• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خلکو له شکایتونو وروسته طالبانو د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونو د ډېرولو خبر ور کړی

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وايي چې د برېښنایي تذکرو د وېش د مرکزونو د زیاتوالي په ګډون یې د دغو مرکزونو د چارو په اړه بېلابېلې پرېکړې کړې دي. په وروستیو کې د طالبانو له خوا د تذکرو په وېش کې ځنډ او خنډ د خلکو له نیوکو سره مخ دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې نن سې شنه، د لړم ۵مه ویلي،چې په خپله اداري غونډه کې یې په تذکرو کې د عمر د نېټو د سمون او د برېښنايي تذکرو د مرکزونو د پراختیا په اړه پرېکړې کړې دي.

د یادې ادارې په وینا، د غونډې پرمهال په کاغذي او برېښنايي تذکرو کې په حضوري او غیرحضوري بڼه د ظاهري څېرې او تحصیلي اسنادو پر بنسټ د عمر د نېټو په سمون خبرې شوې دي.

دغې ادارې نه دي ویلي، چې د دې خبرو پایلې او پرېکړې څه وې، خو زیاتوي چې په ناسته کې د افغانستان دننه او بهر د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو پر پراخېدو هم بحث شوی.

د دې غونډې او پرېکړو خبر داسې مهال دی، چې په وروستیو کې ګڼو خلکو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو تازه اېستل شویو افغانانو د برېښنایي او کاغذي تذکرو په ترلاسه کولو کې له پراخو ستونزو او مالي درغلیو شکایت کړی.

طالب چارواکو د بډو او درغلیو ادعاوې رد کړې دي.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۳

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۴

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

۵

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

•
•
•

نور خبرونه

له پاکستان سره د لارو تړل کېدو د انګورو بیې تر ۷۰ سلنې راټیټې کړې دي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰
100%

یو شمېر بڼوال وايي له پاکستان سره د لارو تړل کېدو له امله سږ کال د کابل په بازارونو کې د انګورو بیې تر ۷۰ سلنې ډېرې راټیټې شوې دي. د دوی په وینا، تېر کال سوداګرو د ممیزو انګورو یو خروار شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ پېروده، خو سږ کال یې بیه ۴ زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

یو شمېر بڼوالو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې طالبانو ته د «لوړو لګښتونو» له ورکولو او پر کروندګرو د محدودیتونو له لګولو شکایت کړی دی.

دوی وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، طالبانو منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د انګورو او مڼو د صادراتو هڅه نه ده کړې.

بڼوال زیاتوي، چې طالبانو ولایتونو ته د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو بسونو له لارې د مېوو د لېږد مخه نیولې ده.

بل خوا، د طالبانو اداره د دې بندیز لامل د مسافر وړونکو موټرو له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېر بار وړل یادوي.

کروندګر وايي د باروړونکو موټرو له لارې د مېوو لېږد ډېر وخت نیسي او ګڼ محصولات تر منزله له رسېدو مخکې خرابېږي. د دوی په وینا، باروړونکو موټرو ته یوازې د شپې له خوا په سالنګونو کې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي او دغه موټر په وار سره له دې لارې تېرېږي،چې له امله یې مېوې خرابېږي.

بڼوال ادعا کوي، چې طالبانو د عشر پر راټولولو سربېره، پر دوی نور درانه لګښتونه هم جبري کړي دي.

یوه کروندګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي،چې طالبان د کابل ښار په ورودي دروازه کې د هر ۳۰ ټنه انګورو پر سر ۳۰۰ افغانۍ اخلي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ادارې استازی د مېوو په بازار کې د محصول له اندازې پرته د هر موټر پر داخلېدو هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ اخلي.

دغه کروندګر وایي د پاکستان د لارو تر تړل کېدو مخکې یې د ښونډوخاني انګورو یو خروار تر ۳۰ زره افغانیو پورې پلورلی و. د ده په وینا، اوس د همدې انګورو د یوه خروار بیه له ۸ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې راټیټه شوې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې بڼوالو د کابل د تهیه مسکن د مېوو له بازاره افغانستان انټرنشنل ته لېږلې، لیدل کېږي،چې له ۱۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو انګورو کڅوړې په ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي. د ویډیو لېږونکي ویلي،چې په همدې بیه هم د کابل د مېوو په بازار کې انګور کافي پېرونکي نه لري.

100%

یوه بڼوال ویلي،چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر درېدو وروسته، د طالبانو ادارې د تړون له مخې، د هندواڼو،خټکیو، انارو او ځینو نورو مېوو صادرات د منځنۍ اسیا هېوادونو ته شوي دي.

د هغه په ادعا، انګور او مڼې اوس نږدې هېڅ هېواد ته نه صادرېږي او د صادراتو د نشتوالي او طالبانو ته د لګښتونو د ورکولو له امله ګڼ بڼوال له درنو زیانونو سره مخ شوي دي.

