌تیپه کانال د افغانستان په شمال کې د امو سیند اوبه وچو سیمو ته لېږدوي، څو کرنیزې ځمکې خړوبې او د خوړو تولید زیات شي.

راپور وايي، افغانستان چې له لسیزو جګړو، بېوزلۍ او د خوراکي توکو پر وارداتو له تکیې سره مخ و، اوس هڅه کوي خپله کرنیزه وړتیا لوړه کړي او اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

راپور ټینګار کوي چې افغانستان د خپلو اوبو د کارولو مشروع حق لري او له کابل څخه دا تمه نه شي کېدای چې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره خپلې پراختیايي پروژې ودروي. خو په عین حال کې ازبکستان او ترکمنستان هم اندېښنه لري چې د امو سیند د اوبو د کمېدو احتمالي اغېزې به د دوی پر کرنې، د خوړو پر امنیت او اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د مادرن ډیپلوماسي په باور، د قوش‌تیپې کانال اصلي ستونزه د اوبو اندازه نه، بلکې د اوبو د ګډ مدیریت نشتوالی دی. راپور وايي، د منځنۍ اسیا د اوبو ډېری تړونونه د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې جوړ شوي وو، خو افغانستان د دغو هوکړو برخه نه و. اوس داسې وضعیت رامنځته شوی چې د امو سیند اوبه د څو هېوادونو ترمنځ شریکې دي، خو د ټولو اړخونو د ګډون لپاره جامع چوکاټ نه شته.

راپور زیاتوي چې قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو نظام نه ګواښي، بلکې د هغه موجودو نیمګړتیاوو ته یې پام اړولی دی.

د راپور په وینا، که د سیمې هېوادونه دا پروژه یوازې د ګواښ په سترګه وګوري، یوه پراختیايي پروژه به په سیاسي او جیوپولیټیکې لانجې بدله شي.

راپور همداراز یادونه کوي چې اقلیمي بدلون، د اوبو زیات لګښت او د سیمې د نفوسو زیاتوالی لا له وړاندې د اوبو سرچینې تر فشار لاندې راوستې دي. له همدې امله، د قوش‌تیپې کانال اغېزې به یوازې کرنې پورې محدودې نه وي، بلکې د خوړو بیې، د خلکو معیشت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم اغېزمنولی شي.

د راپور وايی، چې د امو سیند لپاره دې یو نوی سیمه‌ییز چوکاټ رامنځته شي او افغانستان دې هم د اوبو د مدیریت په خبرو کې بشپړ ګډون ولري.

د راپور په باور، د اوبو د کچې ګډه څارنه، د معلوماتو تبادله، د اوبو د مصرف په اړه روڼتیا او د اوبو موسمي وېش کولی شي د راتلونکو شخړو مخه ونیسي.

مادرن ډیپلوماسي لیکي چې قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا هېوادونه له یوه مهم انتخاب سره مخ کړي دي؛ یا به د اوبو مسله په نوې سیمه‌ییزه سیالۍ بدله شي، او یا به د سیمې هېوادونه داسې ګډ میکانیزمونه جوړ کړي چې د امو سیند اوبه په عادلانه او همغږې بڼه مدیریت کړي.

د راپور په وینا، په منځنۍ اسیا کې راتلونکې ستره سیالي ښايي د نفتو او انرژۍ پر سر نه وي، بلکې د اوبو پر سرچینو وي؛ ځکه د میلیونونو خلکو د ژوند، کرنې او اقتصادي ثبات لپاره اوبه د سیمې تر ټولو مهمه ستراتیژیکه سرچینه ګڼل کېږي.

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، د روسیې او طالبانو ترمنځ مخ پر زیاتېدونکی نږدېوالی د سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت مهمې اغېزې لرلای شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې هند هم په کابل کې خپلې اړیکې له طالبانو سره پیاوړې کوي.

