• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کډوالو سازمان: پاکستان په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیولي دي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۰

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ګډ راپور کې راغلي چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي دي. راپور وايي، دغه کسان په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، د نیول شویو افغانانو ۹۷ سلنه د افغان تابعیت کارت لرونکي او یا هم بې اسناده افغانان وو، په داسې حال کې چې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارت لرونکو ونډه درې سلنه وه.
راپور ښيي چې د نیونو او توقیفونو ۵۶ سلنه پېښې په بلوچستان، ۳۴ سلنه په پنجاب او ۱۰ سلنه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې ټول ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې د اکتوبر د ۱۱مې او ۱۷مې ترمنځ ۳۸۸۳ افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته اوښتي دي.
راپور وايي، د یادې اوونۍ پر مهال د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر د مخکنۍ اوونۍ په پرتله ۱۰ سلنه او د ایستل شویو کسانو شمېر ۴۸ سلنه کم شوی دی. د اکتوبر د ۴مې او ۱۰مې ترمنځ ۴۲۹۵ افغانان بېرته ستانه شوي وو، چې له ډلې یې ۹۶۱ کسان په جبري ډول ایستل شوي وو.
د شمېرو له مخې، د اکتوبر د ۱۱مې او ۱۷مې ترمنځ له ۳۸۸۳ بېرته ستنو شویو افغانانو څخه ۴۹۹ کسان ایستل شوي دي.
راپور زیاتوي، په بېرته ستنو شویو کسانو کې ۸۳ سلنه بې اسناده افغانان، ۹ سلنه د افغان تابعیت کارت لرونکي او ۸ سلنه د راجستر شویو کډوالو کارت لرونکي وو. د راجستر شویو کډوالو ډېری بېرته ستنېدل د ملګرو ملتونو د داوطلبانه ستنېدو له پروګرام سره ترسره شوي دي.
همداراز، د ایستل شویو افغانانو ۹۹ سلنه بې اسناده کسان وو او د کډوالۍ اسنادو لرونکو افغانانو ونډه ډېره کمه ښودل شوې ده.
راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۱ میلیون او ۸۹۰ زره او ۳۵ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۲۳۷ زره او ۳۸۷ کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.
د راپور له مخې، د افغانانو د ستنېدو تر ټولو مهم لامل لا هم د نیول کېدو وېره ده. ۹۵ سلنه بې اسناده افغانانو او د افغان تابعیت کارت لرونکو ویلي چې د نیولو له وېرې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه راز، ۶۸ سلنه ثبت شویو افغان کډوالو هم د ستنېدو یو مهم لامل د نیول کېدو وېره یاده کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی

•
•
•

نور خبرونه

افغان کډوال په پېښور کې د کاروبار او روزګار د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د اقداماتو له زیاتېدو سره په پېښور کې مېشت افغان کډوال د خپل کاروبار، روزګار او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په تړاو اندېښمن دي.

په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر په ۱۱مه د بېړني حالت او والي واکمنۍ له اعلان وروسته والي فیصل کریم کنډي په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو اېستل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ‎‌ثمر هارون بلور هم ویلي، چې ناقانونه مېشت افغان کډوالو پر وړاندې به سخت اقدامات وشي او له پاکستان څخه به واېستل شي. هغې زیاته کړې چې په جرمونو کې ښکېلو افغانانو ته به پاکستان ته د بیا راتګ اجازه او ویزې ورنه‌کړل شي.

