علي احمد جلالي د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې «ډېرې پېچلې» بللي او ویلي یې دي، چې د دې سازمان د موخو او په افغانستان کې د هغو د پلي کولو د وړتیا ترمنځ د پام وړ واټن شته.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه اړ دي، د بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کولو او افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.
جلالي وویل: «ملګري ملتونه اړ دي، چې د خپلو بشري مرستو د پروګرامونو او فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي. له دې تعامل پرته به د افغانستان خلکو ته د مرستو رسول ستونزمن وي».
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د اړوندو ادارو بشري فعالیتونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.
جلالي زیاته کړه: «که د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د اړوندو ادارو پروګرامونه نهوای، په افغانستان کې به بشري ناورین ډېر پراخ شوی وای».
خو د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر په ډاګه کړه، چې د بشري مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او د بشري حقونو په دفاع کې د دې سازمان په کړنو کې توپیر شته او څرګنده یې کړه، چې ملګري ملتونه په لومړۍ برخه کې تر یوه حده بریالي وو، خو د بشري حقونو په برخه کې پاتې راغلي دي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په مشرتابه کې بدلون، په یوازې ځان، د طالبانو د سیاستونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د محدودیتونو د بدلون لامل نهشي کېدای.
جلالي وویل: «فکر نه کوم چې یوازې د یوناما د مشرتابه بدلون د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه بدل کړي. طالبان په ډېرو مواردو کې د ملګرو ملتونو سپارښتنو او غوښتنو ته پام نهکوي».
فایق: افغانستان لا هم د امنیت شورا په اجنډا کې دی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د دې سازمان د امنیت شورا د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د افغانستان دوسیه د ۱۳۵۰مې لسیزې له پیل راهیسې د امنیت شورا په اجنډا کې ده او تر اوسه هم په دې اړه غونډې او مشورې دوام لري».
د فایق په خبره، د امنیت شورا دایمي غړي په منظم ډول د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي، خو د سترو قدرتونو ترمنځ د نظر اختلاف د دې هېواد په اړه د ګډ دریځ خپلول ستونزمن کړي دي.
هغه زیاته کړه: «د امریکا متحده ایالتونو، روسیې او چین په ګډون د اغېزناکو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه بېلابېل لیدلوري شته او همدا اختلافونه د اجماع رامنځته کول ستونزمنوي».
د فایق په باور، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت بریالیتوب د امنیت شورا د غړو پر لا ډېرې او دوامدارې همغږۍ پورې تړلی دی.
هغه څرګنده کړه: «د افغانستان په اړه باید د امنیت شورا د غړو ترمنځ پیاوړې او دوامداره همغږي رامنځته شي؛ که نه، د یوناما د ماموریت بریالیتوب به له ستونزو سره مخ شي».
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا ډله نهده توانېدلي چې د افغانستان د خلکو د وضعیت ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو له حضور او وړتیاوو ګټه واخلي.
فایق زیاته کړه، چې د طالبانو انحصاري چلند له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له ننګونو سره مخ کړي او د دې هېواد د ستونزو لپاره یې د دوامدارو حللارو د موندلو فرصتونه محدود کړي دي.
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د لارو چارو پر موندلو بوخت دي، د طالبانو له لوري د رغنده تعامل نشتوالی د دغو هڅو پر مخ وړل ستونزمنوي.
د جلالي او فایق دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان له څو لسیزو جګړو او سیاسي کړکېچونو وروسته لا هم له پراخو بشري او د بشري حقونو له ننګونو سره مخ دی.
ملګرو ملتونو او د دې سازمان اړوندو ادارو په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه او د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې لا هم له اوسنیو افغان واکمنانو سره د دې سازمان د تعامل پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.