صف دراني په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، د مسکو فارمټ هغه بهیر چې په پیل کې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره رامنځته شوی و، اوس په تدریجي ډول د طالبانو له حکومت سره د سیاسي نږدېوالي او تعامل پر لور روان ښکاري.

هغه د اکټوبر د پنځمې نېټې د مسکو فارمټ غونډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغان او پاکستاني پلاوو د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې نه خپرېدل د پام وړ موضوع ده.

ده په وینا، طالبانو د هغې مادې مخالفت وکړ چې پکې له افغان خاورې د ترهګرۍ د مخنیوي او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د مسولیت یادونه شوې وه.

درانی لیکي، دغه ماده کومه نوې موضوع نه وه، بلکې په پخوانیو اعلامیو کې هم شامله وه. د هغه په باور، د طالبانو له لوري له مخکې منل شوې ژبې ردول دا پوښتنه راپورته کوي چې کابل د سیمې د امنیتي اندېښنو د منلو لپاره څومره چمتو دی.

د پاکستان پخوانی استازی وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوري د طالبانو حکومت ته د «ملي حکومت» نوم ورکول د مسکو په دریځ کې د څرګند بدلون نښه ده. هغه یادونه کړې چې روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

درانی باور لري چې اوس اساسي پوښتنه دا نه ده چې روسیه به له طالبانو سره اړیکې ساتي که نه، بلکې دا ده چې مسکو به د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره تر کومه حده عملي ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه لیکلي چې دا وضعیت په ځانګړي ډول هغه مهال مهم کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتېدونکي حضور ته وکتل شي. د ده په وینا، نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.

اصف دراني ادعا کړې چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې پر هند تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ ازادۍ پوځ مالي ملاتړ کوي، که څه هم هند دا تورونه رد کړي دي.

هغه زیاتوي، که روسیه او هند، هر یو د خپلو جلا موخو لپاره، طالبانو ته زیات سیاسي مشروعیت او نړیواله فضا برابره کړي، نو ښايي طالبان دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو اړتیا کمه ده.

دراني همداراز استدلال کوي چې روسیه په افغانستان کې د ټي ټي پي، داعش خراسان، القاعده، اسلامي غورځنګ ازبکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر د وسله‌والو ډلو له حضور څخه ښه خبر ده او د منځنۍ اسیا پر امنیت یې د احتمالي اغېزو په اړه هم پوره معلومات لري.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو راپورونه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو حضور تاییدوي، خو مسکو تر ډېره د طالبانو د ترهګرۍ ضد کړنو د ارزونې موضوع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه ده کارولې.

دراني د ۲۰۲۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزې ناستې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هغه ژبه هم نه منله چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې د اسلام‌اباد د غونډې په ګډه اعلامیه کې منل شوې وه.

د هغه په باور، طالبان غواړي د سیمه‌ییزو اړیکو او دیپلوماتیکو تعاملاتو ګټې ترلاسه کړي، خو له هغو ژمنو او عباراتو ډډه کوي چې امنیتي او سیاسي مسولیتونه پرې ور اړوي.

اصف دراني خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول ټي ټي پي، پر وړاندې د اقداماتو له کولو ډډه وکړي او روسیه او هند هم کابل ته لا پراخ سیاسي ملاتړ ورکړي، نو اسلام‌اباد به اړ شي د افغانستان په اړه خپلې تګلارې او محاسبې له سره وارزوي.

هغه ویلي، د مسکو د دریځ بدلون ښايي یوازې د روسیې او طالبانو په اړیکو پورې محدود نه وي، بلکې د افغانستان په تړاو د ټولې سیمې دیپلوماتیک او سیاسي توازن هم بدل کړي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر: د ملګرو ملتونو تګلارو د طالبانو پر سیاستونو اغېز نه‌دی‌ کړی

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چې ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د بشري ناورین په کنټرولولو کې له مهم نقش سره سره د بشري حقونو په دفاع او د طالبانو پر سیاستونو په اغېز شیندلو کې ناکام شوي دي.