دغه بڼوال ویلي: «سږ کال د تاکونو د ښاخونو پرې کولو، سرې ورکولو، د حشراتو ضد درملو شیندلو، د پاڼو لرې کولو او باغونو ته د اوبو ورکولو لګښتونه، او هغه پیسې چې طالبانو ته مو ورکړې، د انګورو له پلور څخه تر ترلاسه شویو پیسو ډېرې وې.»

یو شمېر بڼوال وايي د طالبانو د واکمنۍ پنځه کلنه دوره د ډېرو کروندګرو لپاره له تر ټولو سختو پړاوونو څخه وه.

د کابل د شمالي له سیمې د انګورو د یوه باغ مالک ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وچکالۍ او په نامناسب وخت کې د بارانونو له امله د دوو کلونو لپاره د انګورو باغونو د پام وړ حاصلات نه درلودل. هغه زیاته کړې سږ کال، چې حاصلات ښه وو، پاکستان ته صادرات ودرېدل او کروندګر زیانمن شول.

دغه کروندګر ویلي: «د پاکستان د لارو له تړل کېدو وروسته د افغانستان له سوېل څخه د لښکرګاه هندواڼې د اوږده واټن په وهلو شمال ته ورسېدې او ازبکستان ته صادرې شوې، خو د شمالي سیمې د انګورو او مڼو د بهرنیو صادراتو لپاره تړون ونه شو.»

پاکستان د تېر کال د تلې په ۲۰مه، له طالبانو سره د نښتو په پایله کې خپلې ټولې لارې د سوداګرۍ او مسافرو د تګ راتګ پر مخ وتړلې.

طالبانو له هغه وخت راهیسې هڅه کړې، چې د پاکستان د بدیل په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د توکو صادرات او واردات زیات کړي.

د افغانستان انټرنشنل یوه څېړنیز راپور د تلې په ۲۰مه وښوده، چې د لارو تړل کېدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ لږ تر لږه د ۲،۳ میلیارد ډالرو سوداګریز فرصتونه له منځه وړي دي.

اټکلونه ښيي، چې تر کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶،۴۵ میلیونه ډالره وه، چې په کلني حساب له ۲۳ میلیارد ډالرو څخه ډېریږي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان د پولو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه واردات د ایران او منځنۍ اسیا له لارو تامینېږي.

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو تړل کېدو د افغانستان د یوه مهم صادراتي محصول بازار تنګ کړی دی. سوداګر وايي، د انارو بیې راټیټې شوې، صادرات کم شوي او بڼوال د خپلو خواریو د لګښتونو د بېرته ترلاسه کولو له اړخه هم ډاډمن نه دي.

د افغانستان په سوېل کې د کندهار د ارغنداب، ژیړۍ او شاه ولیکوټ ولسوالیو د انارو د حاصل موسم د کال هغه ورځې دي، چې بڼوال یې د میاشتو زحمتونو د پایلې په تمه وي. د انارو ونې په کال کې یوازې یو ځل حاصل ورکوي، خو سږ کال د ډېرو بڼوالو حاصلات د هغوی لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

سلام جان، چې په ارغنداب کې د انارو بڼ لري، وايي، کلونه یې د خپل بڼ په روزلو کې تېر کړي او د کال ډېره برخه یې د ونو پالنې ته ځانګړې کړې ده، خو اوس د انارو ټیټې بیې دا ګواښ رامنځته کړی چې د ده د یوه کال خوارۍ به دده لګښتونه هم پوره نه کړای شي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د انارو دا بڼ مې ډېر کلونه روزلی دی. ټول کال مې په دې بڼ کې خواري کړې او په کال کې یوازې یو ځل حاصل راکوي، خو اوس چې یې بیو ته ګورم، ګټه خو پرېږده، زما لګښتونه هم نه پوره کوي».

100%
په کندهار کې د یوه من انارو بیه، چې پنځه کیلوګرامه کېږي، له شاوخوا ۵۰۰ افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

د کندهار یو شمېر سوداګر او بڼوال وايي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو تړل کېدو او د صادراتو لپاره د بدیلو لارو د نشتوالي له امله د انارو بازار تنګ شوی، صادرات کم شوي او د دې مېوې بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي.

په کندهار کې د یوه من انارو بیه، چې پنځه کیلوګرامه کېږي، له شاوخوا ۵۰۰ افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

دا د هر من په بیه کې ۲۰۰ افغانۍ، یا ۴۰ سلنه کموالی دی.

د انارو د بیو دغه کمښت په داسې حال کې دی، چې د کندهار انار له کلونو راهیسې د افغانستان پام وړ میوه ګڼل کیږي او د پاکستان بازار او له دې لارې نورو نړیوالو بازارونو ته صادرېدل.

۸۰ سلنه انار په کوردننه پاتې دي

د کندهار د انارو سوداګر وايي، چې سږ کال یوازې لس سلنه انار بهر ته صادر شوي او ۸۰ سلنه نور یې په کوردننه پاتې دي.