100%

د ۱۵ کلونو کاروبار د له لاسه ورکولو وېره
فرهاد خان د کابل اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د پېښور تاج‌اباد کې د کباړ کاروبار کوي. د هغه په ګودام کې د اوسپنې، پلاستیک او نورو کارول شویو توکو پېر او پلور کېږي چې د ده د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ګڼو نورو کورنیو روزګار هم ورسره تړلی دی.
فرهاد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د حکومت تګلارې د هغه د کلونو هڅې له خطر سره مخ کړې دي.
د هغه په وینا، که بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي، نو په سختۍ جوړ کړی کاروبار به یې له منځه لاړ شي.
هغه وايي، ځینې کسان د دوی له مجبورۍ ګټه اخلي او هڅه کوي، چې د هغه ګودام او توکي په ډېر ټیټ قیمت واخلي، خو په وینا یې، د هغه سامان‌الات نه په مناسب قیمت پلورل کېږي او نه یې افغانستان ته لېږدول اسانه دي.
فرهاد خان وايي: «کله چې موږ پاکستان ته راغلو ډېر کوچني ماشومان وو. ان دا هم نه را یادېږي چې په افغانستان کې د کوم ښار او ولایت اوسېدونکی یم. موږ خپل کلی هم نه دی لیدلی».
هغه وايي، چې په پاکستان کې یې واده کړی او ماشومان یې همدلته زېږېدلي، خو اوس د بېرته ستنېدو له اندېښنې سره مخ دی.
د فرهاد په وینا، په دې کاروبار کې پوروړی دی او همداراز خلک هم ترې پوروړي دي، نو په اوسنیو شرایطو کې د ټولو پورونو یو ځای ادا کول او راټولول ورته ستونزمن دي.
فرهاد خان زیاتوي، چې د والي واکمنۍ له اعلان وروسته یې تمه درلوده چې د افغان کډوالو پر وړاندې به سمدستي سخت اقدامات ونه‌شي، خو د والي له څرګندونو وروسته یې اندېښنې زیاتې شوې دي.
هغه وايي، د پولیسو د نیولو او افغانستان ته د لېږلو له وېرې په ډاډه زړه خپل ګودام ته هم نه شي تللی.

100%
فرهاد خان په خپل کار ځای کې

له صوابۍ څخه افغانستان ته ستنېدونکي ضرب‌الله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پولیس نه یوازې افغان کډوال نیسي بلکې د کورونو د حریم درناوی یې هم نه‌کوي.
هغه وايي، د همدې وېرې له امله یې له پاکستانه د وتلو پرېکړه کړې، خو د بېرته ستنېدو په ځایونو کې د اسانتیاوو هېڅ انتظام هم نه‌شته.
ضرب الله وايي، اسلام‌اباد او کابل باید سره کښېني او د افغان کډوالو ستونزو ته حل لارې ومومي.

100%

د فرهاد خان په ګودام کې کار کوونکی نواز خان هم د همدې وضعیت له امله اندېښمن دی.
نواز خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د احتمالي بهیر له امله د ماشومانو د زده‌کړو په اړه هم اندېښنه لري.
هغه وايي: «په افغانستان کې نه کور لرو نه کاروبار او نه هم د نوي ژوند د پیلولو لپاره امکانات. زموږ ماشومان په دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې کولې خو اوس د هغوی د زده‌کړو د دوام په اړه اندېښمن یو».
نواز خان هیله درلوده چې لور به یې ښې زده‌کړې وکړي، خو اوس دا هیلې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د ده د کورنۍ لپاره بله اندېښنه ده ځکه نه غواړي ماشومان یې د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