علي احمد جلالي د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې «ډېرې پېچلې» بللي او ویلي یې دي، چې د دې سازمان د موخو او په افغانستان کې د هغو د پلي کولو د وړتیا ترمنځ د پام وړ واټن شته.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه اړ دي، د بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کولو او افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

جلالي وویل: «ملګري ملتونه اړ دي، چې د خپلو بشري مرستو د پروګرامونو او فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي. له دې تعامل پرته به د افغانستان خلکو ته د مرستو رسول ستونزمن وي».

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د اړوندو ادارو بشري فعالیتونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.

جلالي زیاته کړه: «که د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د اړوندو ادارو پروګرامونه نه‌وای، په افغانستان کې به بشري ناورین ډېر پراخ شوی وای».

خو د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر په ډاګه کړه، چې د بشري مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او د بشري حقونو په دفاع کې د دې سازمان په کړنو کې توپیر شته او څرګنده یې کړه، چې ملګري ملتونه په لومړۍ برخه کې تر یوه حده بریالي وو، خو د بشري حقونو په برخه کې پاتې راغلي دي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په مشرتابه کې بدلون، په یوازې ځان، د طالبانو د سیاستونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د محدودیتونو د بدلون لامل نه‌شي کېدای.

جلالي وویل: «فکر نه کوم چې یوازې د یوناما د مشرتابه بدلون د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه بدل کړي. طالبان په ډېرو مواردو کې د ملګرو ملتونو سپارښتنو او غوښتنو ته پام نه‌کوي».

فایق: افغانستان لا هم د امنیت شورا په اجنډا کې دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د دې سازمان د امنیت شورا د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د افغانستان دوسیه د ۱۳۵۰مې لسیزې له پیل راهیسې د امنیت شورا په اجنډا کې ده او تر اوسه هم په دې اړه غونډې او مشورې دوام لري».

د فایق په خبره، د امنیت شورا دایمي غړي په منظم ډول د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي، خو د سترو قدرتونو ترمنځ د نظر اختلاف د دې هېواد په اړه د ګډ دریځ خپلول ستونزمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا متحده ایالتونو، روسیې او چین په ګډون د اغېزناکو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه بېلابېل لیدلوري شته او همدا اختلافونه د اجماع رامنځته کول ستونزمنوي».

د فایق په باور، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت بریالیتوب د امنیت شورا د غړو پر لا ډېرې او دوامدارې همغږۍ پورې تړلی دی.

هغه څرګنده کړه: «د افغانستان په اړه باید د امنیت شورا د غړو ترمنځ پیاوړې او دوامداره همغږي رامنځته شي؛ که نه، د یوناما د ماموریت بریالیتوب به له ستونزو سره مخ شي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا ډله نه‌ده توانېدلي چې د افغانستان د خلکو د وضعیت ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو له حضور او وړتیاوو ګټه واخلي.

فایق زیاته کړه، چې د طالبانو انحصاري چلند له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له ننګونو سره مخ کړي او د دې هېواد د ستونزو لپاره یې د دوامدارو حل‌لارو د موندلو فرصتونه محدود کړي دي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د لارو چارو پر موندلو بوخت دي، د طالبانو له لوري د رغنده تعامل نشتوالی د دغو هڅو پر مخ وړل ستونزمنوي.

د جلالي او فایق دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان له څو لسیزو جګړو او سیاسي کړکېچونو وروسته لا هم له پراخو بشري او د بشري حقونو له ننګونو سره مخ دی.

ملګرو ملتونو او د دې سازمان اړوندو ادارو په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه او د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې لا هم له اوسنیو افغان واکمنانو سره د دې سازمان د تعامل پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

طالبانو په پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان «په خپل‌سري ډول» نیولي دي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۲ زره او ۹۳۰ کسان «په خپل‌سري» ډول نیولي دي. ښځې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، اعتراض کوونکي، د مخکیني حکومت امنیتي او نظامي ځواکونه او مذهبي لږکي هغه کسان دي چې د دغو نیونو هدف ګرځېدلي دي.