د سوداګرو په وینا، د پاکستان له لارې د صادراتو محدودېدو د هغو بازارونو دروازې هم تنګې کړې دي چې پخوا یې د کندهار د انارو لپاره د پېرودونکو زمینه برابروله.

100%
د کندهار سوداګر او بڼوال له طالبانو غواړي چې د انارو د صادراتو لپاره بدیلې لارې برابرې کړي او د بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

حاجي نظر محمد، چې په تېرو کلونو کې یې د کندهار انار پاکستان ته صادرول، وايي، تېر کال یې د انارو بڼونه په اجاره نیولي وو، خو د صادراتو په برخه کې د ستونزو له امله یې ډېر زیانونه وګالل.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تېر کال چې مې د انارو باغونه په اجاره نیولي وو، ټول انار راته په کور دننه پاتې شول او ډېر تاوان یې راورسولو. سږ کال مې هېڅ بڼ په اجاره نه دی نیولی او نه مې انار رانیولي دي، ځکه چېرته یې یوسم او پر چا یې خرڅ کړم؟».

په کندهار کې د مېوو بل سوداګر شفاعت الله هم وايي چې د لارو بندېدو د انارو سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « هېڅکله مې دا فکر نه کاوه چې د کندهار دا خوندور انار به یوه ورځ د خاورو په بیه خرڅېږي. د لارو د تړل کېدو له امله مې خپله هم انار نه دي رانیولي. پخوا چې به مو پاکستان ته وړل، موږ ته به هم یو څه ګټه پاتې کېده، حکومت او بڼوالو ته هم. اوس ټول لاس تر زنې ناست یو».

کلنی حاصل د یوه کال لګښتونه نه پوره کوي

د سوداګرو د زیانونو تر څنګ، د انارو د بازار وضعیت د بڼوالو لپاره لا پېچلی دی.

د انارو بڼونه د کال په اوږدو کې اوبه، سرې، د ونو ساتنه او د ناروغیو پر وړاندې درملنې ته اړتیا لري. دا لګښتونه د حاصل له راټولولو مخکې کېږي، خو د حاصل د پلور بیه د بازار او صادراتو له وضعیت سره بدلېږي.

ګل محمد، چې د کندهار په ارغنداب کې د انارو بڼ لري، وايي، بڼ یې دوه کاله پرله‌پسې زیان کړی دی.

هغه خبرداری ورکوي چې که په راتلونکي کال کې هم د انارو بیې په همدې کچه ټیټې پاتې شي، ښايي د انارو ونې پرې کړي او پر ځای یې غنم وکري.

د کندهار د انارو په سوداګرۍ کې ستونزې په داسې حال کې رامنځته شوې چې د وچکالۍ او د ونو د ناروغیو اغېز هم حاصلات اغیزمن کړي دي.

د کندهار د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله د انارو په تولید کې د ۲۰ تر ۳۰ سلنې کموالي اټکل شوی او شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه له ستونزو سره مخ دي. دغه ریاست سږ کال په کندهار کې د شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه انارو اټکل کړی، خو د ۲۰۲۵ کال لپاره دغه اټکل ۲۷۵ زره ټنه و.

د دې شمېرو له مخې، د تولید اټکل د تېر کال په پرتله ۵۵ زره ټنه کم شوی دی.

100%
په کندهار کې د انارو د پروسس فابریکې د انارو یوه برخه پروسس کوي او په جوس یې بدلوي، خو د دوی د پروسس ظرفیت د ټولو انارو د جذبولو لپاره بسنه نه کوي.

د کندهار ارغنداب، شاولي‌کوټ او ژیړۍ ولسوالۍ د انارو په ښه کیفیت مشهورې دي، خو د وچکالۍ له امله د ارغستان ولسوالۍ تر ۳۰ سلنې پورې د انارو ونې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

محدود بدیلونه

د پاکستان له لارې د صادراتو د کمېدو په ځواب کې په کندهار کې ځینو سوداګرو د نورو بازارونو پر لور د انارو د لېږلو هڅې کړې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ یو شمېر انار روسیې، هند، قطر او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته هم استول شوي دي، خو دا په همغه لس سلنه صادراتو کې راځي، چې د انارو سوداګر او بڼوال یې یادوي.

د طالبانو د کندهار د سوداګرۍ خونې او د کرنې ریاست چارواکو د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې ویلي وو، چې د کندهار نږدې ۲۳ زره ټنه انار نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

خو د سوداګرو په وینا، دغو صادراتو د پخوانیو لارو ځای نه دی نیولی او دا بهیر لا هم دوامدار نه دی.