100%

د سوداګرۍ برخې اړوند کسان وايي، هغه افغانان چې له څو لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې کاروبارونه، شتمنۍ او د روزګار سرچینې جوړې کړي د هغوی د شتمنیو او قانوني حقونو د ساتنې لپاره باید روښانه او عادلانه تګلاره جوړه شي، څو د مجبورۍ له امله د خپل ټول عمر د سپما له لاسه ورکولو سره مخ نه‌شي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده. د اسلام‌اباد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر، ترکیې او چین کې د خبرو اترو د څو پړاوونو له ترسره کېدو سره د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره هېڅ هوکړه نه‌ده شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوې د تېر کال د اکتوبر په نهمه پر کابل د پاکستان له بریدونو وروسته زیاتې شوې.
تر دې وروسته افغان طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې بریدونه وکړل په داسې حال کې چې پاکستان هم د ډیورند کرښې هاخوا ته توپچي او هوايي بریدونه وکړل. په پایله کې د اکتوبر په ۱۲مه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.
د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو د دوامداره تړل کېدو له امله د پاکستان په څلورو ایالتونو، پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه او د خلکو روزګار سخت اغېزمن شوی دی.
په پنجاب کې کرنیز فعالیتونه، په سند کې د مالونو لېږد رالېږد او په خیبر پښتونخوا کې صنعتي کاروبارونه له دې وضعیت څخه سخت اغېزمن شوي او له امله یې سوداګر، د ټرانسپورټ برخې کارکوونکي او مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د مالونو د لېږد رالېږد پر کاروبار بوخت صابر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ګڼ شمېر باروړونکي موټر ولاړ دي او د کرښې هغې غاړې ته د مالونو د لېږد رالېږد کاروبار نږدې ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د هغه په وینا د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د ورځنیو لګښتونو پوره کول هم ستونزمن شوي دي.
افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه او نسبتا ارزانه او لنډه ځمکنۍ لاره ده.
د سرحدي سوداګرۍ خونې اړوند د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کمېټې مشر شاهد حسین افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د لارو له تړل کېدو مخکې د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره وه. د هغه په وینا، له اوسني وضعیت څخه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
شاهد حسین ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت او د مرکزي حکومت تګلارې د سوداګرۍ بېرته پیلول ستونزمن کړي او لا هم روښانه نه‌ده چې دغه لارې به کله پرانېستل کېږي.
بل لور ته، سوداګرو او د صنعتي برخې اړوندو کسانو له کابل او اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې، چې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګریز فعالیتونه پیل شي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ له دې کړکېچ څخه ووځي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر نعیم الرحمان وویل، چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د چین او ایران د لارو په ګډون د بدیلو لارو په لټه کې دی، خو دا لارې د افغانستان له لارې اوږدې او ګرانې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان له لارې به یو کانټینر خپل منزل ته په شاوخوا اتو ورځو کې رسېده او نږدې اته لکه پاکستانۍ کلدارې به پرې لګېدې، خو د چین له لارې سفر شاوخوا ۳۰ ورځې وخت نیسي او لګښتونه یې تر درې برابره پورې زیاتېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د درملو پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د درمل پلورونکو او درملتونونو ټولنې مشر همغږي کوونکي ارشد مومند افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا د درملو شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري د افغانستان له بازار سره تړلې وه.
هغه وویل، چې له یوه کال راهیسې د لارو د تړل کېدو له امله ګڼو درمل پلورونکو خپل کاروبارونه تړلي او ځینې نور د «افلاس» له خطر سره مخ دي.
ارشد مومند زیاته کړه، چې دې وضعیت په افغانستان کې د درملو پر موندلو هم اغېز کړی او خلک له پاکستان څخه د ور رسېدونکو نسبتا ارزانه او «باکیفیته» درملو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
سوداګر اندېښنه لري، که د لارو تړل کېدل نور هم دوام وکړي سوداګریز زیانونه به زیات شي او هغه پاکستاني سوداګر چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري کوي اړ به شي چې د اوږدې مودې لپاره پر بدیلو او ډېرو لګښتي لارو تکیه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله د سوداګرو د اټکل له‌مخې، په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسله‌والو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسله‌والو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نه‌ګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسله‌والو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.

فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.

هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسله‌والو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنه‌کړي او زیاته یې کړه، د وسله‌والو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې د وسله‌والو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونه‌لګول شوې.

هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسله‌والو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.

هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نه‌مني، باید خبرې اترې ونه‌شي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.

د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې له‌مخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.

پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نه‌دی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.

د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو له امله سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.

د سوداګرو د اټکل له‌مخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.

د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.

د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»

هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بسته‌بندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بسته‌بندي په روسي ژبه وه. د بسته‌بندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»

د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»

د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

اوږدې لارې او لوړ لګښتونه

په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.

د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.

صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».

هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حل‌لاره یې غورځول دي.»

اسلام‌اباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»

پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلام‌اباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

راپور : د طالبانو او پاکستان شخړه د نیابتي جګړې پر لور روانه ده

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسله‌والو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.

راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمه‌ییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسله‌وال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.

راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسله‌وال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بې‌اساسه یې بللې دي.

د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.

روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.

همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.

پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.