دا شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۶ دوره‌يي او کلنیو راپورونو د ارزونې پر بنسټ چې په تېرو پنځو کلونو کې خپاره شوي، راټولې شوې دي.

په دغو راپورونو کې د طالبانو د امر بالمعروف، استخباراتو، پولیسو او نورو سیمه‌ییزو ځواکونو له خوا د «خپل‌سرو» نیونو پېښې مستندې شوې دي.

یوناما په خپلو راپورونو کې د لسګونو نورو نیونو یادونه هم کړې، چې کره شمېر یې نه دی څرګند شوی. په دې موده کې راټولې شوې شمېرې د نیونو ټولې پېښې نه رانغاړي او ښايي د نیول شویو کسانو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

د افغانستان انټرنشنل له لوري د دغو اسنادو د ارزونې موندنې ښيي، چې طالبانو پر افغانستان د خپلې بیا واکمنۍ په لومړي کال کې د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې څخه د ۱۴۰۱ کال تر غبرګولي میاشتې پورې، لږ تر لږه ۴۸۶ کسان په خپل‌سري ډول نیولي دي. په دغو کسانو کې ۱۷۸ تنه د افغانستان د مخکیني حکومت د ځواکونو غړي وو.

د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې د خپل‌سرو نیونو په اړه مستند راپورونه په منظم ډول او له مشخصو شمېرو سره لږ خپاره شوي دي. یوناما په ۱۴۰۲ کال کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل درې‌میاشتني راپورونه خپاره کړل. د دغو راپورونو ارزونه ښيي، چې په ځینو مواردو کې د نیول شویو کسانو کره شمېر نه‌دی وړاندې شوی، خو په دې موده کې د لږ تر لږه ۴۰ کسانو نیول کېدل مستند شوي دي.

د یوناما په یوه راپور کې، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال له چنګاښ څخه تر تلې میاشتې پورې دورې اړوند دی، د بشري حقونو ۸۰۰ سرغړونې مستندې شوي، چې خپل‌سرې نیونې هم په‌کې شاملې دي.

یوناما په ۱۴۰۳ کال کې لږ تر لږه ۱۲۲ خپل‌سرې نیونې مستندې کړې دي. په دې شمېرو کې د لومړۍ درې‌میاشتنۍ دورې پر مهال د مخکیني حکومت د چارواکو ۳۸ نیونې، د دویمې درې‌میاشتنۍ دورې پر مهال د مخکیني حکومت د ځواکونو ۶۰ نیونې او د درېیمې درې‌میاشتنۍ دورې پر مهال ۲۴ خپل‌سرې نیونې او توقیفونه شامل دي.

د ۱۴۰۴ کال له وري څخه تر چنګاښ میاشتې پورې لږ تر لږه د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۳ خپل‌سرې نیونې ثبت شوې دي. په دویمه درې‌میاشتنۍ دوره کې لږ تر لږه ۹۷ نیونې، په درېیمه درې‌میاشتنۍ دوره کې له ۴۷۷ څخه د زیاتو کسانو نیول، چې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او نجونې هم په‌کې شاملې وې او په څلورمه درې‌میاشتنۍ دوره کې لږ تر لږه ۵۲۰ نیونې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې، د روان میلادي کال په لومړۍ درې‌میاشتنۍ دوره کې، چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې تر نیمایي پورې موده رانغاړي، لږ تر لږه ۳۳۶ نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي.

د روان میلادي کال په دویمه درې‌میاشتنۍ دوره کې ۳۸۹ خپل‌سرې نیونې مستندې شوي، چې لږ تر لږه ۳۰ ښځې او ۴۵ شیعه‌ګان په‌کې شامل دي. په درېیمه درې‌میاشتنۍ دوره کې هم لږ تر لږه ۴۴۳ خپل‌سرې نیونې او توقیفونه مستند شوي، چې لږ تر لږه ۵۰ ښځې هم په‌کې شاملې دي. په لومړۍ درې‌میاشتنۍ دوره کې د نیولو، توقیف او ناوړه چلند لږ تر لږه ۲۳ پېښې هم راپور شوې دي.