د کندهار سوداګر او بڼوال له طالبانو غواړي چې د انارو د صادراتو لپاره بدیلې لارې برابرې کړي او د بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

ځینې سوداګر وايي چې بهرنیو بازارونو ته د انارو د لېږلو هڅې د ټول تولید په پرتله محدودې دي او د انارو ډېره برخه لا هم په کورني بازار کې پاتې کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انار د کمیت او کیفیت له پلوه ښه حاصلات لري، خو د صادراتي لارو د بندېدو له امله سوداګر نه شي کولای خپل محصولات په منظم ډول بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.

100%
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو ښکته کېدو او د کاریزونو وچېدو د انارو سلګونه جریبه باغونه له ګواښ سره مخ کړي چې له امله یې ګڼ خلک د خپلو باغونو پرې کولو او له سیمې څخه کډه کېدو ته اړ شوي دي.

د بینا په وینا، د چمن او بولدک لارې تړل کېدو او د وروستیو سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله د اسلام‌کلا له لارې د تګ راتګ او صادراتو د بهیر ځنډني کېدو د تازه مېوو بیې اغیزمنې کړې دي.

هغه وايي، «د صادراتو د نامعلوم وضعیت له امله سوداګر هم د انارو صادراتو ته زړه نه ښه کوي».

نوموړي زیاته کړه، چې په کندهار کې په کور دننه د انارو د مصرف تر څنګ د پروسس دوې فابریکې فعالې دي، چې د انارو اوبه او روب ترې جوړوي خو د انارو د صادراتو پر وړاندې اساسي ستونزه د یوې مشخصې او پرله‌پسې فعالې صادراتي لارې نشتوالی دی.

د بینا په وینا، که د صادراتو لپاره منظمه او باوري لاره برابره شي، سوداګر به د کندهار انار په روانه توګه بهرنیو بازارونو ته ولېږدولی شي.

په کندهار کې د انارو د پروسس فابریکې د انارو یوه برخه پروسس کوي او په جوس یې بدلوي، خو د دوی د پروسس ظرفیت د ټولو انارو د جذبولو لپاره بسنه نه کوي.

د پروسس فابریکې د تازه مېوو د پلور لپاره د بدیل بازار یوه برخه برابرولی شي، خو د سوداګرو په وینا، د دوی اغېز د تولید د کچې، د پروسس د ظرفیت، د محصول د ساتنې او بسته‌بندۍ او د جوس د پلور په بازارونو پورې تړلی دی.

د میوو د سوداګرو په وینا، د صادراتو د ستونزو د حل لپاره د بدیلو لارو موندل، له بهرنیو پېرودونکو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول او د پروسس د ظرفیت زیاتول هغه اقدامات دي چې د کندهار د انارو د بازار په پراخولو کې رول لوبولی شي.

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۰
100%

د امریکا د پوځ پخواني افسر ویل سیلبر په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو مخالفانو سره د پاکستان همکاري، دغه ډلې له جدي ستونزو سره مخ کولای شي. د هغه په باور، پاکستان ښايي دغه ډلې پر طالبانو د فشار لپاره وکاروي، خو طالبانو سره له جوړجاړي وروسته به له دوی مخ واړوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وسله والو مخالفانو له یو شمېر مشرانو سره د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو لیدنې خبر ورکړی.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام‌اباد په دغو لیدنو کې د طالبانو مخالفانو ته د ملاتړ وړاندیز کړی دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی افسر ویل سیلبر دغه راپور ته په اشارې وايي، له اسلام‌اباد سره احتمالي همکاري که څه هم د طالبانو مخالفانو ته د پوځي ملاتړ زمينه برابرولای شي، خو ښايي د هغوی خپلمنځي اختلافونه سخت کړي او د افغانانو په منځ کې د هغوی سیاسي اعتبار زیانمن کړي.

سیلبر په هغه شننه کې، چې د دووشنبې په ورځ لانګ وار خپرونې خپره کړې، لیکلي چې د طالبانو مخالفې ډلې له یوه ستونزمن انتخاب او ازموېنې سره مخ دي.

هغوی د خپلې مبارزې د دوام لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لري، خو پاکستان هغه هېواد دی چې لسیزې یې د طالبانو ملاتړ کړی او واک ته د دغې ډلې په بېرته رسېدو کې یې مهه ونډه لرلې ده.

نیویارک تایمز ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي او د طالبانو د وسله والو مخالفانو د یوه لوړپوړي غړي له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په تېرو میاشتو کې د طالبانو له یو شمېر مخالفو ډلو سره لیدلي او د احتمالي ملاتړ په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

دغه اړیکې په داسې وخت کې نیول شوي، چې د دوو پخوانیو متحدینو، پاکستان او طالبانو اړیکې سختې کړکېچنې شوي او پوځي نښتو ته رسېدلې دي.

د دې ترڅنګ منتقدانو، په ځانګړي ډول د کرزي او غني د حکومتونو لوړپوړو چارواکو، له پاکستان سره د مقاومت ډلو پر اړیکو نيوکې کړي او دا کار یې خطرناک بللی دی.

اسلام‌اباد طالبان تورنوي، چې د پاکستان تحریک طالبان، اتحاد المجاهدین او نورو پاکستاني وسلوالو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د امینتي ځواکونو پر ضد کار واخلي.

طالبان دغه تورونه ردوي او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسأله ګڼي.

له دې ټولو سره سره، پاکستان د شنبې په ورځ، د لړم ۲مه، د طالبانو له مخالفانو څخه د ملاتړ راپورونه رد کړل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت، په دې اړه د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد ادعاوې بې‌بنسټه وبللې.

ولې د طالبانو مخالفان ښايي پاکستان ته نږدې شي؟

سیلبر په دې باور دی، چې د بهرني ملاتړ نشتوالی به پاکستان ته د طالبانو د مخالفو ډلو د نږدې کېدو یو اصلي لامل وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت ډلو مهمې څېرې په تېر کې د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې جګړه کې، پر پاکستان د طالبانو د تکیې سخت مخالف وو.

د سیلبر د لیکنې له مخې، تاجکستان چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راپدېخوا له دغې ډلې سره سړې اړیکې درلودې، له طالبانو سره د روسیې پراخېدونکو اړیکو ته په پام، ستونزمنه ده چې د طالبانو وسله والو مخالفانو ته پراخه مرسته چمتو کړي.

ایران هم د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د طالبانو له نورو مخالفو څېرو سره د اړیکو باوجود، په داسې وضعیت کې نه دی چې د هغوی پراخ ملاتړ وکړي.

تهران د علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې د احمد مسعود او د طالبانو د یو شمیر نورو مخالفانو هرکلی وکړ، خو د سیلبر په باور، له امریکا او اسراییل سره د ایران جګړې، د طالبانو له مخالفانو څخه د ملاتړ لپاره د دغه هېواد مالي ځواک او وړتیاوې محدودې کړې دي.

امریکا هم په وروستیو کلونو کې ډېره پر دې تمرکز لري، چې طالبانو سره په خبرو، د دوی له منګولو خپل یرغمل وګړي را خوشې کړي.

که څه هم د اوکراین په چارو کې د ډونالد ټرمپ پخواني استازي کېت کلاګ، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د واشنګټن د تعامل غوښتنه کړې، خو د طالبانو په اړه د ټرمپ د ادارې د تګلارې د بدلون هېڅ روښانه نښه نه لیدل کېږي.

په داسې شرایطو کې، پاکستان ښايي د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د پوځي مرستو د ترلاسه کولو او د خوندي پټنځای درلودلو له محدودو غوراویو څخه په یوه بدل شي.

له پاکستان سره د همکارۍ درې ستر ګواښونه

سیلبر په خپله شننه کې له پاکستان سره د همکارۍ په صورت کې د طالبانو مخالفو ډلو ته درې لوی ګواښونه یاد کړي دي.

لومړی، د پاکستان لخوا د طالبانو له مخالفانو څخه د پاکستان د وسیلې په توګه کار اخیستل:

لیکوال په دې باور دی، چې د مقاومت ډلو سره د اسلام‌اباد د نږدې کېدو اصلي موخه ښايي د طالبانو نسکورول نه، بلکې د ټي ټي پي (TTP) او د پاکستاني حکومت د نورو مخالفو وسلوالو ډلو پر ضد اقدام ته د طالبانو اړ اېستل وي.

د هغه په وینا، پاکستان نه غواړي، چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دوی خلاف ځمکني ځواکونه ولېږي.

په دې حالت کې، د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ، د پاکستان د هوايي ځواک او ځمکنۍ جګړې له کارولو سره یوځای کولای شي اسلام‌اباد ته د فشار ښه موقع برابره کړي.

د ا وړاندوېنه هم شته، چې که طالبان د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو د مهارولو لپاره لاس په کارشي، اسلام‌اباد به د مقاومت ډلو ملاتړ بس او بېرته به له طالبانو سره همکارۍ ته مخه کړي.

سیلبر يادونه کوي، چې پاکستان نږدې درې لسیزې د طالبانو ملاتړ کړی او ښايي د خپلو امنیتي غوښتنو د پوره کېدو په صورت کې، له دغې ډلې سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.

دویم ګواښ، د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ د اختلافونو سختېدل دي.

سیلبر د افغانستان د کورنیو جګړو تجربې ته په اشارې لیکي، چې پاکستان د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال، د حکمتیار له د حزب اسلامي له ځانګړي ملاتړ سره، د مجاهدینو د تنظیمونو ترمنځ سیالۍ او ناندرۍ رامنځته کړې..

د هغه په باور، له پاکستانه د پیسو، وسلو او پوځي وسایلو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د مخالفو ډلو سیالي کولای شي ورته ترخه تجربه بیا تکرار کړي.

دغه پخوانی پوځي افسر خبرداری ورکوي، چې د مقاومت ډلو ترمنځ د سیاسي او پوځي یووالي نشتوالی، د پاکستان لاسوهنو او له اختلافونو څخه ناسمې کار اخیستو ته لاره برابروي.