څوک نیول شوي دي؟

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې نیول شوي کسان د بېلابېلو ډلو غړي دي، چې د مخکیني حکومت نظامي او امنیتي ځواکونه، پخواني دولتي چارواکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، اعتراض کوونکي، روغتیايي کارکوونکي، ښځې او نجونې او د مذهبي او قومي لږکیو غړي په‌کې شامل دي.

یوناما د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو ترمنځ د مخکیني حکومت د ۱۷۸ سرتېرو نیول کېدل مستند کړي دي. د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ درې‌میاشتنۍ دوره کې هم لږ تر لږه ۹ کسان، چې شپږ یې ښځې وې، نیول شوي دي. همدارنګه، د ۱۴۰۴ لمریز کال له چنګاښ څخه تر تلې میاشتې پورې په کابل کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او نجونې او په هرات کې د ښځو یوه ډله نیول شوې وه.

تېر کال د ۸۷ ازبکانو او دوو پښتنو هلکانو د نیولو راپور هم ورکړل شوی دی. د دغو راپورونو په یوه برخه کې د لسګونو شیعه‌ګانو د نیولو یادونه هم شوې ده.

د نیونو لاملونه

د یوناما له راپورونو څخه راټول شوي معلومات ښيي، چې نیونې د بېلابېلو لاملونو له مخې ترسره شوې دي. مدني او د بشري حقونو فعالیتونه، د طالبانو د سیاستونو پر ضد اعتراضونه، له مقاومت جبهې او د طالبانو له نورو مخالفو جبهو سره ادعا شوې اړیکې او د طالبانو د خوښې جامو نه اغوستل د دغو لاملونو له ډلې دي.

د بېلګې په توګه، د ۱۴۰۲ لمریز کال له سلواغې څخه د ۱۴۰۳ کال تر غويي میاشتې پورې د یو شمېر ښځو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه ښځې د لاریونونو د ترسره کولو، د طالبانو د سیاستونو پر مخالفت یا د دې ډلې د خوښې جامو نه اغوستلو له امله نیول شوې وې، خو د نیول شویو کسانو کره شمېر نه‌دی څرګند شوی.

همدارنګه، د ۱۴۰۴ لمریز کال له وري څخه تر چنګاښ میاشتې پورې په ترینکوټ او ارزګان کې د طالبانو د خوښې حجاب نه اغوستلو له امله د ښځو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي. د ۱۴۰۵ لمریز کال له وري څخه تر چنګاښ میاشتې پورې په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د طالبانو د خوښې جامو نه اغوستلو له امله نیول شوې دي.

په همدې موده کې ۴۵ کسان د عاشورا د بیرغونو د لګولو له امله نیول شوي دي.

افغان کډوال په پېښور کې د کاروبار او روزګار د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د اقداماتو له زیاتېدو سره په پېښور کې مېشت افغان کډوال د خپل کاروبار، روزګار او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په تړاو اندېښمن دي.

په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر په ۱۱مه د بېړني حالت او والي واکمنۍ له اعلان وروسته والي فیصل کریم کنډي په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو اېستل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ‎‌ثمر هارون بلور هم ویلي، چې ناقانونه مېشت افغان کډوالو پر وړاندې به سخت اقدامات وشي او له پاکستان څخه به واېستل شي. هغې زیاته کړې چې په جرمونو کې ښکېلو افغانانو ته به پاکستان ته د بیا راتګ اجازه او ویزې ورنه‌کړل شي.

100%

د ۱۵ کلونو کاروبار د له لاسه ورکولو وېره
فرهاد خان د کابل اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د پېښور تاج‌اباد کې د کباړ کاروبار کوي. د هغه په ګودام کې د اوسپنې، پلاستیک او نورو کارول شویو توکو پېر او پلور کېږي چې د ده د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ګڼو نورو کورنیو روزګار هم ورسره تړلی دی.
فرهاد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د حکومت تګلارې د هغه د کلونو هڅې له خطر سره مخ کړې دي.
د هغه په وینا، که بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي، نو په سختۍ جوړ کړی کاروبار به یې له منځه لاړ شي.
هغه وايي، ځینې کسان د دوی له مجبورۍ ګټه اخلي او هڅه کوي، چې د هغه ګودام او توکي په ډېر ټیټ قیمت واخلي، خو په وینا یې، د هغه سامان‌الات نه په مناسب قیمت پلورل کېږي او نه یې افغانستان ته لېږدول اسانه دي.
فرهاد خان وايي: «کله چې موږ پاکستان ته راغلو ډېر کوچني ماشومان وو. ان دا هم نه را یادېږي چې په افغانستان کې د کوم ښار او ولایت اوسېدونکی یم. موږ خپل کلی هم نه دی لیدلی».
هغه وايي، چې په پاکستان کې یې واده کړی او ماشومان یې همدلته زېږېدلي، خو اوس د بېرته ستنېدو له اندېښنې سره مخ دی.
د فرهاد په وینا، په دې کاروبار کې پوروړی دی او همداراز خلک هم ترې پوروړي دي، نو په اوسنیو شرایطو کې د ټولو پورونو یو ځای ادا کول او راټولول ورته ستونزمن دي.
فرهاد خان زیاتوي، چې د والي واکمنۍ له اعلان وروسته یې تمه درلوده چې د افغان کډوالو پر وړاندې به سمدستي سخت اقدامات ونه‌شي، خو د والي له څرګندونو وروسته یې اندېښنې زیاتې شوې دي.
هغه وايي، د پولیسو د نیولو او افغانستان ته د لېږلو له وېرې په ډاډه زړه خپل ګودام ته هم نه شي تللی.

100%
فرهاد خان په خپل کار ځای کې

له صوابۍ څخه افغانستان ته ستنېدونکي ضرب‌الله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پولیس نه یوازې افغان کډوال نیسي بلکې د کورونو د حریم درناوی یې هم نه‌کوي.
هغه وايي، د همدې وېرې له امله یې له پاکستانه د وتلو پرېکړه کړې، خو د بېرته ستنېدو په ځایونو کې د اسانتیاوو هېڅ انتظام هم نه‌شته.
ضرب الله وايي، اسلام‌اباد او کابل باید سره کښېني او د افغان کډوالو ستونزو ته حل لارې ومومي.

100%

د فرهاد خان په ګودام کې کار کوونکی نواز خان هم د همدې وضعیت له امله اندېښمن دی.
نواز خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د احتمالي بهیر له امله د ماشومانو د زده‌کړو په اړه هم اندېښنه لري.
هغه وايي: «په افغانستان کې نه کور لرو نه کاروبار او نه هم د نوي ژوند د پیلولو لپاره امکانات. زموږ ماشومان په دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې کولې خو اوس د هغوی د زده‌کړو د دوام په اړه اندېښمن یو».
نواز خان هیله درلوده چې لور به یې ښې زده‌کړې وکړي، خو اوس دا هیلې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د ده د کورنۍ لپاره بله اندېښنه ده ځکه نه غواړي ماشومان یې د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

100%

د سوداګرۍ برخې اړوند کسان وايي، هغه افغانان چې له څو لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې کاروبارونه، شتمنۍ او د روزګار سرچینې جوړې کړي د هغوی د شتمنیو او قانوني حقونو د ساتنې لپاره باید روښانه او عادلانه تګلاره جوړه شي، څو د مجبورۍ له امله د خپل ټول عمر د سپما له لاسه ورکولو سره مخ نه‌شي.