درېیم ګواښ، د افغانانو په منځ کې د طالبانو د مخالفانو د سیاسي اعتبار زیانمنېدل دي.

د سیلبر په باور، له هغه هېواد سره همکاري چې ډېری افغانان یې د تېرو څو لسیزو د جګړو او ناامنیو د يوه پام وړ مسوول ګڼي، ښایي د طالبانو له مخالفو ډلو څخه ولسي ملاتړ تر اخري کچې راکم کړي.

هغه پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو مخالفې ډلې له پاکستانه د مرستو له ترلاسه کولو وروسته، بیا هم د افغانانو په خاوره د دغه هېواد هوایي بریدونه او د عامو افغانانو وژل کېدل غندلی شي؟

له بلې خوا، که دغه ډلې د پاکستان بریدونه وغندي، ایا اسلام‌اباد به د هغوی پوځي ملاتړ روان وساتي؟

سیلبر په دې اند دی، چې د طالبانو مخالفان باید د دغې همکارۍ سیاسي او ټولنیزې پایلې هم په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول په یوه داسې هېواد کې چې خلکو یې نږدې ۵ لسیزې جګړې او بهرنۍ لاسوهنې تجربه کړي دي.

سیلبر د خپلې شننې په پای کې ټینګار کوي، چې له طالبانو څخه د پاکستان څو لسیزې پرله پسې ملاتړ، اسلام اباد ته د هغه امنیت په راوستلو کې پایله نه ده ورکړې، هغه امنیت چې پاکستاني چارواکو یې تمه لرله.

د هغه په باور، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د پاکستان احتمالي لیدنې دا روښانه کوي، چې د دغو دوو پخوانیو متحدینو اړیکې تر کومې کچې ماتې او بې‌باوره شوې دي.

له دې ټولو سره، تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو مخالفان او پاکستان به د ګډې همکارۍ په اړه کومې پایلې ته ورسیږي کنه؟

لیکوال دې پایلې ته رسېدلی،چې پاکستان اوس د هغې ډلې له دښمنانو سره پر همکارۍ غور کوي، چې پخپله یې د هغوی واک ته رسولو کې بنسټیزه ونډه لرلې ده.

برعکس، د طالبانو مخالفان باید په دې اړه درنه پرېکړه وکړي، چې ایا له داسې يوه هېواد څخه مرسته واخلي کنه، چې د دوی په ماتولو کې یې مهم رول درلود؟

د طالبانو د ځینو غړو لوڼې په پټ ښوونځي کې؛ د یوې ایټالوۍ مرستندویې څرګندونې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰
100%

د یوې ایټالوۍ مرستندویې ادارې بنسټ اېښودونکې سوزانا فیورتي ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې د نجونو لپاره پټ ښوونځی جوړ کړ، خو دوه کاله وروسته پوه شوه چې د طالبانو د یو شمېر غړو لوڼې هم په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي.

فیورتي له ایټالوۍ ورځپاڼې «کوریره دلا سرا» سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د دغو نجونو مور او پلار غوښتل چې لوڼې یې زده کړې وکړي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر زده کړو پراخ بندیزونه لګولي دي.

سوزانا فیورتي په روم کې د «نووه کرینګ هیومنز» په نوم د یوې مرستندویې ادارې بنسټ اېښودونکې ده، چې د نړیوالو همکاریو او بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي.

هغې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر لوړو زده کړو له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه چې د نجونو لپاره پټ ښوونځی جوړ کړي.

د فیورتي په وینا، د دغه ښوونځي درسونه په داسې یوه خونه کې ترسره کېدل چې د خیاطۍ ماشینونه هم پکې ځای پر ځای شوي وو.

هغې ویلي: «موږ فکر کاوه چې ډېر هوښیار یو او کولای شو د طالبانو د څارنې سیستمونه تېر باسو. که د پلټنې لپاره څوک راغلي وای، کاغذونه او قلمونه به مو پټول او پر ځای به یې د خیاطۍ کار پیل کاوه».

د دې ایټالوۍ مرستندویې په خبره، په لومړیو دوو کلونو کې هېڅ طالب د پلټنې لپاره د ښوونځي دروازې ته ورنه‌غی، خو وروسته یې یوه حیرانوونکې موضوع وموندله.

هغې ویلي، چې د ښوونځي د زده‌کوونکو په منځ کې د طالبانو د یو شمېر غړو لوڼې هم وې.

کله چې له فیورتي وپوښتل شول چې ایا د زده‌کوونکو په منځ کې د طالبانو جاسوسانې وې، هغې وویل: «نه، هغوی د طالبانو لوڼې وې. مور او پلار یې غوښتل چې زده کړې وکړي».

نوموړې زیاته کړې، چې له طالبانو سره تړلي ټول افغانان یو ډول فکر نه لري او ځینې یې غواړي هغه محدودیتونه بدل کړي چې ناسم یې بولي، خو خپلې دغه غوښتنې په پټه تعقیبوي.

فیورتي ویلي، چې د پټ ښوونځي فعالیت له جدي ګواښونو سره مل و او که چا د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو ته راپور ورکړی وای، ښايي له سختو پایلو سره مخ شوي وای.

هغې د افغان ښځو د زده کړو وضعیت جدي ستونزه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له لومړنیو ټولګیو وروسته له زده کړو منع کوي.

د نوموړې په وینا، افغان ښځې یوازې ښځینه ډاکټرانو ته د درملنې لپاره مراجعه کولای شي، خو د ښځو پر زده کړو د بندیزونو دوام به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو کمښت لا پسې زیات کړي.

له طالبانو سره د ښځو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې

سوزانا فیورتي ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې توانېدلې د افغان ښځو لپاره ځینې اقتصادي پروګرامونه پیل کړي.

هغې ویلي، چې ان د افغان ښځینه سوداګرو د ستاینې لپاره یې طالبانو ته د جایزې ورکولو وړاندیز کړی و.

د فیورتي په وینا، طالب چارواکي په لومړي سر کې د دې وړاندیز په اورېدو حیران شول او ترې ویې پوښتل چې ایا پوهېږي په کوم هېواد کې ده.

هغې زیاته کړې: «هڅه مې وکړه چې د هغوی له فکر سره د تفاهم یوه لاره پیدا کړم. د زغم په اړه مې خبرې وکړې او ورته مې څرګنده کړه چې د ښځو سوداګریز فعالیتونه د دوی هېواد ته هم پیسې راوړلای شي».

د نوموړې په خبره، طالبانو بالاخره له دې وړاندیز سره موافقه وکړه او جایزه ګټونکې ښځې د طالبانو د یوه وزیر په حضور کې یوې غونډې ته وبلل شوې.

طالبانو د ښځو لپاره د ډوډۍ پخولو له پروګرامه د «ښځو» کلمه لرې کړه

فیورتي ویلي، چې ادارې یې د «ښځو لپاره ډوډۍ» په نوم یو بل پروګرام هم پیل کړی، چې موخه یې د کورنیو ښځو له خوا د ډوډۍ پخول او د عاید ترلاسه کول دي.

د هغې په وینا، په لومړیو کې ښځو یوازې خپلو ګاونډیانو ته د ډوډۍ پلورلو اجازه لرله، خو اوس کولای شي نورو خلکو ته یې هم وپلوري.

هغې ویلي، چې په دې پروګرام کې ښځو ته د ډوډۍ پخولو او د مالي حسابونو د تنظیم روزنه ورکول کېږي او موخه دا ده چې د دوی تولیدات په دوکانونو او ښوونځیو کې هم وپلورل شي.

فیورتي زیاته کړې، چې طالبانو له دغه پروګرام سره موافقه وکړه، خو غوښتنه یې وکړه چې له نوم څخه یې د «ښځو» کلمه لرې شي.

هغې ویلي: «له همدې امله مو د پروګرام نوم د کورنیو لپاره ډوډۍ کېښود».

نوموړې همدارنګه ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې د ښځینه مسلکي موټرچلوونکو د روزنې لپاره د «پنک شټل» په نوم پروګرام درلود، خو د طالبانو حکومت دغه پروګرام بند کړ.

د طالبانو مرستیال وزیر له ایټالوۍ مرستندویې سره له سترګو تماس ډډه کوله

سوزانا فیورتي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یوه مرستیال سره خپله لیدنه غیرعادي بللې ده.

هغې ویلي، چې په کابل کې د دغه طالب چارواکي دفتر ته ورغلې وه او دواړه یوازې وو.

فیورتي ویلي: «هغه په ټیټ غږ خبرې کولې او هېڅکله یې راته نه کتل. زما خبرې یې اورېدې، خو چلند یې سوړ او بې‌پروا و. داسې احساس مې کاوه لکه یوه خبرې کوونکې نانځکه چې یم».

د هغې په وینا، دغه طالب چارواکي یوازې له دې امله ورسره لیدنې ته غاړه اېښې وه چې هغه یې د پاخه عمر ښځه ګڼله.

فیورتي ویلي، چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره د خبرو او منځګړیتوب هڅه کړې او په ځینو مواردو کې بریالۍ شوې ده.

هغې د یوې بلې لیدنې په اړه ویلي، چې د طالبانو یوه ځواکمن چارواکي ترې وپوښتل د یوې ایټالوۍ ښځې په توګه د طالبانو د حکومت په اړه څه نظر لري.

فیورتي ویلي، چې د خپلو همکارانو په حضور کې یې ورته ځواب ورکړ: «که زه ستاسو د حکومت په څېر د یوې واکمنۍ لاندې لویه شوې وای، نن به دلته نه وای چې د خپلې مرستندویې ادارې له لارې دا کارونه ترسره کړم».

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰
100%

د بلجیم په انتورپن ښار کې د انساني قاچاق د یوې لویې شبکې د غړیتوب په تور د ۳۱ افغان نارینه‌وو محاکمه پیل شوې ده. د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې غړو هغه کډوال وهل، ټکول او زنداني کول چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای. یو شمېر قربانیانو د جنسي تېري ادعاوې هم کړې دي.

د بلجیم دولتي رسنۍ «وي‌ار‌ټي» د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۴مه راپور ورکړی چې د دغې شبکې د فعالیتونو په اړه څېړنې درې کاله مخکې پیل شوې وې. د څارنوالۍ په وینا، د شبکې غړو په ټیک‌ټاک کې د «۳۱۳» او «۳۱۳ کریمینل» په نومونو فعالیت کاوه او د انساني قاچاق د عملیاتو ویډیوګانې یې خپرولې.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، دې شبکې منظمه تشکیلاتي بڼه لرله او مشران یې د افغانستان د بغلان ولایت څخه یې د انساني قاچاق چارې مدیریت کولې. د قاچاق له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې هم بغلان ته لېږدول کېدې.

شبکې په انتورپن ښار کې یو ځای د کډوالو د اوسېدو او د مالي معاملو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړی و. کډوال به نورو ځایونو ته تر لېږد مخکې په دغه ځای کې ساتل کېدل او د قاچاق پیسې به هم هلته ترلاسه کېدې او ورکول کېدې.

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې ډېری قربانیان نارینه وو، خو ښځې، ماشومان او ان نوي زېږېدلي ماشومان هم په کې شامل وو. د دغو کډوالو ډېری له افغانستان، ترکیې او پاکستان څخه وو او هڅه یې کوله چې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د راپور له مخې، د شبکې غړو د ټولنیزو رسنیو له لارې له هغو پناه‌غوښتونکو سره هم اړیکې نیولې چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو. قاچاقچیانو دغو کسانو ته بریتانیا ته د لېږد وړاندیز کاوه.

د څارنوالۍ په وینا، قاچاقچیانو د فرانسې د کډوالو په کمپونو کې هم د خلکو د ساتلو ځایونه لرل. کډوال به تر هغه په دغو ځایونو کې ساتل کېدل چې د سمندر له لارې بریتانیا ته د لېږد نوبت یې رسېدلی وای.

قاچاقچیانو به کله ناکله تر ۴۵ پورې کسان په یوه نهه متره اوږده ربړي کښتۍ کې ځایول. ځینې کډوال اړ کېدل چې د کښتۍ پر څنډو کېني. د څارنوالۍ په وینا، ځینو کسانو د ژغورنې واسکټونه لرل، خو نورو ته یوازې د لامبو وهلو ربړي کړۍ ورکول کېدې.

دغه شبکه د سربیا او هنګري له لارې هم فعالیت کاوه. کډوال به لومړی د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې په کورونو کې ساتل کېدل او وروسته به د هنګري پولې ته نږدې ځنګلونو ته لېږدول کېدل.

د څارنوالۍ د څېړنو له مخې، قاچاقچیانو به په ځینو شپو کې د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ کسان له پولې اړول. لارښودانو به د هر کس د لېږد په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ یورو او موټرچلوونکو به شاوخوا ۵۰۰ یورو ترلاسه کول. د شبکې د مشرانو میاشتنی عاید تر ۱۵ زره یورو رسېده.

د کډوالو وهل، شکنجه او جنسي ځورونه

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د شبکې غړو د کډوالو د ګواښلو او وېرولو لپاره له کلاشینکوفونو په ګډون وسلې کارولې. هغه کسان چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای، وهل کېدل یا د شبکې تر کنټرول لاندې ځایونو کې ساتل کېدل.

یو شمېر قربانیانو د جنسي ځورونې او تېري ادعاوې هم کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، ځینې قربانیان تر جنسي ځورونې مخکې د نشه‌يي توکو په وسیله بې‌حاله کېدل. د شبکې غړو د افغان کم‌عمره هلکانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې هم ثبت کړې وې.

د راپور له مخې، ډېری تورن کسان اوس د برېښنايي څارنې لاندې دي یا په مشروط ډول خوشې شوي، خو یو شمېر نور لا هم په زندان کې دي.

د محاکمې په لومړۍ غونډه کې څو تورنو کسانو پر خپلو کړنو پښېماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تېروتنه یې کړې ده.

د بلجیم څارنوالۍ د شبکې د هر یوه له درېیو مشرانو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې د بند غوښتنه کړې ده. د ټولو ۳۱ تورنو کسانو لپاره د غوښتل شویو بندي سزاوو موده شاوخوا ۲۳۰ کلونو ته رسېږي.

څارنوالۍ همدارنګه د دغې شبکې له ناقانونه فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو څه باندې درې میلیون یورو د مصادرې غوښتنه کړې ده.

تمه نه کېږي چې محکمه به د لړم تر پای مخکې خپله پرېکړه اعلان کړي.